مدني نافرماني

مدني نافرماني د یو وګړي لخوا د یوه دولت (یا هر بل مقام) له ځینو قوانینو، غوښتنو، امرونو او دستورونو څخه ښکاره او فعال انکار ته ویل کېږي. د ځینو تعریفونو په اساس، مدني نافرماني باید له تاوتریخوالي څخه تشه وي ترڅو «مدني» وګڼل شي. له همدې کبله، مدني نافرماني له سوله‌ییزو لاریونونو یا د عدم تشدد مقاومت سره برابرېږي.[۱][۲]

د ډېوېډ هنري توراو «د مدني حکومت پر وړاندې مقاومت» مقالې چې د هغه له مرګ وروسته د «مدني نافرماني» په توګه خپره شوه، دا اصطلاح په متحده ایالتونو کې دود کړه، که څه هم په خپله دا مفهوم له دې پخوا هم کارول شوی دی. دې ډېری رهبران وهڅول لکه په ۱۸۰۰م کال کې د متحده ایالتونو د ښځو د رایې د حق له خوځښت څخه سوزان بي آنتوني، په ۱۹۱۰مه لسیزه کې سعد زغلول چې په ۱۹۱۹م کال کې د بریتانیا د استعمار په وړاندې د مصر له پاڅون سره خپل اوج ته ورسېد، او ۱۹۲۰مې لسیزې په لړ کې مهاتما ګاندي په هند کې د بریتانیایي راج مارتین لوتر کینګ جونیور په وړاندې د هند د خپلواکي لپاره په خپلو لاریونونو کې او په ۱۹۶۰مې لسیزې کې په متحده ایالتونو کې د جېمز بیول د مدني حقونو د خوځښت په لړ کې د مدني نافرمانۍ مهم اړخونه شامل وو. که څه هم مدني نافرماني محکمه کې په ندرت سره د توجیه وړ ده، کینګ مدني نافرماني قانون ته د درناوي تمرین او نمایش په توګه ګاڼه: «هرڅوک چې یو قانون مات کړي او ضمیر یې ورته ووایي چې دا کار ناعادلانه دی او په خپله خوښه به زندان کې په پاتې کېدو سره خپله سزا ومني ترڅو د قانون د بې عدالتۍ په هکله د ټولنې ضمیر را ویښ کړي، په دې شېبه کې قانون ته ترټولو لوړ درناوی ښکاره کوي.»[۳][۴]

تاریخ سمول

د مدني نافرمانۍ لومړنی انځور د سوفوکل په آنتیګون ډرامه کې دی چې په هغه آنتیګونه کې، د تبس د پخواني پاچا یوه لور ادیپ، د تبس اوسني پادشاه کرئون څخه سرغړونه کوي، هغه کس چې هڅه کوي هغه خپل ورور پولینیس ته د مناسب تدفین له اجرا څخه منع کړي. هغې یوه هڅوونکې وینا وړاندې کړه چې په هغې که هغه ته وایي چې د اساسي قانون پرځای باید له خپل ضمیر څخه اطاعت وکړي. هغه هیڅکله هم له مرګ څخه چې هغه ګواښي (او په پایله کې ترسره کېدونکی دی) نه وېرېږي، خو وېرېږي چې که دا کار ونکړي د هغې ضمیر به هغه وځوروي.[۵]

د اتین دې لابوتي چې په خپل کار کې Discours de la Servitude volontaire ou le Contr'un (1552) کې وده وکړه همدارنګه د ډېرو مدني نافرمانیو خوځښتونو لخوا چې د داوطلبانه بندګي شورش څخه سرچینه اخلي، د خپلې مبارزې اساسي اوزار خپل ځان ته ځانګړي کړل. اتین دې لابوتي یو له لومړنیو کسانو وو چې د یوې رښتینې اغیزناکې وسلې په توګه یې د نه همکارۍ استراتېژي او په پایله کې د عدم تشدد نافرمانۍ بڼې سپارښتنه وکړه او نظر یې وړاندې کړ.

