آنتونیو ګرامشي
آنتونیو فرانچسکو ګرامشي (۲۲ جنوري ۱۸۹۱ – ۲۷ اپرېل ۱۹۳۷ زکال) ایټالوي مارکسېست فیلسوف، خبریال، ژب پوه، لیکوال او سیاستوال و. هغه د فلسفې، سیاسي تیوري، ټولن پوهنې، تاریخ او ژب پوهنې اړوند لیکنې کړې دي. نوموړی د ایټالیا د کمونېست ګوند له بنسټګرو غړو او یو مهال د هغه مشر و. هغه چې د بنیتو موسولیني او فاشیزم تر ټولو سخت سری منتقد و، په ۱۹۲۶ زکال کې بندي شو او تر ۱۹۳۷ کال پورې، هغه مهال چې مړ شو، په بند کې و. [۶][۷]
آنتونیو ګرامشي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د اېټاليا سلطنت |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | فلسفه [۵]، سياست [۵]، ادبيات [۵]، وټپوهنه [۵] |
مؤثر | گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ، کارل مارکس ، بېنېډېټو کروچه ، نېكولو مكياوېلې ، فردریش انګلس ، ولادمير ايليچ لېنين |
خوځښت | کانټینینټل فلسفه ، لویدیځ(غربي) مارکسيزم ، مارکسیستي انسان پالنه |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ګرامشي د خپل بند پر مهال د تاریخ او تحلیل اړوند ۳۰ کتابچې او ۳۰۰۰ پاڼې لیکنې وکړې. د زندان د کتابچو تر نامه لاندې د هغه د مقالو ټولګې د ۲۰ مې پېړۍ له سیاسي تیوري سره زیاته مرسته وکړه. ګرامشي نه یوازې له نورو مارکسیستانو، بلکې له یو شمېر نورو متفکرینو، لکه نیکولو ماکیاولي، ویلفردو پاریتو، جورجس سورل او بندیتو کورچه څخه هم اغېزمن و. د هغه په کتابچو کې ایټالوي تاریخ، ملت پالنې، د فرانسې انقلاب، فاشیزم، تیلوریزم او فوردیزم، مدني ټولنې، فولکلور، مذهب، عامه او عالي کلتور ته اړوندې مقالې شاملېږي. [۸]
ګرامشي تر ډېره د کلتوري واکمنۍ اړوند خپلو نظریاتو له امله پېژندل کېږي، دغه نظریات توضیح کوي چې څه ډول دولت او واکمنه شتمنه طبقه – بورژوازي – په کپټېلیسټي ټولنو کې د خپل واک ساتلو په موخه له کلتوري بنسټونو ګټنه کوي. د ګرامشي له نظره، بورژوازي د تاوتریخوالي، اقتصادي ځواک او زور پر ځای له نظریاتو څخه په ګټنې کلتوري واک پراخوي. کلتوري واکمني خپل ارزښتونه او معیارونه ترویج کوي، څو د «عقلاني قضاوت» په ارزښتونو بدل شي او له دې لارې خپل واک خوندي ساتي. له همدې امله د نظم ساتلو په موخه د دې پر ځای چې له زوره کار واخیستل شي، د کپیټلیستي نظم څخه د رضایت په موخه له کلتوري واکمنۍ کار اخیستل کېږي. کلتوري واکمني، د واکمنې طبقې د بنسټیزو بنسټونو له خوا تولید او بیا تولید کېږي.
