الفرېډ نورث وایټ‌هېډ

الفرېډ نورث وايټ‌هېډ  چې د وړتیا نښان/OM (دا هغه نښان دی چې د غوره خدمت لپاره یو کس ته ورکول کېږي)، د لندن د سلطنتي ټولنې دغړیتوب نښان/FRS او د بریتانیا  اکادمۍ د غړيتوب نښان/FBA ګټونکی و (زوکړه د ۱۸۶۱ز کال دفبرورۍ ۱۵مه- مړینه د ۱۹۷۴ز کال د ډېسمبر ۳۰مه) یو انګریز/انګلیسی ریاضي‌پوه او فلیسوف و. هغه د ورځني ژوند بهیر په نوم پېژندل شوی فلسفي ښوونځۍ رامنځته کړ، چې د چاپېریالپوهنې، دینپوهنې، زده‌کړې، بیولوژي/ ژونپوهنې، اقتصاد او ارواپوهنې په ګډون په پراخه کچه په بېلا بېلو انتظامونو کې ورڅخه کار اخیستل شوی.  [۱]

وایټ‌هېډ د خپل کار په لومړیو کې تر ډېره د ریاضياتو، منطق او فزیک په برخه کې لیکنې وکړې. هغه د ۱۹۱۰ او ۱۹۱۳ کلونوتر منځ، له خپل پخواني زده‌کوونکي برترانډ راسل سره درې ټوکه د ریاضیاتو مبادي ولیکله. د ریاضیاتو مبادي د ریاضي په منطق کې د شلمې پېړۍ له مهمو آثارو څخه بلل کېږي او په شلمه پېړۍ کې یې د مدرن کتابتون د چاپ مرکز له‌خوا د انګلیسي ژبې د سلو غوره غیر داستاني کتابونو په لېست کې ۲۳م ځای خپل کړ.  [۲]

وایټ‌هېډ د ۱۹۱۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۹۲۰مې لسیزې په لومړیو کې په ورو ورو خپل پام له ریاضیاتو څخه فلسفې پوهنې او په وروستیو کې میتافیزیک ته واړوه. هغه یو جامع میتافیزیکي سیستم رامنځته کړ چې په بنسټیز ډول له ډېرو لویدیځو فلسفو څخه وتلی و. وایټ‌هېډ استدلال وکړ چې واقعیت د مادي څیزونو پر ځای له بهیرونو/پروسو څخه جوړ دی او بهیرونه له نورو بهیرونو څخه د هغوی د اړیکې له مخې په غوره توګه تعریفېږي، هغه په دې توګه دا نظریه رد کړه چې واقعیت په بنسټیز ډول د مادې له هغو ذراتو څخه جوړ دی چې له یو بل څخه خپلواکې دي. د وایټ‌هېډ فلسفي اثار - په ځانګړي ډول بهیرونه او واقعیت د بهیرونو د فلسفې له بنسټیزو متنونو څخه شمېرل کېږي.  [۳]

د وايټ‌هېډ د بهیرونه فلسفه داسې استدلال کوي «دا اړینه ده چې دې نړۍ ته له یو بل سره د تړلو بهیرونو د شبکې په توګه وګورو، چې موږ یې نه جلاکېدونکې برخه یو، داسې چې زموږ ټولې ټاکنې او کړنې زموږ شاوخوا نړۍ ته اهمیت لري.» له همدې امله په وروستیو کلونو کې د وايټ‌هېډ له تر ټولو هیله‌بښونکو کاریالونو څخه یو د چاپېریالپوهنیز تمدن او چاپېریالي اخلاقو په برخه کې و چې جان.بي کوب یې له مخکښانو څخه و.    [۴][۵][۶]

