ارتور مېلر

ارتور مېلر
(انګلیسي: Arthur Miller د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ارتور مېلر
ارتور مېلر

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Arthur Asher Miller د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۷ اکتوبر ۱۹۱۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
نيويارک[۱۷][۱۸]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 10 فبروري 2005 (90 کاله)[۱][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری
د زړه ناروغي
سرطان  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب يهوديت[۱۹]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه ماریلین مونرو (۲۹ جون ۱۹۵۶–۲۰ جنوري ۱۹۶۱)  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سکرين ليکوال[۱۵]
خبريال
ليکوال[۱۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲۰][۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر هنرېک ايبسن
وېليم شېکسپيير  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ارتور مېلر
ارتور مېلر

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ارتور اشر مېلر (زېږېدنه د ۱۹۱۵ کال د اکتوبر ۱۷مه – مړينه د ۲۰۰۵ کال د فبرورۍ ۱۰مه) په شلمه پېړۍ کې د امريکا په تياتر کې یو امريکايی ډرامه ليکونی، مقاله ليکونکی او فلم لیکونکی و. چې د ډرامو له ډلې يې زما ټول زامن (۱۹۴۷)، د يو پلورنکي مړينه (۱۹۴۹)، ازمون (۱۹۵۳) او د پل منظره (۱۹۵۵) یادولی شو. هغه څو فلم‌لیکونه وليکل او تر ډېره يې د مېسفېټ په نوم فلم له ليکلو سره چې په ۱۹۶۱ کال کې خپور شو د خلکو پام ځانته واړوه. د يو پلورونکي مړينه په نوم ډرامه په شلمه پېړۍ کې د لنډو غوره امريکايي ډرامو په نوم‌لړ راڅرګنده شوې ده.  

مېلر په ځانګړي ډول د ۱۹۴۰مې، ۱۹۵۰مې او د ۱۹۶۰مې لسیزې د لومړۍ برخې په بهیر کې تر ډېره د خلکو په سترګو کې ځای درلود. د دې وخت په بهیر کې يې د ډرامې په برخه کې د پوليټایزر جایزه ترلاسه کړه. د امريکا د ولسي جرګې د غیر امريکايي فعالیتونو د کميټې تر تصديق مخکې يې له مرلين مونرو سره واده وکړ. مېلر په ۱۹۸۰ کال کې د سېنټ لويس پوهنتون د کتابتون له همکارانو څخه د سېنټ لوئیس ادبي جایزه ترلاسه کړه. هغه په ۲۰۰۱ کال کې د پرېمیوم امپریال جایزه ترلاسه کړه، په ۲۰۰۲ کال کې يې د شهزاده استوریاس جایزه او په ۲۰۰۳ کې يې د ژورزلېم جایزه ترلاسه کړه او همدارنګه يې په ۱۹۹۹ کال کې د ډروټي او لېلیان ګېش جایزه خپله کړه.  [۲۲][۲۳][۲۴]

