الکساندر فلمېنګ

الکساندر فلمېنګ
(انګلیسي: Alexander Fleming د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الکساندر فلمېنګ

د شخص معلومات
پيدايښت ۶ اگسټ ۱۸۸۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه 11 مارچ 1955 (74 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت بريتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده طبیب  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ايميونولوژي  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی لندن پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
الکساندر فلمېنګ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سر الکساندر فلمېنګ (د ۱۸۸۱ کال د اګسټ ۶مه - د ۱۹۵۵ ز د مارچ ۱۱مه) سکاټلنډی ډاکتر او مایکروبیولوژېست و، دی تر ډېره په نړۍ کې د لومړۍ اغېزمنې  انتي بیوتیکي مادې د کشف له امله چې پنسلین نومېده، مشهور و. په ۱۹۲۸ کال کې د فلمېنګ دغه کشف، چې وروسته د پنيسیلیوم روبنس له مادې څخه د بنزایل پنسیلین (یا پنسلین جي) په نامه ونومول شو، «پر ناروغۍ د برلاسي کېدو لپاره یوازنۍ ستره لاسته‌راوړنه» بلل کېږي. فلمېنګ د دغه کشف لپاره، په ۱۹۴۵ ز کال کې، له «هاوارډ فلوري» او «ارنسټ بوریس چین» سره یوځای د فزیولوژۍ او طب په برخه کې د نوبل جایزه وګټله.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ده په ۱۹۲۲ کال کې د خپلې پوزې له ترشحاتو څخه د لایزوزوم انزایم کشف کړاو له هغه سره یې، د (Micrococcus Lysodeikticus) په نامه یوه باکتریا هم کشف کړه، چې وروسته یې نوم (Micrococcus luteus) ته بدل کړ.

فلمېنګ ته د ساینسي بریاوو له امله، په ۱۹۴۴ ز کال کې د اتلولۍ شوالیه لقب ورکړل شو. په ۱۹۹۹ ز کال کې ټایم مجلې، نوموړی د شلمې پېړۍ د سلو ډېرو مهمو کسانو په لېست کې راوست. په ۲۰۰۲ ز کال کې، د بي بي سي تلویزیون په نظر پوښتنه کې د سلو لویو بریتانویانو په لېست کې وټاکل شو. په ۲۰۰۹ ز کال کې، د اېس ټي وي له‌خوا د نظر پوښتنې پر بنسټ، تر «رابرټ برنز» او «ویلیام والاس» وروسته «درېیم لوی سکاټلنډي» شو.[۲۱]

د ژوند لومړي وختونه او زده‌کړېسمول

الکساندر فلمېنګ د ۱۸۸۱ز کال د اګست په ۶مه نېټه، د سکاټلنډ په «ایرشر» کې «دارول» ته نږدې په «لاچفیلډ» سیمه کې وزیږېد. پلار یې هیو فلمېنګ (۱۸۱۶ – ۱۸۸۸ز) بزګر و او مور یې ګریس سټرلېنګ مورټون (۱۸۴۸ – ۱۹۲۸ز) د هغه د ګاونډي بزګر لور وه. الکساندر فلمېنګ د دوی د څلورو بچیانو درېیم بچی و. هیو فلمېنګ له لومړي واده نه څلور بچیان لرل. له ګریس سره د دویم واده پر مهال ۵۹ کلن و او کله چې الکساندر اووه کلن شو، دی مړ شو. [۲۲]

فلمېنګ «لوډن مور» او «ډارول» ښوونځیو ته ولاړ او په «کیلمارنک اکاډمۍ» کې یې دوه کلن بورس ترلاسه کړ، بیا لندن ته ولاړ او هلته یې په پليتخنیک سلطنتي انستېتیوت کې زده‌کړې وکړې. الکساندر فلمېنګ ته په شل کلنۍ کې د بېړۍ چلولو په یوه دفتر کې تر څلور کلن کار وروسته، د خپل تره «جان فلمېنګ» څه اندازه پیسې په میراث پاتې شوې. د ده مشر ورور «ټام» ډاکتر و او ده ته یې وړاندیز وکړ چې، همدا مسلک تعقیب کړي. ځوان الکساندر په ۱۹۰۳ ز کال کې، په «پاډینګټون» کې د سنټ مري روغتون په طبي پوهنځي کې نوم‌ لیکنه وکړه او په ۱۹۰۶ ز کال کې د ډاکترۍ او جراحۍ د لېسانس په کچه، له دغه پوهنځي څخه په لوړه درجه فارغ شو. [۲۳]

