اورکزي
اورکزي د پښتنو يوه نامتو قبيله ده چې زموږ پښت پوهان (نسب پيژندونکي) يي د کرلاڼي پښتنو د ټولنيز گروپ نه شميري. د اورکزيو د قبيلي زياتره خلک د اورکزيو په ايجنسۍ او يو شمير يي په کورمه ايجنسۍ کې استوگنه لري. چې مرکز يې د هنگو ښار دی. اورکزي د کوهاټ په شمال لويديځ ،د سپين غره په ختيز او د تيرا په جنوب کې پراته دی. شمال ته يې د اپريدو قبيله، شمال لويديز ته يې پړه څمکني، لويديځ ته يې توري، جنوب ته يې بنگښ او ختيز خو ا ته هم د اپر يدو او بنگښو سره پوله لري. د اورکزيو د ايجنسۍ مجمو عي نفوس ٤٥۰۰۰۰ تنه دی چې په او رکزيو سر بيره نور پښتا نه هم يکې اوسي لکه: علي خيل، ميشتي خيل، ملا خيل او شيخان خيل. اور کزي په لا ند نيو مشهورو ښا خو نو باندې ويشل شوي دي چې بيا هر يو ښاخ يې په نورو څا نگو باندې ويشل شويدي. ددغو مشهورو ښا خو نو او څا نگو نو مو نه په لاندې ډول راوړل کيږي:
په دوی کې ځيني ښا خو نه شيعه مذ هبه او ځيني يې هم سني مذ هبه دي. ددې نه پر ته ددوی تر مينځ يو بل ډول قبيلوي ويش هم مو جود دی چې سمل گو ند او گا ړي گو ند يې بو لي چې ددغې قبيلې ځيني خلک په سمل او ځيني په گاړه پورې اړه لري. تا ريخ حيات ا فغاني د او ر کز يو په باب ليکي: " داسي ويل کيږي چې د بنگښو نه دمخه په کو ها ټ باندې اورکزيو واک درلود او تقر يبا پنځه سوه کلونه دمخه بنگښو د اورکزيو نه د کو هاټ سيمه ونيوله چې ددغې سيمي د نيولو له پا ره ددوی تر مينځ خو نړۍ جگړې وشوې او د يوه افسا نوي روايت له مخې ددوی تر مينځ دغه شخړه او لا نجه د( دای) په نا مه يوه تن اواره کړه ، په دې تو گه چې يو ځل د بنگښو او اورکزيو ملکان د سيمو د ويش له پاره په درسمند کې سره را غو نډ شوي وو او هرې يوې غاړې غو ښتل چې زر خيزې سيمې تر لاسه کړي ، له همدې کبله ددوی تر مينځ سو له ونه شوه او نږدې و چې ددوی تر مينځ بيا جگړه ونښلي، په دغه وخت کې دای نو می چې پر اس سپور و له ليرې را ښکاره شو.ددې له پاره چې بنگښ او اورکزي دواړه له جنگ جگړو نه په تنگ راغلي وو نو دوی په دې خبرې باندې سره اتفاق و کړ چې دغه دای نو می سپور کله چې دوی ته نږدې راشي نو دوی به ورته دبنگښو او اورکزيو تر مينځ د سيمو د ويش سؤال مطرح کړي او هر څه پرېکړه چې ده وکړه نو دواړو غاړو ته به د منلو وړ وي.په دغه وخت کې نو موړی سپور راورسيد او دواړو خواوو ددغې شخړ ې د اوارولو له پا ره له ده سره خبرې وکړې،هغه په داسي حال کې چې هما غسي پر اس سپور و په پښتو ژبه يي دغه بيت ووايه: دای خو داسي وايي*** چې سمه د بنگښ، غر د اورکزی ويل کيږي چې له هما غه ورځې ورو سته د دای ويش عملي شو او تر او سه هم د چلند وړدی". اورکزي په غر نۍ سيمه کې ژوند کوي چې دوبی يي معتدل او ژمی يې خورا سوړدی، په تيره بيا د مرغومي، سلواغې او کب په ميا شتوکې چې دجنوري،فبروري او مارچ د ميا شتو سره سمون خوري. ددوی زيا تره خلک دکرنې په چارو او لږ شمير خلک يې په پوونده ډول ژوند کوي. دځمکو لږه بر خه يي په روانو او بو خړوبيږي، خو د ځمکو ډيره بر خه يې وچوبه(للمي) دي ،مگر ډيرې زرخيزې دي،ان چې دوه فصله حا صلات ور کوي.