انا کوپر
انا جولیا هیووډ کوپر (د ۱۸۵۸ کال د اګسټ ۱۰مه – د ۱۹۶۴ کال د فبرورۍ ۲۷مه) یوه امریکايۍ لیکواله، روزونکې، ټولنپېژندونکې، ویناواله، د تور پوستانو د ازادۍ فعاله او د متحدو ایالتونو په تاریخ کې یوه وتلې افریقاييالاصله امریکایۍ عالمه وه.
انا کوپر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (انګلیسي: Anna Julia Haywood) |
پيدايښت | ۱۰ اگسټ ۱۸۵۸[۱][۲][۳] |
مړینه | 27 فبروري 1964 (106 کاله)[۱][۲][۴][۳] واشنګټن ډي سي |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
نسل | امریکی افریقی [۵][۶][۷][۸][۹] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال [۱۰][۱۱] |
کاروونکي ژبه(ي) | امریکايي انګرېزي |
سمول |
کوپر په ۱۸۵۸ کال کې د غلامۍ په حالت کې وزیږېده. د نړیوالې کچې زدهکړې یې وکړې او په علمي او ټولنیزو محفلونو کې یې د ځواک او برم ادعا وکړه. په ۱۹۲۴ کال کې یې د تاریخ په برخه کې له «سوبن پاریس» پوهنتون څخه دوکتورا ترلاسه کړه. کوپر څلورمه افریقاييالاصله امریکایۍ ښځه وه چې د دوکتورا سند یې واخیست. اغلې کوپر د واشنګټن ډي سي د افریقاييالاصله امریکايانو د ټولنې یوه مخکښه غړې او د الفا کوپا الفا ټولنې غړې هم وه.[۱۲][۱۳][۱۴]
کوپر د ټولنیزو علومو په برخو په ځانګړي ډول په ټولنپېژندنه کې ښکېله وه. لومړنی کتاب یې «له سوېله یو غږ: له سوېل څخه د یوې تور پوستې ښځې لهخوا» نومېده چې د تور پوستي فیمینېزم لومړنۍ چیغه بلل کېږي او کوپر ته «د تور فیمینېزم مور» لقب ورکوي.[۱۵]
ژوندلیک سمول
زدهکړې سمول
په ۱۸۶۸ کال کې چې کوپر ۹ کلنه وه، تحصیلي بورس یې ترلاسه کړ او په «رالي» کې یې په نوي جوړ شوي ښوونځي او مؤسسه «سنټ اګوسټین» کې زدهکړې پیل کړې. دغه ښوونیزه مؤسسه د کلیسا لهخوا په دې موخه جوړه شوې وه چې د غلامانو او د هغوی د کورنیو د زدهکړو لپاره ښوونکي وروزي. کشیش «برنټون» له کوپر سره د لګښتونو د مرستې لپاره هغې ته د تحصیلي بورس وړاندیز وکړ. د کوپر د ژوندلیک لیکوال «مارک ګیلز» وايي: "په سنټ اګوسټین کې د زدهکړو کچې له ابتدايي څخه تر لېسې پورې بېلابېلې وې چې د سوداګریزو مهارتونو زدهکړې هم په کې شاملې وې." په سنټ اګوسټین کې د ۱۴ کلنو تحصیلاتو په جریان کې کوپر ځان د یوې ځیرکې زدهکړیالې په توګه ثابت کړ چې هم یې په هنرونو کې خپله وړتیا وښوده او هم یې د ریاضیاتو او ساینس په څېر په تحلیلي برخو کې. دې چې کوم مضامین لوستل هغه «لاتین، فرانسوي او یوناني» ژبې، د انګلیسي ژبې ادبیات، ریاضیات او ساینسي علوم وو. که څه هم ښوونځي د ښځو لپاره یوه جلا برخه لرله چې «د ښځو کورس» نومېده او دولت په لوی لاس ښځې په لوړو کورسونو کې له زدهکړو څخه را ګرځولې، کوپر د خپلو تحصیلي وړتیاوو په ښودلو سره د هغو ځانګړو کورسونو د لوستلو لپاره مبارزه وکړه چې یوازې د نرینهوو لپاره وو. په دې دوره کې د سنټ اګوسټین د زدهکړو ټینګار پر دې و چې ځوان نرینه د منسټرانو یا راهبانو په توګه وروزي او په څلور کلنو پوهنتونونو کې یې لوړو زدهکړو ته چمتو کړي. په دې کې یو کس «جورج کوپر» و چې وروسته یې له دې سره واده وکړ، خو تر واده یوازې دوه کاله وروسته مړ شو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
