اډولف تیرس
ماري ژوزف لوئی اډولف تیرس (۱۵ اپرېل ۱۷۹۷ – ۳ سپټمبر ۱۸۷۷ زکال) فرانسوي چارواکی او تاریخ لیکونکی و. نوموړی د فرانسې دویم منتخب ولسمشر او د فرانسې د درېیم جمهوریت لومړنی ولسمشر و.
اډولف تیرس | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص مالومات | |||||||
زېږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
تابعیت | فرانسه | ||||||
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي | ||||||
واک | |||||||
د فرانسې ولسمشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۳۱ اگسټ ۱۸۷۱ – ۲۴ مې ۱۸۷۳ |
|||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه | ||||||
کاروونکي ژبه | |||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
تیر د ۱۸۳۰ زکال د جولای د انقلاب، چې پاچا لسم چارلز یې د آزادي غوښتونکي پاچا لوئي فیلیپ په ګټه راوپرځاوه او همدارنګه د ۱۸۴۸ زکال د فرانسې د انقلاب یو له کلیدي شخصیتونو څخه و چې د اورلئان لړۍ سلطنت ته یې پای ټکی کېښود او د فرانسې دویم جمهوریت یې تاسیس کړ. نوموړي له ۱۸۳۶ زکال څخه تر ۱۸۴۰ زکال پورې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ؛ هغه د بریا څلی جوړ کړ او لار یې برابره کړه څو د ناپلیون پاتې شوني له سنت هلنا څخه فرانسې ته راوګرځي. هغه په پیل کې د لوئي ناپلیون بوناپارټ (له ۱۸۴۸ زکال څخه یې تر ۱۸۵۲ زکال پورې د دویم جمهوریت د ولسمشر او له ۱۸۵۲ زکال وروسته تر ۱۸۷۱ کال پورې یې د سترواک دریم ناپلیون په توګه واک وچلاوه) ملاتړی او وروسته یې کلک مخالف شو. هغه مهال چې دریم ناپلیون واک ته ورسېد؛ تیر ونیول شو او د لنډ مهال لپاره له فرانسې تبعید شو. هغه بېرته فرانسې ته راوګرځېد او د دولت مخالف شو.
د فرانسې او پروس په جګړه کې د فرانسې له ماتې وروسته؛ تیر چې له دغې جګړې سره مخالف و د فرانسې د نوي دولت د اجرایوي مشر په توګه وټاکل شو او د جګړې د پای اړوند د مذاکرې میز ته کښېناست. هغه مهال چې د پاریس کمون د ۱۸۷۱ زکال په مارچ میاشت کې واک ته ورسېد، تیر پوځ ته امر ورکړ هغوی وځپي. نوموړی د ۱۸۷۱ زکال په اګست میاشت کې د ۷۴ کلونو په عمر د فرانسې د ملي شورا له خوا د فرانسې د ولسمشر په توګه اعلان شو. د ولسمشر په توګه د هغه اصلي لاسته راوړنه دا وه چې جرمني ځواکونو د فرانسې اشغالي سیمې د وتو له ټاکل شوې نیټې دوه کاله وړاندې خوشې کړې. د فرانسې په ملي شورا کې د سلطنت غوښتونکو او د کیڼ اړخو جمهوري غوښتونکو د مخالفت له امله نوموړي د ۱۸۷۳ زکال د مۍ په ۲۴ مه استعفا ورکړه او پاتریس دو مک ماهون د هغه ځای ناستی شو. هغه مهال چې نوموړی په ۱۸۷۷ زکال کې ومړ، د جنازې مراسم یې په مهمه سیاسي پېښه واوښتل؛ د جنازې له مراسمو څخه یې ویکتور هوګو او لئون ګامبتا چې وړاندې د سلطنت غوښتونکو محافظه کارانو پر ضد د هغه ملاتړي او همدارنګه د جمهوري غوښتونکي خوځښت مشران و لاریون پیل کړ.
