ایمانویل مکرون

اېمانوېل ژان میشل فرېډریک مکرون (په فرانسوي ژبه: [emanɥɛl ʒɑ̃ miʃɛl fʁedeʁik makʁɔ̃]؛ چې د ۱۹۷۷م کال د ډسمبر پر ۲۱مه زیږېدلی) یو فرانسوی سیاستوال دی او د ۲۰۱۷م کال د مې له ۱۴مې راهیسې د فرانسې ولسمشر دی.

ایمانویل مکرون
ایمانویل مکرون
ایمانویل مکرون

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
تابعیت فرانسه [۱]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد
دين
ګوند خپلواک کاندید (۲۰۰۹–۲۰۱۶)  ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
روغتيايي څرنګوالی کویډ–19 [۲]  ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه فرانسوي ژبه [۳][۴]،  انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه سياست [۵]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
ایمانویل مکرون
ایمانویل مکرون

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

مکرون د فرانسې په امینس ښار کې زیږېدلی. نوموړي په 'پاریس نانتر پوهنتون' کې فلسفه لوستې او وروسته یې بیا په 'ساینس پو' پوهنتون کې په عامه چارو کې ماسټري کړې او په ۲۰۰۴م کال کې د ادارې له ملي پوهنتون (École nationale d'administration) څخه فارغ شوی. هغه د مالیې عمومي پلټونکې یا تفتیش اداره کې د لوړپوړي ملکي مامور په توګه کار وکړ او وروسته بیا په روتسچایلډ (Rothschild & Co) کمپنۍ کې د پانګونې د برخې بانکي مامور و.

کله چې د ۲۰۱۲م کال په مې میاشت کې فرانسوا اولاند د فرانسې ولسمشر وټاکل شو، له ټاکل کېدو لږ وروسته یې مکرون د ولسمشرۍ د سرمنشي مرستیال وټاکه او په دې توګه نوموړی د ولسمشر اولاند یو لوړپوړی سلاکار شو. وروسته بیا د لومړي وزیر مانوېل والز له خوا د ۲۰۱۴م کال په اګست کې د اقتصاد، صنعت او ډیجیټل چارو د وزیر په توګه د فرانسې په کابینه کې وټاکل شو. په دغه رول کې، مکرون د یو شمېر سوداګرۍ-خوښو اصلاحاتو ملاتړ وکړ. هغه د ۲۰۱۶م کال په اګست میاشت کې له کابینې څخه استعفا وکړه او د فرانسې د ۲۰۱۷م کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره یې کمپاین پیل کړ. که څه هم مکرون له ۲۰۰۶م څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې د سوسیالیست ګوند غړی و، خو د 'لا ریپبلیک این مارچې' (La République En Marche!) تر بیرغ لاندې یې په ټاکنو کې برخه واخیسته، چې یو منځلاری او اروپایي اتحاد پلوه سیاسي غورځنګ دی او نوموړي د ۲۰۱۶م کال په اپریل کې جوړ کړ.

تر یوې کچې د فیلون افېر (Fillon affair) د قضیې له کبله هم وه چې ماکرون د رایې اچونې په لومړي پړاو کې تر نورو مخکې و، او بالاخره یې د ټاکنو په دویم پړاو کې له ۶۶.۱ سلنه رایو سره مارین لي پین ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۷م کال د مې په ۷مه د فرانسې ولسمشر وټاکل شو. مکرون د ولسمشر کېدو پر مهال ۳۹ کلن و او په دې توګه د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو ځوان ولسمشر شو. نوموړي ایډوارډ فیلیپ د لومړي وزیر په توګه وټاکه او یوه میاشت وروسته د فرانسې د ۲۰۱۷م کال په پارلماني ټاکنو کې د مکرون ګوند، لا ریپبلیک این مارچې (LREM)، په ملي شورا کې اکثریت څوکۍ وګټلې. مکرون د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د کار په قوانینو او مالیاتو کې د څو اصلاحاتو څارنه کړې ده. د هغه د اصلاحاتو مخالفت، په ځانګړې توګه د تېلو اړوند وړاندیز شوې مالیې پر وړاندې، د ۲۰۱۸م کال د ژېړ واسکټو په لاریونونو او ځینو نورو لاریونونو سره پای ته ورسېد. په ۲۰۲۰م کال کې، نوموړي د فیلیپ تر استعفا وروسته جین کاسټیکس د لومړي وزیر په توګه وټاکه. له ۲۰۲۰م کال راهیسې نوموړي له کووید-۱۹ وبا سره د فرانسې د مبارزې او د واکسین بهیر رهبري پر غاړه لرلې ده.

