رخشانه (سندرغاړې)

مېرمن رخشانه (زوکړه ۱۳۱۹ لمريز لېږدي کال - مړینه د ۱۳۹۹ ل ل کال د مرغومي لومړۍ = ۱۹۴۰ زېږدي کال - د ۲۰۲۰ زېږدي کال د ډيسمبر ۲۱) يوه افغانه پښتو او پاړسي ژبې سندرغاړې وه.

مېرمن رخشانه

مخينه

جانا نه ځان ته غره نه شي + + + که ته مومند یې زه خیالي وزیره یمه

میرمن رخشانه چې آر نوم یې حمیده اصیل وو، پر ۱۳۱۹ لمريز کال په کوهدامن کې زېږېدلې وه. نوموړې د جنرال اصیل خان وزیري لور او په ټبر وزیره پښتنه وه. مور یې خدیجه طرزي نومیده او د افغانستان د خپلواکۍ د اتل اعلیحضرت امیر امان الله خان په وخت کې د موسیقۍ ښوونکې وه او نجونو ته یې موسیقي ورزده کوله. د مېرمن رخشانې مور خدیجه د موسیقۍ ښوونکې او خیاطه وه، ارمونیه یې غږوله او د موسیقۍ له راگونو سره اشنا وه. ښايي د مور اغېز يې وي چې رخشانې له ماشومتوبه له شعر او سندرو ویلو سره مینه درلوده.

هغه مهال افغان دودیزه ټولنه کې د مېرمنې لپاره سندرې ویل اسان نه وو. د رخشانې نورو خپلوانو او کورنۍ یې د دې له سندرو ویلو سره مخالفت کاوه، خو دا ورته تسلیم نه شوه او پلار یې هم ملاتړ وکړ. رخشانې په پیل کې د فروزان په نوم سندرې ویلې، خو وروسته په رخشانه مشهوره شوه. هغې د موسیقۍ پیل له زینب نندارې وکړ او ډېرې سندرې یې مشهورې دي.

مېرمن رخشانه پر ۱۳۴۰ او ۱۳۵۰ لمريزو کلونو د افغانستان یوه ډېره منلې او مشهوره سندرغاړې وه او د افغانستان راډیو کې یې نږدې شپږ سوه پښتو او دري سندرې ثبت کړې چې د راډيو افغانستان په ارشیف کې خوندی دی. هغې د پښتو ژبې له سندرغاړيو ارواښاد استاد اولمير، قمرگلې، عبدالحميد کندهاري سره هم گډې پښتو سندرې ويلې دي. نوموړې د افغانستان په لومړني فېلم «روزگاران» کې هم یوه سندره ویلې ده.

باید وویل شي، هغه وخت چې اروا ښاد استاد عبدالروف بېنوا د راډیو افغانستان سروال (رئیس) وو نو د رخشانې هنري نوم یې پر هغې کېښود. رخشانه د شهید داود خان د رژیم په وروستیو وختونو کې امریکا ته ولاړه او تر هغې ورځې وروسته یې د خپلو هنري هڅو او هلو ځلو سره خدای پاماني وکړه.

سندرغاړې رخشانې د پښتو شاعرانو او په هغو کې د ارواښاد شهید سیلاب ډیر شعرونه خپلو پښتو سندرو کې ویلي دي.

ویل کیږي چې یو ځل د مصر د هېواد نه یو کلتوري پلاوی افغانستان ته راغلی وو او کله چې میرمن رخشانې خپل کنسرت ورکړ نو د هغو دومره خوښ شو چې دې ته یې د مصر د نامتو سندرغاړې ام کلثوم لقب ورکړ.

د افغانستان ملي تلوېزون پخوانی مشر او طنز لیکوال هارون یوسفي وايي، مېرمن رخشانه دومره مشهوره وه چې د خپل وخت نږدې ټولو رسمي کلتوري سفرونو کې یې گډون درلود. اغلې رخشانې د خپلو هنري فعالیتونو او کنسرتونو د ورکولو لپاره د تاجيکستان، ازبکستان، چکوسلواکيا او ایران هېوادونو ته هم هنري سفرونه کړي دي.

د نوموړې پلار د پاچا امان الله خان ژباړن او د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې له هغه سره نږدې پاتې شو او تر مرگه پاچا تقاعد نه کړ. رخشانه یوازنۍ مېرمن وه چې د ښځو نهضت پر مهال یې د داود خان صدراعظمۍ پر مهال له سره څادري لرې کړه، له پلار سره سېنما ته ولاړه او وروسته یې مور هم همدا کار وکړ.

کډوال کېدل

رخشانه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته امریکا ته کډواله شوه او له نږدې څلوېښتو کلونو راهیسې هلته اوسېده.

مدني اکر او کورنۍ

رخشانه د حبیب، حمید، زبیر او مسعود په نومونو څلور زامن او د رویا په نامه یوه لور لري.


اخځليک

۱- د لیکوال لطيف ياد فېسبوک پاڼه.

۲- https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-55444531