الين سيکسو

الين سيکسو (د ۱۹۳۷ د جون په پنځمه د الجزاير په اوران کې زېږېدلې) يوه پروفيسره، فرانسوي ښځمنپالنه ليکواله، شاعره، ډرامه ليکونکې، فيلسوفه، ادبي کره کتونکې او د بديع او بيان د علم پوهانده ده. سيکسو د « The Laugh of the Medusa» په عنوان د خپلې ليکنې له امله شهرت موندلی دی، کومې چې هغې ته د جوړښتي ښځمنپالنې څخه وروسته د لومړيو انديالانو له جملې د يوې حيثيت ورکړ. هغې په اروپايي پوهنتون کې د ښځمنپالنې د مطالعو لومړي مرکز جوړ کړ چې د پاريس پوهنتون په « Centre universitaire de Vincennes» کې يې موقعيت درلود (په اوسنۍ University of Paris VIII کې).[۳][۴][۵]

الين سيکسو
الين سيکسو

د شخص مالومات
پيدايښت
تابعیت فرانسه   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه ،  جرمني ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه فیمینزم [۲]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر شخصیات سېګمونډ فرايډ ،  ژاک لاکان ،  ژاک ديرېډا   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

ژوند او مسلک

سمول

شخصي ژوند

سمول

سيکوسو د فرانسوي الجزاير په اوران کې زېږېدلې وه، مور او پلار يې يهوديان وو، ايو سيکوس née Klein (۱۹۱۰-۲۰۱۳ز کال) او جورجيس سيکسو (۱۹۰۹-۱۹۴۸ز کال). جورجيس سيکسو يو ډاکټر و چې د ډاکټرۍ سند د اخستلو لپاره خپله رساله يې د نري رنځ په اړوند ليکلې وه، له همدې ناروغۍ څخه په ۱۹۴۸ز کال کې مړ شو. ايو سيکسو د هغه له مړينې وروسته يوه قابله شوه، تر هغه وخته په دې دنده پاتې شوه ، تر څو په ۱۹۷۱ز کال کې د وروستيو فرانسوي ډاکټرانو او قابله ګانو سره وشړل شول. د سيکسو ورور، پيري «د طب يو محصل او د الجزاير د خپلواکۍ ملاتړی و»، د «Organisation Armée Secrète» له خوا په ۱۹۶۱ز کال کې په مرګ محکوم شو او له سيکسو سره په «بورډو» کې يو ځای شوی و. په ۱۹۶۲ز کال کې له خپلواکۍ وروسته د هغې مور او ورور بېرته الجزاير ته ستانه شول. هلته دوی ونيول شول، خو سيکسو د احمد بن بيلا د وکالت په مرسته د هغوی آزادي تر لاسه کړه.[۶]

سيکسو په ۱۹۵۵ز کال کې له «جای بيرجر» سره واده وکړه او درې بچيان يې وزېږېدل چې دا دي: اني ايمانويل (په ۱۹۵۸ کې زېږېدلی)، سټيفاني (۱۹۶۰-۱۹۶۱ ز کالونه) او پيری فرانکويس (په ۱۹۶۱ کې زېږېدلی). سيکسو او بيرجر په ۱۹۶۴ز کال کې له يو بل نه طلاق واخيست.[۶]

علمي مسلک

سمول

سيکسو په ۱۹۵۹ز کال کې په انګريزي ادب کې د خدمت سند تر لاسه کړ او په ۱۹۶۸ز کال کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ. دا مهال د هغې ټوله پاملرنه انګليسي ادب او د جيمز جوايس آثارو ته وه. سيکس په ۱۹۶۲ز کال کې د بورټو په پوهنتون کې مرستياله وټاکل شوه، له ۱۹۶۵ څخه تر ۱۹۶۷ز کار پورې یې په «سوربون» کې د مرستيالې پروفسرې په توګه کار وکړ او په ۱۹۶۷ز کال کې د پاريس په نانتري پوهنتون کې د مرستې استادې په توګه وټاکل شوه.[۷][۸]