د فرانسې ولسمشر

سمول

مکرون د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۲۳مه د ټاکنو له لومړي پړاو وروسته دویم پړاو ټاکنو ته ځان نوماند کړ. هغه د مې پر ۷مه د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې د لومړنیو پایلو له مخې په پراخه کچه وګټلې او د ملي جبهې نوماندې مارین لي پین پکې خپله ماتې ومنله. په ۳۹ کلنۍ عمر کې له ولسمشر کېدو سره، هغه د فرانسې په تاریخ کې ترټولو ځوان ولسمشر او تر ناپلیون وروسته د فرانسې ترټولو ځوان د دولت مشر شو. نوموړی همدا راز د فرانسې لومړنی هغه ولسمشر هم دی چې په ۱۹۵۸ کال کې د پنځم جمهوریت له جوړېدو وروسته زېږېدلی دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

مکرون په رسمي توګه د مې پر ۱۴مه ولسمشر شو. نوموړي پیټریک سټرزودا د خپل دفتر د مشر په توګه او اسماعیل ایمیلین د ستراتیژۍ، اړیکو او ویناوو په برخه کې د خپل ځانګړي سلاکار په توګه وټاکه. د مې پر ۱۵مه یې د جمهوري غوښتونکو ایډوارډ فیلیپ د لومړي وزیر په توګه وټاکه. په همدې ورځ یې خپل لومړی رسمي بهرنی سفر هم وکړ او په برلين کې یې د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره وکتل. دواړو مشرانو د اروپایي اتحادیې لپاره د فرانسې او جرمني د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ. دوی همدا راز د اروپا لپاره د یوې "مشترکې لار نقشې" پر چمتو کولو هم سره سلا شول او ټینګار یې وکړ چې یو یې هم د اروپایي اتحادیې په تړونونو کې د بدلون مخالف نه دی.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۲۰۱۷ کال په پارلماني ټاکنو کې د مکرون ګوند ‘لا ریپبلیک این مارچې’ او د هغه د دیموکراتیک غورځنګ متحدینو اکثریت ترلاسه کړ او له ۵۷۷ څوکیو څخه یې ۳۵۰ هغه وګټلې. خو کله چې جمهوري غوښتونکي د سنا په ټاکنو کې د ګټونکو په توګه راڅرګند شول، د حکومت ویاند کریسټوف کاسټنر وویل چې ټاکنې د هغه د ګوند لپاره یوه "ناکامي" وه.[۱۸][۱۹]

د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۳مه، مکرون ښي اړخی منځلاری ژان کاسټیکس د فرانسې د لومړي وزیر په توګه وټاکه. کاسټیکس یو سوسیال محافظه کار بلل کېږي او د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړی و. دغه ټاکنه "د هغه مسیر دوه چنده کول وبلل شول چې په پراخه کچه په اقتصادي شرایطو کې د ښي اړخي منځلاري په توګه لیدل کیږي".[۲۰][۲۱]

کورنی سیاست

سمول

مکرون د ولسمشر په توګه په خپلو لومړیو څو میاشتو کې د عامه اخلاقیاتو، د کار قوانینو، مالیاتو، او د قانون پلي کوونکو ادارو په واکونو کې د اصلاحاتو د یوې ټولګې د تصویب لپاره فشار راوړ.

سیاسي دریځونه

سمول

مکرون ته تر ډېره بریده د یوه منځلاري په سترګه کتل کېږي. ځینې کتونکي هغه یو سوسیال لیبرال بولي او نور یې بیا یو سوسیال ډیموکرات ګڼي. د فرانسې په سوسیالست ګوند کې د غړیتوب پر مهال، نوموړي د ګوند د منځدریځې څانګې ملاتړ وکړ، چې سیاسي دریځ یې د بل کلنټن، ټوني بلیر، او ګیرارډ شروډر له خوا پر مخ وړونکي دریمې لارې سیاست سره تړاو لري او مخکښ ویاند یې پخوانی لومړی وزیر مانویل والز و.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