په بریتانیا کې له عالي انقلاب څخه مخکې، کله چې په ۱۶۸۹م کال کې د حقونو منشور مستند شو، وروستنی کاتولیک پاچا لرې کړی شو او ګډو نارینه او ښځینه پاچایان لوړ شول. د انګلیسي میډلنډ روښانتیا د هغه قانون د اعتراض لپاره چې غیرقانوني ګڼل کېده او وروسته یې د قانون پایلې زغملې، یوه لاره جوړه کړې وه. دې کار د هغو قوانینو پر غیرقانوني توب‌ ټینګار کاوه چې باور کېږي «الهي» سرچینه لري، هم «د پاچایانو الهي حقوق» او هم «د انسانانو الهي حقوق» او هم د هغو قهوانینو مشروعیت چې د انسانانو لخوا تصدیق کېږي.[۶][۷][۸]

په ۱۸۱۹م کال کې د پترلو له قتل عام څخه وروسته، شاعر پرسي شېلي د هماغه کال په وروستیو کې د ګډوډۍ ماسک سیاسي شعر ولیکه، چې له هغو انځورونو سره چې هغه تصور کاوه د هغه وخت د ناعادلانه واک له بڼو څخه وو پیل کېږي – او وروسته د ټولنیز عمل د نوې بڼې د هڅونې تصور کوي. د اشتون نیکولز په وینا، دا کېدای شي د تاوتریخوالي پرته د لاریون عصري اصل لومړنۍ بیانیه وي. دا نسخه د لیکونکي هنري ډېوېډ توراو لخوا په خپلې مدني نافرماني مقاله کې او وروسته بیا د ګاندي لخوا د ساتیاګراها په عقیده کې وکارول شوه. د ګاندي ساتیاګراها تر یو حده په لاریونونو او سیاسي اقدامونو کې د شېلي د عدم تشدد نظریې څخه اغیزمنه شوې او هڅول شوې وه. په ځانګړې توګه، دا ښکاره ده چې ګاندي به ډېری وخت د آزاد هند د کمپاین په وخت کې د شېلي د ګډوډۍ ماسک څخه خپلو لیدونکو ته نقل قول کاوه.[۹][۱۰][۱۱]

په ۱۸۴۹م کال کې د توراو د «مدني حکومت پر وړاندې مقاومت» تر اصلي سرلیک لاندې د مدني نافرمانۍ مقالې، پر وروستیو ډېرو مدني نافرمانیو باندې پراخه اغیزه لرلې ده. د دې مقالې ترشا هڅوونکی نظر دا دی چې اتباع له اخلاقي نظره مسئول دي ترڅو ځان له یرغلګرو څخه وساتي، آن هغه وخت کې چې داسې ملاتړ د قانون له مخې اړین هم وي. په دې مقاله کې، توراو د مکسیکو او آمریکا د جګړې او د غلامۍ پر ضد د اعتراضي کړنې په توګه د مالیاتو د نه ورکولو په هکله خپل لاملونه توضیح کړل. هغه ولیکل؛

که زه خپل ځان نورو کارونو او فکرونو کې وقف کړم، لومړی لږ ترلږه باید ووینم، هغوی د بل کس په اوږو نه څارم. زه باید اول په پښو شم ترڅو هغه هم خپل فکر کولو ته دوام ورکړي. وګورئ چې څومره لویه بې اتفاقي زغمل کېږي. ما اورېدلي چې زما ځینې هم ښاریان وايي: «زما خوښېږي چې له هغوی څخه وغواړم ترڅو ما ته امر وکړي چې د غلامانو د بغاوت په ماتولو کې ورسره مرسته وکړم، یا هم مکسیکو ته لاړ شم» او لا هم همدا خلک هریو، په مستقیم ډول له خپلې وفادارۍ سره، او په همدې ترتیب په غیر مستقیم ډول، لږترلږه له خپلو پیسو سره، یو بدیل چمتو کړی دی.

