الیس سټاکس پاول (جنوری ۱۱، ۱۸۸۵ ز- جولای ۹، ۱۹۷۷ ز) د کوېکر فرقې یوه امریکايۍ عیسوۍ، ښځو ته د رايې حق د ورکړې غوښتونکې، فیمینسټه او د ښځو د حقونو فعاله وه. هغه همدا ډول د امریکا اساسي قانون د نولسم تعدیل د کمپاین یوه له رهبرانو او سټراټيژيسټانو څخه وه. په دې تعدیل کې د رایې حق په تړاو جنیستي توپیري چلند منع شوی و. پاول د لوسي برنس او نورو سره په ګډه د ښځو د رایې حق حرکت (Woman Suffrage Procession) او خاموش ساتونکي (Silent Sentinels) تر نامه لاندې پیل کړل او د دوی همدا بریالي کمپاینونه و چې په پایله کې يې په ۱۹۲۰ز کال کې دا تعدیل تصویب شو. [۶]

الیس پاول
الیس پاول
الیس پاول

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ جنوري ۱۸۸۵[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 9 جولای 1977 (92 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک فیمینزم
د ښځو له خوا د رایو ورکولو حق   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (امریکايي انګرېزي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پاول د خپل فعالیت له امله ډېری مهال د پولیسو له تاوتریخوالي او نور فزیکي بد چلند سره مخامخ شوه، خو دې به يې تل په سوله ییزه توګه او هسکه غاړه ځواب وایه. هغه په ۱۹۱۷ز کال کې د سپینې ماڼۍ په مخ کې د خاموشو ساتونکو په مظاهرو کې د ګډون له امله تر ناوړه شرایطو لاندې زنداني شوه. وړاندې له دې هم، هغه په انګلستان کې د ښځو د رایې حق لپاره د خپلو هڅو له امله زنداني شوې وه.

له ۱۹۲۰ز کال وروسته، پاول د نیمې پېړۍ لپاره د ښځو ملي ګوند مشره وه او د امریکا په اساسي قانون کې يې د ښځو د مساواتو لپاره د مساوي حقونو تعدیل په چوکاټ کې مبارزه وکړه. دا تعدیل پاول او کریسټل اییسټمن په ګډه لیکلی و. هغې د حقوقو د عالمې پاولي موري سره په ګډه د ۱۹۶۴ز کال د مدني حقونو په قانون کې د خونديتوب لرونکې ډلې په توګه د ښځو د شمولیت اړوند ستره بریا ترلاسه کړه.

ماشومتوب، ځواني او زده کړې سمول

الیس سټاکس پاول د ۱۸۸۵ز کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه د لومړي ویلیام میکل پاول (۱۸۵۰-۱۹۰۲ز) او تېسي پېري پاول (۱۸۵۹-۱۹۳۰ز) په نامه موراو پلار څخه د نیوجرسي ایالت په ماونټ لاورېل ټاونشېپ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د خپلې مورنۍ نیا الیس سټاکس (۱۸۲۱-۱۸۸۹ ز)  او د ویلیام پېري د ښځې (۱۸۱۷-۱۸۸۸ز) سره همنامې وه. هغې د دویم ویلیام میکل پاول (۱۸۸۶-۱۹۵۸ ز)، هېلېن پاول شییرر (۱۸۸۹-۱۹۷۱ز) او پېري هېنس پاول (۱۸۵۹-۱۹۵۶ز ) په نامه خویندې او وروڼه درلودل. هغه د پنسلوانیا آیالت د کوېکر عیسوۍ فرقې د بنسټګر ویلیام پېن اولاده وه. د هغې پلرونه او نیکونه د انقلاب پر مهال د نیوجرسي آیالت د کارېسپاڼډېیس کمېټې (new jersey committee of correspondence) غړي او بیا په ۱۹مه پېړۍ کې د آیالت د مقننه قوې مشران تېر شوي دي. الیس پاول د لومړي ځل لپاره د ښځو د رایې حق خبره له خپلې مور څخه زده کړې ده. د پاول مور د امریکايي ښځو د رایې د حق د ملي انجمن (NAWSA) غړې وه او ځينې وخت به پاول هم د دې ټولنې غونډو ته ورسره تلله. [۷][۸][۹]