په ۱۹۶۸ز کال کې، د فرانسوي زده کوونکو له بغاوت وروسته، سيکسو د پاريس د پنځم پوهنتون په جوړولو تورنه شوه، «کومه چې د دې لپاره جوړه شوې وه چې د فرانسوي دوديز علمي چاپيريال د بديل په توګه کار وکړي». په ۱۹۷۴ز کال کې سيکسو د ښځو د مطالعاتو لپاره د پوهنتون مرکز جوړ کړ چې په اروپا کې د خپل نوعيت لومړی مرکز و. سيکسو د پاريس په اتم پوهنتون او د «ساس في» سويټزرلينډ (سويس) په اروپايي تکميلي ښوونځي کې پروفيسره ده. [۹][۱۰]

خپرونې

سمول

په ۱۹۶۸ز کال کې، سیکسو د « L'Exil de James Joyce ou l'Art du remplacement» (د جيمز جوايس تبعيد يا د بې ځايه کېدو هنر) په عنوان د خپلې دوکتورا رساله خپره کړه، ورپسې کال يې د « Dedans» (په داخل کې) په خپل نامه لومړی ناول خپور کړ، دا يو نيمه ژوندليک اثر و چې د « Prix Médicis» جايزه يې وګټله.[۱۱]

په درويشتو جلدونو کې د شعرونو، د لیکنو شپږ کتابونو، پنځو ډرامو او ګڼو نورو اغېزناکو مضامينو په ګډون نوموړې پراخه خپرونې کړې دي. هغې له «ژاک دريدا» سره په شريکه « Voiles» (پردې) خپور کړ او د هغې کارونه تر ډېره بريده تحليلي بلل کېږي. د خپل « Wellek» درس د وړاندې کولو پر مهال، کوم چې وروسته بيا د «ليکوالۍ پر زينه درې ګامه» په نوم خپور شو، دريدا هغه په خپله ژبه (فرانسوۍ) کې تر ټولو ستره ژوندۍ لیکواله بللې وه. سيکسو د دريدا په اړوند يو کتاب وليکه چې نوم يې دی « Portrait de Jacques Derrida en jeune saint juif» (د ځوان يهودي پير په توګه د ژاک دريدا انځور). د دريدا په اړوند د هغې لوستل د لغوي کچې پر ځای په غږيزو کچو د معناوو اضافي پوړونه لټوي. پر دريدا او جوايس سربېره، هغې د برازيلي ليکوالې «کليريس ليسپيکټر»، د «موريس بلانچوټ، فرانز کافکا، هينريک وان کليسټ، مشيل ډي مونټيګن، انګبرګ باخمين، تهامس برنارډ» او د روسي شاعرې «مرينا تساويتوف» پر کار هم مونوګرافونه ليکلي دي. سيکسو د هنرمندانو په اړه هم مقالې ليکلي، د «سايمن هانټي، پير اليچنسکي» او «اديل عابدیسيميد» په ګډون، چاته چې هغې دوه کتابونه ډالۍ کړي دي. [۱۲][۱۳]