فلمېنګ، چې له ۱۹۰۰ څخه تر ۱۹۱۴ ز کال پورې یې د لندن د سکاټلنډي کنډک په داوطلبو ځواکونو کې کار کاوه، په طبي پوهنځي کې د ټوپک د کلب غړی و. د کلب کپتان، چې غوښتل یې فلمېنګ په ټیم کې ورسره پاتې شي، نو د سنټ ماري د څېړنو له څانګې سره د یوځای کېدو وړاندیز یې ورته وکړ او هلته د باکتریولوژېست «سر المورث رایټ» مرستیال شو، هغه د واکسین په وسیله په درملنه او ایمنولوژي کې مخکښ و. په ۱۹۰۸ ز کال کې یې د باکتریا پېژندنې په برخه کې د لېسانس سند او د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او تر ۱۹۱۴ ز کال پورې یې، په سنټ مري کې د استاد په توګه کار وکړ.[۲۴][۲۵]

فلمېنګ، په ۱۹۱۴زکال کې د بریدمن (Commissioned lieutenant) په توګه وټاکل شو او په ۱۹۱۷ ز کال کې د تورنۍ (captain) رتبې ته ورسېد. فلمېنګ د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د سلطنتي پوځ په طبي لېوا کې خدمت وکړ او په لېږل شوو ځواکونو کې یې هم نوم یاد شوی. ده او ډېرو نورو همکارانو یې په فرانسه کې د لوېدیځې جبهې د جګړې د ډګر په روغتونونو کې کار کړی. په ۱۹۱۸ ز کال کې بېرته سنټ مري روغتون ته راوګرځېد او په ۱۹۲۸ ز کال کې، په لندن پوهنتون کې د باکتریا پېژندنې استاد شو. په ۱۹۵۱ ز کال کې د درې کلنې دورې لپاره د اېډېنبورګ پوهنتون مشر شو.[۲۶]

په علمي کارونو کې ونډهسمول

عفوني ضد توکيسمول

د لومړۍ نړیوالې جګړې په دوران کې فلمېنګ، لیونارډ کولبروک او سر المارث رایټ د جګړې له هڅو سره یوځای شول او د سنټ ماري د ازمېښتونو ټوله برخه یې په بولون سومر کې د برېتانیا پوځي روغتون ته ولېږدوله. ده چې کله د سلطنتي پوځ په طبي لېوا کې د لنډمهالي بریدمن په توګه کار کاوه، د عفوني شوو ټپونو له امله یې د سپسیس [یو ډول پړسوب(التهاب) دی، چې په ټول بدن کې خپرېږي او لامل یې عفونت دی] په پایله کې یې د ډېرو سرتېرو مرګونه ولیدل. کوم عفوني ضد توکي، چې هغه مهال د عفوني شوو ټپونو د درملنې لپاره کارېدل، ده ولیدل چې، ټپونه لا بدتره کوي. ده په ۱۹۱۷ ز کال کې، په لانسېټ طبي مجله کې یوه لیکنه خپره کړه او خپل هغه نوښتي ازمېښت یې په کې بیان کړ، چې په خپل ګیلاس کې یې په پوف کولو سره اجرا کولی شوای. ده څرګنده کړه چې: ولې د جګړې په دوران کې عفوني ضد مواد د عفونت په پرتله ډېر سرتېري وژني. عفوني ضد موادو پر سطحه ښه اغېز کاوه، خو ژورو ټپونو غیر هوازي باکتریاوې [هغه ژوندۍ باکتریاوې دي چې له اکسیجن پرته ژوند کوي] له عفوني ضد توکو څخه ساتلې او داسې ښکاري، چې عفوني ضد مواد تولید شوي ګټور لاملونه له منځه وړي، چې په دغو برخو کې لږ تر لږه په هماغې ګټې سره، چې باکتریاوې یې له منځه وړلې، د ناروغانو ساتنه یې کوله او د هغو باکتریاوو د له منځه وړلو لپاره یې هېڅ نه کول، چې لاسرسی نه ورته کېده. سر المروټ رایټ، د فلمېنګ د موندنو کلک ملاتړ وکړ، خو سره له دې هم، د جګړې په وخت کې ډېرو ډاکترانو، د عفوني ضد موادو کارولو ته دوام ورکړ، ان په هغو برخو کې هم، چې د ناروغانو حالت به یې لا بدتره کاوه.[۲۷][۲۸]

