اډوارډ میچل بنیسټر

کناډایي-امریکایي انځورګر

اډوارډ میچل بنیسټر (د ۱۸۲۸ز کال د نومبر له ۲مې- د ۱۹۰۱ز کال د جنورۍ تر ۹مې) د باربیزون امریکایي ښوونځي د غوړو رنګونو انځورګر و. هغه په کاناډا کې وزېږېد او د خپل منځني عمر کلونه یې د امریکا په نیوانګلنډ کې تېر کړل. هلته له خپلې مېرمنې کریستیانا کارټو بنیسټر سره و، هغه د افریقایي-امریکايي کلتوري او سیاسي ټولنې؛ لکه د بوستون د له منځه وړولو د خوځښت مهمه غړې وه. بنیسټر په ۱۸۷۶ز کال کې د فیلادلفیا په سل کلن نندارتون کې د انځورګرۍ لومړۍ جایزه وګټله، چې وروسته تر دې په رسمیت وپېژندل شو. هغه همدارنګه د پروویډینس د هنري کلپ او د رهوډ ټاپو د ښوونځي طراح بنسټګر غړی و.

اډوارډ میچل بنیسټر
اډوارډ میچل بنیسټر
اډوارډ میچل بنیسټر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ نومبر ۱۸۲۸[۱]
مړینه 9 جنوري 1901 (73 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
د کړنې څانګه انځورکښنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اډوارډ میچل بنیسټر
اډوارډ میچل بنیسټر

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د بنیسټر سبک او پاسټورال موضوع د فرانسوي هنرمن ژان فرانسوا میله او د باربیزون فرانسوي ښوونځي پر وړاندې یې د هغه ستاینه منعکسوله. هغه د ټول عمر لپاره یو بېړۍ چلوونکی و او د الهام اخیستو لپاره یې د رهوډ ټاپو ساحل ته هم ور وکتل. بنیسټر هر وخت تجربې کولې او هنري اثارو یې د هغه د ایډیالیسټي فلسفې او پر رنګ او فضا یې د کنټرول ښکارندويي کوله. هغه خپل حرفه یي فعالیت د منظرې د سبک له پراختیا مخکې د یو عکاس او انځورګر په توګه پیل کړ.

وروسته یې په ژوند کې د منظرې د انځورګرۍ سبک له منځه لاړ. د نقاشۍ د خرڅلاو کموالی د دې لامل شو، چې هغه او کریستیانا کارتو په پراوویډنس کې له هیل کالج نه بوستون او بیا په پراوویډنس کې د ویلسون پر سړک خپل کوچني کور ته کډه وکړي. بنیسټر تر مرګ وروسته په ۱۹۰۱ز کال کې د امریکا د هنر په تاریخي نندارتونونو او مطالعاتو کې له پامه وغورځول شو. تر څو چې د افریقا د هنر د ملي موزیم موسسې هغه ته په ۱۹۶۰ز او ۱۹۷۰ لسیزه کې ملي پاملرنه وکړه.

لومړی ژوند سمول

بنیسټر د ۱۸۲۸ز کال د نومبر په ۲مه د نیوبرانزویک په اندروز کې، چې د سنت کروکس له سیند سره نږدې دی، وزېږېد. پلار یې اډوارډ بنیسټر باربادویي تورپوستی و او د مور اصل و نسب یې نامعلوم دی. ځينې وختونه خپله بنیسټر د توکمونو د ترکیب په توګه پېژندل کېږي. د بنیسټر پلار په ۱۸۳۲ز کال کې ومړ؛ نو اډوارډ او کشری ورور یې ویلیم د خپلې مور هانا الکساندر بنیسټر له خوا لوی شول. په لومړیو کې، بنیسټر له یوه موچي سره شاګردي وکړه، خو د انځورګرۍ مهارت یې مخکې تر دې د کورنۍ او ملګرو ترمنځ د پام وړ و. بنیسټر له هنر سره د خپلې لومړۍ علاقې امتیاز خپلې مور ته ورکړ. هغه په ۱۸۴۴ز کال کې مړه شوه، تر هغه وروسته بنیسټر او ورور یې د وکیل او شتمن سوداګر هریس هچ په کرونده کې ژوند کاوه. هلته یې د هچ د کورنۍ د انځورونو د بیا تولید او په کورني کتابتون کې د برتانوي نقاشیو د کاپي کولو له لارې، د انځورګرۍ تمرین کاوه.

