الفريډ رسل واليس

الفريد رسل واليس (۸ جنوري ۱۸۲۳ – ۷ نومبر ۱۹۱۳ز ) په طبيعيت باور لرونکی بریتانوی لوڅاوو (کشاف)، جغرافيه لیکونکی، انسان پېژندونکی، بيالوژي پوه او انځورګر و. نوموړی په خپلواک ډول د طبيعي غوراوي له لارې د تکامل پر نظريه د پوهېدو له امله خورا شهرت موندلی؛ په دې موضوع د هغه لیکنه د کارليس ډاروين له ځينو لیکنو سره يو ځای په ۱۸۵۸ ز کال کې خپره شوې وه. دې چارې ډاروين وهڅاوه چې «د انواعو سرچینې په اړه » ترسرلیک لاندې خپله لیکنه خپره کړي.[۱۳][۱۴]

الفريډ رسل واليس
(انګلیسي: Alfred Russel Wallace د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الفريډ رسل واليس
الفريډ رسل واليس

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ جنوري ۱۸۲۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 7 نومبر 1913 (90 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)
ليکوال [۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ژونځمکپوهنه
تکامل
ژونپوهنه
ځمکپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
الفريډ رسل واليس
الفريډ رسل واليس

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ډاروين په څېر اليس هم پراخه ساحوي کارونه تر سره کړل – لومړی يې د امازون سمندر په رودخانه کې، ورپسې د ماليا مجمع الجزاير کې، چېرته چې هغه د حيواناتو وېش تشخيص کړ چې اوس د واليس د کرښې په نوم يادېږي، کوم چې د اندونيزيا مجمع الجزاير په دوو جلا جلا برخو وېشي: لوېديځه برخه چېرته چې حيوانات په ستره پيمانه اسيايي اصليت لري او ختيځه برخه چرته چې استراليايي حيوانات دي. هغه په نولسمه پېړۍ کې د جغرافيې له اړخه د حيواناتو د ډولونو د وېشلو مخکښ پوهاند و او کله کله «د ژوند د جغرافيې پلار» په نوم هم پېژندل کېږي.[۱۵]

واليس د نولسمې پېړۍ د تکاملي مفکرينو له مخکښانو يو و، د طبيعي غوراوي شریک کشف کوونکی و، تر څنګ يې د تکامل نظريې په پرمختګ کې زياته ونډه درلوده. د هغه په کارونو کې د حيواناتو له خوا د خبرداري ورکولو رنګ اخستل او پياوړتيا (چې کله کله د واليس د اغېز په نوم يادېږی) شامل دي، دا هغه ګڼنه (فرضيه) ده چې طبيعي غوراوي څنګه کولای شي، د هايبرډيزيشن پر ضد د خنډونو په پراخولو کې مرسته وکړي او په دې توګه بېلا بېل انواع رامنځته کړي. «په کايناتو کې د انسان ځای» په نوم د واليس کتاب چې په ۱۹۰۴ ز کال کې خپور شوی، په نورو سيارو کې د ژوند د شونتيا په اړه د يو ژوند پېژندونکي لومړۍ جدي هڅه وه. همدا راز، هغه لومړی ساينس پوه و چا چې په مريخ کې د ژوند د شتون يا نه شتون د موضوع په اړه لومړۍ جدي لیکنه وکړه.[۱۶]

د علمي کار تر څنګ، نوموړی يو ټولنيز فعال هم و او په نولسمه پېړۍ کې په بریتانيه کې يې پر هغه اقتصادي نظام چې (پانګوالي) يې باله، نیوکه درلوده، اليس دا نظام غير عادلانه باله. د روحانيت پلوۍ او د انسانانو د لوړو ذهني وړتياوو لپاره د غیر مادي اصل پر نه شتون د هغه باور د علمي بنسټونو له ځينو غړو سره د هغه اړيکې خړې پړې کړې وې. په طبيعي تاريخ کې د هغه لېوالتيا د دې لامل وګرځېده چې د لومړي پوهاند په توګه د انسانانو د کارونو له امله پر چاپېريال د اغېزو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي. هغه يو ستر ليکوال و چې په سینګاپور، اندونيزيا او ماليزيا کې يې په علمي او ټولنيزو موضوعاتو لیکنې کړي؛ د ملايا مجمع الجزاير يې ډېر مشهوراو هم ډېر د پاملرنې وړ ګرځېدلی و. په ۱۸۶۹ ز کال کې په لومړي ځل له خپرېدو وروسته بيا کله هم چاپ نه شو.