په ۱۸۵۰مه لسیزه کې، په متحده ایالتونو کې د لږکیو ډلو سلسلې: افریقایي امریکایان، یهودان، د اوومې ورځې باپتیستان، کاتولیکان، د ممانعت مخالفان، نژادي برابري غوښتونکي او نور – مدني نافرماني له قانوني کړنو او عمومي اقداماتو سره د مبارزې لپاره وکاروله چې د هغوی لپاره یې قومي، مذهبي او نژادي تبعیض ته وده ورکوله. د سیاسي واک په وړاندې عمومي او په ټوله کې سوله‌ییز مقاومت د امریکایي لږکیو د عصري حقوقو په سیاست کې د یو بشپړ سیاسي تاکتیک په توګه پاتې کېږي.[۱۲]

په ایرلنډ کې له ۱۸۷۹م کال له پیله ایرلنډۍ «ځمکنۍ جګړې» هغه وخت شدت وموند چې ایرلنډي نشنالیسټ رهبر، چارلیز استوارت پارنل، په Ennis کې په یوې وینا کې سپارښتنه وکړه چې له کرایه دارو، څوک چې هغه کروندې اخلي له کومو چې بل کرایه دار شړل شوی دی، سره د معاملې په وخت کې د تاوتریخوالي د بیارغونې پرځای دې، د سیمې ټول اوسېدونکي له هغوی څخه ډډه وکړي. د دې په تعقیب کاپیتان چارلز بایکوت، د ایرلنډ د کاونټي مایو سیمې د ځمکې د ورک مالک یو مامور، په ۱۸۸۰م کال کې د ایرلنډ هېواد اتحادیې لخوا تنظیم شوي ټولنیز عصبانیت په معرض کې واقع شو. بایکوت هڅه وکړه چې یوولس کرایه داران له خپلې ځمکې څخه وباسي. په داسې حال کې چې د پارنل وینا د ځمکې عواملو یا مالکانو ته اشاره نه کوله، دا تاکتیک د بایکوت لپاره هغه وخت کې چې د ایستلو په هکله غږونه راپورته شول، تطبیق شو. د هغو کسانو چې دا کار یې ترسره کاوه لپاره د لنډمهاله اقتصادي ستونزو سربېره، بایکوت ډېر ژر خپل ځان منزوي کړ – د هغه کارکوونکو په کروندو او اصطبلو کې او همدارنګه د هغه په کور کې کار ودراوه. سیمه‌ییزو سوداګرو له هغه سره سوداګري بنده کړه او ځایي پوسته رسان د پوستونو له تحویل څخه ډډه وکړه. دې خوځښت په ټول ایرلنډ کې وده وکړه او د بایکوت اصطلاح یې رامنځته کړه او بلآخره د قانوني اصلاحاتو د رامنځته کېدو او د ایرلند د خپلواکي د ملاتړ لامل شوه.[۱۳]

سرچينې سمول

  1. Violent Civil Disobedience and Willingness to Accept Punishment, 8, Essays in Philosophy, June 2007, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جون ۲۰۱۰ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۵ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. John Morreall (1976), "The justifiability of violent civil disobedience", Canadian Journal of Philosophy, 6 (1): 35–47, doi:10.1080/00455091.1976.10716975, JSTOR 40230600, S2CID 152691269 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Steven L. Emanuel (January 2007), Criminal Law, Aspen, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780735558182 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Brooks, Ned. "Meet The Press: Martin Luther King, Jr. on the Selma March". NBC Learn. NBCUniversal Media. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sophocle's Antigone Archived 11 May 2011 at the Wayback Machine., Project Gutenberg, F. Storr translation, 1912, Harvard University Press
  6. Douglas R. Burgess, Jr., The Politics of Piracy: Crime and Civil Disobedience in Colonial America (University Press of New England, 2014). کينډۍ:ISBN
  7. Jack Greene, "Empire and Identity from the Glorious Revolution to the American Revolution", in P.J. Marshal, ed., Oxford History of the British Empire, vol. 2 (Oxford University Press, 2001), 208–30
  8. Greene, Jack. Negotiated Authorities: Essays in Colonial Political and Constitutional History (Charlottesville: Univ. Press of VA, 1994).
  9. [۱] Archived 5 January 2011 at the Wayback Machine.
  10. Thomas Weber, Gandhi as Disciple and Mentor, Cambridge University Press, 2004, pp. 28–29.
  11. Weber, p. 28.
  12. Volk, Kyle G. (2014). Moral Minorities and the Making of American Democracy. New York: Oxford University Press.کينډۍ:Page needed
  13. Marlow, Joyce (1973). Captain Boycott and the Irish. André Deutsch. د کتاب پاڼي 133–142. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-233-96430-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)