خیریه ټولنه

خیریه ټولنه د بې وزلو انسانانو سره د مرستې کولو یو حکومتي يا غیرحکومتي سازمان دی، خو په افغانستان کې تقريباً ټولې خیریه ټولنې غیرحکومتي دي. دا ډوله سازمانونه د يوې ځانګړي تګلارې په پلي کولو سره د بېوزله ماشومانو او يا په عمومي توګه بې وزله خلکو ته د ګټې اخيستنې ځايونه برابروي، لکه کورونه، څاګان يا لارې ورته جوړوي او يا نغدي مرستې ورسره کوي.

ډولونه

سمول

‌خيريه ټولنې بېلابېل ډولونه لري او په هره برخه کې خپله تګلاره لري، د بېلګې په توګه ځينې خيريه ټولنې د ماشوم روزنې په برخه کې فعاليت کوي، ښوونځي يا وړکتونونه جوړوي او د ماشومانو مالي او د روزنې په برخه کې د اړتيا وړ مرستې کوي.

ځينې یې د بېوزله خلکو سره اوږدمهالې يا لنډمهالې مرستې کوي، بې کوره خلکو ته کورونه جوړوي يا ځينې وړې مالي مرستې کوي. ځينې يې د لارې جوړولو په برخه کې د ټولګټو چارو په برخه کې عامو خلکو ته کار کوي د بېلګې په توګه ځينو غريبو سيمو څاګانې کيني ترڅو خلک له اوبو ګټه واخلي او اسانتياوې ورته برابرې شي.

تامين

سمول

خيريه ټولنې د خپلو لګښتونو پيسې له عامو خلکو يا حکومتونو راټولوي. د بېلګې په توګه د افغانستان زياتره خيريه ټولنې په فېسبوک او ورته ټولنيزو رسنيو کې د غريبو خلکو اړوند ويډيوګانې جوړوي ترڅو خلک له دوی سره مرسته وکړي او دوی يې په غريبو خلکو ووېشي.

په افغانستان کې

سمول

په افغانستان کې په پراخه کچه وړې او غټې خيريه ټولنې شتون لري چې د غريبو خلکو سره د وړو يا منځنيو مرستو لپاره د عامو خلکو څخه پيسې راټولوي.

تر ډېره په ټولنيزو رسنيو لکه فېسبوک او يوټيوب کې ويډيوګانې جوړوي چې د غريبو خلکو ژوند پکې ښيي ترڅو نور خلک تر ډېره بهرمېشت افغانان دوی ته پيسې راولېږي.

ناوړه ګټه اخيستنې

سمول

خيريه ټولنې په افغانستان کې په پراخه کچه د ناوړه ګټه اخيستنو او غلاوو سرچينې ګڼل شوي، ځينې داسې ټولنې افشا شوي چې پيسې ترلاسه کوي او بيا خلکو سره مرسته نکوي او خپل ځانونو ته يې اخلي. خو ځينې ټولنې بيا ادعا کوي چې د مرستو ويډيوګانې کوي او هغه خلکو ته حساب ورکوي چې دوی ته يې د غريبو خلکو سره د مرستې لپاره پيسې ورکړي.

ورته ليکنې

سمول

غيرانتفاعي سازمان

سرچينې

سمول