استاد عبدالهادي قريشي

د هېواد لوی سیاستوال او تکړه ليکوال استاد عبدالهادي قريشي د سيدالرحمن قريشي زوی، د حبیب الرحمن (مهدي قريشي) لمسی ده. په ۱۳۲۹ هـ. ش کال د جلال آباد په ښار کې زېږېدلی او پاتې ژوند، ابتدایي زده کړې او تحصیلات يې د لغمان په مرکز کې تر سره کړي دي. ښاغلی استاد چې علمي رتبه لري تر اوسه پورې يې په ملکي، نظامي او د خاتم النبین په پوهنتونونو کې د استاد په صفت دنده تر سره کړې ده. ښاغلی استاد چې تر ۳۱۰ زیاتې آکاډميکې ليکنې لري ډېری يې د (افغانستان د علومو د آکاډمۍ) لخوا په علمي تحقيقي مجلو کې چاپ شوي دي. د ښاغلي استاد زیاتې علمي او اکاډميکې مقالې په پښتو، دري او نورو ژبو په (سيمه اييز مطالعاتو) مجله، د بهرنيو چارو د وزارت په (ستوري) مجله، د (جرګې) په مجله او همدارنګه د (هموطن) په مجلو کې چاپ او نشر ته رسيدلي دي.

ښاغلي استاد د خپل د ژوند په ۲۰ وروستيو کلونو کې تر ۳۰۰۵ علمي، تحقیقي، سياسي، تاريخي، فرهنګي، مطقوي، تحلیلي، ادبي مقالې ليکلي او د هېواد په مشهورو مجلو او روځپاڼو کې چاپ او نشر کړي دي.

ښاغلي قريشي د سیاست تر څنګ په ادبي برخه کې هم زیاته مطالعه لري هماغه ده چې په دې برخه کې هم د نورو برخو په څېر مقالې، شعرونه او داستانونه لري.

ښاغلی قريشي د وطن لپاره دوه ځله زنداني شوی او تر اوسه پورې يې په سیاست او نورو برخو کې تر ۱۵ زیات آثار ليکلي چې له مشهورو څخه يو هم (دستهای مخفي و سیاستهای علني) ده.

چاپ شوي کتابونه سمول

  1. دست‌های مخفی و سیاست‌های علنی (دری)
  2. دست سیاه (پشتو و دری)
  3. پروکسی وار (پشتو و دری)
  4. د لغمان له مشاهیرو څخه (پشتو، دری، انګلیسی، پشه یی)
  5. له احمد شاه بابا څخه تر شاه امان‌الله خان غازی پوری د افغانستان تاریخ (پشتو)
چاپ ته اماده کتابونه سمول
  1. پټ لاسونه بربنډ سیاستونه (پښتو)
  2. تاریخ مختصر اقوام افغانستان (دری)
  3. شخصیت و زندګینامه مولانا حبیب الرحمن مهدی قریشی
  4. امنیت و حاکمیت دولتی (دری)
  5. تاریخچه اردو، پولیس و استخبارات کشور (پشتو، دری)
  6. ډیورنډ، پنجاب او د پنجاب تأثیرات (پښتو)
  7. پراکسی وار د سیمی ښامار (پښتو)
  8. ریئسی ژوند (مجموعه داستانها) (پشتو)
  9. له افغانستانه بهر د سیمی سیاسی کړکیچونه (پشتو)

او...

مډالونه سمول

د هېواد د دغه سیاستوال د تحسین او تقدیر لپاره بېلابېلو رسمي او غیر رسمي اداراتو او مؤسساتو بېلابېل مډالونه، تقدير نامې او تحسین نامې ورکړي دي.

خارجي سفرونه سمول

استاد تر اوسه پورې شپږو خارجي هېوادونو ته رسمي سفرونه کړي دي.

له رسنيو سره اړيکې سمول

استاد د نورو رسنيو سربېره له انیس، اصلاح، هیواد، Kabul times ورځپاڼو او مختلفو تلویزیونونو سره نژدې اړيکې او همکاري لري.

دا هم وګورئ سمول

مهدی حبیب الرحمن قریشی

سید رحمان قریشی

حیات الله قریشی

منابع سمول

۱- د لغمان له مشاهیرو څخه...

۲- بېلابېلې رسنۍ...