ژوند سمول

ماشومتوب او زده‌کړې سمول

الفرېډ نورث وایټ‌هېډ په ۱۸۶۱ز کال کې د انګلستان د رامګست په کنټ سیمه کې زېږېدلی. پلار یې الفرېډ وایټ‌هېډ د چتم هاووس اکادمۍ تر مدیریت وروسته د انګلیکن وزیر شو، یاده اکادمي د هلکانو یو ښوونځی و چې مخکې یې مشري د الفرېډ د پلار ټوماس وایټ‌هېډ پرغاړه وه. وایټ‌هېد په‌خپله دوی دواړه د خپل ښوونځي د بریاليو ښوونکو په توګه یادوي، د هغه نیکه ډېر د پام‌وړ سړی و. [۷][۸]

د وایټ‌هېډ مور ماریا سارا باکمسټر وه. د هغې مورنۍ انا جېن نورث (زوکړه ۱۷۷۶-مړینه۱۸۴۷) وه، چې کورنی نوم یې د وخت له تېرېدو سره وایټ‌هېډ او د هغه د کورنۍ څو نورو کسانو ته ورکړل شوی. مور یې ماریا باکمسټر ۱۱ خویندې وروڼه لرل. د هغې د ورور ټوماس زوی والټرسلبي باکمسټر دوه ځله (۱۹۰۰ او ۱۹۰۸) د چوګان/ډنده کېلک لوبې په برخه کې د بریتانیا  لپاره د اولمپیک د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ او داسې ویل کېږي چې «هغه تر نننه د انګلستان په تاریخ کې د چوګان له غوره لوبغاړو څخه و.» داسې نه بریښي چې وایټ‌هېډ به خپلې مور ته نږدې وي، که څه هم د انګستان د سرشمېرنې د ۱۸۹۱ز کال د ثبت کتاب له مخې هغه او اېولېن (پوره نوم: اېولېن اېډا ماډ رېس وېلوبي وېډ) له چاسره چې نوموړي په ۱۸۹۰ز کال کې واده وکړ د الفرېډ له مور او پلار سره ژوند کاوه. د لو/ Lowe په باور د وایټ‌هېډ د مېرمنې اېولېن او مور ماریا تر منځ متقابله کرکه موجوده وه.   [۹]

ګریفین نکل کوي چې برتراند راسل څنګه د وایټ‌هېډ مل او همکار، د وایټ‌هېډ او د هغه د مېرمنې اېولېن نږدې ملګری و. ګریفن د راسل کیسه کوي چې څنګه یې په ۱۹۰۱ز کال کې یو ماښام، «اېولېن وایټ‌هېډ د ستوني درد د یوې خطرناکې او شدیدې حملې په حال کې ومونده.... [خو] داسې بریښي چې هغه له یوې اروايي ګډوډۍ سره مخ وه... [او] خطر یې موهوم و.» ګرېفېن باوري دی چې راسل د هغې د ناروغۍ په ډرامه کې اغراق کړی او دا چې راسل او اېولېن دواړو به مېلوډرامې سره کولې. د احساساتو شدت د بلومزبري (دا د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د لندن په لویدیځ کې د بلومزبري په سیمه کې د لیکوالانو، هنرمندانو او متفکرانو یوه کړۍ وه، ژباړن) په څپانده ډله کې د دوی د هنر د مخکښو همکارانو له‌خوا وهڅول شو، یادې کړۍ د اګنوستېزم په روحیه د جمالیاتي/ښکلا پېژندنې او فلسفي پوښتنو په اړه بحث کاوه، چې په شدید ډول د جي.اي مور (G.E. Moore) د اخلاقي اصولو کتاب (۱۹۰۳)، د اې.اېن.وايټ‌هېډ او برترانډ راسل د ریاضیاتو مبادي (۱۹۱۰-۱۳) تر اغېز لاندې وه، چې د هغې په رڼا کې يې د ښه‌والي، واقعیت او ښکلا تعریفونه ولټول.  [۱۰][۱۱]

د الفرېډ ورور هنري د مدرس اسقف شو او د هند د سویل کلي خدایانو د اتنوګرافۍ/ توکمکښنې راپور یې ولیکه، چې له نږدې يې کتلی و(کلکټه: خپرندویه ټولنه،۱۹۲۱).