کوپر د خپلې علمي وړتیا له امله وکولای شول چې د کوچنیو ماشومانو لپاره د خصوصي ښوونکې په توګه کار وکړي او دغه کار مرسته ورسره وکړه چې د خپلو زدهکړو لګښتونه هم چمتو کړای شي. اغلې کوپر د زدهکړو تر بشپړولو وروسته په دې مؤسسه کې د روزونکې په توګه پاتې شوه. په ۱۸۸۳-۱۸۸۴ ښوونیز کال کې یې د لاتیني او یوناني ژبو ادبیات، معاصر تاریخ، د لوړې کچې انګلیسي او موسیقي تدریس کړل. په ۱۸۸۴-۱۸۸۵ کال کې د علمي کادر په نوملړ کې نه ده شامله شوې، خو په ۱۸۸۵-۱۸۸۶ کال کې «د لاتیني او یوناني ژبو د ادبیاتو، بلاغات او نورو مضامینو» د ښوونکې په توګه په کې شامله شوې ده. د مېړه ژر مړینې هم ښايي د تدریس لپاره د اغلې کوپر له وړتیاوو سره مرسته کړې وي. که متاهله پاتې شوې وای، ښايي د کور د کارونو لپاره له پوهنتونه را ګرځېدلې وای.[۲۱]
اغلې کوپر د خپل مېړه تر مړینې وروسته په اوهایو کې «اوبرلین کالج» ته شامله شوه. دلته یې هغه تحصیلي کورس ولوست چې د نرینهوو لپاره ځانګړی شوی و او په ۱۸۸۴ کال کې ترې فارغه شوه. کالج هر زدهکړیال ته د درېیو ټولګیو د لوستلو اجازه ورکړې وه، خو دې هڅه کوله چې د درېیو پر ځای څلور ټولګي واخلي. اوبرلین د موسیقۍ په خاطر مشهور و او اغلې کوپر هم د همدې لپاره هلته ورغله، خو څنګه یې چې غوښتل هغسې یې د پیانو په ټولګیو کې ګډون ونهکړای شو. په ټولګیوالو کې یې نورې تور پوستې ښځې «ایډا ګیبس» چې وروسته یې نوم «هانټ» شو او «مري چرچ ټرل» هم وې. اغلې کوپر په اوبرلین کې د «LLS» غړې هم وه. دا د ښځو لپاره د هغو دوو ادبي ټولنو له ډلې وه چې منظم پروګرامونه یې لرل، مشهورو ویناوالو به ویناوې په کې کولې او سندرغاړي ورته راتلل. کوپر په «ویلبرفورس» کالج کې تر لنډو زدهکړو وروسته په ۱۸۸۵ کال کې بېرته «سنټ اګوسټین» ته را وګرځېده. بیا اوبرلین ته لاړه او په ۱۸۸۸ کال کې یې د ریاضیاتو په برخه کې ماسټري وکړه. په ماسټرۍ سره کوپر د لومړنیو دوو تور پوستو له ډلې شوه چې د ماسټرۍ سند یې واخیست. بله ښځه «مري چرچ ټرل» وه چې په همدغه کال یې ماسټري کړې وه. په ۱۸۹۰-۱۸۹۱ کلونو کې یې «د ښځو د لوړو زدهکړو» په اړه یوه مقاله خپره کړه چې په لرغونو ادبیاتو کې د ښځو د امتیاز په اړه وه، دې په خپلو بېلګو کې سقراط او سافو ته اشارې کړې وې او زدهکړو ته یې د لاسرسي په اړه خپلې لېوالتیاوې څرګندې کړې وې چې د دې را وروسته مسلکي مخینه یې وښوده.[۲۲][۲۳][۲۴]
مړینه سمول
کوپر د ۱۹۶۴ کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۷مه نېټه د په واشنګټن ډي سي کې د ۱۰۵ کلونو په عمر مړه شوه. د یادګار مراسم یې د شمالي کارولینا په «رالي» سیمه کې په «سنټ اګوسټین» کالج کې ترسره شول. دا هغه ځای و چې خپل علمي فعالیتونه یې په کې پیل کړي وو. اغلې کوپر د «رالي» ښار په هدیره کې د خپل مېړه تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه.
