اپريدي

د پښتنو یو ټبر

اپريدي(افريدي) د کر لاڼي پښتنو يوه ډېره نا متو،لرغونې او غښتلې قبېله ده چې د عيسی مسيح عليه السلام تر زېږيدو ٥٠٠ کلونه وړاندې يو نا ني مشهور مؤ رخ هروډوتس چې د پښتنو دڅلوروقبېلو کومه يادونه کړې ده په هغو کې د يوې قبېلې نوم اپي ريتي ياد شوی دی چې توکم پو هان يې همدا اوسني اپريدي بولي چې د ا پي ريتي کلمه د اپريدي سره د فقه اللغت پر بنسټ هم مطا بقت مو ندلی شي٠

دپښتني شجره الا نسابو له مخې اپريدی دبرهان زوی دککي لمسی او دکرلاڼ کړوسی دی٠داسې ويل کيږي چې په پيل کې د ا پريدي نوم عثمان و چې د يوې پيښې او واقعې په سبب په اپرېدي مشهور شو٠

اپريدي په خيبر درې، کو هاټ او تيراه کې مېشته دي ٠ددوی ختېزه پوله د خټکو سره نښتې ده٠سهيل ته يې اورکزي او بنگښ او سپين غر،لويديز ته يې شينواري او شمال ته يې د مو مندو سېمه پر ته ده٠ په عمو مي تو گه د اپرېديو سېمه په څلورو جغر افيايې بر خو ويشلې شوې ده چې د خيبر دره، د بازار دره ،د اخور دره او د پېښور او د خيبر د غرونو دلړۍ ترمينځ ميدان نه عبارت دي٠اپريدي په يوه غرنۍ سېمه کې ژوند کوي چې په دوو اداري وا حدونو کې تنظيمه شوې ده يعنې د خيبر ايجنسي چې اکثريت يې پښتانه دي اود١٩٦١ميلادي کال د سرشمېرنې له مخې ددوی شمېر(٢٧٥٣١٢)تنه ښودل شوی دی٠بله د کو هاټ ضلعه چې هلته ادم خيل اپريدي مېشته دي او ددوی تخميني شمېرد٦٠٠٠٠تنوپه شا او خواکې ښو دل شوی دی٠دادم خيلوپورې بله اړونده څانگه حسن خيل دي چې دوی دپيښور په شا او خوا سېمو کې او سيږي چې د١٩٦١ ميلادي کال دسرشمېرنې له مخې يې شمېرد ٢٤٠٠٠ تنو په شاو خوا کې ښودل شوی دی٠

اپريدي ډېر زړور او تو ريالي خلک دي ٠دوی هر وخت د ښکيلاکگرو په وړاندې پراخې مبارزې کړي دي٠ دلوی سکندر نه راواخله ،تر مغو لو او انگرېزانو پورې په تا ريخ کې ددوی د مبارزو او کا رنا مو يا دونه شوې ده٠اپريدي غيرتي،ميلمه پال او په پښتني رواجونونو او دودونو ته پابند خلک دي٠ددوی تر مينځ دوه قبيلوي فراکسيو نونه (گوندونه)موجود دي چې دسمل اوگاړي په نا مه يا ديږي٠

په اوسني وخت کې د اپرېدو قبېله په اتو مشهورو ښا خو نو باندې وېشلې شوې ده چې هر ښاخ يې ډېرې څانگې لري ،چې ددغو ښا خونونومونه او ددوی د استو گني سېمې په لاندې ډول دي:

