شينواري د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده چې د سړبن په ټولنيز گروپ پورې اړه لري او د سپين غره په شمالي لمنو او د ننگرهار په جنوب ختيځ کې مېشته دي. د دوی يوه برخه په لواړگی، څو کورنۍ يې دکوهاټ په ځنگلونو کې، د کونړ په سره کمر، د پروان ولايت په غوربند او کشمير کې هم استوگنه لري.

((پښتانه د تاريخ په رڼا کې)) د شينوارو په اړه ليکي دي؛ (( لکه چې د شجرې څخه معلومېږي کاسيان په يوولسو څانگو وېشل شوې دي چې د شينوارو قبيله هم په دوی کې شامله ده. لکه چې د پټې خزانې د روايت نه معلوميږي د خرشبون په اولاده کې د کند او ځمند اولاده د غوړی مرغی نه د غزني، کابل او پېښور د وادي له لور مهاجرت پيل کړ، نو په دغه وخت کې کاسيان بېرته د سليمان غره ته لاړل او هلته مېشته شول. البته د کاسيانو يوې قبيلې (شينواری) د خاښي خېلو سره مهاجرت وکړ او دخيبر په شمال او جنوبي غرونو کې مېشته شول. (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ١٣٢٨-١٣٢٧ مخونه)

د شينوارو شمال لوېديځ ته د خوگياڼيو قبيله، شمال ته يې د کابل سيند او د مومندو قبيله، ختيځ ته يې د ډيرونډ کرښه تر لواړگی پورې امتداد او د اپرېديو د قبيلې سره پوله لري او جنوب خواته يې سپين غر موقعيت لري. دوی د هسکې مېنې (ده بالا)، مومنددرې، نازيانو، اچين او دوربابا په ولسواليو او د چپرهار په علاقه دارۍ کې استوگنه لري. دغه قبيله په لومړی سر کې په دوو پلارو وېشله کېږي چې يوه ته سه پای او بل ته عبدالرحيم خېل وايي. چې سه پای مشر ورور او عبدالرحيم خېل کشر ورور دی. مشر ورور په خپل منځ کې اووه تپی دي؛ حسن خېل، حمزه خېل، الياس خېل، رينداد خېل، حيدرخېل، بابرخېل، سليمانخېل او کشر ورور يې په دې تپو وېشل شوې دي او هغه له علي شېرخېل، عدل خېل او سنگوخېل څخه عبارت دی.

د دغو خېلونو د استوگنې ځايونه:

١. حمزه خېل: دوی په خپل منځ کې دوه تپي دي چې يوه احمد خېل او بل يې مغدود خېل دي. احمد خېل اکثره په ده بالا او لږ شمېر يې په تنگی، شرمبنی او لرو احمدخېلو کې اوسېږي. مغدود خېل په گاگره، گجڼه، مريز، سنگوټا او راوگی کې استوگنه لري.

٢. الياس خېل: لياسخېل (الياس خېل) اکثره په هسکې مېنې، گيزاره، لږ شمېر يې د هسکې مېنې په تنگی او يو شمېر په نری اوبو کې اوسېږي او د جعفريانو په نامه څو کورنۍ يې بيا د کوچيانو په ډول ژوند کوي.

٣. حسن خېل: حسن خېل د هسکې مېنې د ولسوالی په اوغز، گورگوری، پايی، شيخ ميدان، ياغی بند، شپوله او گيزاره کې پراته دي. يو شمېر حسن خېل په غوښت دره کې هم استوگنه لري. ويل کېږي چې د حسن خېلو شمېر به (١٦٠٠٠) تنه وي.

٤. رينداد خېل: د مامند په تنگی، باغ، اچين او گردی کې پراته دي. دا ښاخ په څلورو څانگو وېشل شوی دی او د پاخېلو، اليکه خېلو، بام خېلو او خليفه خېلو څخه عبارت دي. ٥. حيدرخېل: دا تپه په خپل منځ کې دوه پلاره دي چې يوه ته ((نيمې در)) او بل ته ((ممه خېل)) وايي. ممه خېل په لنډی، مورگی چينه، د اوڼی، اسدخېلو، تريلی، ميدانک، سره کلا او هجوم کلی کې مېشته دي.