سرچینې سمول
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Anna-Julia-Cooper — subject named as: Anna Julia Cooper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6db8bc3 — subject named as: Anna J. Cooper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12083189p — subject named as: Anna Julia Cooper — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ subject named as: Anna Julia Haywood Cooper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Cooper, Anna Julia Haywood (1858?–27 February 1964), author, educator, and human rights activist — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0900197
- ↑ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
- ↑ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — خپرونکی: Greenwood Publishing Group — ISBN 978-0-313-33429-0 او 978-0-313-04907-1
- ↑ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
- ↑ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
- ↑ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — دوتنه: Lawson A. Scruggs — سرليک: Women of Distinction — خپرونکی: Lawson A. Scruggs
- ↑ Meta Warrick's 1907 “Negro Tableaux” and (Re)Presenting African American Historical Memory — دوتنه: W. Fitzhugh Brundage — ورځپاڼه: 89 — پاڼه: 1368–1400 — اعداد: 4 — نشرونه لخوا د: Journal of American History — https://dx.doi.org/10.2307/3092547
- ↑ Meta Warrick's 1907 “Negro Tableaux” and (Re)Presenting African American Historical Memory — سرليک: American Women Writers
- ↑ ""This Scholarly and Colored Alumna": Transcriptions of Anna Julia Cooper's Correspondence with Oberlin College". www2.oberlin.edu. د لاسرسينېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Evans, Stephanie Y. (2008). Black Women in the Ivory Tower, 1850–1954: An Intellectual History (په انګلیسي ژبه کي). University Press of Florida. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8130-4520-7. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Robbins, Hollis; Gates, Henry Louis, Jr., المحررون (2017). The Portable Nineteenth-Century African American Women Writers. New York: Penguin. د کتاب پاڼې 414. OCLC 951070652. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780143105992. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Foundations of African-American Sociology". Hampton University Department of Sociology. Hampton University. د اصلي آرشيف څخه پر March 6, 2017 باندې. د لاسرسينېټه March 5, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) From Melvin Barber; Leslie Innis; Emmit Hunt, African American Contributions to Sociology الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Anna Julia Cooper, 1858-1964". The Church Awakens: African Americans and the Struggle for Justice. The Archives of the Episcopal Church DFMS/PECUSA. 2008. د لاسرسينېټه August 26, 2016. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "George Washington Cooper". Geni. 2015. د لاسرسينېټه December 27, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ North Carolina Department of Cultural Resources. "Anna J. Cooper 1858-1964". د اصلي آرشيف څخه پر December 29, 2018 باندې. د لاسرسينېټه December 26, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Martin-Felton, Zora (2000). A Woman of Courage: The Story of Anna J. Cooper. Washington: Education Department, Anacostia Neighborhood Museum of the Smithsonian Institution. د کتاب پاڼې 14. OCLC 53457649. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Giles, Mark S. (Fall 2006). "Special Focus: Dr. Anna Julia Cooper, 1858–1964: Teacher, Scholar, and Timeless Womanist". The Journal of Negro Education. 75 (4): 621–634. JSTOR 40034662. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Catalogue of St. Augustine's Normal School, 1882–99. Internet Archive. Raleigh (N.C.): St. Augustine's Normal School and Collegiate Institute. 1899. د لاسرسينېټه March 23, 2016. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2017 باندې). Mrs. Anna J. Cooper.
- ↑ Gabel, Leona (1982). From Slavery to the Sorbonne and Beyond: The Life and Writings of Anna J. Cooper. Northampton, Massachusetts: Smith College. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87391-028-1. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 2017 باندې). Mrs. Anna J. Cooper.