اڅکزي

د پښتون ټبر څانگه
(له اڅکزی نه مخ گرځېدلی)

اڅکزي د پښتنو يوه خورا نامتو، غيرتي، مېلمه پاله او په خپلواکۍ مينه قبېله ده چې د گران افغانستان په تا ريخ کې و ياړلی نوم لري ٠زموږ پښت پوهان اڅکزي د پښتنو د سړبن د گروپ نه شميري چې په اصل کې دراني پښتانه او د ځيرک د بارکزو ( نورالدين ) څانگې پورې تړلي دي٠ که چيرې د اڅکزيو پښتنو د نسب شجره په غور سره تر ستر گو تېره کړو په لومړي سر کې په دوو لويو څانگو وېشل شوي دي چې گوجين او بادين نو ميږي٠ د گوجين څانگې په لاندې ډول دي: حميدزي، ملي زي، اشيزي، عثمانزي، اليزي، نصرتزي، غنيزي ،خدرچيزي، صالحزي، مټکزي، ادوزي، ملايزي، سلطانزي، شکرزي، اسحقزي او گبرزي. همدا راز د بادين ښاخ هم په لاندینيو څانگو وېشل شوی دی: کاکوزي، غيبيزي، شمشوزي، پيرعليزي او پانيزي٠

د اڅکزيو د استوگنې سیمې

اڅکزي هم په ا فغانستان کې مېشته دي او هم په سوېلي پښتونخو ا کې٠ هغه اڅکزي چې په افغا نستان کې ژوند کوي نو دوی د سپين بو لدک په ولسوالۍ، ريگ ، د کندهار د ښار په مرکز او د ډنډ په ولسوالۍ، د هلمند په ولايت، ارزگان، هرات، بادغيس او کا بل کې استوگنه لري، خو هغه اڅکزي چې په سويلي پښتونخواکې اوسي نو زيات شمېر يې په کوټه، چمن، کلای عبد الله، گلستان، کوږک، خواجه عمران افغاني، پښين،توبه، جلگه او زيارت کې استو گنه لري٠ په کند هار پورې اړوند اڅکزي د سپين بو لدک په ولسوالۍ، د ريگ په ولسوالۍ، د دامان په ولسوالۍ او د ډنډ او پنجوايي په ولسواليو کې استوگنه لري چې شمير يې درې سوه زره تنو ته رسيږي٠

دهلمند په ولايت کې مېشته اڅکزي دهلمند ولايت په مرکز لشکرگاه، د نادعلي په ولسوالۍ، د گرمسير په ولسوالۍ او د ناوه بارکزا يي په ولسواليو کې مېشته دي چې په نو موړي ولايت کې يې شمېر دديرش زر و تنو په شا او خواکې اټکل شوی دی٠ د هرات ولايت اڅکزي دهغه ولايت په مر کز او همداراز د انجيل،پښتون زر غون،گلران او د غو ريا نو په ولسواليو کې مېشته دي چې شمېر يې په نو موړي ولايت کې دشلو زرو تنو په شا او خواکې ښو دل شوی دی٠

د ارزگان ولايت ا څکزي د هغه ولايت په مر کز تيرين کوټ،د چوره په و لسوالۍ، د خاص ارزگان په ولسوالۍ، دگيزاب په ولسوالۍ،د کجران په ولسوالۍ،ددهراود په ولسوالۍ،دشهيد حساس په ولسوالۍ (ښايي اوس ددې ولسوالۍ نو م بل څه وي )او دنيش په ولسوالۍ کې استو گنه لري او د اڅکز يو ټول شمېر په د غه ولايت کې تقريبا د دوه سوه زرو په شا او خو اکې ښو دل شوی دی٠ دبادغيس ولايت ا څکزي د هغه و لايت د بالا مر غاب د ولسوا لۍ په بيلا بيلو کليو کې مېشته دي چې ددوی دسر شمېرنې په بر خه کې راسره مؤ ثق معلو مات نشته٠