وایټ‌هېډ په شېربورن کې په یو مخکښ انګلیسي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې، چېرته چې هغه په ریاضي او سپورت کې عالي و او د خپل ټولګي مشر و. [۱۲][۱۳][۱۴]

هغه په ۱۸۸۰ز کال کې د کمبرېج ترینیټي کالج پیل کړ او د ریاضیاتو په څانګه کې يې زده‌کړې وکړې. د هغه علمي سلاکار اېډوارډ روث و. هغه په ۱۸۸۴ کال کې له ترینیټي څخه د بي.اې (لیسانس) درجه ترلاسه کړه او خپله رساله يې د برېښنا او مقناطیسیت په هکله د جېمز کلرک ماکسول پر یوه لیکنه ولیکله او د څلورمې درجې مناظره کوونکي په توګه فارغ شو. [۱۵][۱۶][۱۷]

دنده سمول

وایټ‌هېډ په ۱۸۸۴ کال کې د ترینټي غړیتوب ته وټاکل شو او تر ۱۹۱۰ کال پورې په ترینټي کالج کې د ریاضي او فزیک په برخه کې تدریس او لیکنې وکړې، ۱۸۹۰یمه لسیزه یې د نړیوال الجبر په نوم د خپلې رسالې په لیکلو تېره کړه چې په ۱۸۹۸ کال کې خپره شوه او په ۱۹۰۰مه لسیزه کې يې د خپل پخواني زده‌کوونکي برترانډ راسل په همکارۍ د ریاضیاتو د مبادي په لومړي چاپ کار وکړ. هغه د کمبرېج له حواریونو (د روښانفکرانو يوه ډله، ژباړن) څخه و. [۱۸][۱۹]

وايټ‌هېډ په ۱۹۱۰ز کال کې په ترینیټي کې د ریاضیاتو په څانګه کې د خپلې اوږدې تجربې سره مل استادۍ څخه استعفا وکړه او پرته له دې چې له مخکې کومه دنده ومومي لندن ته کډه شو. تر یو کال بې‌کارۍ وروسته یې د لندن پوهنتون په کالج کې د تطبیقي ریاضي او میخانیک په برخه کې د استادۍ بست ومانه خو د یو کال له تېرېدو سره یې د تطبیقي ریاضیاتو او میخانیک د ریاست طلایي بست ترلاسه کړ، دا هغه بست و چې نوموړي يې په جدي توګه د ترلاسه کولو هیله لرله. [۲۰][۲۱]

وایټ‌هېډ په ۱۹۱۴ کال کې د لندن په امپریال کالج کې چې نوی يې د رسمیت سند ترلاسه کړی و د تطبیقي ریاضي د استادۍ بست ومانه، چېرته چې د هغه پخوانی ملګری انډرو فورسایټ هم په وروستیو کې د ریاضیاتو د تجربه‌لرونکي استاد په توګه ګومارل شوی و. [۲۲]

په ۱۹۱۸ز کال کې د وایټ‌هېډ علمي مسولیتونو په جدې توګه پراختیا پيل کړه، ځکه هغه د لندن د پوهنتون په سیستم کې یو شمېر اداري بستونه ومنل چې هغه مهال يې د لندن امپریال کالج هم یو غړی و، د ۱۹۱۸ کال په وروستیو کې د ساینس پوهنځي د رییس په توګه وګومارل شو (نوموړی په دې بست کې ۴ کاله پاتې شو)، په ۱۹۱۹ کال کې د لندن پوهنتون د سنا غړی او په ۱۹۲۰ کال کې د سنا د علمي شورا (رهبرۍ) رییس وټاکل شو دا هغه بست و چې نوموړی امریکا ته د تګ تر مهاله تر ۱۹۲۴ز کال پورې په‌کې پاتې شو. وایټ‌هېد وکولی شوی له خپل نوی نفوذ څخه په بریالۍ توګه په ساینس کې د لیسانس درجې د رامنځته کولو لپاره د ساینس د نوي تاریخ څانګې لپاره د لابي په موخه کار واخلي (مخکې به یوازې د هنر په برخه کې د لېسانس سند ورکول کېده) او ښوونځي ته د لږ شتمنو زده‌کوونکو لاس‌رسی اسان کړي.  [۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې سمول