ژوندلیک سمول

د ژوند لومړي کلونه سمول

مېلر د ۱۹۱۵ کال د اکتوبر په ۱۷مه په هارلم کې د نیویارک ښار په منهاټن سیمه کې زېږېدلی، د اګوستا (بارونېټ) او اېزېډور له درې بچیانو څخه دويم و. مېلر یو یهودۍ و چې د پولنډي-يهودۍ کورنۍ سره يې تړاو درلود. پلار يې د ګالیسیا په راډومایزل ويليکي (هغه مهال د اتریش- هنګري یوه برخه اوسنی پولنډ) کې نړۍ ته راغی او مور يې د نیویارک اوسېدونکې وه چې مور او پلار يې هم په همدې ښار کې زېږېدلي وو. اېزېډور د ښځينه جامو د تولید یو کاروبار درلود چې ۴۰۰ کارکوونکي يې لرل. هغه په ټولنه کې يو شتمن او د درناوي وړ کس شو. د هغه د کوچنۍ خور جوان کوپ‌لنډ په ګډون د مېلر کورنۍ د مېنهاټن په لویدیځ کې په ۱۱۰ سړک کې ژوند کاوه، د کوېینز په فار راکوې کې يې یو اوړنی کور درلود او یو ځاني موټروان یې ګومارلی و.  د وال سټرېټ د سقوط پر مهال په ۱۹۲۹ کال کې يې کورنۍ نږدې هر څه له لاسه ورکړل او بروکلین ګریوزند ته کډه شول. (یوه سرچينه وايي چې هغوی ميډووډ ته کډه شوي) مېلر په نوې ځوانۍ کې هر سهار تر ښوونځي مخکې د ډوډوۍ رسونې خدمتونه وړاندې کول تر څو له‌دې طریقه له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي. مېلر وروسته د «هغه هلک چې بروکلین کې يې وده وکړه» په نوم د خپل ژوند د لومړۍ کلونو یو راپور خپور کړ. په ۱۹۳۲ کال کې له ابراهام لېنکلن ښوونځي څخه تر فراغت وروسته يې په مشیګان پوهنتون کې د کالج د لګښتونو د پوره کولو لپاره په څو کمزرو دندو کې کار وکړ. هغه تر فراغت وروسته (نږدې په ۱۹۳۶ کال کې) په نيویارک او همپشایر پوهنتونو کې د پوهنځۍ د پوستونو تر منلو مخکې د یو مرستندوی ارواپوه او نسخه لیکونکي په توګه کار پيل ګړ. مېلر د ۱۹۳۵ کال د مې مياشتې په لومړۍ نېټه د امريکايي ليکوالانو له ليګ (۱۹۳۵-۱۹۴۳) سره یوځای شو، چې نړيوال خپروونکی الکساندر ټراکټېنبرګ، فرانکلېن فولسوم، لوېس انټرمایر، ای.اېف.سټون، مایرا پېج، مېلن برنډ، ليلیان هېلمن او داشېل همېټ يې غړي وو.  [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

مېلر په لومړيو کې په مشيګان پوهنتون کې د ورځپاڼې لیکنې په برخه کې زده‌کړې وکړې او د زد‌ه‌کړيالانو ورځپاڼې، ډېلي مشیګان ورځپاڼې او همدارنګه يې د ګارګوېل طنزیه مجلې ته طنزیه ليکنې وکړې. د دې وخت په بهیر کې هغه د نو‌وېلېن په نوم خپله لومړۍ ډرامه ولیکله. مېلر خپله څانګه په انګلیسي بدله کړه چې ورپسې يې د نو‌وېلېن ډرامې لپاره د اوري‌هوپډ جایزه ترلاسه کړه. دې جایزې هغه ته د هغه لومړنۍ پېژندګلوي وروښوده او د دې لامل شوه چې هغه په دې وپوهېږي چې کولی شي د یو مسلکي ډرامه ليکونکي په توګه کار وکړي. مېلر د ډرامه ليکنې په یو سمینار کې چې د بانفوذه پروفیسور کېنټ روو له‌خوا په‌کې تدريس کېده ګډون وکړ او هغه په‌خپلو لومړنیو هڅو کې نوموړي ته د ډرامه ليکنې په برخه کې زده‌کړې ورکړې؛ روو پردې ټېنګار کاوه چې یوه ډرامه باید څه ډول جوړه شي چې موخنه اغېزمنتيا پر ځای پرېږدي، یا هغه څه چې مېلر د ډرامې د جوړښت ډيناميک بولي. روو هغه د کره او پر ځای نیوکو په وړاندې کولو سره پوره وهڅاوه او د ټول عمر لپاره يې په ملګري بدل شو. مېلر د خپل پاتې عمر په بهیر کې له خپل پوهنتون سره غښتلې اړيکې لرلې او په ۱۹۸۵ کال کې يې د پوهنتون د ارتور مېلر جایزه او په ۱۹۹۹ کال کې يې د ډراماتیکو لیکنو لپاره د ارتورمېلر جایزه رامنځته کړه او په ۲۰۰۰ کال کې يې خپل نوم د ارتور مېلر تياتر ته ځانګړی کړ. مېلر په ۱۹۳۷ کال کې د هونړس اټ ډون (د سپېده‌چاود وياړ) وليکه چې د هغه لپاره يې هم د اوري‌هاپووډ جایزه خپله کړه. هغه په ۱۹۳۸ کال کې تر فراغت وروسته د فېدرال د تياتر له پروژې سره چې په تياتر کې د دندو د رامنځته کولو لپاره د نيوډېل یو اژانس و یوځای شو. هغه د شلمې پېړۍ په فاکس کې د فلم لیکونکي په توګه د سودارتور له وړاندیز سره سره د تیاتر پروژه وټاکله. په دې توګه کانګرېس د کمونیستانو د احتمالي نفوذ په اړه اندېښمن و او دا پروژه يې په ۱۹۳۹ کال کې وتړله. مېلر په هر حال د راډیويي ډارمو ليکنې ته دوام ورکړ چې ځينې يې له CBS څخه خپرېدې په ورته وخت کې يې د بروکلين د سمندري بېړیو د جوړونې په کارخونه کې کار پيل کړ.     [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