٦. سيلمان خېل: په توتگی، وچکتوټ او د کوشتل په کليو کې اوسېږي.

٧. بابر خېل: دا يوه کوچنی څانگه ده چې يو شمېر يې په صندق، بټن او چهل گزي کې اوسېږي.

٨. علي شېرخېل: دا د عبدالرحيم خېلو يوه څانگه ده چې څه برخه يې په لواړگی او څه يې په افغانستان کې مېشته دي. دوی په اوو تپونو باندې وېشل شوې دي او هغه له عيسی خېلو، باخېلو، تړخېلو، پيروخېلو، اش خېلو، خوگاخېلو او شودن خېلو څخه عبارت دی.

٩. عدل خېل: دا هم عبدالرحيم خېلو يوه پښه ده. دا تپه په خپل منځ کې دوه پلاره دي يعنې عثمان خېل او کرگوخېل.

١٠. سنگوخېل: سنگوخېل په درېو پلرونو باندې وېش شوې دي؛ گدوخېل، څلورپلاری او غني خېل، سنگوخېل د مندتی څخه تر غني خېلو پورې د نازيانو په درو کې پراته دي.

له دې کبله چې د شينوارو يوه برخه د خيبر د تاريخي درې په شاوخوا کې استوگنه لري نو د خيبريانو په نامه سره هم يادېږي چې اورکزی او اپرېدي هم په همدې نومونو مشهور دي. د تورخم او شمشاد سيمې هم د عليشېرخېلو شينوارو د استوگنې سيمي دي. د لواړگی شينواری په خپلو خېلونو کې وېش د حجرې له مخې ترسره کوي چې اوس د هر خېل حجري په لاندي ډول دي: خوگاخېل (١٧٢) حجرې، شېخ مل خېل (٦٨) حجرې، اش خېل (٢٣) حجرې، مختارخېل (٢١) حجرې او غني خېل (٣٥) حجرې. د لواړگی شينواری اکثره د سوداگری په چارو بوخت دی او هغه ترانسپورتي تجارتی لارې چې د کابل او پېښور تر منځ چلېږي د همدې خلکو په لاس کې دي. (اضالع،ايجنسي ها و قبايل ايالت پشتونستان، ٥٧ مخ) د لواړگی شينواري د افغانستان د شينوارو سره ښې اړيکې لري. د لواړگی د شينوارو شمال خواته شلمان، ختيځ ته يې ملاگوری او جنوب ختيځ ته يې اپرېدي موقعيت لري. د لواړگی سيمه د تورخم نه د خيبر د اپرېدو تر پوله شپږ ميله اوږده او درې څلور ميله پلنه ده. شينواری په مېلمنه پالنه کې مشهور دي. د دوی حجرې تل د مېلمنو او مساپرو پر مخ خلاصي وي. د حجرو تر څنگ يې جوماتونه هم شته، په دوی کې د جرگې سسټم ډېر قوي دي او اکثره خلک خپلې لانجې د قومي جرگو له لارې اواروي. د لواړگی شينواری اکثره خپلې جرگې په سپين جومات کې چې د لواړگی تر منځ د لويي هديرې سره موقعيت لري جوړوي.

