د خوست پاڅون (۱۹۱۲)
د خوست پاڅون یا بغاوت په خوست ولایت کي یو بغاوت وو چي په ۱۹۱۲ کال کي د افغانستان د امارت پر مهال رامنځته سو او د حبیب الله خان د واکمنۍ تر ټولو ستر بحران ګڼل کیږي. [۱]
عمومي مالومات | |
---|---|
پېښې نېټه |
پيل موده | |
---|---|
پای |
د خوست د پاڅون لامل د خوست د ولسوال محمداکبر خان تیرئ او زورواکي په ګوته سوي دي. [۱] [۲] یاد پاڅون چي مشرتوب یې جهانداد خان کاوه، [۲] د ۱۹۱۲ کال د مئ په دوهمه هغه وخت پیل سو، کله چي د افغانستان په خوست کي د منګل او ځدران قومونو د یو بغاوت په پایله کي [۳] په چټکۍ سره یو شمېر ګارنیزیونونه سقوط [۲] او محمد اکبر یې په متون سیمه کي محاصره کړ. [۳]
د تاریخونو پر بنسټ پاڅونوال د همدې میاشتي په وروستیو کي د غلزیو له ټبر سره په ګډه جګړې ته رامخکي سول، [۱] او افغان واکمن حبيب الله خان د ګواښ د له منځه وړلو لپاره محمد نادر خان سیمي ته ولېږی. [۲] نادر خان سیمي ته له رسېدو سره سم د تاجک ډلګۍ له خوا پوره مرسته ترلاسه کړه او خپل لښکر یې په بشپړه توګه ځواکمن کړ. [۲] ددې ترڅنګ په برتانوي هند کي د کرمې ولسوالۍ قبایلي سیمي د یاد بغاوت سره د مرستي لپاره افغانستان ته د ننوتلو څخه منع سوې، او د نادرخان په وړاندي یوازي لویدیځ قبایل پاته سوه. [۴]
د مئ میاشتي په پای کي نادر خان پاڅونوال دې ته اړ ایستل ترڅو د سولي لپاره را وړاندي سي، او مشر یې جهانداد خان برتانوي راج ته وتښتیدی. [۲] د جون په ۱۳ نېټه پلازميني کابل ته د (بغاوت کمېدو) د خبر ترڅنګ [۳] د سولي خبري اتري پرله پسې رواني وې،[۲] خو دې کار هیڅ پایله ورنکړه او په 1912 کي بیرته جګړې سر پورته کړ. [۲] په سیمه کي تر خونړي کش مکش وروسته په ۱۹۱۲ کال کي د اګسټ په ۱۴ مه جګړه هغه مهال پای ته ورسېدل کله چي د افغان چارواکو له خوا پاڅونوالو ته یو شمېر امتیازات ومنل سوه، [ [note ۱] [۱] او د محمد اکبر خان پر ځای نوی والي [۲] دوست محمد وټاکل سو. [۵]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ The Encyclopaedia Britannica: A Dictionary of Arts, Sciences, Literature & General Information; the Three New Supplementary Volumes Constituting with the Volumes of the Latest Standard Edition, the Thirteenth Edition (په انګليسي). Encyclopaedia Britannica, Company, Limited. 1926. p. 46.**A wikilink to an article on [Afghanistan] in EB1922 is not available**
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ ۲٫۶ ۲٫۷ ۲٫۸ Hale, W. (1966). AFGHANISTAN, BRITAIN AND RUSSIA 1905 - 21. pp. 16, 17, 18.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Chisholm, Hugh (1913). Britannica Year-book, 1913 -: A Survey of the World's Progress Since the Completion in 1910 of the Encyclopaedia Britannica (په انګليسي). Encyclopaedia Britannica.**A wikilink to an article on [Afghanistan] in EB1922 is not available**
- ↑ Summary of the Administration of Lord Hardinge of Penhurst, November 1910 – March 1916. p. 93.
- ↑ . 1975.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help)