انجيلا ډېويس

انجيلا ډيويس چې د ۱۹۴۴ ز جنوري په ۲۶ زېږېدلې ده، يوه امريکايي سياسي فعاله، فيلسوفه، علمي پوه او ليکواله وه. هغه د کليفورنيا سنټا کروز (University of California, Santa Cruz) په پوهنتون کې پوروفيسره ده. د مارکس اصالت پلوې ډيويس د امريکا متحده ايالتونو د کمونيست ګوند اوږدمهاله غړې وه او د ديموکراسۍ او سوسياليزم لپاره د مراسلاتو کمېټو بنسټګره غړې وه. هغه د ټولګي، د ښځو او نارينه د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابروالي، نژاد او د متحده ايالتونو د بندخونې سيستم په اړه له لسو نه د زياتو کتابونو ليکواله ده.

انجيلا ډېويس
انجيلا ډېويس
انجيلا ډېويس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۶ جنوري ۱۹۴۴[۱]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه فیمینزم [۳]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډيويس چې د الاباما بېرمنګهم په يوه افریقايي الاصل امريکايي کورنۍ کې زېږېدلې ده، په Brandeis پوهنتون کې يې فرانسوي او د لويديځ جرمني په فرانکفورت پوهنتون کې يې فلسفه ولوستل. د فرانکفورت په ښوونځي کې د نامتو څېرې فيلسوف Herbert Marcuse تر لارښوونې لاندې زده کړې ډيويس په زياتېدونکي ډول په سياست کې بوخت کړه. مخکې له دې چې جرمني ته لاړه شي او د برلين په Homboldt پوهنتون کې دوکتورا بشپړه کړي؛ متحده ايالتونو ته په راګرځېدلو سره يې د سن ډېګو په پوهنتون کې زده کړې وکړې. وروسته له هغې چې متحده ايالتونو ته راغله، له کمونست ګوند سره يو ځای شوه او د ښځو او سړو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ غورځنګ د دويمې څپې او د ويتنام جګړې پر ضد د مبارزې په ګډون يې په يو شمېر سببونو ګډون وکړ. نوموړې په ۱۹۶۹ ز کې د لاس انجيلس کليفورنيا په پوهنتون (University of California, Los Angeles (UCLA)) کې د فلسفې څانګې د سرپرست مرستيال پروفيسرې په توګه وګومارل شوه. د ياد پوهنتون د مشرانو حاکم مديره پلاوي ډيويس په کمونيست ګوند کې د هغې د غړيتوب له امله ژر له دندې ګوښه کړه، چې وروسته محکمې دا عمل ناقانونه وګاڼه، مګر پوهنتون نوموړې يو ځل بيا د هغې د فساد اچوونکې ژبې [وينا] له امله ګوښه کړه.

په ۱۹۷۰ز کې د ډيويس ټوپکونه (وسلې) د کليفورنيا په Marin سيمه کې د محکمې د خونې په يوه وسله واله بريا کې کارېدلې وي، چې څلور تنه په کې وژل شوي وو. د وژنې د دسيسې په ګډون د درې مرکزونو جرمونو لپاره محاکمه شوې ډيويس له يو کال نه د زياتې مودې لپاره بندخونې ته واستول شوه، چې په ۱۹۷۲ ز کې له ټولو تورونو نه ازاده شوه. نوموړې د ختيځ ډلې هېوادونو نه په ۱۹۷۰ ز لسيزه کې ليدنه وکړه او د ۱۹۸۰ ز لسيزې پر مهال د هغه وخت د رياست مرستيالۍ لپاره دوه ځله د کمونست ګوند نومانده وه. هغې د سنفرانسسکو دولتي پوهنتون کې د نژادي زده کړو د پروفيسرې مقام هم تر لاسه کړ. د ډيويس ډېر کار د بندخونو په له منځه وړلو باندې تمرکز وکړ او په ۱۹۹۷ ز کې يې نيوکه کوونکی (انتقادي) مقاومت په ګډه رامنځته کړ. ياد مقاومت يوه اداره وه چې د بندخونې د صنعتي پېچلتيا د له منځه وړلو په موخه يې فعاليت کاوه. په ۱۹۹۱زکې د شوروي اتحاد د تجزيې پر مهال انجيلا په کمونست ګوند کې د يوې ډلې برخه وه، چې د ديموکراسۍ او سوسياليزم لپاره د مراسلاتو کمېټې رامنځته کېدو ته يې لاره هواره کړه. هغه په ۱۹۹۱ ز کې د Santa Cruz کليفورنيا په پوهنتون کې د فيمينسټ (د ښځو او نارينه وو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ) زده کړو د څانګې سره يو ځای شوه، چې په ۲۰۰۸ ز له تقاعد کېدلو نه وړاندې په کې د څانګې رئيسه شوه. له هغې نه له راوروسته راهيسې ډيويس ليکوالۍ ته ادامه ورکړې ده او لکه د اشغال (Occupy) او (پرېکون، سلب او تحريمونه (Boycott, Divestment and Sanctions: مبارزې په ګډون په خوځښتونو کې فعاله پاتې شوې ده.