١-ملک دين خيل: په ميدان،شلوبر،تند،چوره،کجورۍ،خيبردره اوشډلي کې استوگنه لري٠ ٢-قنبرخيل: په کا هو دره،شلوبر ، ناوه،برشلوبر،باړه اوکجورۍ کې مېشته دي٠ ٣-کوکي خيل: په دوه توري،تورڅپری،راجگل،مخرڼي،لاله چېنه او د جمرود نه تر علي مسجده پورې او سيږي٠ ٤-زخه خيل: په خيبردره،څبري کډو،بازار،الچه،کرمنه،پراگ،بنکو،شنه کمر،توره وياله،بوکاړ،سنډه پل او شډلي کې استو گنه لري٠ ٥-سه پای: په باړه ،ترخو کڅ،سنډه پل، لگړي او کجورۍ کې او سيږي٠ ٦-کمرخيل: په گړي، څاوخ،تخته کلي،غلام علي،بغري،وچ پال،چهل گزي،ميرودره او کمزوي کې استو گنه لري. ٧-اکاخيل: په باړه، گلي خيل،وړان،کجورۍ او د اکا خيلو په ميره کې اوسيږي٠ ٨-ادم خيل: په اخوردره او ميدان کې اوسيږي٠

داپرېدوديوشمېر نو رو څانگو نو مو نه دادي:گلي،زرغون خيل،محمدخيل،تورسپر،فېروز خيل،شېر خان خيل ،کمال خيل ،باسي خيل،ميټاخان خيل،کټيا خيل،زونه خيل،شيخ مل خيل،عبدل خيل،ونډ، لنډي خيل،برگټ خيل،دلدارخيل،ظفري،عبدالرحمن خيل،احمد خيل،نيکي خيل ،اورموزخيل،فتح خيل، بهرام گور،بکهيا،بوديا،کمل خيل،سلطان خيل،سکندرخيل،شان خيل،دولت خيل ،عمر خيل،مدر خيل، ميري خيل،ژراکي،شلو بار خيل،زونه خيل،اديلي خيل،احمد خيل،نصرالدين،بابکرياونور٠٠٠

د لنډي کوتل، باړه، جمروداو اخوردرې سوداگرېز مرکزونه داپرېدو په سېمه کې مو قعيت لري اوددې له پاره چې په تنگودرو او غر نيو سېمو کې استو گنه لري،نو دوی د کر کېلې ځمکې لږې دي،نو ځکه يې زېات شمېر خلک د کا بل او پېښور تر مينځ د سو دا گرۍ په چارو بو خت دي٠

د پښتونخوا سر بېره يو شمېر اپريدي دا فغا نستان په جلال اباد، کابل او کندوز کې هم مېشته دي ٠په دې سر بېره زيات شمېر اپريدي د هندوستان په جنوب دکن، دهريا نا دايالت په پاني پت، کشمير،بيهاراود اترا پراديش په قا يم جنگ کې مېشته دي٠دهندوستان يو پخوانی جمهور رئيس ډاکټر ذاکر حسين هم د هند داتر اپراديش د قا يم جنگ اپريدی پښتون و٠ همداراز په هندوستان کې يو بل ستر شاعر قاسم علي خان اپر ېدي د پښتو ژبې مشهور شا عر تير شوی دی چې شعري ديوان يې مو جوددی٠همداراز د پښتو نخوا داپر يديو لاندينې کسان مشهور تاريخي کسان تير شوي دي:نواب عظمت خان کوکي خيل شيرخان خيل او دهغه زوی عجب خان اپريدي چې په کو هاټ کې د انگر يزي ښکېلاکگرو پر خلاف يو ه مبارزه څېره وه٠نو موړی د انگرېزانو له لاسه افغا نستان ته هجرت وکړ او بيا وروسته په کندوز کې وفات او هورې ښخ شو، چې دده د دغوکارنامو په وياړ په پښتو نخوا کې يو پښتو فلم هم جوړ شوی دی٠همداراز په اپريدو کې بل مشهورتن خاطر اپرېدی وچې د٤٠٠٠٠بيتو په شااو خواکې شعرونه لري او د٣٢ کلو نو په عمر يې له دې فاني نړۍ نه سترگې پټې کړيدي٠په او سني وخت کې د اپرېديو مشهور شخصيتونه دادي: سلمان حامد اپرېدی،ډاکټر منور خان،مشهور قانونپوه او وکيل لطيف اپرېدی،رحمت شاه اپريدی اود کرکټ مشهور لوبغاری شاهداپرېدی

سرچينې سمول

  • پښتني قبيلې و پيژنئ، دکتو رلطيف ياد