اچ.جي. وېلز
هېربرټ جورج وېلز (په انګلیسي: Herbert George Wells ؛ زوکړه د ۱۸۶۶ز کال د سپټمبر ۲۱مه ــــ مړینه د ۱۹۴۶ز کال د اګست ۱۳مه) یو انګرېز لیکوال و. هغه چې په ډېرو ژانرونو کې وړتیا درلوده، له پنځوسو څخه زیات ناولونه او په درجنونو لنډې کیسې ولیکلې. د هغه غیر داستاني اثار ټولنیزې تبصرې، سیاست، تاریخ، عامه علوم، طنز، ژوند لیکونه او د هغه د خپل ځان ژوند لیک شاملوي. وېلز اوسمهال د هغه د خپلو علمي تخلیلي ناولونو لپاره شهرت لري او د علمي تخیلي کیسو د پلار په نامه یادېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
ګوند | |
دنده |
ليکوال[۸][۹][۱۰] — تاریخ پوه[۹] — خبريال — Idist (en) — science fiction writer (en) — novelist (en) — sociologist (en) [۹] — سکرين ليکوال |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
ژانر | |
ژانر | |
غړی د |
مهمې پېښې |
|
---|
جایزې |
|
---|
هغه د یو لیکوال په توګه د هغه له شهرت څخه علاوه، د خپل ژوند په اوږدو کې د یو لېوال او ان تر دې چې رسالتي ټولنیز نقاقد و چې خپلو ادبي استعدادونو ته یې د روڼ اندي لید د ودې لپاره په نړیواله کچه پراختیا ورکړې وه. هغه چې یو راتلونکی پال (فیوچرېست) و یو شمېر اوټوپیایي(د ایډیال ښار اړوند) اثار یې ولیکل او د الوتکو، ټانکونو، فضایي سفر، اتومي وسلو، سټلایټ تلوېزیون او نړیوال غځېدلي جال (World Wide Web) ته د ورته یو څه وړاندوینه یې وکړه. د هغه علمي تخیلي ژانر د وخت سفر، د فضایي موجوداتو یرغل، نامرئيتوب، او بیولوژیکي انجنیري انځور کړې ده. براین الدیس، وېلز ته "د علمي تخیلي ژانر د شکسپیر" په سترګه ګوري، په داسې حال کې چې چارلس فورټ هغه یو "وحشي استعداد بللی دی".[۱۵][۱۶][۱۷]
وېلز خپل اثار د معمولي جزیاتو په القا او په څنګ کې یې د هر اثر لپاره له یوې خارق العاده فرضیې سره ـــ چې د وېلز د قانون نوم یې ورکړی و ـــ د قناعت وکړ کړل ـــ چې په دې سره، د جوزف کنراډ له خوا په ۱۸۹۸ز کال کې "اې زړه راکښونکي ریالېست! " په توګه وستایل شو. د هغه د علمي تخیلي ژانر تر ټولو ډېر د یادونې وړ اثار د وخت ماشین (۱۸۹۵ز کال)، کوم چې د هغه لومړنی ناول و، د ډاکتر مورو ټاپو (۱۸۹۶ز کال)، نامرئي سړی (۱۸۹۷ز کال)، د نړۍ ګانو جګړه (۱۸۹۸ز کال) او د پوځ اړوند علمي تخیلي ژانر په هوا کې جګړه (۱۹۰۷ز کال) شاملوي. د ټولنیز ریالېزم ناولونه لکه کېپس (۱۹۰۵ز کال) او د ښاغلي پولي تاریخ (۱۹۱۰ز کال) کوم چې له ښکته تر منځنۍ طبقي انګريزي ژوند انځوروي، هغه وړاندیز یې محقق کړی چې نوموړی د چارلس دیکن یو وړ ځای ناستی و. اما وېلز د ټولنیزو اقشارو یوه مجموعه توصیف کړه او ان په ټونو-بونګای (د ۲۰۰۹ز کال اثر) کې یې هڅه وکړه تر څو انګرېزي ټولنه د یوې واحدې ټونې په توګه تشخیص کړي. وېلز څلور ځله د نوبل د ادبیاتو د جایزې لپاره ټاکل شوی دی.[۱۸][۱۹][۲۰]