نوموړی همدارنګه یو مشهور تاریخ لیکونکی و. هغه د فرانسې د لومړي انقلاب اړوند په لویه کچه تاریخ په ۱۰ ټوکه کې ولیکه چې د ۱۸۲۳ – ۱۸۲۷ زکال پر مهال خپور شو. تاریخ لیکونکی رابرټ تومبز څرګندوي چې دا «د بوربن د بیارغونې پر مهال زړور سیاسي ګام ... او همدارنګه د الترا سلطنت پالو د انقلاب ضد ګامونو پر وړاندې د آزادي غوښتونکو د فکري ودې لامل» و. هغه همدارنګه د ناپلیون بوناپارټ د کنسولي حکومت او سترواکۍ په اړه شل ټوکیز تاریخ ولیکه (Histoire du Consulat et de l'Empire) او په ۱۸۳۴ زکال کې یې د فرانسې د علومو اکاډمي غړیتوب ترلاسه کړ. [۳]
ژوند لیک
سموللومړی ژوند
سمولاډولف تیر د ۱۷۹۷ زکال د اپرېل په ۱۵ مه د ډایرکټورا حکومت پر مهال په یوه یوناني کورنۍ کې وزېږېد. د هغه نیکه لوئي شارل تیر په ایکس – ان ایالت کې څارنوال و چې بیا مارسیل ته کډه شو ځکه هغه د ښار د آرشیف امانتدار او همدارنګه د ښاري ادارې عمومي منشي وټاکل شو، خو هغه د فرانسې د انقلاب پر مهال دغه ځایګی له لاسه ورکړ. د هغه پلار چې تل له قوانینو سره په ستونزه کې وه د ناپلیون د واکمنۍ پر مهال سوداګر و او ځینې مهال به یې دولتي دنده هم مخته وړله. پلار یې د اډولف له زیږون لږ وروسته د هغه مور خوشې کړه. [۴]
مور یې د بوک – بل – ایر اوسېدونکې وه او بډایه نه وه؛ تیر د خپلې خاله او یوې مادر خوانده په مالي مرسته وکولای شول ښې زده کړې وکړي. هغه د رقابتي سیالۍ له لارې د مارسیل لیسې ته لار ومونده او وروسته یې د خپلو خپلوانو په مرسته وکولای شول د ۱۸۱۵ زکال په نومبر میاشت کې د ایکس – آن ایالت د حقوقو پوهنځي ته ولاړ شي. د حقوقو په پوهنځي کې د زده کړو پر مهال هغه له فرانسوا میګنیټ سره تل پاتې انډیوالي پیل کړه. دواړو په ۱۸۱۸ زکال کې د وکیلانو ډلې ته لار ومونده. تیر د دریو کلونو لپاره د یو وکیل په توګه ډاډمن ژوند نه درلود. تیر چې له ادبیاتو سره یې ځانګړې مینه څرګنده وه د مارکي دو ووونارګ په اړه یې د مقالې لیکلو له امله پنځه سوه فرانکي علمي جایزه ترلاسه کړه. له دې سره هغه په ایکس آن کې له ژوند ناخوښه و. هغه خپل ملګري تولون ته ولیکل: «زه له کومې شتمنۍ، ځایګي او هیلې پرته دلته ژوند کوم». هغه هوډ وکړ پاریس ته کډه وکړي او د یو لیکوال په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي. [۵]
خبریالي
سمولپه ۱۸۲۱ زکال کې ۲۴ کلن تیر په خپل جیب کې یوازې د ۱۰۰ فرانکو په لرلو پاریس ته کډه وکړه. د توصیه لیکونو په مرسته هغه وکولای شول د مخکښ بشرپالونکي او ټولنیز اصلاح غوښتونکي فرانسو الکساندر فریدریک چې د لاروشفوکالت – لیانکور دوک و؛ د منشي په توګه دنده ترلاسه کړي. هغه یوازې درې میاشتې له دوک سره پاتې شو، ځکه د هغه سیاسي لیدلوری له ده ډېر محافظه کاره و او ده د هغه په خوا کې د ځان چټک پرمختګ نه لید. وروسته په پاریس کې د Le Constitutionnel په نامه د هغه مهال د تر ټولو اغېزمن سیاسي او ادبي ژورنال مسئول مدیر شارلز ګولیام آتین ته