بيايوجيوګرافي په جغرافيايي سيمو او د جغرافيايي وخت له لارې د انواعو او چاپېريالي سيستونو د وېشلو مطالعه ده. ژوندي موجودات او بيالوژيکي ټولنې عموماً د عرض البلد، اوږدوالي، ګوښه والي او استوګنځای د جغرافيايي ميلان سره په منظم ډول بدلون مومي. فيټوجيوګرافي (د بوټو جغرافيه) د بايوجيوګرافي هغه څانګه ده چې د بوټو وېش تر مطالعې لاندې نيسي. زوجيوګرافي (د ژويو جغرافيه) يې هغه څانګه ده چې د ژويو وېش مطالعه کوي. مايکوجيوګرافي  هغه څانګه ده چې د مشروم په څېر د فنجي وېش مطالعه کوي (فنجي هغه بوټي دي چې پاڼې ګل او شين رنګ نه لري لکه چڼاسکې).  [۱]

Wallace biogeography.jpg

د ژونديو موجوداتو په شمېر او ډولونو کې د سيمه ييزو بدلونونو علم اوسمهال زموږ لپاره هومره اړين دی، څومره چې دا زموږ د لومړيو والدينو لپاره مهم و، ځکه چې موږ يو د بل سره مختلف، خو له جغرافيايي اړخه د متوقعو چاپېريالونو سره سمون لرو. بايوجيوګرافي د تحقيق يوه اړونده څانګه ده، کومه چې د چاپېريال پوهنې، ارتقايي جغرافيايي، د بوټو يا ژويو د ډلبندۍ، ځمکپېژندنې، فزيکي جغرافيې، لرغونو پاتې شونو علم او اقليم پېژندنې تصورات او معلومات پکې يو ځای دي.[۲][۳]

اوسنۍ بايوجيوګرافيکي څېړنې له ګڼو څانګو څخه معلومات او اندونه راټولوي، په کومو کې چې د ژونديو موجوداتو د خپرېدو په اړوند د جسماني او چاپېريالي خنډونو څخه نيولې، بيا په نړيوال مکاني مقياس عمل کونکي جغرافيايي او اقليمي ښکارندې او ارتقايي وخت چوکاټونو پورې.

په يو استوګنځای او د ژونديو موجوداتو انواعو په منځ کې د لنډې مودې تعاملات د ژونديو موجوداتو چاپېريالي عمل بيانوي. تاريخي بايوجيوګرافي د ژونديو موجوداتو پراخه کچه ډلبندۍ لپاره د اوږدې مودې، ارتقايي پړاونه بيانوي. په «کارل لينيس» سره په پيل کېدو  لومړيو ساينس پوهانو، د ساينس په توګه د بايوجيوګرافي په پرمختګ کې خپله ونډه درلوده.[۴]

د بايوجيوګرافي علمي تيوري د «اليکسانډر ون هامبولت» (۱۷۶۹-۱۸۵۹)، فرانسيسکو هوسی ډي کالداس (۱۷۶۸-۱۸۱۶)،  هيوټ کوټريل واټسن (۱۸۰۴-۱۸۸۱)، الفونسي ډي کانډول (۱۸۰۶-۱۸۹۳)، الفريد رسل واليس (۱۸۲۳-۱۹۱۳)، فيليپ لوټلي سکليټر (۱۸۲۹-۱۹۱۳) او نورو بايوجيوګرافي پوهانو او ماهرينو له اثارو څخه وده کړې ده.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

پېژندنه

په جغرافيايي سيمو کې د انواعو د وېش نمونې عموماً د تاريخي لاملونو د يو ځای کېدو پر بنسټ تشريح کېدای شي لکه: د انواعو جوړېدل، له منځه تلل، براعظمي بهنګ او د کنګلونو جوړېدل. د انواعو د جغرافیايي وېش په کتنې سره، موږ د سمندر د سطحې، د سمندر لاندې لارو، استوګنځای او د سمندر د بهېدو لاره بدلولو کې اړوند بدلونونه ووينو. سربېره پر دې، دا علم د ځمکو د کتلو د سيمو د جغرافيايي خنډونو او ګوښه والي تر څنګ، په شته چاپېريالي نظام کې د انرژۍ سرچينې هم تر غور لاندې نيسي.