ګرامشي همدارنګه هڅه وکړه چې د مارکسیزم د فلسفې له اقتصادي جبر ځان جلا کړي او له همدې امله هم ځینې مهال د نوي مارکسېست په توګه بلل کېږي. هغه له مارکسیزم څخه انسان پال درک درلود او هغه یې د «فلسفې پراکسېس» او «مطلقه تاریخ پالنه» بلله، چې له دودیز ماتریالیزم او عنعنوي آیډیالیزم څخه مخکښ و.[۹]
ژوند
سمولد ایټالیا په کمونېست ګوند کېسمولد یوه ملي خوځښت په رامنځته کولو کې د کارګري شورا ګانو ماتې ګرامنشي دې ته متقاعد کړ چې په لینینستي معنا باندې کمونیستي ګوند اړین دی. د L'Ordine Nuovo چاپېره ډلې په بې وقفې ډول د ایټالیا د سوسیالیست ګوند په معتدلې رهبرۍ نیوکې کولې او په پای کې د بوردیګا له لویې «متنع» څانګې سره یو موټې شوه. د ۱۹۲۱ زکال د جنوري په ۲۱ مې نېټې په لیورنو (لګهورن) ښار کې د ایټالیا کمونیست ګوند (Partito Comunista d'Italia – PCI) تاسیس شو. له بوردیګا سره په مخالفت ګرامشي د Arditi del Popolo په نامه ملیشه فاشیزم ضد ډلې څخه چې د تورو کمیس لرونکو (Blackshirts) پر وړاندې یې مبارزه کوله ملاتړ وکړ. ګرامشي له هماغه پیل څخه د ګوند مشر و، خو د بوردیګا تابع و، هغه چې تر ۱۹۲۴ زکال پورې تر هغه مهاله چې رهبري یې له لاسه ووته، په ګوندي چارو کې یې په نظم، مرکزیت او د اصولو په خالص والي ټینګار کاوه. په ۱۹۲۲ زکال، ګرامشي د نوي ګوند د استازي په توګه روسیې ته سفر وکړ. هملته هغه له ځوانې ویلون غږونکې ژولیا شوخت ( یولیا آپولونونا شوخت) سره ولیدل او بیا یې په ۱۹۲۳ زکال کې له هغې سره واده وکړ، دوی د دلیو (زیږون ۱۹۲۴ زکال) او جولیانو ( زیږون ۱۹۲۶ زکال) په نومونو دوه زامن لرل، خو دویم زوی یې هیڅکله هم وه نه لید. [۱۰][۱۱] روسیې ته د هغه سفر په ایټالیا کې د فاشیزم له رامنځته کېدو سره یو مهال و؛ ګرامشي له داسې لارښوونو سره بېرته ایټالیا ته راوګرځېد چې باید د PCI د رهبرۍ د تمې پر خلاف یې د کیڼ اړخو ګوندونو متحده جبهه د فاشیزم پر وړاندې پیاوړې کړې وای. دغه ډول جبهې په آیډیال توګه PCI په خپل مرکز کې راوست چې له دې لارې مسکو کولای شول ،ټول کیڼ ځواکونه کنټرول کړي، خو یو شمېر نورو د ده دغه بالقوه غوره والی له ګواښونو سره مخامخ کاوه: په ایټالیا کې سوسیالېستانو ځانګړي دودونه لرل، په داسې حال کې چې کمونیست ګوند یو څه ځوان او تر ډېره راډیکال بلل کېده. ډېری کسانو باور درلود چې د کمونېستانو په مشرۍ وروستي ائتلاف د سیاسي بحثونو څخه ډېر هاخوا عمل کاوه او له همدې امله یې انزاو ګواښ له ځانه سره درلود. د ۱۹۲۲ زکال په وروستیو او د ۱۹۲۳ زکال په لومړیو کې د بینیټو موسولیني دولت د مخالفو ګوندونو د ځپلو عملیات پیل کړل او د بودیګا په ګډون یې د PCI د رهبرۍ ډېری غړي ونیول. د ۱۹۲۳ زکال په وروستیو کې، ګرامشي له مسکو څخه وین ته سفر وکړ او هلته یې هڅه وکړه، څو هغه ګوند چې د خپلو دننه ستونزو له امله شیندل شوی و، بېرته راغونډ کړي. په ۱۹۲۴ زکال کې ګرامنشي چې د PCI د رئیس په توګه پېژندل کېده، د ونتو د مرستیال په توګه وټاکل شو. هغه د L'Unità (یووالي) په نوم د ګوند رسمي ورځپاڼه هغه مهال چې کورنۍ یې په مسکو کې وه او خپله یې په روم کې ژوند کاوه، جوړه کړه. د ۱۹۲۶ زکال د جنوري میاشتې په لیون کانګرس کې د ګرامشي غوښتنه په ایټالیا کې د دیموکراسي د بیاځلي واکمنېدو په موخه د متحدي جبهې رامنځته کېدل و چې د ګوند له خوا ومنل شوه. په ۱۹۲۶ زکال کې، په بلشویک ګوند کې دننه د ژوزف ستالین مانور ګرامشي اړ کړ، څو کمنټرن ته لیک ولیکي او په هغو