احرارالشام اسلامي غورځنګ

د سوريې يو پوځي اسلامي سياسي سازمان
(له احرارالشام نه مخ گرځېدلی)

 

احرارالشام اسلامي غورځنګ
حركة أحرار الشام الإسلامية (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
اړين مالومات
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د

احرار الشام اسلامي غورځنګ(عربي: حركة أحرار الشام الإسلامية) هغه سازمان دی چې اسلامي او سلفي وسله والې ډلې پکې شاملې دي، چې د بشار الاسد د حکومت پر ضد جګړه کوي. دغه ډله د سوریې په بېلابېلو سیمو په تېره بیا د ادلب ، حلب او دمشق په رفح ولایتونو کې د سوریې په کورنۍ جګړه کې ښکېله ده. دا ډله د اسلامي جبهې د ائتلاف (سوريه) تر ټولو پياوړي غړيتوب سربېره، د اسلامي محاذ ائتلاف مشري هم په غاړه لري. په ۲۰۱۳ کال کې احرارالشام اسلامي غورځنګ د ازادې سوریې له پوځ وروسته د اپوزېسیون په منځ کې دوهمه پیاوړې نفوذ لرونکې ډله ګڼل کيږي.

تاریخ

سمول

د دې ډلې جوړښت د ۲۰۱۱ ز کال د مارچ څخه تر می پورې د مصر د انقلاب پسې متصل پیل شو، کله چې یو شمېر اسلامپاله بندیان د سوریې د حکومت د عمومي بښنې لخوا خوشې شول. د امریکايي استخباراتي ادارو د راپورونو له مخې، د القاعدې یو شمېر غړي چې د سوریې د حکومت له زندانونو خوشې شوي، د دې توان لري چې د دغې ډلې په عملیاتو کې نفوذ وکړي او د دغې ډلې په لوړو تصمیمونو هم اغېز وکړي. د دې ډلې مشري د ډاکټر حسن عبود په غاړه وه، چې د ابو خالد سوري (په سوریه کې د القاعدې د تروریستي سازمان مشر ایمن الظواهري استازی) او د دې ډلې یو شمېر نورو لوړپوړو واکمنو غړو سره په مرموز ډول ووژل شو. احرار الشام له القاعدې ترهګرې ډلې سره نږدې اړیکې لري، دغې ډلې په ۲۰۱۳ کال کې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۸۳ واحدونه درلودل. احرار الشام په سوریه کې له موجودو سیکولر ډلو سره همکاري کوي. دغې ډلې د جیش الفتح په ائتلاف کې چې په ادلب او حلب ولایتونو کې فعاله ده، لوی رول لوبولی و، خو وروسته د سوریې د التحریر جبهې غړی شو. د احرار الشام له نورو ډلو سره د همکارۍ سره سره، دا غورځنګ خپل ځانګړی مشرتابه او سازمان لري. ويل کيږي: دغه ډله د ديني رسالو د خپرولو ترڅنګ ټولنې ته بشري خدمتونه هم وړاندې کوي. [۱]

سرچینې

سمول
  1. {{cite web}}: Empty citation (help)CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: dates (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)