له «لوس اریګاري» او «جوليا کرسټيوا» سره يو ځای، سيکسو د وروسته جوړښتي ښځمنپالنې (جوړښت پالنه يا Structuralism  د طبيعيت او انسان د ژوند په اړه هغه علم دی چې د انفرادي موخو پر ځای په اړيکو کې لېوالتيا لري) د دغه فکر يوه مور بلل کېږي. په ۱۹۷۰ز لسيزه کې هغې د جنسپالنې او ژبې تر منځ د اړيکو په اړوند ليکنې پيل کړې. د جوړښتي ښځمنپالنې د نورو انديالانو په څېر، سيکسو هم په دې باور ده چې زموږ جنسپالنه نېغ په نېغه له دې سره اړه لري چې موږ په ټولنه کې څه ډول اړیکې نيسو. په ۱۹۷۵ز کال کې، سيکسو د « Le rire de la méduse» (د ميدوسا خندا) په عنوان خپل تر ټولو اغېزناکه ليکنه خپره کړه، همدا ليکنه هغې بيا اصلاح کړه، «پاولا کوهن» او «کيت کوهن» انګليسي ته وژباړله او په ۱۹۷۶ز کال کې په انګليسي ژبه کې خپره شوه. هغې له اويا زيات اثار خپاره کړي دي، د هغې افسانې، ډرامايي ليکنې او شاعري تر ډېره بريده په انګليسي ژبه کې نه لوستل کېږی.[۱۴][۱۵]

Bibliothèque nationale de France (د فرانسې د ملي کتابتون نوم دی)

سمول

په ۲۰۰۰ز کال کې، په « Bibliothèque nationale de France» کې د سيکسو په نوم يوه ټولګه جوړه شوه، وروسته سيکسو خپلې ټولې خطي نسخې همدې ټولګې ته ډالۍ کړې.  دا بيا وروسته د « Brouillons d'écrivains » په نندارتون کې وښودل شوې، کومې چې به ۲۰۰۱ز کال کې دلته جوړ شوی و.

په ۲۰۰۳ز کال کې، « Bibliothèque » د « Genèses Généalogies Genres: Autour de l'oeuvre d'Hélène Cixous » په نوم یو کنفرانس جوړ کړ. د دې کنفرانس په ويناوالو کې «ميري کال-ګروبر، ماري اوديل ژرمن، ژاک دريدا، انی لکلرک، اريان منوچکين، ژينت ميشاد» او خپله سيکسو شاملې وې.

الين سيکسو د «اوليویه موريل» په ۱۱۸ دقيقه يي فلم «Ever, Rêve, Hélène Cixous » کې ښودل شوې ده (فرانسه، يو ايس ایو  ۲۰۱۸ز کال). [۱۶]

ستاينې او جايزې

سمول

سيکسو ته د کوينز پوهنتون  او په کاناډا کې د البرټا له پوهنتون، په ايرلينډ کې د دوبلين کالج پوهنتون، به بریتانيا کې د پارک پوهنتون او د لندن کالج پوهنتون، همدا راز د امریکا په متحده ايالاتو کې د جورج ټاون پوهنتون، نارتويسټرن پوهنتون  او د وسکونسن-ميډيسن له پوهنتون څخه افتخاري سندونه ورکړل شوي دي. په ۲۰۰۸ز کال کې، د ۲۰۱۴ز کال د جون تر مياشتې پورې نوموړې به کورنيل پوهنتون کې د ای.ډي. وايټ ستر فروفيسر (A.D. White Professor-at-Large د هغو پوهانو ډله ده چې په ګڼو ډګرونو کې سترې لاسته راوړنې درلودلې وي).[۱۷]

د سيکسس پر ليکنو اغېزې

سمول

د هغې پر ليکنو ځينې تر ټولو د پام وړ اغېزې د «ژاک دريدا، زيګموند فرويد، ژاک لاکان» او «ارتور رمباډ» وې.

زيګمونډ فرويد

سمول

ارواپوه سګمنډ فرويد لومړي اندونه منځ ته راوړل، کومو چې وروسته د پرمتخګيزې ارواپوهنې په برخه کې د سيکسو د استدلالاتو لپاره د بنسټونو کار وکړ. د فرايډ د جنسيتي دندې او جنسي پېژندګلو تحليل، د نجونو او هلکانو لپاره په جلا جلا لارو د «اديپيس» پېچلتيا په مټ پای ته ورسېد، دا هغه اندونه وو چې سيکسو په ځانګړي ډول پر هغې نېوکې درلودې.