دوی په خپلو ځمکو کې وريجي،غنم، جوار، اوربشي،لو بيا،کدو ان،ټيپر او دار چيني کري چې ددوی د سيمي خوراکي پيداوار ددوی اړتياوې پوره کو لای شي. داورکزيو ايجنسي د سمندر نه تر ٧۰۰۰ فو ټو پورې لوړوالی لري او ټوله ر قبه يې ١٨۰۰۰ کيلو متره ښو دل شوې ده. مشهور سيندونه يې تاجلي،خرماني،د ماموزو رود،گنداو،انگوري،تبي،کړمان،ابی دری،مستوره او د خانکي توی سيندونه دي. د اورکزيو د ايجنسۍ هيډ کوارټر هنگودی او اصلي ښا ر يې دره ادم خيل دی.اورکزي خپل با زارونه د ميله په نا مه يادوي چې د هغو نه يې لانديني ميلې مشهورې دي: ډبوري ميله،ميشتي ميله،فيروزخيل ميله، کا لايا ميله،غلجو ميله،ساما مموزي ميله، انجاني بازار،کده بازار او کوريز ميله. داورکزيو ايجنسۍ د ليدو وړ ځا يونه،کلا يا، فيروز خيل سا ما نه ،ډوبرۍ، کول او بدن دي. د اورکزيو د ايجنسۍ سر بيره يو شمير او رکزي او دهغو جملي نه مسوزي او نيمايي لښکرزي د کورمې په ايجنسۍ کې هم استو گنه لري.د پا کستان په نورو ښارونو لکه کراچۍ، راولپنډۍ،اسلام اباد او لاهور کې هم يو شمير او رکزي ميشته دي. په بيښور کې هم زيات شمير اورکزي استو گنه لري. اورکزي غير تمن، جنگيالي،ميلمه پالو نکي او په پښتنولۍ ټينگ خلک دي. دوی دانگريزانو سره په هغه وخت کې چې دهند نيمه وچه ددوی تر استعماري واک لاندې وه په ډيره ميړانه جنگيدلي دي او داسي ويل کيږي چې دوی په هغه وخت کې ٢٨۰۰۰ زره تنه وسله وال ځو انان درلودل . د اورکزيو په ټو لو څانگو کې دولتزي او مسوزي په شمير کې زيات دي.د اورکزيو مجمو عي شمير د ٣۰۰ زرو تنو په شا او خواکې ښودل شوی دی چې له هغې جملې نه ٦۰ زره تنه يې دکورمې په ايجنسۍ او پا تې يې د اورکزيو په ايجنسۍ کې مېشته دي اورکزي په هند وستان کې: اورکزيو په هندوستان کې د اتلسمې پيړۍ په لو مړۍ نيمايي کې د دغه هيواد په مد هيا پراديش کې چې مرکز يې د بهو پال ښاردی يو لوی پښتني رياست جوړ کړ چې بنسټ ايښودونکی اورکزی پښتون نواب دوست محمد خان دی.نو موړي ددغه پښتني رياست بنسټ په ١٧٢٣ زيږديز کال کې په بهو پال کې کيښود.نومړی د هندوستان د مغو لي واکمن عالمگير اورنگ زيب د زوی سلطان بهادرشاه په زمانه کې له تيراه نه چې په هغه و خت کې د افغا نستان د خاورې بر خه وه هندوستان ته راغلی و.په بهو پال کې تر دوست محمد خان نه وروسته داورکزيو پښتنو د پاتو نوابانو نو مو نه په لاندې ډول دي: نواب سلطان محمد خان،نواب يار محمد خان،نواب فيض محمد خان،نواب حيات محمد خان،نواب غوث محمد خان، نواب جها نگير محمد خان،نواب نظير محمد خان،نواب شاه جهان بيگماونواب سلطان جهان بيگم. دبهوپال پښتني نوابانو د بهو پال دښار په ودانولوکې ډيرې هلې ځلې کړي دي چې د ستا يني وړدي.ددوی د نو ابيو په وخت کې ډير جو ماتونه، مدرسې،کتابتو نو نه، پلونه ،رو غتونونه او نور ډېر عام المنفعه کارونه تر سر ه شوي دي. سرچينې
|