انسټيټوټ

سازماني جوړښت چې د يوې ځانګړې او ټاکلې موخې لپاره رامنځته شوی وي.

انستیتیوت يا مؤسيسه (په انګرېزي: institute) په پښتو ژبه ټولنه هم ورته ويل کېږي خو د خلکو څخه جوړې ټولنې سره توپير لري، د سازمان په څېر مثال لري چې د ځانګړو موخو لپاره جوړ شوی‌. د بیلګې په توګه؛ د يوې ځانګړي تګلارې مخته وړل.

په افغانستان کي د جمهوريت د وخت د ملي موسيقۍ انسټیټیوټ ښځينه غړي په ۲۰۲۰م کال کې.

انسټیټیوټونه په ډېرو برخو وېشل شوي، ځينې د فيلمونو او سندرو په برخه کې فعاليت لري. ځينې ټولنې يا انستيتوتونه د بې وزلو انسانانو سره مرستې کوي چې خیریه ټولنه ورته ويل کېږي، خو په زیاترو برخو کې انسټیټیوټ د پوهنتونونو څېړنيزو مرکزونو ته هم ويل کېږي چې هغه هم خپل ځانګړی سيسټم او تګلارې لري.

لغات پېژندنه

سمول

انسټیټیوټ د انګرېزي ژبې يو لغات دی، زیاتره په دې باور دي چې دا لغات د فرانسوي ژبې څخه انګرېزي ژبې ته راغلی دی، خو په اصل کې دا د ژبپوهنې له اړخه يوه طبعي پروسه ده چې ژبې له يو بله زېږېدلي.

د دې لغات پښتو ژباړه ټولنه يا مؤسسه ده، مؤسسه خپله د عربي ژبې‌ څخه پښتو ژبې ته راغلی چې اوس عام شوی، او د ژبپوهنې له اړخه دا لغات د پښتو ژبې اصلي لغات دی، کله چې له يوې بلې ژبې څخه يو لغات په يوې ژبې کې عام شي نو د هغې ژبې ملکیت شو.

موخې او ډولونه

سمول

انسټیټیوټ يا ټولنې خورا ډېر ډولونه لري، خو په ټوله کې يو او اصلي مفهوم يې د سازمان او سیسټم معنا لري.

د سيسټم په څېر يوه تګلاره چې يوه ځانګړې موخه لري انسټیټیوټ ورته ویل کېږي. د بېلګې په توګه په افغانستان کې د خيريه ټولنو موخې؛ چې د بې وزلو خلکو سره مرستې کوي ټولنې يا مؤسسې ورته ويل کېږي.

همدا راز ځينې څېړنيز مرکزونه چې د روغتيا او چاپېريال ساتنې په برخه کې ځانګړي تګلارې لري، د سينما لوبغاړي چې د فلم جوړونې تګلاره لري، د سندرو ويوونکې ډله چې د ټولو موخه سندرې ويل دي، دې ټولو ته مؤسسه يا انسټیټیوټ ويل کېږي.

ورته ليکنې

سمول

سېسټم، سازمان، ټولنه، خیریه ټولنه

غیرانتفاعي سازمان

سرچينې

سمول

د انګريزي ويکيپېډيا ژباړه او د ګووګل څخه راټول شوي معلومات او همدا راز د طلوع نيوز له ويب سايټ څخه د انځور کاپي کول.

https://tolonews.com/pa