لومړۍ دنده   سمول

مېلر په ۱۹۴۰ کال کې له ماري ګرېس سلاټېري سره واده وکړ. دې جوړې د جېن (د ۱۹۴۴ کال د سېپټامبر په اوومه زېږېدلی) او رابرټ (زېږېدنه د ۱۹۴۷ کال د مې مياشتې ۳۱مه – مړينه د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۶مه) په نوم دوه بچیان لرل. مېلر د دويمې نړيوالې جګړې په بهیر کې د ښوونځي په دوره کې د فوټبال لوبې په بهیر کې په‌خپله چپه ګونډه کې د ټپ له امله د عسکرۍ له خدمت څخه معاف کړای شو. په ۱۹۴۴ کال کې د «هغه سړی چې ټولې نېکمرغۍ يې لرلې» په نوم د مېلر لومړنۍ ډرامه خپره شوه او د تیاتر د ټولنې ملي جایزه يې ترلاسه کړه. دا ډرامه تر څلورو نندارو وروسته له شومو نیوکو سره وتړل شوه. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

په ۱۹۴۷ کال د مېلر د «زما ټول زامن» په نوم ډرامه چې ليکل يې په ۱۹۴۱ کال پيل شوي وو په براډوې (تیاتري نندارې، ژباړن) کې بریالۍ وه، (چې نوموړي ته يې د هغه د غوره ليکوال لومړنۍ ټوني جایزه ورپه برخه کړه) او د یو ډرامه ليکونکي په توګه يې د هغه شهرت تثبیت کړ. مېلر کلونه وروسته په ۱۹۹۴ کال کې له ران رېفکېن سره په مرکه کې وويل چې «زما ټول زامن» ډرامې ډېری معاصر منتقدان دا د «شدیدې خوش‌بینۍ په دوران کې دا يوه ډېره خفه‌کوونکې ډرامه یادوي» خو له نيویارک ټایمز څخه د بروک اټکېنسون مثبتو نيوکو دا ډرامه له ناکامۍ څخه وژغورله.   [۴۹][۵۰]