اقتصاد

سمول

مکرون د آزاد بازار او د عمومي بودجې د کسر کمولو ملاتړ کړی دی. هغه لومړی ځل په ډاګه له لي مونډ (Le Monde) سره د ۲۰۱۵ کال په یوه مرکه کې د ځان لپاره د لیبرال کلمه وکاروله. هغه وویل چې "نه ښي اړخی او نه هم کیڼ اړخی" دی او دا چې هغه د "ټولنیز پیوستون" پلوي کوي. د ۲۰۱۶ کال په اګست کې له فیلیپ ډي ویلیرز سره په وېنډي کې د پوی دو فو د لیدنې پرمهال، هغه وویل: "صداقت ما دې ته اړ باسي چې ووایم زه سوسیالیست نه یم." مکرون څرګنده کړه چې هغه د "کیڼ اړخي حکومت" برخه و، ځکه چې هغه غوښتل د هر وزیر په څېر "د خلکو ګټو ته کار وکړي." په خپل کتاب انقلاب کې، چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې خپور شوی، مکرون خپل ځان هم "کیڼ اړخي" او هم "لیبرال... که د لیبرالیزم معنا یو څوک پر انسان باندې باور ګڼي" بللی دی. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

بهرنی سیاست

سمول

مکرون په ۲۰۱۷ کال کې د فرانسې له لوري د الجزایر استعمار د "بشریت ضد جرم" وباله. هغه دا هم وویل: "دا واقعیا وحشیانه ده او دا د هغه تېر تاریخ برخه ده چې له کبله یې موږ باید له هغو کسانو بښنه وغواړو پر کومو چې موږ دا کړنې ترسره کړې دي." د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې، مکرون وویل چې د فرانسې له لوري د الجزایر د استعمار، استعماري سرغړونو یا د الجزایر د خپلواکۍ په جګړه کې د فرانسې د ښکیلتیا له کبله "هېڅ پښېماني او بښنه" نشته. پرځای به یې هڅې د پخلاینې لپاره وي.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

شخصي ژوند

سمول

ماکرون له بریګیټ تروګنیکس (Brigitte Trogneux) سره واده کړی، چې ۲۴ کاله تر هغه مشره او په امینس کې د هغه د لا پروویډنس عالي لیسې پخوانۍ ښوونکې وه. دوی دواړو د تیاتر په یوه ورکشاپ، چې د نوموړې له لوري وړاندې کېده، سره ولیدل چې هغه مهال نوموړی ۱۵ کلن زده کوونکی و او نوموړې ۳۹ کلنه ښوونکې وه، او کله چې نوموړی ۱۸ کلن شو، سره جوړه شول. د هغه مور او پلار په پیل کې هڅه وکړه چې دوی سره جلا کړي او په همدې موخه یې نوموړی پاریس ته ولېږه چې د زده کړو وروستی کال بشپړ کړي، ځکه دوی احساس کاوه چې د نوموړي د کم عمرۍ او ځوانۍ له کبله دا یوه نامناسبه اړیکه جوړه شوې ده. خو بیا هم، دا جوړه د مکرون له فراغت وروسته بېرته سره یوځای شوه او بالاخره یې په ۲۰۰۷ کال کې واده وکړ. د نوموړي مېرمن له پخواني واده څخه درې ماشومان لري خو نوموړی بیا خپل اولاد نه ترې لري. د ۲۰۱۷ کال د ولسمشرۍ په کمپاین کې د تروګنیکس رول خورا مهم وګڼل شو او د مکرون د نږدې متحدینو په وینا، ټروګنیکس له ماکرون سره د وینا کولو په څېر مهارتونو په وده کې مرسته کړې ده.[۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴]