ژاک دريدا

سمول

ژاک دريدا او سيکسو چې په يو وخت کې يې ژوند کړی، د ژوند تر پايه ملګرې او دواړه پوهانې وې، دواړه په الجزاير کې د فرانسوي يهوديانو په توګه سترې شوې او د شړل کېدو او له امله د نااړوند کېدو اړيکه يې سره شريکه وه-نه الجزايريانې وې او فرانسې شړلې وې، د دوی يهودي حالت يا پټ شوی و او يا يې يو بل کلتور منلی و. د دريدا په کورنۍ کې «هېچا کله هم» سنتول ونه ويل، بلکې «د تعميد غسل يې وايه»، هېڅکله يې «بار ميتزوا» نه ويل، بلکې «کمينيون» (يو مسیحي رسم دی). يهوديت چې په کاتوليکيت کې نغښتی و، د دې يوه بېلګه ده چې نه يې شول کولای، د خپل هيوت په اړه پرېکړه ومنل شي، کوم چې په دې مفکورې اغېز وکړ چې سيکسو ورته «يهودي قديس» ويل. د «د ژاک دريدا انځور» په نامه د هغې کتاب د يوې ځوانې یهودي قديسې په توګه، د دې موضوعاتو په اړه بحث کوي.[۱۸]

سرچينې

سمول
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6g202s0 — subject named as: Hélène Cixous — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20011018132 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  3. "Hélène Cixous". Encyclopædia Britannica. 
  4. Cixous, Hélène; Cohen, Keith; Cohen, Paula (1976). "The Laugh of the Medusa" (PDF). Signs. The University of Chicago Press. 1 (4): 875–893. doi:10.1086/493306. S2CID 144836586.
  5. "VINCENNES, L'UNIVERSITÉ PERDUE". Archived from the original on 8 June 2016. نه اخيستل شوی 10 June 2016.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ "Hélène Cixous". Jewish Women's Archive. نه اخيستل شوی 2014-01-17.
  7. Conley, Verena A. (1 January 1994), "Hélène Cixous", in Sartori, Eva M.; Zimmerman, Dorothy W. (eds.), French Women Writers, Bison Book, University of Nebraska Press, pp. 66–77, ISBN 978-0803292246
  8. "Hélène Cixous". Poetry Foundation. نه اخيستل شوی 2 November 2018.
  9. "Hélène Cixous". The European Graduate School. نه اخيستل شوی 2 November 2018.
  10. Crockett, Benjamin (12 August 2015). "Peaking Behind the Curtains of Adieux". Los Angeles Review of Books. نه اخيستل شوی 2 November 2018.
  11. "Hélène Cixous". Poetry Foundation. نه اخيستل شوی 2 November 2018.
  12. Cixous, Hélène (15 April 1994). Three Steps on the Ladder of Writing. New York City: Columbia University Press. ISBN 978-0231076593.
  13. Not the same as puns, which play on the varied means of a word or phrase or the homonyms thereof.
  14. "How many of these great female thinkers have you heard of?". Daily Post (Liverpool). 11 December 2007. p. 12.
  15. Cixous, Hélène; Cohen, Keith; Cohen, Paula (1976). "The Laugh of the Medusa" (PDF). Signs. The University of Chicago Press. 1 (4): 875–893. doi:10.1086/493306. S2CID 144836586.
  16. "Evercixousmovie". www.evercixousmovie.com. 2019. نه اخيستل شوی March 13, 2019.
  17. Aloi, Daniel (13 August 2008). "French writer, German scholar and British poet named A.D. White Professors-at-Large". Cornell Chronicle. نه اخيستل شوی 1 November 2008.
  18. Cixous, Hélène (February 2004). Portrait of Jacques Derrida as a Young Jewish Saint – Description of Cixous's Portrait of Jacques Derrida as a Young Jewish Saint. Columbia University Press. ISBN 9780231128247. نه اخيستل شوی 4 September 2014.