د وېلز تر ټولو لومړنۍ تخصصي روزنه په بیولوژي کې وه، او د اخلاقي مسایلو په اړه د هغه افکارو دارویني رېښه درلوده. هغه همداراز له لږ عمر څخه یو نظریاتي سوسیالېست و، زیاتره وخت یې ( خو نه د تل لپاره، لکه د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې) له سوله ییزو لیدلورو سره خواخوږي ښودله. هغه په خپلو وروستیو کلونو کې، لږ تخیلي کیسې او تر ډېره هغه اثار ولیکل چې د نوموړي د سیاسي او ټولنیزو لیدلورو څرګندونه یې کوله، او زیاتره وخت به یې خپل مسلک د یو ژورنالېست هغه معرفي کاوه. وېلز د شکرې ناروغي درلوده او او په ۱۹۳۴ز کال کې یې د شکرې ناروغۍ د خیریه ټولنې (چې اوسمهال د ډیابټس یوکې (Diabetes UK) په نامه پېژندل کېږي) په تاسیس کې ونډه واخیسته.[۲۱][۲۲][۲۳]
ژوند
سمولد ژوند لومړني وختونه
سمولهېربرټ جورج وېلز د۱۸۶۶ز کال د سپټمبر په ۲۱مه نېټه په کېنت کې، د بروملي په ۱۶۲ سړک کې په اطلس هاوس کې زیږېدلی دی. هغه چې د کورنۍ له خوا یې برټي بلل کېده، د جوزف وېلز چې یو پخوانی کورنی ملیار، او په هغه وخت کې یو ویندوی او د کریکټ مسلکي لوبغاړی و، او د سارا نیل چې، یوه خدمتګاره وه، څلورم او وروستنی ماشوم و. دغې کورنۍ ته په یو میراث کې دا زمینه برابره شوې وه تر څو یوه هټۍ استملاک کړي په کومه کې یې چې چینایي او د سپورت وسایل پلورل، که څه هم پرمختګ یې پکې ونکړ: ګدام زوړ او شړېدلی و، او موقعیت یې ناسم و. جوزف وېلز وتوانېد یوه لږه اندازه عاید په لاس راوړي، خو ډېر لږ یې له هټۍ څخه و او هغه د کېنت د ایالت لپاره د مسلکي کریکټ له لوبېدو څخه هم یو نا ثابت مقدار عاید لاسته راوړه. [۲۴][۲۵]
د ځوان وېلز په ژوند کې یوه تعیینوونکې پېښه، په ۱۸۷۴ز کال کې یوه حادثه وه چې هغه یې له ماتې پښې سره بستري کړ. د دې لپاره چې وخت (ساعت) تېر کړي، هغه له یو سیمه ییز کتابتون څخه د کتابونو لوستل پیل کړل، چې پلار به یې ورته راوړل. هغه ژر نورو هغو نړیو او ژوندونو ته ځان وقف کړ، د کومو په اړه چې کتابونو هغه ته لارښوونه وکړه؛ یادو کتابونو همداراز د کتابونو لیکلو ته د هغه لېوالتیا وهڅوله. د هماغه کال په وروستیو کې هغه د توماس مورلي په سوداګریزې اکادمۍ کې، چې د مورلي د مخکیني ښوونځي د مالي سقوط په تعقیب په ۱۸۴۹ز کال کې تاسیس شوی یو خصوصي ښوونځی و، نوم لیکنه وکړه. ښوونه نامنظمه وه، وېلز وروسته وویل چې نصاب تر ډېره، د کاپر پلېټ د سبک د لیکنو په تولید او او د سوداګرو لپاره په ګټورو معاملو باندې متمرکز و. وېلز د مورلي اکادمۍ ته تر ۱۸۸۰ز کال پورې ادامه ورکړه. په ۱۷۸۷ز کال کې، د هغه د پلار، جوزف وېلز، ورون مات شو. دغې پېښې د کرېکټر په توګه د جوزف حرفې ته په اغېزناک ډول د پای ټکی کېښود، او د یو هټۍ وال په توګه د هغه بعدي عاید کافي نه و چې د کورنۍ مخکینۍ یوازینۍ عایداتي منبع جبران کړي. [۲۶][۲۷]
څرنګه چې یادې کورنۍ خپل مالي تامین نور نشوی کولی، په مختلفو حرفو کې د خپلو زامنو په د شاګرد کولو په لټه کې شوه. له ۱۸۸۰ز کال څخه تر ۱۸۸۳ز کال پورې، وېلز په ساوتسي (Southsea) کې د هایدې د ټوکرانو په پلورنځي کې یوه ناخوښه شاګردي لرله. د هایدي په پلورنځي کې د هغه تجربې، چېرته چې هغه په ورځ کې ۱۳ ساعته کار کاوه، او له نورو شاګردانو سره په یوه لیلیه کې ویده کېده، وروسته د هغه د چانس څرخونه، د ښاغلي پولي تاریخ او کېپس نومو ناولونو ته الهام بښونکې شوې، کوم چې د یو ټوکر پلورونکي د شاګرد ژوند انځوروي او همدارنګه د ټولنې د شتمني د توزېع په اړه نقد وړاندې کوي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
