باماکو په فرانسوي Bamako) د افریقایي هیواد مالي پلازمینه ده.

باماکو
Bamako
سرک په باماکو کې
سرک په باماکو کې
سرک په باماکو کې

باماکو
باماکو
باماکو

Map
کورډېناټونه: ۱۲°۳۹′ شمال ۸°۰۰′ لویدیځ / 12.650°شمال 8.000°لويديځ / 12.650; -8.000
اداري وېش
هیواد کينډۍ:MLI
سیمه باماکو سیمه
ولایت موپتی ولایت
پلازمینه د:
حکومت
 • ښاروال آداما سانګاره
پراخوالی
 • پراخوالی ۲۵۲ کلوميټر٢ (۹۷ میله  مربع)
لوړوالی ۱۱۰ ميټره (۳۵۰ فوټ)
نفوس شمېرنه (2009)
 • ټولټال ۱,۸۰۹,۱۰۶
 • د نفوسو کثافت ۷٬۲۰۰/کلوميټر٢ (۱۹٬۰۰۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون GMT (ه.ن.و۰+)
جيو کوډ 2460594[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 ML-BK0
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه mairiebamako.africa-web.org/
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

باماکو (په بامبارا کې: ߓߡߊ߬ߞߐ߬ Bàmakɔ̌ ، فولا کې: 𞤄𞤢𞤥𞤢𞤳𞤮 Bamako) د مالي ترټولو لوی ښار او پلازمینه ده، چې په ۲۰۰۹م کال کې یې ۱۸۱۰۳۶۶ کسه نفوس درلود او په ۲۰۲۰م کال کې یې نفوس ۲.۷۱ میلیون کسانو ته ورسېد. دا ښار د نایجر سیند کې واقع شوی، هغو تندلارو ته نږدې چې د هېواد په سویل لوېدیځ برخه کې پورتنۍ او منځنۍ نایجر درې سره جلا کوي.[۲]

باماکو د دې هېواد اداري مرکز دی. دا ښار خپل ځان ته ځانګړې یوه حلقه ده. د باماکو سیندیز بندر کولیکورو ته نږدې پروت دی، چېرته چې یو لوی ځایي سوداګریز او کنفرانس مرکز هم شتون لري. باماکو په لوېدیځې افریقا کې له لاګوس، عابدجان، کانو، عبادان، داکار او اکرا ښارونو وروسته اووم لوی ښاري مرکز دی. په سیمه‌ییزه توګه تولید شوي محصولاتو کې یې ټوکر، پروسس شوې غوښه او اوسپنیز مواد او همدارنګه معدنونه شامل دي. سوداګریزه کب نیونه په نایجر سیند کې ترسره کېږي.

د باماکو نوم (په بامبارایي ژبه کې ߓߡߊ߬ߞߐ߬ Bàmakɔ̌) له بامبارایي ژبې څخه اخیستل شوی چې د «تمساح سیند» په مانا ده.[۳]

تاریخ سمول

د ښار سیمه د ډبرو لرغونې دورې د مېشټ ځایونو نښې لري. د نایجر سیند درې حاصلخېزه ځمکې د خلکو لپاره د خوړو بډایه سرچینې برابرې کړې دي او لومړني سلطنتونه په دې سیمه کې د سوداګریزو لارو په جوړولو سره چې د افریقا لوېدیځ څخه، صحرا ته او بلآخره د افریقا شمال او اروپا ته نښلېدلې، شتمن شول. لومړني استوګنو کسانو د سره زرو، عاج، د کولا مغز او مالګې سوداګري کوله. په یوولسمه پېړۍ کې، د ګانا امپراتوري په لومړني سلطنت بدله شوه چې په دې سیمه یې تسلط پیدا کړ. باماکو منځنیو پیړیو کې د دوه پوهنتونونو او ګڼو جوماتونو په جوړولو سره د یو لوی بازار ښار او د اسلامي علماوو په مرکز بدل شوی وو.[۴]

د مالي امپراتورۍ د منځنیو پیړیو په لومړیو کې وده وکړه او د افریقا په لوېدیځ کې د مسلط سلطنت په توګه د ګانا سلطنت ځای ناستې شوه او‌ پر سېنېګال، ګامبیا، ګینیه او موریتانیا باندې یې تسلط وموند. په څوارلسمه پېړۍ کې، د مالي امپراتوري د پنبې، سره زرو او مالګې سوداګري سره ډېره زیاته شتمنه شوه. بلآخره د سونګ‌های امپراتورۍ د دې هرڅه ځای ناستې شوه.[۴]