ور وپېژندل شو. دغه ژورنال د سلطنتي دولت د اپوزیسیون تر ټول مخکښ اخبار و چې ۴۴۰۰۰ ګډونوال یې لرل په داسې حال کې چې سلطنتي مطبوعاتو یوازې ۱۲۸۰۰ ګډونوال لرل. هغه آتین ته د سیاسي مخکښ فرانسوا ګیزو په اړه (وروسته د ده سیال شو) داسې مقاله وړاندې کړه چې کره، جنجالي او برید کوونکې وه او لامل وګرځېده د پاریس په سیاسي او ادبي غونډو کې غوغا رامنځته کړي؛ خو اتین تیزر د یو عادي ګډونوال په توګه وګاڼه. د تیر د لیکنو سره هم مهاله په حقوقو پوهنځي کې د هغه ملګري میګنیټ هم د کوریر فرانسیس په نوم د اپوزیسیون په بل مخکښ ژورنال کې په کار پیل وکړ او وروسته یې د پاریس د کتابونو په لوی خپرندویه ټولنه کې په کار پیل وکړ. پاریس ته د هغه له رسېدو څخه څلور میاشتې وروسته تیر د ښار په مشهور اخبار لیکونکي واوښت چې مقالو یې له نورو ډېر لوستونکي لرل. [۶]
هغه د سیاست، هنر، ادبیاتو او تاریخ په برخو کې لیکنې وکړې. د هغه ادبي شهرت لامل وګرځېد د پاریس اغېزمنو ادبي او سیاسي سالونونو ته لار ومومي. هغه له ستنډال، د پروس له جغرافیه دان الکساندر فون هومبولټ، مشهور بانکوال ژاک لافیت، لیکوال او تاریخ لیکونکي پروسپر مریمه او نقاش فرانسوا ژرارډ سره بلد شو؛ هغه لومړنی خبریال و چې د ځوان نوي نقاش اوژن دلاکروا لپاره یې ځلیدونکی نقد ولیکه. هغه مهال چې په ۱۸۲۲ زکال کې په هسپانیا کې انقلاب وشو، هغه تر پیرنه غرونو پورې سفر وکړ څو د هغو اړوند لیکنه وکړي. هغه ډېر ژر د خپلو مقالاتو ټولګې خپرې کړې لومړۍ ټولګه یې په ۱۸۲۲ زکال کې د پاریس د سالون او دویمه یې بیا پیرنه د سفر اړوند وه. هغه ته یوهان فریدریش کوتا د کانسټیټیوشنل د شریک په توګه ښه معاش وټاکه. د هغه د مسلک په راتلونکې کې ټر ټولو مهه دا وه چې هغه له مخکښ دیپلمات تالیراند سره ولیدل چې بیا د ده سیاسي لارښود او مربي شو. د تالیران تر مشرۍ لاندې تیر د بوربون د رژیم د مخالفینو د حلقې فعاله غړی شو چې په کې شتمن خزانه دار لافایت او مارکیز دولافایت هم شامل و. [۶][۷]
سرچينې
سمول- ↑ پیوستون : 118801937 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ senat.fr ID: https://www.senat.fr/senateur-3eme-republique/thiers_adolphe1814r3.html
- ↑ Robert Tombs, "Making the Revolution History: Adolphe Thiers, 1823–73," in Historicizing the French Revolution (2008): 79–95 at p. 80.
- ↑ Martinengo-Cesaresco, Evelyn Countess (2020). Essays in the Study of Folk-Songs (په انګليسي). p. 105. ISBN 978-3-7524-1526-1.
Even with her own citizens Marseilles is stern; only after protest does she grant a monument to Adolphe Thiers—himself just a Greek Massaliote thrown into the French political arena.
- ↑ René De la Croix de Castries, Monsieur Thiers (1983) p. 27.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Castries 1983، مم. 36–37.
- ↑ Saintsbury 1911، م. 848.