الګرنون سیدني

الګرنون سیدني (د ۱۶۲۳ ز کال  د جنوري له ۱۵- د ۱۶۸۳ ز ز کال  د ډسمبر تر ۷) یو انګلیسي سیاست پوه، د جمهوري غوښتونکي ګوند سیاسي نظرخاوند او ډګروال ؤ.  هغه چې د لانګ پارلمان د منځنۍ برخې غړی او د انګلستان د پاچا لومړي چارلز د محکمې مامور ؤ، د پاچا د اعدام مخالفت یې وکړ. وروسته سیدني د دویم چارلز په وړاندې په دسیسه جوړولو تورن شو، تر یوه حده د هغه ترټولو مشهور کار، د حکومت په اړه د خبرو اترو له امله، چې څارنوال د هغه په محاکمه کې د شواهدو په توګه وکارول. هغه د خیانت په تور اعدام شو. سیدني له خپلې مړینې وروسته د "ویګ وطنپال - اتل او شهید" په توګه یې درناوی وشو. [۹]

الګرنون سیدني
الګرنون سیدني
الګرنون سیدني

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۵ جنوري ۱۶۲۳
مړینه 7 ډيسمبر 1683 (60 کاله)[۱][۲][۳][۴]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
نظربندۍ مقام د لندن برج   ويکيډاټا کې (P2632) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت انګلستان پاچايي [۵][۴][۶]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ډیپلوماټ [۴][۶]،  سياستوال [۷][۵]،  ليکوال [۸][۴]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه [۴]  ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۲][۴][۶]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

د الګرنون سیدني آثار د معاصر جان لاک آثارو تر څنګ، د لویدیځ فکر بنسټ ګڼل کېږي. د حکومت په اړه خبرې اترې د سیدني د ژوند په بیه پرېوتې. خو هغه نظرونه  یې چې وړاندې کړل ژوندي پاتې شول او بالاخره په انګلستان کې د شانداره انقلاب او د متحده ایالاتو په رامنځته کېدو سره خپل اوج ته ورسېدل. سیدني د دې نظرونو لکه محدود حکومت، د خلکو داوطلبانه رضايت او د فاسد حکومت د بدلون یا له منځنه وړلو لپاره د اتباعو حق په وړاندې کولو سره په مستقیمه توګه د پاچاهانو د الهي حق له تیورۍ سره مخالفت وکړ. د هغه اثر، د حکومت په اړه خبرې اترې، د "امریکا د انقلاب کتاب" په نوم یادېږي.   [۱۰]

لومړنی ژوند  

سمول

د سیدني پلار رابرټ سیدني، د لیسټر دوهم ارل (شهزاده)، د جان ډاډلي د نارثمبرلنډ لومړي ډوک لمسۍ او د سر فیلیپ سیدني د وراره زوی ؤ. مور یې ډوروثي پېرسي، د هنري پېرسي، د نارثمبرلنډ نهم ارل لور وه. سیدني د لندن په بینارډ ماڼۍ کې زیږېدلی او د کنټ په پینشورسټ ماڼۍ کې لوی شو. مور یې د ۱۶۳۶ ز کال  په نومبر کې خپل خاوند ته لیک ولیکه، دا چې هغې اوریدلی چې د دوی زوی "د هغه ټولو ځانګړتیاو په پار چې له ستاسو څخه په ارث وړې دي ... د ډېر زیات ذکاوت او د طبیعت د زیات خوږوالي لپاره ډېر ستایل کېږي ".  [۹]

د انګلستان کورنۍ جګړه او جمهوریت  

سمول

سره له دې چې مخکې یې ژمنه کړې وه چې یوازې "نهایت اړتیا به ما په انګلستان کې وسلو اخیستو ته اړ کړي"، سیدني د ختیځې ټولنې په اردو کې خدمت وکړ، د منچسټر د ارل د آسونو د کنډک (سپاره نظام) ډګرمن وټاکل شو. هغه په ۱۶۴۴ ز کال  کې د مارسټون مور په جګړه کې وجنګېد، چې هلته یوه ناظر لیکلي: "ډګروال سیدني زما د لارډ منچسټر د آسونو د کنډک په سر کې په ډېرې زړورتیا سره حمله وکړه او د ډېرو ټپونو سره چې هغه د ویاړ ریښتینې نښې وې، بریالی شو". وروسته کله چې دغه کنډک نیو ماډل اردو ته واستول شو، د دې  کنډک ډګروال وټاکل شو، خو د ناروغۍ له امله له دې ټاکنې تېر شو.    [۱۱]