مالي د ۱۹۶۰م کال په اپریل کې له فرانسې څخه استقلال واخیست او وروسته د مالي جمهوريت جوړ شو. په هغه وخت کې، باماکو کابو ۱۶۰۰۰۰ کسه نفوس درلود. د ۱۹۶۰مې لسیزې په اوږدو کې، دا هېواد سوسیالیسټي شو او باماکو د شوروي د پانګې اچونې او نفوذ له ګواښ سره مخ شو. په هرحال، د دولتي شرکتونو سقوط او ناآرامیو پراخېدو سره، اقتصاد راټیټ شو. په پایله کې، موسی ترائوره د یوې بریالۍ کودتا مشري وکړه او ۲۳ کاله یې په مالي حکومت وکړ. په هرحال د هغه حکومت له سختې وچکالۍ او د دولت ضعیف مدیریت او همدارنګه د خوراکي توکو کمښت ستونزو سره ځانګړی کېږي.[۴]

د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کې، د باماکو او مالي خلکو د آزاد بازار اقتصاد او د څو ګوندي ډیموکراسۍ لپاره مبارزه وکړه. په ۱۹۹۰م کال کې، د ډیموکراټیک نوښت لپاره ملي کانګرس (Congrès National d'Initiative démocratique, CNID) د مونټاګا ټال په نوم وکیل له لوري او په مالي کې د ډیموکراسي لپاره یووالی (Alliance pour la démocratie au Mali, ADEMA) د عبدالرحمن بابا او تاریخ پوه آلفا عمر کونارې له لوري په لار واچول شول. دوی د Association des élèves et étudiants du Mali (AEEM) او Association Malienne des Droits de l'Homme (AMDH) ټولنو سره یوځای موخه درلوده ترڅو موسی ترائوره له واکه لرې کړي. د پخواني اساسي قانون پر اساس، ټولې کارګري ټولنې باید یوه کنفډراسیون، د مالي کارګرانو ټولنه (UNTM)، پورې تړاو ولري. کله چې په ۱۹۹۰م کال کې د UNTM رهبري له دولت څخه جلا شوه، مخالفتونو زور واخیست. ډېری ډلې د حقونو کمېدو او له دولتي برخو څخه وتلو ته وهڅول شوې او د مالي دولت د نړیوالو مرسته کوونکو د فشار له امله چې د اقتصاد ډېرې لویې برخې یې خصوصي کړې وې چې ان په ۱۹۶۸م کال کې د سوسیالیسټي دولت له سقوط وروسته هم د خلکو په لاس کې پاتې وې، دا خبر ومنله. زده‌کوونکو ان ماشومانو په باماکو کې د اعتراضي لاریونونو په رامنځته کولو کې رغنده رول ولوبوه او د خلکو له لوري رژیم پورې اړوندو کسانو کورونه او کاروبارونه لوټ شول.

د ۱۹۹۱م کال د مارچ په ۲۲مه، د باماکو په مرکز کې یو پراخ لاریون په تاوتریخوالي سره وځپل شو او اټکل کېږي چې د مړو شمېر یې ۳۰۰ کسانو ته رسېږي. څلور ورځې وروسته، یوې نظامي کودتا ترائوره راوپرځاوه. د جنرال آمادو توماني توره په مشرۍ د Comité de Transition pour le Salut du Peuple رامنځته شوه. الفا عمر کوناري د ۱۹۹۲م کال د اپرېل په ۲۶مه په رسمي توګه ولسمشر شو.[۵]

د ۲۰۱۵م کال د نومبر په ۲۰مه، دوه وسله‌والو کسانو د راډیسون بلو هوټل کې ۱۷۰ کسان برمته ونیول، د «د باماکو په هوټل برید» کې د درې چینایي سوداګرو او دوه وسله‌والو بریدګرو په ګډون په دې اوه ساعته محاصره کې ۲۱ کسان ووژل شول.[۶]

جغرافیه سمول

باماکو د نایجر سیند سیلابي دښته کې واقع شوی دی چې د سیند خوا او د نایجر شاخو په اوږدو کې د ودې مخنیوی کوي. باماکو په نسبي ډول هموار دی، له نږدې شمال څخه پرته چې په هغه کې یوه کنده پیدا شوې ده، چې هماغه څه دی چې له یوه مړ آتشفشان څخه پاتې دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ او مرکزي روغتون همدلته شتون لري.

