بورډو د فرانسې په سویل لویدیځه برخه کې د ژیرونډي په ولایت کې د ژاروني سیند پر غاړه پروت یو ښار دی. دا یو بندري ښار دی چې د نوویلي-اکویټاین سیمې مرکز او همداشان د ژیرونډي ولایت یوه سیمه ده. د دې ښار اوسېدونکو ته بورډلای (نارینه) یا بورډلیزیس (ښځینه) ویل کېږي. د بورډلای اصطلاح همداشان دې ښار او شاوخوا سیمو ته ویل کېږي.

د بورډو ښار په ۲۰۲۰ کال کې د خپل کوچني ښار په ۴۹ کیلومتر مربع مساحت محدوده کې ۲۵۹۸۰۹ تنه وګړي درلودل، چې د شاوخوا سیمو په ګډون د هغه کال په جنوري کې د دې ښار د وګړو ټولټال شمېر ۱۳۷۶۳۷۵ تنه و، چې په فرانسه کې له پاریس، لیون، مارسي، لیل او ټولوز وروسته په شپږم کتار کې ولاړ و.[۱]

بورډو او د هغه شاوخوا ۲۷ کلیوالي ښارونه د بورډو میتروپولیس جوړوي، هغه ښاري مرجع چې په غیرمستقیم توګه انتخابیږي چې او د دې پراخ ښار د چارو مسوولیت پر غاړه لري. د بورډو سر ښار د ۲۰۲۰ کال د جنوري د میاشتې د سرشمېرنې د معلوماتو له مخې ۸۱۹۶۰۴ وګړي و، چې په فرانسه کې له پاریس، مارسي، لیون او لیل څخه وروسته پنځم ستره ښاري شورا لري.[۲]

بورډو د نړۍ د شرابو د پلازمېنې په نوم هم پېژندل کېږي: زیاتره کلاګانې او د انګورو د تاکونو باغونه د ژیروند په لمنه کې شته او دا ښار د نړۍ د اصلي شرابو یعنې وینکسپو نندارتون دی. بورډو همداشان د غذاپېژندنې او د نړیوالو کانګریسونو د ترسره کېدو لپاره د سوداګریز ګرځندوی مرکز دی. همداشان دا ښار د هوايي چلند، پوځې او فضايي چارو په برخه کې یو ستراتیژیک مرکز دی چې د Dassault Aviation، Ariane Group، Safran او Thalès نړیوالو شرکتونو کوربه هم دی. له هوايي چلند سره د دې ښار تړاو ۱۹۱۰ کال ته ورګرځي، چې د لومړي ځل لپاره د دې ښار پر سر یوه الوتکه والوتله. دا ښار د پوهنتون د څېړنو له مخې د پوهې او علم یو مرکز دی، چې په نړۍ کې د دوو میګاژول لایزرونو د یوه کوربه هم دی. دې ته ورته د بورډو په ستر ښار کې شاوخوا ۱۳۰۰۰۰ د پوهنتون محصلین هم ژوند کوي.[۳][۴][۵]

د بورډو ښار د خپلو معماریو او کلتوري میراثونو د لرلو له امله د نړیوالو ګرځندویانو لپاره یو مهم مرکز دی، چې څه باندې ۳۶۲ تاريخي معمارۍ په کې شته چې په فرانسه کې له پاریس وروسته زیات شمېر مجسمې په کې ثبت شوي دي. په ۲۰۱۵ کال کې په یوه انلاین نظرسنجوونه کې د «اکیټین مروارید» د اروپا تر ټولو زیات ګرځندوی لرونکي ښار په توګه وټاکل شو. دې ښار همداشان د نړیوالو سازمانونو له خوا جایزې او ډلبندۍ تر لاسه کړي دي، له هغې ډلې کولای شو په ۱۹۵۷ کال کې د اروپايي ارمان د تر سره کولو په خاطر د دې ښار د هلو ځلو له امله د اروپا جایزه یاده کړو. د ۲۰۰۷ کال د جون په میاشت د «میاشتې بندر» په تاریخي بورډو کې د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې د خپلې زبردستې معمارۍ، ښاري سیستم او په تېرو ۲۰۰۰ کلونو کې د بورډو د نړیوال اهمیت له مخې په رسمیت وپېژندل شو. د بورډو ښار همداشان د نړیوال کېدو او د نړۍ د ښارونو د څېړنې د شبکې له خوا د یوه پر خپل ځان بسیار ښار په توګه رتبه بندي شوی دی.[۶][۷][۸]

تاریخ

سمول

۵ پېړۍ مخکې له میلاد تر ۱۱مې پېړۍ وروسته له میلاد

سمول

له میلاد څخه ۳۰۰ کاله وړاندې، دغه سیمه کې د Bituriges Vivisci په نوم د سیلټیک قبیلې خلک اوسېدل، چې د ښار نوم یې Burdigala و چې په زیات احتمال سره د  Aquitanian منشا یې لرله.