بنیسټر او ورور یې مخکې تر دې چې بوستون ته کډوال شي، په ۱۸۴۰ لسیزه کې یې د څو میاشتو لپاره  په کښتیو کې د اشپز په توګه کار وکړ. په متحده ایالاتو کې د ۱۸۵۰ز کال په سرشمېرنه کې ویل شوي، چې دوی په لیلیه کې د ریولون له کورنۍ سره اوسېدل او د سلمان په توګه یې کار کاوه. د سلمان په توګه دغه دوه ورونه او د ګډ توکم په توګه د هغوی موقف په بوستون کې دوی ته د متوسط پوړ په توګه لوړ دریځ ورکړ. [۱۱]

مړینه سمول

بنیسټر د ۱۹۰۱ز کال د جنوري په ۹مه هغه مهال د زړه د حملې له امله ومړ، چې کله یې د ایلمود د سړک په باپټیسټ کلیسا کې د ماښام لمونځ کاوه. یو څه موده د زړه له ناروغۍ رنځېده، خو دوه ورځې مخکې یې دوه نقاشۍ بشپړې کړې وې. لمونځ یې وکړ او څو شیبې وروسته یې ژر ژر ساه واخیسته او د راپورونو له مخې یې د پای خبرې همدا وې، چې «عیسی، مرسته راسره وکړه».

هغه د پروویډینس په North Burial Ground  کې تر ډبرین څلي لاندې، چې د هنري ټیم له خوا یې جوړ شوی و، خاورو ته وسپارل شو. د بنیسټر د ژوندانه په پای کې د هغه د مالي ستونزو ترمنځ توپیر او تر مرګ وروسته یې د پروویډینس د هنرمندانو ملاتړ د دې لامل شو، چې ملګری یې جان نلسون آرنولد د دغه یادګار په اړه داسې ولیکي: «د دغه اثر د پنځولو په پېښه کې، ما په دوامدار ډول د رابرت برنز مور ته د پرتمین څلي په اړه، چې د خپل استعداد لرونکي زوی په یاد یې جوړ کړی و اظهارات کول او یادونه مې کوله، چې هغه ډوډوۍ غوښته او دوی  یې پر ځای ډبره ورکړه». [۱۲]

کارتو د ۱۹۰۲ز کال په سپټمبر کې د رنګه توکم د زړو ښځو کور لپاره وګومارل شوه، خو د ۱۹۰۳ز کال د کرانستون په یوه دولتي رواني انسټیټیوټ کې مړه شوه. هغه او بنیسټر دواړه څنګ په څنګ خاورو ته سپارل شوي.

هنري سبک سمول

بنیسټر خپل ځان د یو ځوان نقاش په توګه یو انځورګر معرفي کړی و، خو په پای کې د سمندریزو منظرو، افسانوي صحنو او ژانري نقاشیو له امله محبوب شو. پر خپلې پوهې یې تکیه لرله او له شعر، کلاسیک او انګلیسي ادبیاتو نه یې؛ د انجیل، افسانې او ژانر صحنې هم نقاشي کړې. د جورج اینس په څېر، د هغه په اثارو کې د فرانسوي باربیزون د نقاشانو؛ لکه د ژان باپټیسټ کامیل کورو، ژان فرانسوا میله او د شارل فرانسوا دوبیني اغېزې او حالات څرګندېږي. بنیسټر له میلت نه په دفاع کې په «هنرمند او منتقدین یې» هغه یې «زموږ د مهال روحاني هنرمند» ګاڼه، د هغه غمجن او بې پرتمه ژوند یې لیده او په ژوره یې د هغه خواخوږي کوله.[۱۳]

میراث سمول

بنیسټر د نولسمې پېړۍ په پای کې یوازینی لوی افریقایي-امریکایي هنرمند و، چې پرته د اروپایانو تر اغېز لاندې یې خپلې وړتیا ته وده ورکړه او هغه د پراوویډینس په هنري ټولنه کې ډېر ښه پېژندل شوی و. همدارنګه د ختیځ ساحل په لویه هنري نړۍ کې هم وستایل شو. تر مړینې وروسته په شلمه پېړۍ کې د هنر د تاریخ له خوا د توکمیز تعصب له امله له پامه وغورځول شو. ارامې او له خپګان ډکې منظرې هم له برمه پرېوتې. له دې سره هغه او نقاشیانې یې د افریقایي توکمه امریکا د کلتور او د بیارغونې د دورې د امریکایي منظرو ترمنځ یوه نه هېرېدونکې رغونکې اړیکه شوه. [۱۴]