د وېلز مور او پلار له دې امله چې مور یې یوه پروتیستانت وه او پلار یې یو ازاد اندی و، یو له نوساناتو ډک ژوند درلود. کله چې د هغه مور د خدمتګارې مېرمنې په توګه (د ساکسکس په په اپپارک کې، په یوه کلیوالي کوور کې) کار ته مخه کړه، د کار له شرایطو څخه یو دا و چې د اجازه یې نه لرله تر څو هلته د خپل مېړه او زامنو لپاره د ژوند کولو ځای ولري. له هماغه وخت وروسته دې او جوزف جلا ژوند درلود، خو سره له دې هم دوی هېڅکله طلاق وانخیست او یو بل ته ژمن پاتې شول. د پایلې په توګه، د هېربرټ خصوصي ستونزې په ډېرېدو شوې ځکه چې هغه د یو ټوکر پلورونکي او وروسته د یو درمل پلورونکي د مرستندوی په توګه ناکام شو. په هر ترتیب، اپپارک یو مجلل کتابتون درلود په کوم کې چې هغه مجذوب شو، او د افلاطون جمهوریت، د توسا مور، اوتوپیا او د دانیال دېفو د اثارو په شمول یې زیات شمېر کلاسیک اثار ولوستل. کله چې وېلز د یو جلا ژانر په توګه د علمي تخیلي ژانر لومړنۍ مخکښه څېره وګرځېده، هغه د خپلو اثارو سره په تړاو د ماري شېلي فرانکنشتاین اثر ته په اشارې سره ولیکل، "نوموړی د لیکنو له هغه طبقې سره تړاو لري کومه چې د فرانکنشتاین کیسه شاملوي. "[۳۲][۳۳]
ښوونکی
سمولد ۱۸۷۹ز کال په اکتوبر کې، د وېلز مور د یو لرې خپلوان ارتور وېلیام له لارې هغه ته په ووکي (Wookey ) کې په نېشنل ښوونځي کې د یو ممتاز زده کوونکي په صفت چې د کوچینیانو زده کوونکو د ښوونکي په توګه یې عمل کاوه، د داخلېدو زمینه برابره کړه. په هر حال، د هماغه کال په دسمبر میاشت کې وېلیام د خپلو ښوونیزو چارو د بې نظمۍ له امله له دندې ګوښه شو او وېلز بېرته اپپراک ته راوستنېد. هغه مېډهرسټ ته څېرمه په یو درمل پلورنځي کې له یوې لنډې مودې کار زده کړې او د مېډهرسټ په ګرامر ښوونځي کې له ډېرې لنډې مودې استوګنې وروسته، په هایدي کې د خپلې کار زده کړې پاڼې امضاء کړې.[۳۴][۳۵]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Уэллс Герберт Джордж. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: Archivio Storico Ricordi. Archivio Storico Ricordi person ID: 12829. Retrieved: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. Invalid
<ref>
tag; name "155dab3f07a9cc1e84eceaa2b88d45e23623b112" defined multiple times with different content - ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 119290531. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118643266. Retrieved: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/H-G-Wells. Subject named as: H.G. Wells. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ CONOR.SI ID: 7703907. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
- ↑ ذکر کېدنه: ProDetLit. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۹.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ ذکر کېدنه: BeWeB. BeWeb person ID: 1923. Retrieved: ۱۲ فبروري ۲۰۲۱. Invalid
<ref>
tag; name "d54adee2d187fbfa6e3ff4adf88e64c446d8aa0b" defined multiple times with different content - ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ذکر کېدنه: The Fine Art Archive. AbART person ID: 16167. Retrieved: ۱ اپرېل ۲۰۲۱.