شخصیت

سمول

سرچینۍ

سمول
  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/1089164025 — د نشر نېټه: ۳ مې ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. https://www.cnn.com/2020/12/17/europe/emmanuel-macron-covid-positive-france-intl/index.html — د نشر نېټه: ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۰
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2018995932 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  4. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/317006947
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2018995932 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  6. Plowright, Adam (7 May 2017). "Emmanuel Macron: a 39-year-old political prodigy". MSN.
  7. "En direct, Emmanuel Macron élu président : " Je défendrai la France, ses intérêts vitaux, son image "". Le Monde. 7 May 2017. بياځلي په 7 May 2017.
  8. Leicester, John; Corbet, Sylvie. "Emmanuel Macron becomes France's youngest president". Toronto Sun. Associated Press. بياځلي په 14 May 2017.
  9. Schnur, Dan (29 April 2017). "Anger underlying French elections is roiling California too". San Francisco Chronicle. بياځلي په 7 May 2017.
  10. "Macron the mould-breaker – France's youngest leader since Napoleon". Reuters. 7 May 2017.
  11. C.Sa (8 May 2017). "Passation de pouvoir : François Hollande passera "le flambeau" à Macron dimanche 14 mai". Le Parisien (in فرانسوي). بياځلي په 8 May 2017.
  12. Grammont, Stéphane (14 May 2017). "Patrick Strzoda, ancien préfet de Bretagne, directeur de cabinet d'Emmanuel Macron". France 3 Bretagne. بياځلي په 15 May 2017.
  13. Penicaud, Céline (14 May 2017). "Le parcours fulgurant d'Ismaël Emelien, le nouveau conseiller spécial d'Emmanuel Macron". BFM TV. بياځلي په 15 May 2017.
  14. "France's Macron names Republican Philippe as PM". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 15 May 2017. بياځلي په 15 May 2017.
  15. "Le premier ministre Philippe prépare " un gouvernement rassembleur de compétences "". Le Monde. 15 May 2017. بياځلي په 15 May 2017.
  16. "French President Macron heads to Berlin for his first official foreign visit". CNN. 15 May 2017. بياځلي په 17 May 2017.
  17. "Emmanuel Macron and Angela Merkel pledge to draw up 'common road map' for Europe". The Telegraph. 15 May 2017. بياځلي په 17 May 2017.
  18. l'Intérieur, Ministère de. "Résultats des élections législatives 2017". interieur.gouv.fr/Elections/Les-resultats/Legislatives/elecresult__legislatives-2017.
  19. Macron’s government admits French Senate elections a ‘failure’ South China Morning Post
  20. "France's Macron picks Jean Castex as PM after Philippe resigns". BBC News. 3 July 2020. بياځلي په 17 May 2021.
  21. Momtaz, Rym (3 July 2020). "Picking low-profile French PM, Macron bets big on himself". Politico. بياځلي په 17 May 2021.
  22. "France's Macron Joins Presidential Race to 'Unblock France'". BBC, UK. 16 November 2016. بياځلي په 26 April 2017.
  23. "French election: Far right Marine Le Pen and centrist Emmanuel Macron through to final round". London Evening Standard. 24 April 2017. بياځلي په 25 April 2017.
  24. "France's Fillon overtakes centrist Macron in election ratings – poll". Reuters. 21 February 2017. خوندي شوی له the original on 26 April 2017. بياځلي په 25 April 2017.
  25. "Centrist Macron and far-right Le Pen in French presidency fight". The Scotsman. 24 April 2017. بياځلي په 25 April 2017.
  26. "France election: Centrist rising star Macron urges unity". BBC News. 4 February 2017. بياځلي په 25 April 2017.
  27. "Right-wing Le Pen claims victory alongside centrist Macron for French presidential runoff, with E.U. future at stake". The Washington Post. 23 April 2017. بياځلي په 25 April 2017.
  28. Gaël Brustier. "Macron ou la "révolution passive" des élites françaises". Slate (in فرانسوي). بياځلي په 5 August 2017.
  29. "Valls II: social-démocrate ou social-libéral ?". Libération (in فرانسوي). 27 August 2014. بياځلي په 1 February 2017.
  30. "Emmanuel Macron, un banquier social-libéral à Bercy". Le Parisien (in فرانسوي). 26 August 2014. بياځلي په 1 February 2017.
  31. Jalabert, Pascal. "La ligne social libérale passe par Macron". Est Républicain (in فرانسوي). بياځلي په 1 February 2017.
  32. V.V. "Macron, l'anti-Montebourg". Le Journal de Dimanche (in فرانسوي). بياځلي په 2 August 2017.
  33. "Nommé à Bercy, l'ancien banquier Emmanuel Macron fait consensus". Le Point. 27 August 2014. بياځلي په 1 February 2017.
  34. Biseau, Grégoire; Allemagna, Lilian (26 August 2014). "Valls et les jeunes loups hollandais". Libération. بياځلي په 1 February 2017.