کور سمول

په ۱۸۸۴ز کال کې بنیسټر او کارتو له پانسیون رانسوم پارکر نه د ۹۳ خیریه سړک ته کډه وکړه او تر ۱۸۹۹ز کال پورې یې هلته ژوند کاوه. دغه ځای د پاین او اوس د «واولټ» یا د «بینسټر کور» په نامه پېژندل کېږي. دغه لرګین کور چې دوه نیم پوړه لري په ۱۸۵۴ز کال کې د انجینیر چارلز له خوا جوړ شو. یوچلن ریویس او لویس هیریشوف د ۱۹۳۰ لسیزې په پای کې دغه کور وپېره او هغه یې بیا ورغاوه، ترڅو د خښتو یوه نما ور اضافه کړي. دغه بیارغونه یې د څنګ کور لپاره هم وه، چې غوښتل یې د دواړو ترمنځ همغږي رامنځته شي او دواړه کورونه وکولای شي د لرغونو څیزونو یو کوچنی موزیم جوړ کړي. هیریشوف په ۱۹۶۷ز کال کې ومړ او چیني ظروفو، چې د بنیسټر کور یې ډک کړی و، د واشنګټن او لي پوهنتونونو ته په ډالۍ کې ورکول شول.[۱۵][۱۶]

دغه کور اوس د هیل کالج په تاریخي ټاکنه کې د همکارۍ په توګه پاتې دی. د براون پوهنتون په ۱۹۸۹ز کال کې دغه سیمه وپېرله او په هغه کې یې یخچالونه او فریزر ساتل. د دې لپاره چې د دغه کور د ساتنې او کارونې لپاره کوم پلان نه و؛ نو د پراوویډینس د ساتنې ټولنې، د بنیسټر کور د ۲۰۰۱ز کال د تر ټولو خطرناکو ودانیو په لړلیک کې شامل کړ. د براون پوهنتون رئیس روث سیمونز، تاریخ لیکونکي او د رهوډ ټاپو د بهرنیو چارو پخواني وزیر ري ریکمن ته ډاډ ورکړ، چې کور ساتل کېږي، که څه هم پوهنتون د کور د خرڅولو لپاره له درېیمې ډلې سره بحث وکړ.[۱۷]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ subject named as: Edward Mitchell Bannister — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Bannister, Edward Mitchell — نشرونه لخوا د: Benezit Dictionary of Artists — https://dx.doi.org/10.1093/BENZ/9780199773787.ARTICLE.B00011182
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6km0x5q — subject named as: Edward Mitchell Bannister — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11628962 — subject named as: Edward Mitchell Bannister — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Edward Mitchell Bannister — سرليک: Bannister, Edward Mitchell — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T006170
  5. http://vocab.getty.edu/ulan/500006433 — د نشر نېټه: ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۰ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
  6. http://vocab.getty.edu/ulan/500006433 — د نشر نېټه: ۱۷ جون ۲۰۲۱ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
  7. http://vocab.getty.edu/ulan/500006433 — د نشر نېټه: ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۱ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
  8. http://vocab.getty.edu/ulan/500006433 — دوتنه: Deborah Willis — ISBN 0-8240-9147-7
  9. http://vocab.getty.edu/ulan/500006433
  10. http://vocab.getty.edu/ulan/500006433 — سمونګر: Thomas Riggs — سرليک: St. James Guide to Black Artists — خپرونکی: Gale او Schomburg Center for Research in Black Culture
  11. "Edward Bannister: United States Census, 1850". Family Search. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Edward Mitchel Bannister: Memorial Exhibition, Providence Art Club, May 1901. Providence, Rhode Island: Providence Art Club. 1901. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Appiah-Duffell, Salima (February 26, 2015). "African American Artists and the Hudson River School". Unbound. Smithsonian Libraries and Archives. مؤرشف من الأصل في December 18, 2020. د لاسرسي‌نېټه January 12, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Armstead, Myra B. Young (2005). "Revisiting Hotels and Other Lodgings: American Tourist Spaces through the Lens of Black Pleasure-Travelers, 1880–1950". The Journal of Decorative and Propaganda Arts. 25: 136–159. ISSN 0888-7314. JSTOR 40007722. مؤرشف من الأصل في January 7, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Fuchs II, Ron (28 January 2014). "The Reeves Collection Of Ceramics At Washington And Lee University". InCollect (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 9, 2021. د لاسرسي‌نېټه June 26, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په September 29, 2010 باندې). "The Vault" on Benevolent St. Remains Closed, for Now. The Brown Daily Herald.
  17. (په March 1, 2009 باندې). Black Contributions Kept Alive. The Providence Journal.