  1. Griffin, David Ray (2001). Reenchantment without Supernaturalism: A Process Philosophy of Religion. Ithaca: Cornell University Press, vii.
  2. "The Modern Library's Top 100 Nonfiction Books of the Century". 30 April 1999. The New York Times. Accessed 21 November 2013.
  3. C. Robert Mesle, Process-Relational Philosophy: An Introduction to Alfred North Whitehead (West Conshohocken: Templeton Foundation Press, 2009), 9.
  4. C. Robert Mesle, Process-Relational Philosophy: An Introduction to Alfred North Whitehead (West Conshohocken: Templeton Foundation Press, 2009), 9.
  5. Philip Rose, On Whitehead (Belmont: Wadsworth, 2002), preface.
  6. Cobb, John B., Jr.; Schwartz, Wm. Andrew (2018). Putting Philosophy to Work: Toward an Ecological Civilization. Process Century Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-940447-33-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Victor Lowe, Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol I (Baltimore: The Johns Hopkins Press, 1985), 2.
  8. Lowe, Victor (1985). Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol I Baltimore: The Johns Hopkins Press, 13.
  9. "Olympedia – Walter Buckmaster". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Griffin Ed., Nicholas (1992). The Selected Letters of Bertrand Russell, Volume 1, pp.215-217. New York: Houghton Miffin. ISBN 0-395-56269-4.
  11. Britannica, The Editors of Encyclopaedia. "Bloomsbury group". Encyclopedia Britannica, 20 Feb. 2021, https://www.britannica.com/topic/Bloomsbury-group. Accessed 29 May 2022.
  12. "Alfred North Whitehead (1861–1947)". The Old Shirburnian Society. 2020-10-10. مؤرشف من الأصل في ۰۷ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lowe, Victor (1985). Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol I. Baltimore: The Johns Hopkins Press, 63.
  14. Victor Lowe, Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol I (Baltimore: The Johns Hopkins Press, 1985), 54–60.
  15. کينډۍ:Mathgenealogy
  16. Victor Lowe, Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol I (Baltimore: The Johns Hopkins Press, 1985), 72.
  17. Victor Lowe, Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol I (Baltimore: The Johns Hopkins Press, 1985), 103-109.
  18. Victor Lowe, Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol I (Baltimore: The Johns Hopkins Press, 1985), 112.
  19. On Whitehead the mathematician and logician, see Ivor Grattan-Guinness, The Search for Mathematical Roots 1870–1940: Logics, Set Theories, and the Foundations of Mathematics from Cantor through Russell to Gödel (Princeton: Princeton University Press, 2000), and Quine's chapter in Paul Schilpp, The Philosophy of Alfred North Whitehead (New York: Tudor Publishing Company, 1941), 125–163.
  20. Victor Lowe, Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol II (Baltimore: The Johns Hopkins Press, 1990), 6-8.
  21. Victor Lowe, Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol II (Baltimore: The Johns Hopkins Press, 1990), 2.
  22. Victor Lowe, Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol II (Baltimore: The Johns Hopkins Press, 1990), 26-27.
  23. Victor Lowe, Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol II (Baltimore: The Johns Hopkins Press, 1990), 26-27.
  24. Victor Lowe, Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol II (Baltimore: The Johns Hopkins Press, 1990), 72-74.
  25. Victor Lowe, Alfred North Whitehead: The Man and his Work, Vol II (Baltimore: The Johns Hopkins Press, 1990), 127.