په لومړیو کې ښار د سیند شمالي خوا کې وده وکړه، خو د هغه په ودې سره، د شمال او سویل نښلولو لپاره پلونو هم وده وکړه. د هغو څخه لومړني یې Pont des Martyrs (۲-لیکې د پیاده تللو برخو سره) او د ملک فهد پل (څلور لیکې دوه د موټرسایکل او دوه د پیاده خلکو لپاره) وو. سربېره پر دې، د ختیځې سوتوبا او میسابوګو ترمنځ یوه کسبي لاره د استعمار له وخته په میراث کې پاتې ده (بدیل ترافیک په یوه لیکه کې له پنځه پرې کوونکو برخو سره). د سوتوبا لاره (په فرانسوي کې Chaussée submersible de Sotuba، او په بامانانکاني کې Babilikoroni ) په معمول توګه له جولای څخه تر جنوري پورې د اوبو لاندې وي. دریم پل (۱.۴ کیلومټره اوږد، ۲۴ مټره پراخ، له څلورو لیکو سره چې دوه د موټرسایکل او دوه د پیاده خلکو لپاره دي) په هماغه سیمه کې د ښار مرکز کې د بیروبار کموالي لپاره، په ځانګړې توګه د لاریو له امله، جوړېږي.[۷]

چاپېریال سمول

د کثافاتو د مدیریت بحث سمول

په ۲۰۱۵م کال کې، د باماکو ښار دولت د دې ښار د کثافاتو راټولونه خصوصي کړه. د دې خپرونې له معرفي څخه مخکې د کثافاتو راټولېدل د «اقتصادي ګټو لرونکو ډلو» د غیر رسمي سیسټم له لورې ترسره کېدل. له خصوصي کېدو د مخه، دې خپلواکو ډلو کثافات د ټول ښار څخه راټولول. له خصوصي کېدو وروسته، نه یوازې دا چې ډېری کثافات ټولوونکي وزګار شول، بلکې هغه شرکت چې هغوی یې دې کار لپاره ګومارلي وو، د باماکو ښار یوازې ۳۰ سلنه کثافات راټولول. د کثافاتو راټولو د زهري ژوند شرایط رامنځته کوي او کله چې باران ورېږي حالت نور هم خرابېږي. د باماکو په سړکونو کې د کثافاتو ډېروالي ته په کتو سره، همدارنګه په غیر رسمي توګه د یوه ښوونځي څنګ ته د کثافاتو خښولو سره، ښاریانو په لاریون، اعتراض او ان په مالي زیان اړولو لاس پورې کړ.[۸][۹]

اقلیم سمول

د کوپن اقلیمي طبقه بندۍ په اساس، باماکو د ساوانا استوایي اقلیم (Köppen Aw) لرونکی دی. باماکو چې په سودانو-ساحلي سیمه کې واقع ده، په منځنۍ توګه د ټول کال په اوږدو کې ډېر ګرم دی او ترټولو ګرمې میاشتې یې د مارچ او مې په منځ کې دي. ترټولو معتدلې میاشتې یې بیا د نومبره تر فبروري پورې دي. د وچ موسم په اوږدو کې، باران ډېر کم دی: کابو د نومبر او اپرېل میاشتو په منځ کې د صحرا طوفان او وچو سوداګریزو بادونو له امله هیڅ باران نه ورېږي. د باران موسم په اوړي کې رامنځته کېږي او له څو طوفانونو سره خپلې لوړې کچې ته رسېږي چې له مې میاشتې پیلېږي او وروسته بیا له جون څخه تر اکټوبره پورې په موسمي باران بدلېږي.

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 2460594  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. "World Population Review: Bamako". مؤرشف من الأصل في ۰۳ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 3 September 1960 باندې). SUDANESE IMPOSE SENEGAL BOYCOTT; Traders Told to Use Port in Ivory Coast – Move Is Aimed at Dakar's Trade.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ "Bamako – History". Africatravelling.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Patrick Manning. Francophone Sub-Saharan Africa, 1880–1995: 1880–1995. Cambridge University Press (1998) کينډۍ:ISBN pp.198–199
  6. Mali attack: more than 20 dead after terrorist raid on Bamako hotel Archived 29 November 2016 at the Wayback Machine., Mamadou Tapily et al, 21 November 2015, The Guardian, Retrieved 5 January 2015
  7. "maliweb.net :: Construction du 3e Pont de Bamako : Maliens et Chinois d'accord sur les aspects techniques du projet". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. EJOLT. "QUATRE ANS APRÈS LA SIGNATURE DU CONTRAT OZONE MALI : AUCUNE PARTIE N'EST SATISFAITE". مؤرشف من الأصل في ۲۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. EJOLT. "Waste collection dispute in Bamako, Mali | EJAtlas". Environmental Justice Atlas (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)