سیدني په ۱۶۶۵ ز کال  کې د کارډیف لپاره د لانګ پارلمان غړی وټاکل شو، چې هلته یې د پاچا لومړي چارلز سره د جوړجاړي مخالفت وکړ. هغه د منځلارو له تصفیې سره  چې د رامپ پارلمان یې جوړ کړی ؤ، مخالفت وکړ. سر دې چې سیدني د چارلز د محاکمې د مامور ؤ، د پاچا د اعدام کولو له پرېکړې سره یې مخالفت وکړ، ځکه په دې باور ؤ چې د دې پرېکړې مشروعیت او حکمت مشکوک دی. هغه د خپل نظر په توضیح کې وویل:   [۱۱]

لومړی دا چې: پاچا د هېڅ محکمې له خوا محاکمه کېدای نه شي، دوهم دا چې هېڅ سړی د دې محکمې له خوا نشي محاکمه کېدای. دا بېهوده ادعاوې دي او کرامویل د دې رسمي کلیمو (زه تاسو ته وایم، موږ به د هغه سر له تاج سره پرې کړو) په کارولو سره، زه ... سمدلاسه له کوټې څخه ووتم او بېرته راستون نه شوم.   [۹]

سیدني په ۱۶۴۹ ز کال کې خپل نظر بدل کړ او د پاچا اعدام یې "تر ټولو عادلانه او زړور عمل ... چې تر اوسه په انګلستان یا هر بل ځای کې ترسره شوی" اعلان کړ.   [۹]

وروسته له هغه چې یوه لایحه معرفي شوه چې ټاکنې به ډېرې آزادې کړي، په ۱۶۵۳ ز کال  کې د کرامویل پوځ پارلمان ته د هغه د منحل کولو لپاره د ننه شوه ، سیدني د جرګې څخه وتل رد کړل، تر هغه چې په فزیکي حذف باندې وګواښل شو. هغه کرامویل یو ظالم وباله.  [۱۲]

سیدني د تقاعد په وخت کې دومره زړور ؤ چې د جولیوس سزار د اجرا په ترسره کولو او د برتوس رول په لوبولو سره يې د لارد ساتونکی یا Lord Protector غوسه راوپاوره. هغه د یو مودې لپاره د لوسي والټر چې وروسته د دویم چارلس د معشوقه شوه، عاشق ؤ. سیډني د انګلستان د ملي ګټو (د سټوارټ کورنۍ د نظامي ناکامۍ د سابقې برعکس) لپاره جمهوریت کلک لټوونکی بله، د حکومت په اړه د خبرو اترو په خپل اثر کې یې لیکلي:  

... په هغو کسانو کې چې په رأس کې وو، همداسې ځواک، حکمت او صداقت ؤ او یوازې د وړتیاوو پر بنسټ د افرادو په ټاکلو کې د دوی کوښښونو داسې بریا ور په برخه کړه، چې په دوو کلونو کې زموږ بېړۍ د ځمکني پوځ په څېر مشهورې شوې؛ زموږ د ملت شهرت او ځواک د هغه وخت په پرتله ډېر لوړ شو چې موږ د فرانسې نیمه ښه برخه په واک کې درلوده او د فرانسې او سکاټلنډ پاچاهان زموږ بندیان وو. د اروپا ټولو دولتونو، پاچاهانو او واکمنانو، د تسلیمۍ له وجهې نه، بلکې په ډېر درنښت زموږ سره ملګرتیا غوښتله؛ روم د سویډن د لوی پاچا په پر تله، چې د سلو زرو کسانو سره په ایټالیه باندې یرغل ته چمتو ؤ، له بلیک او د هغه د بېړیو څخه ډېره وېره درلوده.  

سرچينې

سمول
  1. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p2566.htm#i25656 — subject named as: Algernon Sydney — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12295784n — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
  3. Kindred Britain ID: http://kindred.stanford.edu/#/kin/full/none/none/I2899 — subject named as: Hon. Algernon Sidney — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ Kindred Britain ID: http://kindred.stanford.edu/#/kin/full/none/none/I2899 — subject named as: Hon. Algernon Sidney — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپور کړی: Granat Encyclopedic Dictionary Invalid <ref> tag; name "c9c0755cb2294dbab2fe2a81934828616dd8e3a3" defined multiple times with different content
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپور کړی: Small Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Second Edition. Volume 2, 1909 Invalid <ref> tag; name "2a3b16a3409bfb49361cc7c1e00ba9dd3f71e7ab" defined multiple times with different content
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپور کړی: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume XXIXа, 1900 Invalid <ref> tag; name "855d515908471e6754cc83efe0b6e413c89462ac" defined multiple times with different content
  7. http://www.timelines.ws/1661_1699.HTML
  8. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ Scott 2008.
  10. Robbins 1947.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ West 1996، م. xxix.
  12. West 1996، م. xxx.