شخصي ژوندسمول

فلمېنګ، د ۱۹۱۵ ز کال د دسمبر په ۲۴مه نېټه له یوې روزل شوې نرسې «سارا ماریون مک الروي» سره، چې د ایرلنډ د مایو ښار د کیلالو سیمې وه، واده وکړ. دوی یوازې یو زوی درلود، چې «رابرټ فلمېنګ» نومېده او عمومي ډاکتر شو. په ۱۹۴۹ ز کال کې يې لومړۍ مېرمن مړه شوه او د ۱۹۵۳ ز کال د اپریل په ۹مه نېټه یې په سنټ ماري کې له خپلې یونانۍ همکارې «امالیا کوتسوري ورکاس» سره واده وکړ. دا مېرمن یې په ۱۹۸۶ ز کال کې مړه شوه. [۲۹]

فلمېنګ، پرسبیټري [یوه عیسوي فرقه ده] مخینه لرله، خو لومړۍ مېرمن یې «سارا» یوه رومي کاتولیکه وه. داسې ویل کېږي چې، دی مذهبي نه و او زوی یې «رابرټ» وروسته انګلېکن کلیسا ته ومنل شو، په داسې حال کې چې ویل شوي، هغه ته له دواړو مور او پلار نه یو څه غیر مذهبي خاصیت په میراث پاتې و.[۳۰]

کله چې فلمېنګ په ۱۹۴۴ کال کې، له «رابرټ ډي کوګیل» او «انډرو جي مویر» څخه خبر شو، چې د پنسلین د تولید طریقه یې په متحدو ایالتونو کې په خپل نامه ثبت کړې، په قهر شو او ویې ویل: [۳۱]

پنسلین ما کشف کړل او د بشریت د ګټې لپاره مې وړیا ورکړل. ولې باید په بل هېواد کې د تولیدوونکو د ګټې ترلاسه کولو لپاره پر انحصار بدل شي؟ [۳۲]

فلمېنګ له ۱۹۲۱ ز څخه د مرګ تر کال ۱۹۵۵ ز پورې، د سافولک په بارتون مېلز کې د «ډون» په نامه یو کلیوالي کور درلود. [۳۳][۳۴]

مړینهسمول

فلمېنګ، د ۱۹۵۵ ز کال د مارچ په ۱۱مه نېټه، په لندن کې په خپل کور کې د زړه د حملې له امله مړ شو. جسد یې د سنټ پاول په لویه کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو.[۳۵]