 
پاول او هېلېن ګارډنر  ۱۸۰۹-۱۹۱۵ ز

پاول د مورسټاون فرېنډز ښوونځي ولوست او په اعلی درجه ترې فارغه شوه. هغه په ۱۹۰۱ ز کال کې سوارتمور کالج ته ولاړه. د پاول نیکه د دې کالج له بنسټګرو څخه یو و. کالج ته د تګ تر څنګ، پاول د زده کوونکو د ادارې د اجرائیوي بورډ غړې هم وه او له همدې ځایه یې له سیاسي فعالیت سره مینه پیدا شوه. هغې په ۱۹۰۵ز کال کې له سوارتمور کالج څخه د بیولوژي په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. [۱۰]

پاول له فراغت څخه وروسته تر یوه حده د استادۍ د خلاصون په موخه د یوه کال لپاره په نیویارک ښار کې بېوزلو ته په جوړو شوو کورونو (Settlement House ) کې کار وکړ او د کالج د دې ډول کور په لاور ایسټ سایډ کې اوسېده. په دې کورونو کې فعالیت هغې ته ورزده کړل چې په امریکا کې د بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزې ته اړتیا شته او همدا وجه وه چې پاول ژر دې پایلې ته ورسېده چې د ټولنیز کار له لارې دا هدف نه ترلاسه کېږي. نو ځکه وایي: "زه په ډېر لږ وخت کې پوه شوم، چې زه به ټولنیزه کارګره نه وم، ځکه ما ولیدل چې ټولنیز کارکوونکې دې نړۍ ته ډېره ګټه نه وررسوي...څوک یوه حالت ته د ټولنیز کار له تغییر څخه نه شي ورکولای."[۱۱]

پاول د سیاسي علومو، ټولنپوهنې او اقتصاد د کورسونو له بشپړولو وروسته، په ۱۹۰۷ز کال کې د پنسلوانیا له پوهنتون څخه په هنرونو کې ماسټري واخیسته. هغې د ټولنیز کار ترسره کولو له لارې، د پیسو ګټلو تر څنګ د انګلستان د برمنهګم د ووډبروک کوېکر مطالعاتو په مرکز کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او او همدا ډول يې په برمنهګم پوهنتون کې د اقتصاد کلاسونه واخیستل. هغې په لومړي ځل د کرېسټېل پانکهورسټ وینا په برمنهګم کې واورېدله. وروسته چې هغه د لندن د اقتصاد په ښوونځي کې د ټولنپوهنې او اقتصاد د زده کړو لپاره لندن ته ولاړه، نو هلته د کرېسټابیل او د هغې د مور اېمېلین پانکهورسټ په مشرۍ د ښځو د ټولنیز او سیاسي اتحاد (WSPU) په نامه د ښځو د رایې حق غوښتونکې اورپکې ډلې سره یوه ځای شوه. په ۱۹۱۰ز کال کې له انګلستان څخه له راستنېدو وروسته، هغې د پنسلوانیا په پوهنتون کې په ټولنپوهنه کې د دوکتورا د اخیستلو لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. د هغې د دوکتورا د رسالې عنوان و: "په پنسلوانیا کې د ښځو حقوقي حالت". پاول په خپله رساله کې په پنسلوانیا آیالت او ټوله امریکا کې د ښځو د خوځښت پر تاریخ بحث کړی و او ټینګار يې دا و چې د ښځو د رایې حق د ننني عصر یوه کلیدي(مهمه) مسئله ده. [۱۲][۱۳]

پاول په ۱۹۲۲ز کال کې، وروسته له هغه چې د رایې حق مبارزه پای ته ورسېده، د امریکايی پوهنتون د واشنګټن د حقوقو کالج څخه په حقوقو کې لېسانس ترلاسه کړ. په ۱۹۲۷ز کال کې، هغې له امریکايي پوهنتون څخه په حقوقو کې ماسټري ترلاسه کړه او په ۱۹۲۸ز کال کې يې له همدې پوهنتون څخه په حقوقو کې دوکتورا ترلاسه کړه. [۱۴][۱۵]

