د امریکا په متحده ایالاتو کې د مېرمنو د رایې ورکولو حق

مېرمنو د امریکا په متحده ایالاتو کې د رایو ورکولو  حق د نیمې پېړۍ څخه اوږدې دورې په تېرولو ترلاسه کړ، په لومړي پړاو کې په یو شمېر ایالاتونو او ځینو سیمو کې، کله هم په محدود ډول خو په ۱۹۲۰ کال کې یې په ملي ډول ورته لاسرسی وموند.

رایو ورکولو ته د مېرمنو د لاسرسي اړوند هڅې په ۱۸۴۰مه لسیزه کې د مېرمنو د حقونو د پراخ خوځښت له خوا پیل شوې. په ۱۸۴۸ کال کې د مېرمنو د حقونو لومړی کنوانسیون چې د سینچا فالس کنوانسیون Seneca Falls Convention په نوم یادېده سره له دې چې ددغه کنوانسیون د یو شمېر مدیریت کوونکو له مخالفت سره چې په نظر یې ددوی نظریه ډېره افراطي او سخت دریځه وه، بیا هم د مېرمنو له خوا د رایو ورکولو د حق په برخه کې پرېکړه لیک صادر کړ. ورته مهال په ۱۸۵۰ کال کې د مېرمنو د حقونو د ملي کنوانسیون د دریځ او غوښتنو تر ټولو مهمه برخه د رایې ورکولو حق وو.[۱][۲]

په ۱۸۶۹ کال کې د رایو ورکولو د حق لومړنی ملي سازمان هغه مهال جوړ شو چې په خوا کې یې دوه رقیب سازمانونه هم جوړ شوي وو، چې د یوه مشري  سوزان بی آنتوني Susan B. Anthony او الیزابت کادی ستانتون Elizabeth Cady Stanton  او د بل مشري یې لوسي سټون Lucy Stone او فرانسیس الن واتکینز هارپر Frances Ellen Watkins Harper پر غاړه لرله. له کلونو رقابت وروسته دغه دواړه سازمانونو په ۱۸۹۰ کال کې سره یوځای او د امریکايي مېرمنو د رایې ورکولو د حق غوښتنې د اتحادیې National American Woman Suffrage Association (NAWSA) په نامه د انتوني تر رهبرۍ لاندې اتحادیه جوړه کړه.[۳]

ملي تاریخچه

سمول

د رایې ورکولو لومړني فعالیتونه

سمول

لیدیا تافت(۱۷۱۲- ۱۷۷۸)، مالداره کونډه ښځه ،کومه چې اجازه یې ترلاسه کړه په کال ۱۷۵۶ کې د ماساچوستس د آکسبریج په ښاري غونډه کې رایه ورکړي. د استعمار په دغه دوران کې د بل هېڅ یوې ښځې رایه نه ده ثبت شوې.[۴][۵]

د نیوجرسي اساسي قانون په ۱۷۷۶ کال کې ټولو هغو بالغ اوسېدونکو ته د رایو ورکولو حق ورکړ، کوم چې یوه ټاکل شوې کچه ملکیت به یې په واک کې درلود. په ۱۷۹۰ او ۱۷۹۷ کلونو کې د تصویب شوو قوانینو له مخې رایې ورکونکي د (هغه او هغې) په ضمیر یادېدل یعنې ښځو کولای شول په منظمه توګه رایه ورکړي. خو له دې سره په ۱۸۰۷ کال کې هغه قانون تصویب شو چې له مخې یې ښځو نشو کولای د ایالت په کچه رایه ورکړي.[۶]

کنتاکی بیا د امریکا له داخلي جګړې مخکې په ایالتي کچه د ښځو د رایې ورکولو د حق لرلو لومړنی قانون تصویب کړ(هغه مهال چې نیوجرسي په ۱۸۰۷ کال کې د ښځو د رایو ورکولو حق لغو کړ). په ۱۸۳۸ کال کې هرې ښځې، کونډې ښځې یا هغې ښځې چې له قانوني پلوه یې د کور مشري پر غاړه لرله او له ۲۱ کلونو پورته هغه ښځو چې خپل ملکیت یې درلود او د تکس ورکولو نوي سیستم ته برابر وو رایه ورکولی شوه. دا په داسې حال کې وو چې د رایو ورکولو دغه حق یوازې سپین پوستو ښځو ته نه وو ځانګړی شوی.[۷][۸]

د ملي شورا لپاره لومړنۍ نومانده ښځه

سمول

دې ته په پام چې ښځو نشو کولای رایه ورکړي د ملي شورا د څوکۍ لپاره د یوې ښځینه کاندی کېدل ډېر جالبه کار وو، الیزابت کادی ستانون لومړنۍ ښځه وه چې په ۱۸۶۶ کال کې یې ځان د امریکا کانګرس ته کاندید کړ. په ۱۸۷۲ کال کې ویکتوریا وودهل سیاسي ګوند جوړ کړ او ځان یې د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو ته کاندید کړ په داسې حال کې چې هغه په شرایطو برابره نه وه ځکه لا ۳۵ کلنه شوې نه وه.[۹][۱۰]