د چاپېريالي بدلونونو د پړاونو په اوږدو کې، په بايوجيوګرافي کې د بوټو او ژويو د انواعو مطالعه هم شامله ده: د ژوندي پاتې کېدو لپاره د دوی پخوانی او/يا اوسنی استوګنځای، د دوی لنډمهالي استوګنځايونه او/يا د دوی د ژوندي پاتې کېدو موقعيتونه. لکه چې لیکوال «ډيويډ کومين» ويلي دي «...بايوجيوګرافي له دې پوښتنې څخه زيات څه کوي چې کوم انواع؟ او چېرته. دا همدا راز پوښتنه کوي چې ولې؟ او کوم څه چې کله کله زیات مهم وي يعنې ولې نه؟».[۱۱][۱۲]

پر ژونديو موجوداتو اغېز کونکو عواملو د پوهېدو او د ژونديو موجوداتو په وېش کې د راتلونکو بهيرونو د وړاندوینې لپاره په اوسنۍ (عصري/مودرنه) بايوجيوګرافي کې ډېری وخت د جغرافیايي معلوماتو سيستمونه (GIS) پلې کيږي. د چاپېريالي ستونزو د حل کولو لپاره عموماً رياضياتي نمونې او (GIS) کارول کېږي، کومې چې د دوی لپاره يو سيمه ييز اړخ لري. [۱۳][۱۴]

بايوجيوګرافي تر ټولو زياته د نړۍ په ټاپوګانو کې لېدل شوې ده. دا استوګنځايونه ډېر ځله د مطالعې لپاره زيات د مديريت وړ سيمې وي، ځکه چې دا په ځمکه د شته سترو چاپېريالي سيستمونو په پرتله د زياتو راټولېدو ځايونه وي. ټاپوګان همدا راز بېلګه ييزې سيمې دي، ځکه دا ساينسپوهانو سره مرسته کوي چې له هغو استوګنځايونو څخه لېدنه وکړي، کوم چې نويو بريد کوونکو انواعو په وروستيو کې نيولي دي او کولای شي وويني چې څه ډول دوی په دې ټاپو کې خپاره شي او هغه ټاپو بدل کړي. له دې وروسته دوی همدا راز کولای شي چې خپله پوهه په دې ته په ورته، خو ډېرو پېچلو سيمو استوګنځايونو کې پلي کړي. ټاپوګان په خپلو بايوميس کې زيات متنوع دي، په کومو کې چې له تودو څخه نيولې بيا تر کنګلي اقليمونه شامل دي. په استوګنځايونو کې دا تنوع د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د انواعو د مطالعې له پراخه لړۍ سره مرسته کولای شي.[۱۵]

یو سانيسپوه، چا چې د دې جغرافيايي موقعيتونو اهميت وپېژاندو «چارلس ډارون» و، چا چې په خپل ژورنال کې د دې په اړه تبصره کړې او وايي «د مجمع الجزايرونو ژوپوهنه به په ښه طريقې سره د ازموينې ارزښت ولري». د «د انواعو د اصليت په اړه» برخه کې دوه فصلونه جغرافيايي وېش ته ځانګړي کړای شوي دي.[۱۶]

تاريخ

اتلسمه پېړۍ

لومړۍ هغه موندنې چې د يو علم په توګه يې د بايوجيوګرافي په وده کې ونډه درلوده د اتلسمې پېړۍ په نيمايي کې پيل شوې، هغه مهال کله چې اروپايانو د نړۍ لټون پيل او حياتياتي تنوع يې تشريح کړه. د اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې د نړۍ په اړه ډېری اندونه د مذهب او د ډېرو طبيعي الاهيات پوهانو لپاره د بايبل څخه جوړ شول. «کارل لينيس» د اتلسمې پېړۍ په نيمايي کې، د هغو سيمو د موندلو په خپله هڅه کې د ژونديو موجوداتو د ډلبندي کولو په طريقو پيل وکړ، کومې سیمې چې موندل شوي نه وې. کله چې هغه وليدل چې انواع هغه شان تلپاتې نه دي، څه ډول چې هغه باور درلود، نو هغه د ژونديو موجوداتو د تنوع د وېش د بيانولو لپاره د غرونو تشریح چمتو کړه؛ کله چې د نوح بېړۍ د «ارارات» په غر ښکته شوه او اوبه کمې شوې، ژوي هم د غرونو په بېلا بېلو لوړو څوکو کې خپاره شول. دې چارې په بېلا بېلو اقليمونو کې بېلا بېلا انواع وښودل او ثابته يې کړه چې انواع تلپاتې نه و. د «ليونيس» د موندنو پايلو د چاپېريالي بايوجيوګرافۍ بنسټ کېښود. په مسيحيت د هغه د ژور باور له لارې، نوموړی د ژوندۍ نړۍ د ډلبندي کولو لپاره وهڅول شو، کومو چې وروسته د جغرافيايي وېش په اړه د سيکولر نظریاتو زیاتو روايتونو ته لاره ورکړه. هغه دليل وړاندې کړ چې د يو ژوي جوړښت د شا اوخوا فزيکي شيانو سره ډېره نږدې اړيکه لري. دا د «جارج لويس بفون» د سيالې تيورۍ د وېش لپاره مهمه وه.  [۱۷][۱۸]