ژوند ليک سمول

د ژوند لومړي کلونه سمول

الفريد رسل واليس د ۱۸۲۳ ز کال د جنورۍ په اتمه نېټه د مونموتشاير په لنباډيک کې زېږېدلی و. هغه د ماري انا واليس او توماس وير واليس د نهو بچيانو په منځ کې اتم بچی و. مور يې انګریزه وه او ممکن پلار يې له سکاتلنډي نسل څخه و. د نورو هغو په څېر چې ځانونه يې واليس بلل، د الفريد کورنۍ هم ادعا کوله چې د وليام واليس سره اړيکې لري، وليام واليس په ديارلسمه پېړۍ کې د سکاټلينډ د خپلواکۍ د جګړو پر مهال د سکاټلینډي ځواکونو يو مشر و. پلار يې تاماس له حقوقو فارغ شوی و، خو په دې برخه کې يې کله هم کار ونه کړ. هغه د عايد يوه اندازه شتمني درلوده، خو د ناسمو پانګونو او په سوداګرۍ کې د ناکامېدو له کبله يې کورنۍ د تل لپاره د سختو مالي ستونزو سره مخامخ شوه. مور يې د هرتفورد ميشتې منځني ژوند لرونکې کورنۍ غړې وه. کله چې واليس پنځه کلن و، کورنۍ يې هرتفورد ته وکوچېده. په دې ځای کې نوموړي په هرتفورد کې د ګرامر ښوونځي کې زده کړې وکړې، تر څو چې کورنۍ يې د مالي ستونزو له امله، په ۱۸۳۶ ز کال کې هغه مهال چې دی څوارلس کلن و، له دې ښوونځي ویوست.[۱۷][۱۸][۱۹]

له دې وروسته واليس لندن ته ولاړ تر څو له خپل مشر ورور جان سره ميشت شي، ورور يې نولس کلن او ودانيزو کارونو ماهر و. دا يو لنډ مهالی اقدام و تر څو چې مشر ورور يې وليام چمتو شو هغه د اندټولوونکي (سروی کوونکي/ارزوونکي) شاګرد په توګه ومني. په لندن کې الفريد د لندن ميخانيکي انستيتيوت (اوسمهال د لندن بيرکبيک پوهنتون) کې علمي درسونو ته تلو او هلته يې کتابونه لوستل. په دې ځای کې هغه د ويلز د ټولنيز سمون غوښتونکي رابرټ اوون او توماس پين د سخت دريځه سياسي اندونو سره مخ شو. هغه په ۱۸۳۷ زېږديز کال کې له لندن ولاړ او د شپږو کلونو لپاره يې د خپل ورور سره د شاګرد په توګه کار وکړ. د ۱۸۳۹ زېږديز کال په پای کې، دوی د ويلز پولې ته نژدې د هرفورډشاير کينګټون ته ولاړل، او بالاخره د ويلز په نيث سيمه کې ميشت شول. د ۱۸۴۹ او ۱۸۴۳ زېږديزو کلونو په منځ کې، واليس د انګلستان او ويلز په لويديزو څنډو کې د ځمکو په نقشه جوړولو کې کار وکړ. د ۱۸۴۳ زېږديز کال په پای کې، د سختو اقتصادي حالتونو له امله د ويليام کاروبار کم شو او واليس په شل کلنۍ کې د جنورۍ په مياشت کې دا ځای خوشې کړ.  [۲۰][۲۱]

اوسمهال د هغه د هويت په اړه د جنجالونو يو علت د هغه لومړي سفرونه دي. په داسې حال کې چې واليس په مانوماتشير کې زېږېدلی و، ځينې په دې باور دي چې هغه د ويلز اصلي اوسیدونکی و. بيا هم، ځينو تاريخ پوهانو دا اند تر پوښتنې لاندې نيولی، ځکه چې له مور پلار څخه يو يې هم اپه اصل کې د ويلز اوسېدونکي نه وو، کورنۍ يې يوازې د لنډ وخت لپاره په مانوماتشير کې ژوند کړی، د ويلز هغو اوسېدونکو چې واليس يې په ماشومتوب کې پېژا نده، هغه د انګلستان بولي، همدا راز واليس هم په پرله پسې ډول خپل ځان انګرېز باله، نه د ويلز اوسېدونکی (ان هغه مهال هم کله يې چې د ويلز په اړه لیکل کول). د واليس په اړه يو څېړونکی وايي: د دې جنجال لپاره منطقي معنا دا ده چې هغه يو انګرېز و چې په ويلز کې زېږدلی و.[۲۲][۲۳]