  35. Odile Benyahia-Kouider (28 December 2012). "Ils ont marqué 2012: Emmanuel Macron, l'enfant prodige de l'Elysée". Le Nouvel Observateur (in فرانسوي). بياځلي په 1 February 2017.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  36. "Gauche, droite, centre... qui peut s'allier à Macron?". Bfmtv.com. بياځلي په 1 February 2017.
  37. "C'est la confiance des entreprises que Manuel Valls doit vraiment obtenir". Slate. 17 September 2014. بياځلي په 1 February 2017.
  38. "Manuel Valls, c'est le blairisme, mais plus à droite encore". Le Nouvel Observateur. 29 August 2014. بياځلي په 1 February 2017.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  39. Perrineau, Pascal (2016). "Les droites en France à l'horizon de 2017". Le Débat. 191 (4/191): 113–20. doi:10.3917/deba.191.0113.
  40. "Valls and Macron have much in common...apart from their poll ratings". Financial Times. 12 January 2016. بياځلي په 8 February 2017.
  41. "Avec Macron, l'Elysée décroche le poupon". Libération. 17 September 2012. خوندي شوی له the original on 7 October 2015. بياځلي په 1 February 2017.
  42. Fournier, Audrey (27 September 2015). "Emmanuel Macron: "Le libéralisme est une valeur de la gauche"". Le Monde (in فرانسوي). ISSN 1950-6244. بياځلي په 6 August 2017.
  43. "Emmanuel Macron, l'homme qui excelle pour ne pas répondre aux questions" (in فرانسوي). Marianne.net. 4 September 2016. خوندي شوی له the original on 15 November 2018. بياځلي په 1 February 2017.
  44. "" Je ne suis pas socialiste " : la déclaration de Macron au Puy du Fou agace la gauche". Le Monde. 20 August 2016. بياځلي په 8 May 2017.
  45. "Macron: 'L'honnêteté m'oblige à vous dire que je ne suis pas socialiste'". BFMTV. 22 August 2016.
  46. Toussay, Jade (23 November 2016). "Les premiers extraits de 'Révolution', le livre d'Emmanuel Macron, dévoilés". HuffPost (in فرانسوي). خوندي شوی له the original on 18 February 2017. بياځلي په 1 February 2017.
  47. "Emmanuel Macron loses lead in French election polls after remarks on colonial Algeria and gay marriage spark outrage". The Daily Telegraph. 18 February 2017. بياځلي په 25 April 2017.
  48. Genin, Aaron (30 April 2019). "FRANCE RESETS AFRICAN RELATIONS: A POTENTIAL LESSON FOR PRESIDENT TRUMP". The California Review (in American English). بياځلي په 1 May 2019.
  49. "French presidential hopeful Macron calls colonization a 'crime against humanity". France 24. 16 February 2017. بياځلي په 26 April 2017.
  50. "Emmanuel Macron loses lead in French election polls after remarks on colonial Algeria and gay marriage spark outrage". The Daily Telegraph. 18 February 2017. بياځلي په 25 April 2017.
  51. "'No repentance nor apologies' for colonial abuses in Algeria, says Macron". France 24. 20 جنوري 2021. بياځلي په 30 جنوري 2021.{{cite news}}: CS1 maint: url-status (link)
  52. "Macron rules out official apology for colonial abuses in Algeria". Al Jazeera. 20 جنوري 2021. بياځلي په 30 جنوري 2021.{{cite news}}: CS1 maint: url-status (link)
  53. "Macron Rules Out Apology For Colonial Abuses In Algeria". Barron's. 20 جنوري 2021. بياځلي په 30 جنوري 2021.{{cite news}}: CS1 maint: url-status (link)
  54. "'No repentance nor apologies' for colonial abuses in Algeria, says Macron". France 24. 20 جنوري 2021. بياځلي په 30 جنوري 2021.{{cite news}}: CS1 maint: url-status (link)
  55. "Macron rules out official apology for colonial abuses in Algeria". Al Jazeera. 20 جنوري 2021. بياځلي په 30 جنوري 2021.{{cite news}}: CS1 maint: url-status (link)
  56. "Macron Rules Out Apology For Colonial Abuses In Algeria". Barron's. 20 جنوري 2021. بياځلي په 30 جنوري 2021.{{cite news}}: CS1 maint: url-status (link)
  57. (په فرانسوي) VIDEO. Les images du mariage d'Emmanuel Macron et de Brigitte Trogneux, diffusées. Le Parisien (22 November 2016).
  58. Druckerman, Pamela (2 February 2017). "Sex and the French Elections". The New York Times. بياځلي په 24 April 2017.
  59. "Emmanuel Macron – The new French minister of the economy". Cosmopolis. 27 August 2014.
  60. Serhan, Yasmeen (8 February 2017). "Emmanuel Macron's Unexpected Shot at the French Presidency". The Atlantic. بياځلي په 8 February 2017.
  61. "Subscribe | theaustralian". The Australian. بياځلي په 25 April 2017.
  62. "Brigitte Macron – Trogneux : le rôle essentiel de la femme d'Emmanuel Macron". Linternaute (in فرانسوي). بياځلي په 27 January 2017.
  63. "Emmanuel Macron and the Barren Elite of a Changing Continent". Washington Examiner. 14 May 2017. بياځلي په 23 June 2018.
  64. FRANCE 24 English (4 May 2018), Macron, one year on: What's changed in France?, بياځلي په 31 August 2018{{citation}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link)