ډيويس د شوري اتحاد د لينن سولې جاېزې په ګډون ګڼ انعامونه تر لاسه کړي دي. د سياسي تاوتريخوالي پر ملاتړ تورنې ډيويس د متحده ايالتونو د حکومت له لوړ پوړو کچو نه نيوکه کولو ته ادامه ورکړې ده. پر نوموړې باندې د شوروي اتحاد او د هغې د سپوږمکيو د ملاتړ له امله هم نيوکه شوې ده. ډيويس د ښځو د شهرت ملي سالون کې ګومارل شوې ده. په ۲۰۲۰ ز کې د ټايم مجلې د کال ۱۰۰ غوره ښځو په ليکه کې د ۱۹۷۱ ز «د کال ښځه» په توګه غوره شوه، چې له ۱۹۲۰ز نه د امريکا متحده ايالتونو کې د ښځو د سياسي او ټولنيزې برابرۍ راهيسې له ۱۰۰ کلونو نه د زياتې مودې يادګاري ښځې وټاکلې. په ۲۰۲۰ ز کې هغه د ټايم مجلې د نړۍ د ۱۰۰ تر ټولو اغېزناکو وګړو په لښتليک کې شامله وه. [۴][۵][۶][۷]

د ژوند لومړي وختونه سمول

انجيلا ډيويس د ۱۹۴۴ ز د جنوري په ۲۶ مه د الاباما په برمنګهم کې وزېږېدله. د هغې کورنۍ د Dynamite Hill په ګاونډ کې ژوند کاوه، چې هلته د ورکډه شويو منځني پوړ تور پوستو وګړو د ډارولو او له منځه وړلو په يوه هڅه کې د کورونو د بمبارولو په واسطه په ۱۹۵۰ ز سليزه کې په نښه شوی و. ډيويس کله ناکله د خپل کاکا په کرونده او د نيويارک ښار کې له خپلو ملګرو سره وخت تېراوه. د هغې په وروڼو او خويندو کې دوه وروڼه Ben او Reginald او يوه خور Fania شاملېږي. Ben د ۱۹۶۰ ز لسيزې په وروستيو او د ۱۹۷۰ ز لسيزې په لومړيو کې د (Cleveland Browns) او (Detroit Lions) لپاره دفاعي ملاتړ ولوباوه. [۸][۹][۱۰]

هغې د (Carrie A. Tuggle School) په نوم د تورپوستو په ځانګړي ښوونځي کې او وروسته په برمنګهم کې د Parker عالي لېسې د منځني ښوونځي څانګې Parker Annex کې شامله شوه. د دې وخت پر مهال د ډيويس مور (Sallye Bell Davis) يوه ملي افسره وه او د سويل تورپوست ځوانانو د کانګرس رهبرې تنظيموونکې وه. ياد کانګرس (پارلمان) له کمونست ګوند نه اغېزمن شوی سازمان و، چې په سويل کې يې د افريقايي الاصل امريکايانو تر منځ د ټولنو جوړولو موخه لرله. ډيويس د کمونست تنظيموونکو او مفکرينو په منځ کې لويه شوه، چې د هغې د روښانفکرۍ وده  یې په څرګند ډول اغېزمنه کړه. [۱۱]

