آرنۍ غورنۍ پرانيستل
امان الله سيلاب ساپى

شهيد امان الله سيلاب "ساپی" د خدای بخښلي وکيل صاحب شهيد نصرالله خان "ساپي" زوى او دمرحوم مفتي عبدالغفور خان لمسى په 1312هـ ش کال د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په غازي کلي کې زيږيدلى و.

نيوليک

زده کړې

ده لومړني درسونه په خپل کلي او د کورنۍ په غيږ کې ولوستل او بيا د اخوند کلي په ښوونځي کې شامل شو. په 1325 ش کال يې ابتدايي زده کړې په دغه ښوونځي کې په بري پاى ته ورسولې. تر دې وروسته يې شپږ کاله خصوصي زده کړې وکړې. په دې خصوصي زده کړو کې يې د فقهې اصول، تفسير، حديث، صرف، نحو، بديع، بيان، قافيه، منطق او حکمت کتابونه ولوستل. امان الله سيلاب ساپی په 1331 هـ ش کال کې په کابل کې د قاضيانو مدرسې په دويم ټولگي کې شامل شو. بيا د همدې مدرسې له درييم ټولگي نه د عربي دارالعلوم نهم ټولگي ته ولاړ

دندې

په 1336 هـ ش کال کې يې دا دارالعلوم په بري سرته ورساوه او بيا يې د هېواد په دولتي ادارو کې په کار پيل وکړ. د ده لومړنۍ وظيفه د افغانستان د عدليې په وزارت کې وه. په دغه وزارت کې لــه څه وخت کار نه وروسته د افغانستان د ټولو ترانسپورت رياست ته ولاړ. د دې رياست په مربوطاتو کې يې هم د عمومي مديريت تر رتبې پورې کار وکړ. له دې رياسته د قبايلو د مستقل رياست مربوطاتو ته ولاړ. په دې رياست کې هم څه موده مصروف و. تر دې وروسته د راډيو افغانستان مربوطاتو ته لاړ او بيا د ژوند تر پايه پورې په راډيو کې پاتې شو.

ادبي ژوند

که څه هم سيلاب ساپي لــه پخوا نه په شعر ويلو پيل کړى و. په دار العلوم کې يې د زده کړې په دوران کې ادبي استعداد غزونې وکړې. کله يې چې په کار پيل وکړ شعر يې د پخواني او هنري تابه پړاوونه ووهل او چې کله په راډيو افغانستان کې کارته شامل شو د افغانستان په فرهنگي حلقو کې د يو هنرمند غزلبول شاعر په حيث پيژندل شوى و. په راډيو کې کار او ډراديو افغانستان په ادبي پروگرامونو کې برخې اخيستنې او د موسيقۍ لــه څپو سره د خوږ ژبو هنرمندانو په آوازونو کې دده د غزلو او ليريکو شعرونو خپرېدو د افغانستان او ورسره د نورو پښتنو په گڼو پرگنو او ولسونو کې دده له پيژندگلوۍ او شهرت سره زياته مرسته وکړه. سيلاب ساپی د راډيو د کار په دوران کې نه يوازې د يو شاعر ، بلکې د يو ليکوال، مبصر او لــه فرهنگي مسايلو سره د علاقمند په حيث د کابل او د افغانستان په نورو سيمو کې يوه پيژندل شوې څېره وه. ده دا وخت په پيښور او نورو ځايونو کې په فرهنگي او هنري غونډو کې برخه اخيسته. سيلاب ساپي دراډيو په څانگو کې د کار په دوران کې ځينې مشاعرې هم په کتابي شکل چاپ ته آماده کړې. (د اجمل په ياد مشاعره) او (د خيبر آواز) د ده د دغه ډول کارونو نمونې دي.

چاپي آثار

د سيلاب ساپي شعرونه او ترانې د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي وو د شپيتمو کلونو په دوران کې ښاغلى سيدجان ملال د سيلاب ساپي د غزلونو يوه مجموعه چاپ ته آماده او په کابل کې چاپ کړه.

مړينه

سيلاب ساپی د 1357 هـ ش کال د قوس په شپاړسمه د وخت د حاکمانو لــه خوا د هيواد پالنې او د پردو د غلامۍ نه منلو په تور ونيول شو او لــه وهلو، ټکولو او شکنجو وروسته يې د دهمزنگ محبس ته بوتلو، پنځه مياشتې يې په دې محبس کې تېرې کړې وې، تر دې وروسته يې بيا څوک په پته پوه نه شول او د 1358 هـ ش کال په جريان کې د وحشي کمونستانو له خوا شهيد شوى و.

باندنۍ تړنې