مېلر په ۱۹۴۸ کال کې د کانټيکاټ په راکسبري کې یوه  کوچنۍ سټېډیو جوړه کړه. هلته يې له یوې ورځې څخه په لږه موده کې د يو پلورنکې د مړينې په نوم ډرامې لومړۍ برخه وليکله. هغه د شپږو اونیو په بهیر کې د ډرامې پاتې برخه وليکله چې د نړۍ په تياتر کې یوه له کلاسیکو اثارو څخه ده. د يو پلورنکې مړينه په نوم ډرامه د ۱۹۴۹ کال د فبرورۍ په ۱۰مه د موروسکو په تياتر کې د اېلیا کازان په کارګردانۍ او د ويلي لومان په کرېکټر کې د ليي جې. کاب، د لېدندا په رول کې د مېلډرد ډانوک، د بیف په رول کې د ارتور کېنېډې او د ميچل په کریکټر کې د کامرون په لوبغاړۍ نندارې ته وړاندې شوه. دا ډرامه له سوداګریز اړخه بریالۍ وه او منتقدانو وستایله چې د غوره لیکوال لپاره د ټوني جایزې، د نیویارک د ډرامه ليکونکو د منتقدانو د کړۍ جایزې او د پولټزر جایزې ګټونکې شوه.دا لومړنۍ ډرامه وه چې درې واړه جایزې يې خپلې کړې. دا ډرامه ۷۴۲ ځله نندارې ته وړاندې شوه. [۵۱][۵۲]

مېلر په ۱۹۴۹ کال کې د مېلر د «زما ټول زامن» په نوم تولید پر بنسټ له ایوجين اونيل سره ځينې خپرونې تبادله کړې. اونيل مېلر ته د مبارکۍ پيغام ولېږه؛ هغه يې په ځواب کې څو پاراګرافه ليک وليکه، چې په ترڅ ې يې د تېلګرام لپاره مننه کړې وه او دا چې زر يې ځواب نه و ورکړی بښنه يې غوښتې وه او ايوجين ته يې د پلورنکي مړينه په نوم ډرامې په پرانیست غونډه کې بلنه ورکړه. اونيل ځواب ورکړ، بښنه يې ومنله، خو بلنه يې رد کړه او ويې ويل چې پراکېنسون ناروغۍ هغه ته سفر کول ستونزمن کړي دي. هغه ليک بوستون ته د هغه له بلنې سره پای ته ورساوه چې دا سفر کله هم پېښ نه شو. [۵۳]

