احمدولي اڅکزی (د ۱۹۸۱ زېږدي کال د اکتوبر ۱۰ ) (په انگرېزي: Ahmad Wali Achakzai) د قاموسونه ټکی کام يا (qamosoona.com) د پروژې بنسټگر، ليکوال، سیند ليکونکی، د راډيو يو اماتور ژورنالست او څېړونکی دی.

احمد ولي اڅکزی د قاموسونو د وېبپاڼې بنسټگر

کورنۍ

احمدولي اڅکزی په توبه اڅکزۍ کې زېږېدلی دی. دی پښتون دی او د اڅکزو د ترهټ زو د معدادزيو په کورنۍ پورې تړاو لري چې د ډيورنډ کرښې پر دواړو اړخونو ودان دي . احمدولي اڅکزی د حاجي شاولي خان اڅکزي زوی د پښتو او پاړسي ژبو د شاعر مرزا محمد ايوب خان لمسی او د غازي مېداد خان اڅکزي کړوسی دی.

زده کړې

احمدولي اڅکزي تر لسو کالو څخه زيات وخت ديني زده کړې کړي دي او د دې تر څنگ يې د لسم ټولگي پورې د سويلي پښتونخوا په ښار کوټه کې ښوونځی لوستی دی. د ده پلار دی د لوړو زده کړو لپاره المان ته ولېږه، چې ده د باکلوريا د بري ليک له ترلاسه کولو وروسته د انجينرۍ په پوهنځي کې لوړې زده کړې پېل کړې.

اڅکزی د ۲۰۰۲ م کال راهيسې د المان غږ دويچه وېله راډيو په پښتو څانگه کې د ژورنالست په توگه کار کوي. د دې تر څنگ نوموړي د دويچه وېله راډيو د الماني او د سويلي آسيا د انگريزي او اوردو ژبو د ځانگړو څانگو او د المانۍ راډويو WDR سره هم همکاري کړېده.

اڅکزی د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ په انگريزي، الماني، اردو، روسي او پاړسي هم خبري کولی شي. دی تر يوې کچې په هسپانياوي، سانسکرېټ او پنجابي ژبو هم پوهيږي.

قاموسونه ټکی کام

 
د احمد ولي اڅکزي په زيار ليکل شوی قاموسونه

احمدولي اڅکزی چې د ۲۰۰۱ م زېږدي کال راهيسي د پښتو ژبې د پانگې په راټولولو بوخت دی او ورباندې څېړنه کوي، په ۲۰۰۳ م زېږدي کال يې د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پروژې بنسټ کېښود. په دغه انټرنټ پاڼه کې تر اوسه پورې څه ورباندې پنځوس پښتو قاموسونه ځای پر ځای شوي دي چې پکې د پښتو مشهوره قاموسونه لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او افغان قاموس هم شامله دي. ده په قاموسونه ټکی کام کې څه ورباندې يو لک او اتيا زره مصرعې ،پښتو شعرونه هم راټول کړي دي چې لا ورباندې کار روان دی. پداسې حال کې چې قاموسونه ټکی کام د پښتو ويونو او سيندونو يوه بېسارې پانگه ده نو دغې پاڼې او د پاڼې بنسټگر په گڼ شمېر پښتنو ځوانانو کې ډېر مينه وال پيدا کړي دي. اڅکزي سره په څنگ کې يو شمېر نورو افغان ځوانان چې په اروپا او د نړۍ په نورور لويو وچو کې مېشت دي هم خپلې هلې ځلې کړي دي او د قاموسونه پروژې په بډاينه کې د هغوی رول د يادولو وړ دی . د وېبپاڼې په تخنیکي اړخ کې د مصطفی سادات چې د ريښتوني افغان وېب پاڼه چلوونکی پاتې شوی په نیوزيلېنډ کې اوسېږي هم د يادولو وړ دی . اڅکزي په ۲۰۱۰ م زېږدي کال د آزادۍ راډيو سره په يوه مرکه کي وويل چي ده د پښتو ژبې په لسگونو زره داسي ويونه راټول کړي دي چي تر اوسه پوري په هيڅ پښتو قاموس کي نه وه خو پښتانه يې په خپلو ليکونو او خبرو کې کاروي.

باندنۍ تړنې

قاموسونه ټکی کام

سرچينې