مشهور ا نگرېز مؤرخ مو نټ سټوارټ الفنسټن په خپل نامتو اثر(دکابل سلطنت بيان )کې ليکلي د ي :" اڅکزي اکثره کروندگر او پوونده دي که څه هم يوه انداز ه ځمکې لري، خو د خپل ژ وند له پاره په ځمکو اتکا نه لري٠ددوی څاروي د خو اجه عمران په غرونو او دتوبې په هسکه سېمه کې سا تل کيږي،په داسې حال کې چې او ښان يې د شوراوک په شگلنه سېمه کې پوول کيړي٠اڅکزي په داسې ځمکه پراته دي چې يا خو لغړ غرونه دي او يا سپېره ډاگونه او يا هم خا لصې شگې،ددوی د کر نې ځمکې خورا لږې دي٠"دکندهار اڅکزي د کر نې پر ته د سو داگرۍ په چا رو هم بو خت دي٠ددوی يو شمير خلک کو چيا ني ژوند هم لري٠

اڅکزي دتاريخ په او ړدو کې دښکېلاکگرو په و ړاندې ډېرې مېړانې او سر ښندنې هم کړي دي چې ددوی دغه مبارزې زمو ږ د وياړلي هېواد گران افغا نستان په تا ريخ کې په زرينو کر ښو ثبتې دي ٠ د اڅکزيو په نا متو مبارزينو کې يو هم غازي عبدالله خان ا څکزی و چې د ١٨٤١زېړدېز کال په ملي پا څون کې يې انگريزي ښکېلاکگرو ته مر گوني گو زارونه ورکړي دي چې دده په ويا ړلي نو م هر افغان وياړي٠

د اڅکزيو بل نا متو او غيرتي شخصيت غازي مېداد خان اڅکزی دی چې دافغان-انگرېز په دويمه جگړه کې يې د ميو ند د فاتح غازي محمد ايوب خان تر څنگ يې د انگرېزانو غو ږونه ښه ورتاو کړيدي او هغوی ته يې ښه ماتې ورکړېده٠دغازي مېداد خان پلار بدين خان او نېکه يې گل محمد خان هم ميړني خلک تېر شويدي٠همداراز داروخان ا څکزی هم د اڅکزيو يو ډېر معزز او ددرناوي وړ مشر تير شویدی٠

په سهيلي پښتو نخواکې د اڅکزيو په ملي مبارزينو کې د خان شهيد عبدالصمد خان و ياړلې مبارزي د پښتنو د مبارزو په تا ريخ کې يو وياړلی باب دی چې د پښتنو او بلو څو دحقه حقو قو له پاره يې مبا رزي کړي او په پای کې د پا کستاني جرنيلانو له خواپه شهادت ورسيدچې اوس دده زوی محمود خان اڅکزی د پښتو نخوا ملي عوامي پارټۍ مشر دپښتنو د حقو قو د تر لاسه کو لو له پاره چې په پاکستان کې تر پنجا بيانو ورورسته دوهم ستره اتنيکه ډله ده ،خوله بده مرغه له هره پلوه د خپلو حقو قو نه بې برخه او محرومه ساتل شوي دي دمبارزې بيرغ ر پا ند ه سا تلی او د خپل شهيد پلار و ياړلې لاره تعقيبوي٠همدا را ز په ا څکزيو کې دخان محمد ايوب خان اڅکزي مبارزې،داڅکزيو دمشهور و علمي شخصيتونو هر يوه شاعر اوليکو ال ملا عبدالر حيم اشيزی او هم دارواښاد محمد علم بڅرکي نو مو نه نه يو ازې د اڅکزيو وياړونه دي،بلکې ددې هيواد هر افغان پر ي ويا ړي

سرچينې

  • پښتني قبيلې و پيژنئ، دکتو رلطيف ياد