سرچينې  سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118582496  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11916126g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Arthur-Miller-American-playwright — subject named as: Arthur Miller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tt4rp4 — subject named as: Arthur Miller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/4316 — subject named as: Arthur Miller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa360231/arthur-miller — subject named as: Arthur Miller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10457606 — subject named as: Arthur Miller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?152093 — subject named as: Arthur Miller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/511729 — subject named as: Arthur Miller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Arthur Miller — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/f09be64d5677442ba13e421a32b042f6 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/miller-arthur — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0042523.xml — subject named as: Arthur Miller — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=arthur;n=miller — subject named as: Arthur Miller
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/11642 — subject named as: Arthur Miller
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ https://cs.isabart.org/person/79119 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000007304 — subject named as: Arthur Miller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  17. پیوستون : 118582496  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  18. پیوستون : 118582496  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Миллер Артур — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  19. https://jewishjournal.com/culture/arts/231886/daughter-documents-inner-arthur-miller/
  20. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11916126g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  21. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/5310819
  22. "Website of St. Louis Literary Award". د اصلي آرشيف څخه پر August 23, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 25, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Saint Louis University Library Associates. "Recipients of the Saint Louis Literary Award". د اصلي آرشيف څخه پر جولای 31, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه جولای 25, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Associated Press, "Citing Arts' Power, Arthur Miller Accepts International Prize." Los Angeles Times, 4 September 2002
  25. Ratcliffe, Michael (February 12, 2005). "Arthur Miller". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه May 8, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Miller, Gerri (March 14, 2018). "Daughter Documents the Inner Arthur Miller". Jewish Journal. د لاسرسي‌نېټه May 8, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Kampel, Stewart (September 19, 2013). "Q&A with Rebecca Miller". Hadassah Magazine. د لاسرسي‌نېټه May 8, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Campbell, James (July 26, 2003). "Arthurian legends". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه May 8, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Arthur Miller's Intermarriages Archived December 22, 2015, at the Wayback Machine. Golin, Paul. Published February 16, 2005. Accessed December 12, 2015.
  30. "Marilyn Monroe's Jewish Wedding 'Cover Up'" Ghert-Zand, Renee. Published December 28, 2012. Accessed December 12, 2015.
  31. "A World in Which Everything Hurts; Arthur Miller's Struggle With Jewish Identity May Be Responsible for His Best Work" Eden, Ami. Published July 30, 2004. Accessed December 12, 2015.
  32. Arthur Miller, Timebends: A Life, A&C Black, 2012. p. 539.
  33. BBC TV Interview; Miller and Yentob; 'Finishing the Picture,' 2004
  34. Miller, Arthur (June 22, 1998) American Summer: Before Air-Conditioning. The New Yorker. Retrieved on October 30, 2013.
  35. (په June 2, 2009 باندې). Miller: Life before and after Marilyn. The New York Times.
  36. The Times Arthur Miller Obituary, (London: The Times, 2005)
  37. Applebome, Peter. "Present at the Birth of a Salesman", The New York Times, January 29, 1999. Accessed February 8, 2019. "Mr. Miller was born in Harlem in 1915 and then moved with his family to the Midwood section of Brooklyn."
  38. Hechinger, Fred M. "Personal Touch Helps", The New York Times, January 1, 1980. Accessed September 20, 2009. "Lincoln, an ordinary, unselective New York City high school, is proud of a galaxy of prominent alumni, who include the playwright Arthur Miller, Representative Elizabeth Holtzman, the authors Joseph Heller and Ken Auletta, the producer Mel Brooks, the singer Neil Diamond and the songwriter Neil Sedaka."
  39. Page, Myra; Baker, Christina Looper (1996). In a Generous Spirit: A First-Person Biography of Myra Page. University of Illinois Press. د کتاب پاڼې 145. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780252065439. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "A Brief Chronology of Arthur Miller's Life and Works". The Arthur Miller Society. مؤرشف من الأصل في October 2, 2006. د لاسرسي‌نېټه September 24, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. For Rowe's recollections of Miller's work as a student playwright, see Kenneth Thorpe Rowe, "Shadows Cast Before," in Robert A. Martin, ed. (1982) Arthur Miller: New Perspectives, Prentice-Hall, کينډۍ:ISBN. Rowe's influential book Write That Play (Funk and Wagnalls, 1939), which appeared just a year after Miller's graduation, describes Rowe's approach to play construction.
  42. Arthur Miller, Timebends: A Life. New York: Grove Press, 1987, pp. 226–227
  43. "Arthur Miller Files (UM days)". University of Michigan. د لاسرسي‌نېټه September 24, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "Arthur Miller and University of Michigan". University of Michigan. مؤرشف من الأصل في September 13, 2006. د لاسرسي‌نېټه September 24, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په February 11, 2005 باندې). Obituary: Arthur Miller. The Guardian.
  46. Fried, Billy (April 9, 2022). "Remembering Bob Miller". Laguna Beach Independent. Firebrand Media LLC. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Royal National Theater: Platform Papers, 7. Arthur Miller (Battley Brothers Printers, 1995).
  48. Shenton, Mark (March 14, 2008). "The man who HAS all the luck..." The Stage. The Stage Newspaper Limited. مؤرشف من الأصل في May 19, 2009. د لاسرسي‌نېټه May 6, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Bigsby, C. W. E. (2005). Arthur Miller: A Critical Study. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 301. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-60553-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Rifkin, Ron, "Arthur Miller" Archived 2012-05-26 at the Wayback Machine., BOMB Magazine Fall, 1994. Retrieved on July 18, 2012.
  51. The Times Arthur Miller Obituary, (London: The Times, 2005)
  52. (په February 11, 2005 باندې). Obituary: Arthur Miller. BBC News. BBC
  53. Dan Isaac, Founding Father: O'Neill's Correspondence with Arthur Miller and Tennessee Williams, The Eugene O'Neill Review, Vol. 17, No. 1/2 (Spring/Fall 1993), pp. 124–33