د وزګارتيا له يو لنډ پړاو وروسته، هغه ته په ليسيستر کالج ښوونځي کې د انځورګرۍ، نقشې جوړولو او ارزونې د ښوونکي په توګه دنده ورکړل شوه. واليس به په ليسيستر کې څو ساعتونه په کتابتون کې تېرول: هغه د نفوسو د اصل په اړه د توماس رابرټ مالتس يوه لیکنه ولوسته او يو ماښام يې خځنده پېژندونکي هنري بيتس سره لیدنه وشوه. بيتس نولس کلن و او په ۱۸۴۳ ز کال کې يې د حيوان پېژندنې په نوم مجله کې د ګونګټو په اړه يوه لیکنه خپره شوې وه (په نګليسي کې دا خځنده beetles او په دري کې يې سوسک بولي). هغه له واليس سره ملګری شو او د خځنډه ګانو په راټولو يې پيل وکړ. ورور يې وليام د ۱۸۴۵ ز کال د مارچ په مياشت کې مړ شو. واليس د ښوونکي دنده پرېښوده، تر څو په نيث کې د خپل ورور د شرکت چارې سمبال کړي؛ خو هغه او ورور يې ونه شول کولای چې دا کاروبار پر مخ بوځي. څو مياشتې وروسته، واليس په يو نږدې شرکت کې د انجنير په توګه دنده پیل کړه، دې شرکت د نيث په ويل کې د اورګاډي د يوې پټلۍ په ارزونه کار کاوه.[۲۴][۲۵]

واليس په دې ارزونه کې کار وکړ، چې ډېر وخت به يې له کوره بهر او د ښار په څنډو کې تېراوه او دې کار له ده سره مرسته وکړه چې د خځنده ګانو په راټولولو کې د هغه لېوالتيا لا زياته کړي. واليس خپل ورور جان قانع کړ چې د يو بل ودانيز او ملکي انجنيرۍ شرکت په پيلولو کې له هغه سره ملګرتيا وکړي. دې شرکت ځينې پروژې پر مخ يووړې، په دې پروژو کې یوه هم د نيث ميخانيکي انستيتيوت لپاره د ودانۍ طرحه جوړول و، کوم چې په ۱۸۴۳ ز کال کې جوړ شوی و. د ياد شرکت بنسټ اېښودونکی وليام جونز د واليس تر اغېز لاندې راغی او هغه يې قانع کړ چې د ساينس او انجنيرۍ په اړه درسونه وړاندې کړي. د ۱۸۴۶ ز کال د مني په موسم کې، جان او هغه د نيث سره نژدې يو کوچنی کور راونيو، دلته دوی له خپلې موراو خور فيني سره اوسېدل (پلار يې په ۱۸۴۳ ز کال کې مړ شوی و). [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118806009  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12419995h — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۲۰ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Alfred-Russel-Wallace — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bc41d1 — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6416 — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/4085 — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wallace-alfred-russel — subject named as: Alfred Russel Wallace — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0071768.xml — subject named as: Alfred Russel Wallace — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=65781 — subject named as: Alfred Russel Wallace — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://cs.isabart.org/person/149559 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12419995h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. Smith, Charles H. "Responses to Questions Frequently Asked About Wallace: Was Wallace actually a Welshman, as seems to be increasingly claimed?". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Wallace, Alfred. "On the Tendency of Varieties to Depart Indefinitely From the Original Type". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اپرېل ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Smith, Charles H. "Alfred Russel Wallace: Evolution of an Evolutionist Introduction". Western Kentucky University. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Is Mars Habitable?, by Alfred Russel Wallace". people.wku.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wilson The Forgotten Naturalist p. 1.
  18. Smith, Charles H. "Alfred Russel Wallace: A Capsule Biography". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اپرېل ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Wilson pp. 6–10.
  20. Raby Bright Paradise pp. 77–78.
  21. Ross A. Slotten. The Heretic in Darwin's Court:The Life of Alfred Russel Wallace.Columbia University Press, June 2004.pp. 11–14.
  22. "28. Alfred Russel Wallace". 100 Welsh heroes. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Smith, Charles H. "Responses to Questions Frequently Asked About Wallace: Was Wallace actually a Welshman, as seems to be increasingly claimed?". The Alfred Russel Wallace Page hosted by Western Kentucky University. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Shermer In Darwin's Shadow p. 53.
  25. Slotten pp. 22–26.
  26. "Neath Mechanics' Institute" Archived 10 November 2013 at the Wayback Machine. Swansea University. Retrieved 21 April 2013.
  27. Slotten pp. 26–29.
  28. Wilson pp. 19–20.