له میلاد څخه مخکې په ۱۰۷ کال کې، د بورډیګالا جګړه د رومیانو چا چې له الوبروژیانو دفاع کوله او د روم د متحد ګالي قبیلې څخه و او د ډیویکو په مشرۍ د تیګورینيانو تر منځ ونښته. په دغه جګړه کې رومیانو ماتې وخوړه او د هغوی قومندان، کنسول لوسیوس کاسیوس په جګړه کې ووژل شو.[۹]

دا ښار له میلاد څخه شاوخوا ۶۰ کاله مخکې د رومیانو تر کنټرول لاندې راغی او د قلع او سرب په یوه مهم سوداګریز مرکز باندې بدل شو. په دغه دوره کې د امفي تیاتر (amphitheatre) او د Les Piliers de Tutelle تاریخي ودانۍ جوړه شوه.[۱۰]

په ۲۷۶ کال کې دا د ونډالانو له خوا چور شو. ونډالانو په ۴۰۹ کال کې بیا برید پرې وکړ، له هغو وروسته ویزیګوټانو په ۴۱۴ کال کې او فرانکانو په ۴۹۸ کال کې پرې برید وکړ او له هغه وروسته دا ښار په یوه نومورکي حالت کې پاتې شو.

د شپږمې پېړۍ په وروستیو کې دا ښار یو ځل بیا د یوه ولایت او یوه اسقف لرونکي په توګه د فرانکانو د مرووینګي په قلمرو کې رامنځته شو، خو دا ځل د فرانکانو د سلطنت ځواک هومره پیاوړی نه و. دې ښار د یوه ستر ښاري مرکز په توګه د فرانک له خوا د نوي جوړ شوي ډوک لرونکي واسکونیا تر څنګ خپل سیمه ییز رول ولوباوه. د ۵۸۵ کال شاوخوا ګالاکتوریوس د بورډو د والي په توګه وټاکل شو او له باسکانو سره یې جګړه وکړه.

په ۷۳۲ کال کې دا ښار د عبدالرحمن د ځواکونو له خوا ونیول شو. د نوموړي ځواکونو د دې ښار پر استحکاماتو باندې برید وکړ او د اکیټانیا پوځ یې په ګونډو کړ. ډوک اوډوس له امویانو سره د جګړې لپاره ځواکونه را ټول کړل او بالاخره د ګارون سیند په جګړه کې یې له هغوی سره مخامخ جګړه وکړه. دغې جګړې زیات زیانونه درلودل او که څه هم اوډوس ماتې وخوړه، خو د پواټیه د جګړې لپاره یې په کافي اندازه ځواکونه درلودل او په دغه جګړه کې یې وکولای شول چې پر اکیټان باندې خپل کنټرول تر لاسه کړي.[۱۱]

سرچينې

سمول
  1. INSEE. "Historique des populations communales – Recensements de la population 1876–2020" (په فرانسوي). Archived from the original on 21 February 2022. نه اخيستل شوی 2023-01-16.
  2. "Statistiques locales – Bordeaux Métropole : Intercommunalité 2021 – Population municipale 2020". INSEE. Archived from the original on 29 January 2018. نه اخيستل شوی 2023-01-16.
  3. Shurvell, Joanne. "Five Reasons to Visit the World's Wine Capital, Bordeaux". Forbes (په انګليسي). Archived from the original on 6 November 2020. نه اخيستل شوی 30 October 2020.
  4. "New survey ranks France's best cities for restaurants (and Paris is not top)". www.thelocal.fr. 15 June 2017. Archived from the original on 4 November 2020. نه اخيستل شوی 30 October 2020.
  5. "Classement 2019 des villes étudiantes les plus importantes en France". www.investirlmnp.fr. Archived from the original on 4 April 2022. نه اخيستل شوی 2022-04-08.
  6. "Bordeaux Unesco | Bordeaux 2030". www.bordeaux2030.fr. Archived from the original on 3 November 2020. نه اخيستل شوی 30 October 2020.
  7. AFP Relax News (13 February 2015). "Bordeaux named European destination of the year". Tatler Malaysia (په انګليسي). Archived from the original on 4 November 2020. نه اخيستل شوی 30 October 2020.
  8. "Bordeaux, Port of the Moon" (په انګليسي). UNESCO World Heritage Centre. Archived from the original on 5 September 2007. نه اخيستل شوی 13 November 2021.
  9. Sivan, H.; Mathisen, R. "Places: 138248 (Burdigala)". Pleiades. Archived from the original on 18 September 2020. نه اخيستل شوی 29 March 2020.
  10. "Burdigala (France)". Archived from the original on 30 March 2020. نه اخيستل شوی 29 March 2020.
  11. "Bordeaux". Encyclopaedia Britannica. Archived from the original on 28 April 2020. نه اخيستل شوی 30 March 2020.