ډيويس د خپلې کليسا ځوانانو په ډله کې د يوې کوچنۍ په توګه شامله شوه او د Sunday ښوونځی يې په باقاعده ډول ولوست. هغه د خپل زيات سياسي ګډون نسبت د امريکا د متحده ايالتونو د نجونو څارنو (مخبري کولو) کې خپل شموليت (ګډون) ته ورکوي. نوموړې په کلوروډا کې د نجونو د مخبرۍ د ۱۹۵۹ز ملي ناسته کې هم ګډون وکړ. د يوې مخبرې نجلۍ په توګه يې په برمنګهم کې د نژادي توپير لاريون تر سره او اداره کړ. [۱۲]

ډيويس په عالي ليسه کې د هغې د ټيت کال [ټولګي] له مخې د امريکايي ملګرو د خدمت کمېټې د تېزې خپرونې (American Friends Service Committee) له خوا منل شوې وه، چې د تور پوستو لپاره په سويل کې د ځانګړو ښوونځيو زده کوونکي يې په شمال کې ځای پر ځای کړل. ډيويس په ګرينويچ کلي کې د Elizabeth Irwin عالي ښوونځي غوره کړ. هلته د کمونست ځوانانو د يوې ډلې له خوا له وړاندې وګومارل شوه. [۱۳]

زده کړې سمول

برېنډيس پوهنتون Brandeis University سمول

ډيويس ته په (Waltham, Massachusetts) کې د برېنډيس پوهنتون يو سکالرشيپ ورکړل شو، چې هغه په کې په خپل ټولګي يو له درېيو تور پوستو زده کړيالانو نه وه. هغه د فرانکفورت ښوونځي له فيلسوف Herbert Marcuse سره په يوه غونډه کې د کيوبا راکټ کړکېچ (Cuban Missile Crisis) پر مهال مخامخ شوه او د هغه زده کوونکې شوه. د ۲۰۰۷ ز په يوه تلویزيوني مرکه کې نوموړې وويل: «Herbert Marcuse ماته رازده کړل، چې يو علمي شخص، يوه فعاله، يوه عالمه او يوه انقلابي اوسېدل شوني دي». ډيويس فرانسې او سويزرلېنډ ته د سفر کولو لپاره د بس (کافي) پيسو د ګټلو په موخه نيمه ورځ کار وکړ او په Helsinki کې يې د ځوانانو او زده کوونکو په اتم نړيوال جشن کې ګډون وکړ. هغه په ۱۹۶۳ ز کې د پلټنې يوې فدرالي ادراې سره د کمونست په ملاتړ جشن کې د هغې د شتون په اړه د مرکې لپاره بېرته کور ته راستنه شوه.[۱۴][۱۵]

په Brandeis پوهنتون کې د هغې د دويم کال پر مهال يې پرېکړه وکړه، چې په فرانسوي ژبه کې پوه شي او د فيلسوف او ليکوال Jean-Paul Sartre. نه يې خپلې پياوړې کوونکې متمرکزې زده کړې ته دوام ورکړ. هغه په فرانسوي څانګه کې Hamilton پوهنتون په ټيټ ټولګي يا کال کې ومنل شوه. ټولګي يې په لومړيو کې په Biarritz او وروسته په Sorbonne کې وو. ډيويس او نورو زده کوونکو په پاريس کې له يوې فرانسوي کورنۍ سره ژوند وکړ. نوموړې هغه وخت په پاريس کې وه، چې د ۱۹۶۳ ز برمنګهم کليسا بمبار په اړه يې زده کړل، چې د غړو له خوا تر سره شو او څلور تورپوستې نجونې په کې ووژل شوې. هغې په ژور ډول خواشيني ځکه وکړه، چې د پېښې له قربانيانو سره په شخصي ډول اشنا وه. [۱۵]

سرچینې سمول

  1. پیوستون : n50035485  — د نشر نېټه: ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۹ — خپرونکی: Library of Congress
  2. خپرونکی: Greenwood Publishing Group — ISBN 978-0-313-33429-0 او 978-0-313-04907-1
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20031014035 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. "The Radicalization of Angela Davis," Ebony, July 1971: n.p., Mag.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.