- ↑ ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
- ↑ "Wells, H. G.". Revised 18 May 2015. The Encyclopedia of Science Fiction (sf-encyclopedia.com). Retrieved 22 August 2015. Entry by 'JC/BS' John Clute and Brian Stableford.
- ↑ Parrinder, Patrick (2004). Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press.
- ↑ Adam Charles Roberts (2000), "The History of Science Fiction", page 48. In Science Fiction, Routledge, ISBN 0-415-19204-8.
- ↑ "HG Wells – father of science fiction with hopes and fears for how science will shape our future". ABC. بياځلي په 12 August 2022.
- ↑ "HG Wells: A visionary who should be remembered for his social predictions, not just his scientific ones". The Independent. 9 October 2017.
- ↑ Wagar, W. Warren (2004). H. G. Wells: Traversing Time. Wesleyan University Press. p. 7.
- ↑ Wells, Herbert George (2007). The Time Machine. London: Penguin UK. pp. xiii. ISBN 978-0-14-143997-6.
- ↑ "How Hollywood fell for a British visionary". The Telegraph. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 January 2022. بياځلي په 14 March 2019.
- ↑ Vincent Brome, H. G. Wells: A Biography (London, New York, and Toronto: Longmans, Green, 1951), p. 99.
- ↑ "Nomination Database: Herbert G Wells". Nobel Prize.org. Retrieved 19 March 2015.
- ↑ Robert M. Philmus and David Y. Hughes, ed., H. G. Wells: Early Writings in Science and Science Fiction (Berkeley, Los Angeles, and London: University of California Press, 1975), p. 179.
- ↑ Vincent Brome, H. G. Wells: A Biography (London, New York, and Toronto: Longmans, Green, 1951).
- ↑ "H G Wells – Author, Historian, Teacher with Type 2 Diabetes". www.diabetes.co.uk. 15 January 2019. بياځلي په 18 February 2019.
- ↑ Wells, H. G. (2005) [1905]. Claeys, Gregory; Parrinder, Patrick (eds.). A Modern Utopia. Gregory Claeys, Francis Wheen, Andy Sawyer. Penguin Classics. ISBN 978-0-14-144112-2.
- ↑ Smith, David C. (1986) H. G. Wells: Desperately mortal. A biography. Yale University Press, New Haven and London ISBN 0-300-03672-8
- ↑ Parrinder, Patrick (2004). Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press.
- ↑ "Sep. 21, 1866: Wells Springs Forth". Wired. 9 October 2017.
- ↑ "HG Wells: prophet of free love". The Guardian. 11 October 2017.
- ↑ Wells, Geoffrey H. (1925). The Works of H. G. Wells. London: Routledge. p. xvi. ISBN 0-86012-096-1. OCLC 458934085.
- ↑ Wells, H. G. (2005) [1905]. Claeys, Gregory; Parrinder, Patrick (eds.). A Modern Utopia. Gregory Claeys, Francis Wheen, Andy Sawyer. Penguin Classics. ISBN 978-0-14-144112-2.
- ↑ Batchelor, John (1985). H. G. Wells. Cambridge, England: Cambridge University Press. p. 2. ISBN 0-521-27804-X.
- ↑ Pilkington, Ace G. (2017). Science Fiction and Futurism: Their Terms and Ideas. McFarland. p. 137.
- ↑ Ball, Philip (18 July 2018). "What the War of the Worlds means now". New Statesman. بياځلي په 7 August 2022.
- ↑ Wells, Geoffrey H. (1925). The Works of H. G. Wells. London: Routledge. p. xvi. ISBN 0-86012-096-1. OCLC 458934085.
- ↑ Smith, David C. (1986) H. G. Wells: Desperately mortal. A biography. Yale University Press, New Haven and London ISBN 0-300-03672-8