کې یې د لئون تروتسکي تر مشرۍ لاندې د اپوزیسیون اړوند خواشیني څرګنده کړه، خو د رهبر د یو شمېر احتمالي تېروتنو اړوند یې هم تاکید وکړ. په مسکو کې د ګوند د استازي په توګه تولیاتي(Togliatti) دغه لیک ترلاسه کړ، هغه یې پرانیست، وه یې لوست او پرېکړه یې وکړه چې هغه هېڅکله هم وړاندې نه کړي. دغه موضوع د ګرامشي او تولیاتي ترمنځ د شخړو لامل وګرځېده چې بیا هېڅکله هم په بشپړ ډول د دوی ستونزه حل نه شوه. [۱۲] بند او مړینهسمولد ۱۹۲۶ زکال د نومبر په ۹ مه، فاشیستي دولت په موسولیني باندې د څو ورځو وړاندې برید په پلمه د تلاشیو په موخه د بېړنیو قوانینو یوه ټولګه تصویب کړه. فاشیستي پولیسو ګرامشي د هغه په پارلماني خوندیتوب سربېره ونیو او هغه یې رومي رجینا کولي بند ته یووړ. د ګرامشي د محاکمې پر مهال، د قضیې څارنوال څرګنده کړه چې: «موږ باید شل کاله د دغه مغز فعالیت ودروو». هغه له ځنډ پرته په اوستیکا ټاپو کې په بند محکوم شو، راتلونکی کال هغه باري ته څېرمه په توري کې په ۲۰ کاله بند محکوم شو.[۱۳] په بند کې له ۱۱ کلونو تېرولو وروسته، د هغه روغتیايي حالت خراب شو: «غاښونه یې ولوېدل، د هاضمې سیسټم یې خراب شو او نور یې نه شو کولای، کلک شیان وخوړلی شي... وینه به یې استفراق کوله او سخت سر درد یې درلود چې له امله به یې خپل سر د خپلې خونې په دېوال واهه».[۱۴] په کمبرېج پوهنتون کې د پیرو سرافا او د هغه د ښځې د خور تاتیانا په مدیریت د هغه د خوشي کولو په موخه نړیوال کمپاین جوړ شو. په ۱۹۳۳ زکال کې هغه له توري بند څخه په فورمیا کې روغتون ته ولېږدول شو، خو کافي روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی نه درلود. دوه کاله وروسته هغه په روم کې Quisisana روغتون ته ولېږدول شو. په پام کې وه چې هغه د ۱۹۳۷ زکال د اپرېل په ۲۱ مه له بند خوشی او په ساردینا کې د بېرته رغېدو مرکز ته ولېږل شي، خو د شریانونو د بندښت، د سږو د تبرکلوز، د وینې لوړ فشار، صدري آنژین او نقرص ناروغیو له امله په ډېر بد حالت کې و. ګرامشي د ۱۹۳۷ زکال د اپرېل په ۲۷ مه د ۴۶ کلونو په عمر مړ شو. [۱۵][۱۶][۱۵][۱۷] سرچينېسمول |
- ↑ http://www.antoniogramsci.com/ag_biografia01.htm — د نشر نېټه: ۲۲ جنوري ۲۰۱۵
- ↑ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/12798 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
- ↑ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/1596/ — د نشر نېټه: ۱۲ فبروري ۲۰۲۱
- ↑ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/3305 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000602277 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
- ↑ "Gramsci". انګليسي ژبې امريکايي ميراث قاموس (پنځم ed.). هارپېرکولينز. بياځلي په 3 May 2019.
- ↑ Sassoon 1991d، م. 446.
- ↑ Haralambos او Holborn 2013، مم. 597–598.
- ↑ Picture of Gramsci's wife and their two sons at the Italian-language Antonio Gramsci Website.
- ↑ Crehan, Kate (2002). Gramsci, Culture, and Anthropology. University of California Press. p. 17. ISBN 0520236025.
- ↑ Giuseppe Vacca.Vita e Pensieri Di Antonio Gramsci.Einaudi.Torino 2012
- ↑ Hoare او Smith 1971، م. lxxxix.
- ↑ Hoare او Smith 1971، م. xcii.
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Hoare او Smith 1971، م. xciv.
- ↑ Hoare او Smith 1971، م. xciii.
- ↑ Jones 2006، م. 25.