اجمل پسرلی
اجمل پسرلی (په انگرېزي: Ajmal Pasarly) يو افغان کیسه ليکوال او ادبپوه دی. هغه د ليکوالۍ تر څنگ ژباړې هم کوي او د لنډو کيسو د ليکلو يو عربي لارښود يې هم پښتو ژبې ته اړولی دی.
مخينه
اجمل پسرلی د استاد محمد صديق پسرلي زوى، د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. دا مهال د چک جمهوريت په پلازمېنه پراگ ښار کې ژوند کوي.
زده کړې
اجمل پسرلي تر اتم ټولگي د کندوز ولايت په تجربوي لېسه کې زده کړې کړې او بيا يې د کابل له غازي لېسې څخه د ١٢ ټولگي سند اخيستی دی. ښاغلي اجمل پسرلي د سعودي عربستان له سعود پوهنتون څخه په عربي ادبياتو کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی دی.
ليکوالي
هغه له عربي ژبې ژباړې کړې دي او خپله يې هم گڼ شمېر لنډې کيسې کښلي دي.اجمل پسرلی اوس د چيک جمهوريت په پلازمېنه پراگ کې له ازادي راډيو سره کار کوي.
چاپ شوي اثار يې
- اوبو وړى (ناول).
- لنډې کيسې به څنگه ليکو؟ (له عربي ژبې ژباړه).
- نجيب محفوظ څرنگه کيسې ليکي؟
- ماشومانو ته د کيسې ليکلو چل.
سرچينې
ليکوال ويبپاڼه