سرچينې او ياداښتونهسمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Alexander Fleming
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cz3kdf — subject named as: Alexander Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6161 — subject named as: Alexander Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ KNAW past member ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/pmknaw/?pagetype=authorDetail&aId=PE00000237 — subject named as: A. Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/fleming-alexander — subject named as: Alexander Fleming — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p56066.htm#i560659 — subject named as: Alexander Fleming — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. Munk's Roll ID: http://munksroll.rcplondon.ac.uk/Biography/Details/sir-alexander-fleming — subject named as: Alexander Fleming
  8. Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0027188.xml — subject named as: Alexander Fleming — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/21582 — subject named as: Alexander Fleming — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  10. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=19880 — subject named as: Alexander Fleming — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ https://cs.isabart.org/person/137661 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ National Academy of Medicine (France) member ID: https://www.academie-medecine.fr/composition/membres/fiche-membre/?id=1323 — subject named as: Sir FLEMING — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Académie nationale de médecine
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Alexander Fleming
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ subject named as: Sir Alexander Fleming — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000003394 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb123502654 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. Bennett, Joan W; Chung, King-Thom (2001), "Alexander Fleming and the discovery of penicillin", Advances in Applied Microbiology (په انګلیسي ژبه کي), Elsevier, 49: 163–184, doi:10.1016/s0065-2164(01)49013-7, PMID 11757350, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-002649-4, د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ligon, B. Lee (2004). "Sir Alexander Fleming: Scottish researcher who discovered penicillin" (in en). Seminars in Pediatric Infectious Diseases 15 (1): 58–64. doi:10.1053/j.spid.2004.02.002. PMID 15175996. https://linkinghub.elsevier.com/retrieve/pii/S1045187004000184. 
  18. "Alexander Fleming Biography". Les Prix Nobel. The Nobel Foundation. 1945. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جنوري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hugh, TB (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Howard Florey, Alexander Fleming and the fairy tale of penicillin"]. The Medical Journal of Australia 177 (1): 52–53; author 53 53. doi:10.5694/j.1326-5377.2002.tb04643.x. PMID 12436980. 
  20. Cruickshank, Robert (1955). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sir Alexander Fleming, F.R.S"]. Nature 175 (4459): 355–6. doi:10.1038/175663a0. PMID 13271592. Bibcode1955Natur.175..663C. 
  21. McIntyre, N (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sir Alexander Fleming"]. Journal of Medical Biography 15 (4): 234. doi:10.1258/j.jmb.2007.05-72. PMID 18615899. 
  22. Mazumdar, PM (1984). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Fleming as Bacteriologist: Alexander Fleming"]. Science 225 (4667): 1140–1141. doi:10.1126/science.225.4667.1140. PMID 17782415. Bibcode1984Sci...225.1140C. 
  23. Brown, Kevin (2004). Penicillin man : Alexander Fleming and the antibiotic revolution. Stroud: Sutton. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7509-3152-6. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Alexander Fleming Biography". Les Prix Nobel. The Nobel Foundation. 1945. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جنوري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Kelly's Handbook to the Titled, Landed and Official Classes, 1955. Kelly's. د کتاب پاڼې 802. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Kelly's Handbook to the Titled, Landed and Official Classes, 1955. Kelly's. د کتاب پاڼې 802. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Tan, SY; Tatsumura, Y (July 2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Alexander Fleming (1881–1955): Discoverer of penicillin"]. Singapore Medical Journal 56 (7): 366–367. doi:10.11622/smedj.2015105. PMID 26243971. 
  28. FLEMING, ALEXANDER (September 1917). "The Physiological and Antiseptic Action of Flavine (With Some Observations on the Testing of Antiseptics)". The Lancet 190 (4905): 341–345. doi:10.1016/S0140-6736(01)52126-1. https://zenodo.org/record/2098298. 
  29. Biographical Index of Former Fellows of the Royal Society of Edinburgh 1783–2002 (PDF). The Royal Society of Edinburgh. July 2006. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-902198-84-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Penicillin Man: Alexander Fleming and the Antibiotic Revolution. The History Press. September 2005. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7509-3153-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. کينډۍ:Cite patent
  32. Allison, V. D. (1974). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Personal recollections of Sir Almroth Wright and Sir Alexander Fleming."]. The Ulster Medical Journal 43 (2): 89–98. PMID 4612919. 
  33. BartonMills.net local history. Retrieved 17 October 2016.
  34. Ligon, B. Lee (2004). "Sir Alexander Fleming: Scottish researcher who discovered penicillin" (in en). Seminars in Pediatric Infectious Diseases 15 (1): 58–64. doi:10.1053/j.spid.2004.02.002. PMID 15175996. https://linkinghub.elsevier.com/retrieve/pii/S1045187004000184. 
  35. "Sir Alexander Fleming – Biography". Nobel Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)