په شينوارو کې د نورو پښتني قبيلو په څېر د ننواتی دود هم ډير قوي دي چې ارو مرو يې قبلوي او مني يي. په دوی کې د سولې کولو دود هم د پخوا په شان په خپل حال پاتې دی چې (تيږه) يې بولي او اپرېدې ورته (کاڼی) وايي ( پښتانه، کابل ١٣٤٩ کال، ١٨٠-١٨٦ مخونه.) همدا راز د باجوړو په الينگار، چمرکنډ، څاوگی، شېخ بابا او سره کمره کې هم شينواری استوگنه لري. د شيگل شينواری تقريباً درې سوه کاله پخوا د ځينو عواملو له کبله د سره کمره خواته تللی دي او د شيگل ځمکه يې له نورو قومونو څخه چې په هغه وخت کې کافران وو نيولی وه. د شينوارو راگ شيگل ته او د نورو قومونو څخه د شيگل نيول د شيخ بابا په مشرۍ چې اصلي نوم يې (ذکريا) دی ترسره شوې دي. د دوی سره د شيگل په نيولو کې ماموندو هم ملگرتيا وکړه. شينواری د کافرانو د سخت مقاومت سره مخامخ شول په تېره بيا هغه وخت چې د کنډرو کلا محاصره شوه نو شېخ بابا امر وکړ چې ټول شينواری دی د کلا د سوځولو لپاره يوه يوه گېډۍ لرگي راوړي نوموړي کلا وسوځل شوه او شينواری بريالی شول چې وروسته شېخ بابا د شينوارو تر منځ شيگل ووېشه چې په دې وېش کې ادرم (عبدالرحيم خېلو) ته کټه سيد، امان کوټ، گربوړی، کنډرو، زبړبت ډاگ، ملاعلم کلی، شينکی، غرتنگی او شنگر شا ورسېدل. سليمانخېلو ته چاکوړی، شينگرگل، نيم لاچی، سيمه لام، بنوديت، سورمل، برگله يی او ماټينه ورسېدل. (د پښتنو ټولنيز – اقتصادي جوړښت، ٢٨-٢٩-٣٠ مخونه.

په لواړگی کې د عليشېرخېلو څانگې دا دي؛ خوگاخېل، شېخ مل خېل، پيروخېل، ميردادخېل، اش خېل، مختارخېل، غني خېل، پتمی خېل، بسی خېل، طالب خېل، سيدخېل، اشرف خېل، طوطی خېل، شربی خېل، بابی خېل، شدان خېل، مادور خېل، مياخېل او عالم خانی. د ننگرهار په ولايت کې د شينوارو شمېر ( ١٥٥٢٧) تنه، د کونړ په ولايت کې (٥٠٠٠) تنه د لواړگی شينواری (١٢٧٧٠) تنه او د سره کمر شينواری (١٣٠٠٠) تنه ښودله شوې دي.

۱۳۸۳ کال په پیل کی یوشمیر شینوارو دکابل دښار دباغ علیمردان په سیمه کی غونډه وکړه اودیوی قومی شورابنسټ یی کیښود چی دشینوارودقومی شوراپه نامه ونومول شوه چی نوموړی شورابیادهمدی کال دسرطان په میاشت کی په رسمی توگه دعدلیی وزارت دسیاسی گوندونواوټولنیزو سازمانونو په ریاست کی ثبت اوراجستر اوپه فعالیت یی پیل وکړ نوموړی شورا خبل یوځانگړی ویبسایټ (ویبپاڼه)هم لری چی پته یی په دی توگه ده www.shinwari.org ددی شورامرکزی دفتر دکابل ښار دقوای مرکزداریانا کارتی دشیواری مارکیت په دریم پوړ کی دی اوولایتی دفتر یی دننگرهارولایت دمرکزجلال اباد دښار دپوهتون روغتون ته مخامخ موقیعت لری داشوراځانته یوه اساسنامه اونشان هم لری

سرچينې

  • د پښتنو ټولنيز – اقتصادي جوړښت، ٢٨-٢٩-٣٠ مخونه
  • پښتانه د تاريخ په رڼا کې ١٣٢٨-١٣٢٧ مخونه
  • اضالع،ايجنسي ها و قبايل ايالت پشتونستان، ٥٧ مخ
  • پښتانه، کابل ١٣٤٩ کال، ١٨٠-١٨٦ مخونه.)
  • د پښتنو ټولنيز – اقتصادي جوړښت، ٢٨-٢٩-٣٠ مخونه