له «لينيس» څخه ډېر ژر وروسته، «جارجس لويس ليکرک، کومټ ډي بفون» په اقليم کې بدلونونه او دا چې د هغې په پايله کې په ټوله نړۍ کې انواع څه ډول خپرېږي، وليدل. هغه د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د ژونديو موجوداتو د مختلفو ډلو لېدونکی لومړی شخص و. بفون د ځينو سيمو تر منځ ورته والی وليد، د کومو په پايله کې چې هغه باور پیدا کړ چې په يو وخت کې د ځمکې کتلې یو له بل سره تړلې وې او له دې وروسته اوبو سره جلا کړې او د انواعو د خپرېدو لامل وګرځېدې. د هغه فرضيې د هغه په اثارو کې تشریح شوي دي، د «Histoire Naturelle, générale et particulière» په نوم ۳۶م جلد، په کوم چې هغه استدلال کوي چې د جغرافيايي سيمو توپير به بېلا بېل ډوله ژوندي موجودات ولري. دې د هغه له مشاهداتو څخه الهام اخستی و چې پخوانۍ او نوې نړۍ يې پرتله کړې وه، ځکه چې هغه له دوه سيمو څخه د انواعو جلا بدلونونه معلوم کړي وو. «بفون» باور درلود چې د انواعو د پنځولو يوه پېښه منځ ته راغلې وه او دا چې د نړۍ بېلا بېلې سيمې د جلا جلا انواعو استوګنځايونه وو، کوم چې د «لينوس» د اند لپاره يو بديل نظر دی. په پايله کې د «بفون» قانون د بايوجيوګرافي لپاره يو اصل وګرځېد، په دې ډول چې تشريح يې کړه، ورته چاپېريالونه د ژونديو موجوداتو پرتلې وړ اقسامو لپاره څه ډول استوګنځايونه ګرځېدلي وو. «بفون» همدا راز پاتې شوني (فوسيلونه) مطالعه کړل، کومو چې هغه دې باور ته ورساوه چې ځمکه لسګونه زره کاله زړه وه او دا چې د ځمکې د عمر په پرتله انسانان په ځمکه کې د دومره اوږدې مودې لپاره نه دي اوسېدلي.[۱۹]

سرچينې

  1. Brown University, "Biogeography." Accessed February 24, 2014. "Biogeography". مؤرشف من الأصل في ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  2. Dansereau, Pierre. 1957. Biogeography; an ecological perspective. New York: Ronald Press Co.
  3. Cox, C. Barry; Moore, Peter D.; Ladle, Richard J. (2016). Biogeography:An Ecological and Evolutionary Approach. Chichester, UK: Wiley. د کتاب پاڼې xi. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781118968581. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cox, C Barry, and Peter Moore. Biogeography : an ecological and evolutionary approach. Malden, MA: Blackwell Publications, 2005.
  5. von Humboldt 1805. Essai sur la geographie des plantes; accompagne d'un tableau physique des régions equinoxiales. Levrault, Paris.
  6. Caldas F.J. 1796-1801. "La Nivelacion de las Plantas". Colombia.
  7. Watson H.C. 1847–1859. Cybele Britannica: or British plants and their geographical relations. Longman, London.
  8. de Candolle, Alphonse 1855. Géographie botanique raisonnée &c. Masson, Paris.
  9. Wallace A.R. 1876. . The geographical distribution of animals. Macmillan, London.
  10. Browne, Janet (1983). The secular ark: studies in the history of biogeography. New Haven: Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-02460-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Martiny JBH et al. Microbial biogeography: putting microorganisms on the map Archived 2010-06-21 at the Wayback Machine. Nature: FEBRUARY 2006 | VOLUME 4
  12. Quammen, David (1996). Song of the Dodo: Island Biogeography in an Age of Extinctions. New York: Scribner. د کتاب پاڼي 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-684-82712-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cavalcanti, Mauro. (2009). Biogeography and GIS. "Digital Taxonomy Infobio". مؤرشف من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Whittaker, R. (1998). Island Biogeography: Ecology, Evolution, and Conservation. New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-850021-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. MacArthur R.H.; Wilson E.O. 1967. The theory of island biogeography.
  16. MacArthur R.H.; Wilson E.O. 1967. The theory of island biogeography.
  17. Cox, C Barry, and Peter Moore. Biogeography : an ecological and evolutionary approach. Malden, MA: Blackwell Publications, 2005.
  18. Browne, Janet (1983). The secular ark: studies in the history of biogeography. New Haven: Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-02460-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Browne, Janet (1983). The secular ark: studies in the history of biogeography. New Haven: Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-02460-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)