په ۱۸۸۴ کال کې بیلوا ان لاک ووډ، لومړنۍ ښځینه وکیله چې د امریکا په ستره محکمه کې یې دوسیه مخکې وړله، او د امریکا د جمهوري ریاست لپاره یې پام وړ کمپاین وکړ. نوموړې وړاندې له دې چې باخبره اوسي د کلیفورنیا ایالات د یوه سیاسي ګوند له خوا چې د ایکول رایټ په نوم یادېده نومانده شوې وه. لاک وود د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د ښځو د رایې ورکولو له حق او نورو حقونو په کلکه دفاع کوله او لږ تر لږه د ځینو مشهور رسنیو له خوا په محترمانه ډول یې کمپاین تر رسنیز پوښښ لاندې نیول کېده. نوموړې خپل کمپاین د ټکټ ورکولو له لارې تمویل کاوه پداسې حال کې چې د ښځو د حقونو څخه مدافع دواړو ډلو اوسا(AWSA)او ناوسا(NWSA) له جمهوري غوښتونکو کاندیدانو خپل ملاتړ اعلان کړی وو، نه له لاک ووډ څخه.[۱۱][۱۲]

د نوې ښځو اصطلاح

سمول

د نوې ښځې اصطلاح د ۱۹ مې پېړۍ په پای کې رامنځته شوه څو د ښځو، په ځانګړې توګه د ځوان نسل خپلواکې چارې په ښه بڼه څرګندې کړي. د یو څېړونکي په وینا،"د نوې ښځې اصطلاح د فیمینسم په منځ ته راتلو او همدارنګه د رایو ورکولو د حق لاسته راوړلو لپاره د هڅو، ټولیز کلتور، لګښت لرلو او په اسانه ډول د جنسیت بیان کولو وروسته کوم چې د ۲۰ مې پېړی په لومړۍ لسیزه کې مطرح شوي وو، تړاو لري. "[۱۳]

په عامه چاپېریال کې د ښځو ونډه په بېلابېل ډول څرګنده شوه. د ۱۸۹۰ مې لسیزې په وروستیو کې د ښځو له لوري د بایسکل کارول یوه نوې چاره وه کوم چې د ښځو د لا زیات تحرک څرګندویي یې کوله او همدارنګه یې هغه دودیزو افکارو ته پای ټکی کېښود کوم چې د ښځو د ناتواني او ماتې منلو اړوند وو. د سوزان بی انتوني په وینا بایسکل"په نړۍ کې د بل هرڅه په پرتله د ښځو په خپلواک کولو کې ډېره مرسته کړې". د الیزابت کادی ستانتون په وینا" ښځې د رایو ورکولو د حق اخیستو لپاره بایسکل چلوي". [۱۴] [۱۵]

فعالینو د رایو ورکولو د حق اخیستو په موخه په هر ډول غونډو یا کمپاینونو کې چې ځینو ان هغه”غیر دوستانه یا ناسم“ ګڼل ګډون کاوه لکه د لاریون کولو په تمثیل، د سرک غاړې د صابون په کارتنونو وینا کولو. په ۱۹۱۲ کال کې په نیویارک کې د رایو ورکولو حق غوښتونکو د ۱۷۰ مایلو په اوږدو ”البانی ته د پلي تګ“۱۲ ورځنۍ کمپاین پیل کړ څو نوي والي ته خپل د رایې ورکولو د حق غوښتنې پیغام ورسوي.په ۱۹۱۳ کال کې حق غوښتونکو د”هدسن د پوځ“تر نامه لاندې د ۲۵۰ مایل په اوږدو له نیویارک څخه تر واشنګټن پورې ۱۶ ورځنی مارش وکړ، چې په ملي کچه ورته تبلیغ وشو.[۱۶]

د رایې ورکوونکو په شمېر کې بدلون

سمول

له دې سره چې په ۱۹۲۰ کال د جنسیت له مخې د نظر پوښتنو پر وړاندې محدودیتونه غیر قانوني اعلان شول، خو ښځو تر ۱۹۸۰ کال پورې د نارینه وو په شمېر د رایو صندوقونو ته مخه ونکړه. هغه اصطلاح چې په عام ډول په دولت کې د مساوي حق لرلو لپاره کارول کېده لکه د هیندارې انعکاسي ښوول. په دولت کې د جنسیت برابروالی باید په ټولنه کې هم د هماغه ځانګړي جنسیت له سهم سره برابر وي. له ۱۹۸۰ څخه راپیل تر اوسه ښځې د نارینه وو د شمېر له سلنې سره برابر او یا له هغو زیات ګډون کوي. په رایه ورکولو کې د نارینه او ښځینه وو ترمنځ دغه تفاوت په رایه ورکولو کې د جنسیتي توپیر په نوم یادېږي. د سیاست په ډګر کې د رایو ورکوونکو ترمنځ دغه توپیر د نوماندانو د کمپاین تر څرنګوالي او د تبلیغ له ډول سره اړیکه لري.       