 
الیس پاول په ۱۹۱۵ز کال کې

کاري ژوند سمول

بریتانیه سمول

الیس پاول په ۱۹۰۷ز کال کې،  په پنسلوانیا پوهنتون کې د ماسټري تر بشپړولو وروسته، انګلستان ته لاړه او هلته د بریتانیې د ښځو رایې حق په خوځښت کې په ژوره توګه ښکېله  شوه او په منظمه توګه به یې د ښځو د ټولنیز او سیاسي اتحاد په مظاهرو او لاریونونو کې ګډون کاوه. په برمنګهم پوهنتون کې د کرېسټېبل پانکهورسټ د "ژوند بدلوونکې" وینا له اورېدو وروسته، پاول پر دې خوځښت زړه بایلود. هغې لومړۍ په کوڅو کې د ښځو رایې حق خوځښت مجلې خرڅولې. د دې خوځښت سره دښمنیو ته په کتو، دا یوه ډېره سخته دنده وه او پاول ولیدل چې په دې خوځښت کې له ښکېلو ښځو سره څه ډول ناوړه چلند کېږي. دې تجربو او ورسره د پروفیسور بیتریس وېب درسونو پاول په دې قانع کړه چې ټولنیز کار او خیریه چارې نه شي کولای چې په ټولنه کې د اړتیا وړ ټولنیز بدلونونه رامنځ ته کړي: دا کار یواځې د ښځو لپاره د مساوي حقوقي حالت له لارې ترسره کېدای شي. [۱۶]

پاول په لندن کې د اوسېدو پر مهال، د یوه امریکايي فعال لوسي برنز سره هغه مهال ولیدل چې د بریتانيې د پولیسو په مرکز کې بندۍ وه. لوسي برنز وروسته لومړۍ په انګلستان او بیا په امریکا کې د هغې د رایې حق اړوند مبارزې په بهیر کې یوه ټینګه ملګری پاتې شوه. دې دوو مېرمنو په لنډ وخت کې د ښځو د مخکښ ټولنیز او سیاسي اتحاد باور ترلاسه کړ، غړیتوب ورکړل شو .د پروګرامونو د (برنامو) او کمپاین دفترونو په تنظیم کې يې برخه اخیستل پیل کړل. کله چې اېمېلین پانکهورسټ په سکاټلنډ کې د خپل خوځښت د پراخولو تکل وکړ، پاول او برنز ورسره د مرستیالانو په توګه ملې و.  [۱۷]

پاول د رایې حق د خوځښت د لید وړتیا د لوړولو په موخه، د بصري فصاحت او بلاغت د استعداد او فزیکي خطر ته د غاړې ورکولو له امله، په چټکۍ سره د ښځو د ټولنیز او سیاسي اتحاد د نورو غړو باور ترلاسه کړ.

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Alice-Paul — subject named as: Alice Paul — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rf5sfc — subject named as: Alice Paul — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6283941 — subject named as: Alice Stokes Paul — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: Alice Paul — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1500537
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Alice Paul — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=21603 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Baker, Jean H., "Placards At The White House," American Heritage, Winter 2010, Volume 59, Issue 4.
  7. "Alice Paul". National Women's History Museum. د لاسرسي‌نېټه January 10, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kahn, Eve M. "Group Seeks to Buy a Suffragist's Home", The New York Times, July 13, 1989. Accessed July 12, 2008. "The Alice Paul Centennial Foundation plans to buy the house in Mount Laurel, but first the organization must raise $500,000 by Sept. 8.... The 2½-story, stucco-clad brick farmhouse was built in 1840 and once overlooked the Paul family's 173-acre Burlington County farm, east of Camden. Miss Paul was born in an upstairs bedroom in 1885 and lived in the house until she left for Swarthmore College in 1901."
  9. "Who Was Alice Paul". Alice Paul Institute. مؤرشف من الأصل في September 9, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Paul, Alice Stokes". Social Welfare History Project. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Alice Paul in oral history compiled by Amelia Fry, Online Archive of California, quoted in کينډۍ:Harvp.
  12. Adams, Katherine; Keene, Michael (2008). Alice Paul and the American Suffrage Campaign. Urbana-Champaign: University of Illinois Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-252-07471-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Harvp
  14. "Honoring Alice Paul". Washington College of Law. د لاسرسي‌نېټه September 3, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. . Alice Paul Biography. Lakewood Public Library: Women in History.
  16. Adams, Katherine; Keene, Michael (2008). Alice Paul and the American Suffrage Campaign. Urbana-Champaign: University of Illinois Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-252-07471-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Atkinson, Diane (2018). Rise up, women! : the remarkable lives of the suffragettes. London: Bloomsbury. OCLC 1016848621. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781408844045. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)