په استازولیواو دولتي پروګرامونو کې بدلونونه

سمول

وروسته له هغه چې ښځو د رایو ورکولو حق ترلاسه کړ، په کانګرس کې له ۱۹۲۰ کال وروسته د ښځو ونډه په تدریجي ډول او په ځانګړي ډول له ۱۹۸۱ کال وروسته په دوامداره توګه زیاته شوه. نن ورځ ښځې په مخ پر ودې بڼه سیاست د دندې په توګه تعقیبوي. په ایالتي او ملي کچه، ښځو حساسو جنسیتي موضوعاتو، جنسیتي مساوات او د ماشومانو حقونو ته پام اړولی. په سیمه ییزه کچه په دولت کې د ښځو ونډه لوړه شوې.

په ۱۹۷۲ کال کې، شیرلی چیشلم لومړنۍ ښځه وه چې د امریکا په دیموکرات ګوند کې د ولسمشرۍ څوکۍ د نوماند په توګه غوره کېدو ته یې ځان نومولی وو.

په ۱۹۸۴ کال کې، جرالدین فرارو لومړنۍ ښځه وه چې د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر د مرستیالۍ څوکۍ ته نومانده وه.

په ۲۰۱۶ کال کې، هیلري کلینټن ولسمشریزو ټاکنو ته لومړنۍ نومانده ښځه وه چې د یو مهم او لوی ګوند له خوا نومانده شوې وه.

په ۲۰۱۹ کال کې، له هرو ۱۰۰ سناتورانو څخه ۲۵  او له ۴۳۵ نورو استازو څخه ۱۰۲ یې ښځې وې. دغو شمېرو په نړیواله بڼه د هغو منځنۍ کچه ښودله، په ۲۰۱۸ کې په ملي کچه د پارلمان نږدې نیمایي شمېر استازې ښځې وې.[۱۷][۱۸]

په ۲۰۲۱ کال کې د ولسمشر مرستیالې کامله هریس وروسته له هغه چې د ولسمشر جوبایدن په څنګ کې یې خپله څوکۍ وګټله د امریکا د تاریخ په اوږدو کې د ښځو لپاره تر ټولو لوړ مقام خپل کړ.

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Marion, Nancy E.; Oliver, Willard M. (2014). Drugs in American Society: An Encyclopedia of History, Politics, Culture, and the Law (in انګليسي). ABC-CLIO. p. 963. ISBN 9781610695961.
  2. Burlingame, Dwight (2004). Philanthropy in America: A Comprehensive Historical Encyclopedia (in انګليسي). ABC-CLIO. pp. 511. ISBN 9781576078600.
  3. "The 19th Amendment". National Archives. May 16, 2019. بياځلي په May 31, 2019.
  4. Chapin, Judge Henry (1881). Address Delivered at the Unitarian Church in Uxbridge, 1864. Worcester, Massachusetts. p. 172.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  5. Johanna Neuman, And yet they persisted: how American women won the right to vote (2020) p. 1 excerpt
  6. Wellman (2004), p. 138
  7. "An Act to establish a system of Common Schools in the State of Kentucky, Chap. 898, Sec. 37". Acts of the General Assembly of the Commonwealth of Kentucky, December Session, 1837. Frankfort: A.G. Hodges State Printer. 1838. p. 282. بياځلي په 25 January 2018.
  8. "Kentucky and the 19th Amendment", National Park Service article. Retrieved 2021-02-27
  9. Ginzberg (2009), p. 120
  10. McMillen (2008), pp. 190–91
  11. McMillen (2008), p. 218
  12. Norgren, Jill (2007). Belva Lockwood: The Woman Who Would Be President, pp. x, 124–142. New York: New York University Press. ISBN 0-8147-5834-7. Lockwood ran for president again in 1888.
  13. Rabinovitch-Fox, Einav (August 2017). "New Women in Early 20th-Century America". Oxford Research Encyclopedia of American History. Oxford Research Encyclopedias. doi:10.1093/acrefore/9780199329175.013.427. ISBN 978-0-19-932917-5. بياځلي په May 28, 2020.
  14. New York World, February 2, 1896, quoted in Harper (1898–1908), Vol. 2. p. 859
  15. Quoted in Schultz (2013), p. 33
  16. Schultz (2013), p. 30
  17. "Current Numbers". Center for American Women and Politics. بياځلي په August 19, 2019.
  18. "Women in National Parliaments". ipu.org. Inter-Parliamentary Union.