بېنېډېټو کروچه

بېنېډېټو کروچه (ایټالوي: [beneˈdetto ˈkroːtʃe] ۱۸۶۶ ز کال،د فبروري ۲۵مه – ۱۹۵۲ ز کال ، د نومبر ۲۰مه) یو ایټالوی ایډیالیست فیلسوف، تاریخپوه او سیاستوال و، چې د فلسفې، تاریخ، تاریخ‌لیکنې او ښکلاپېژندنې په ګډون يې پر ګڼو موضوعاتو لیکل کړي دي. کروچه په ډېرو برخو کې لېبرال و، که څه هم نوموړي لېسه فېر (laissez-faire) اقتصادي نظام، آزادې سوداګرۍ سره مخالفت کاوه. نوموړي پر نورو ایټالوي روڼ اندو او پوهانو هم د پام‌ وړ اغېزې او نفوذ لرلی. په دغو پوهانو کې دواړه مارکسیست انتونیو ګرامشي او ایټالوی فاشیست جوواني جنټیله هم شامل دي.[۱][۲][۳]

کروچه له ۱۹۴۹ ز کال څخه تر ۱۹۵۲ ز کال پورې د لیکوالانو د نړیوالې ټولنې پېن انټرنېشنل (PEN International) مشر و. هغه شپاړس ځله په ادبیاتو کې د نوبل جایزې ته نومول شوی و. نوموړی د "ایټالوي ډیموکراسۍ په بیا راژوندي کولو کې د سترې ونډې او رول لوبولو" له امله هم مشهور شوی دی.[۴][۵]

ژوندلیک سمول

کروچه د ایټالیا د ابروزو سیمې په پېسکاسرولي ښارګوټي کې زېږېدلی و. د هغه کورنۍ با نفوذ لرونکې او شتمنه وه او نوموړی په ​​خورا سختګیر کاتولیک چاپېریال کې رالوی شوی و. د ۱۶ کلنۍ په شاوخوا کې نوموړي کاتولیکیزم پرېښود او د روحاني ژوند یوه شخصي فلسفه یې رامنځته کړه، چې په کې دین او مذهب له تاریخي بنسټ پرته بل څه نه وو او د انسان د خلاقیت ځواک په کې څرګندېدای شوای. نوموړی د عمر تر پایه پر همدې فلسفه پاتې شو.

په ۱۸۸۳ ز کال کې ناپولي سیمې ته نږدې د ایسکیا ټاپو په کاسامیکیولا کلي کې زلزله وشوه، چېرې چې نوموړی له خپلې کورنۍ سره په رخصتۍ کې و. دغې زلزلې د هغه کور ویجاړ کړ چې نوموړي له خپلې کورنۍ سره په کې ژوند کاوه. مور، پلار او یوازینۍ خور یې ټول ووژل شول او دی هم ډېر وخت تر خاورو لاندې و او په ډېره سختۍ سره ژوندی وژغورل شو. له دغې زلزلې وروسته هغه ته د خپلې کورنۍ بخت او برخلیک په میراث ورپاتې شو او –د شوپنهاور په څېر– پر دې وتوانېد چې خپل پاتې ژوند په نسبي سوکالۍ او فراغت ​​​​کې تېر کړي او د یوه خپلواک روڼ اندي او د فکر خاوند په توګه فلسفې ته ډېر وخت ورکړي او په ناپولي کې له خپلې ماڼۍ څخه لیکل وکړي (Ryn, 2000:xi).[۶]

نوموړي په ناپولي پوهنتون کې قانون ولوست، مګر ترې فارغ نه شو. په ورته وخت کې یې د تاریخي مادیزم په اړه پراخه مطالعه کوله. د هغه نظریات د ۱۸۹۰ ز لسیزې په پای کې د پروفیسور انتونیو لابریولا له لوري د روم په پوهنتون کې خپاره شول. کروچه د اروپا د سوسیالیستي فلسفې له پرمختګونو سره اشنایي او خواخوږي لرله چې د اګسټ بیبل، فریدریک انګلز، کارل کاوټسکي، پول لافارګ، وېلهلم لیبکنشت او فیلیپو توراتي له خوا په مثالي توګه تشرېح شوي دي.

نوموړی د هنر او تاریخ په اړه په ناپولي کې زیږېدلي جامباتیستا ویکو د افکارو تر اغېز لاندې راغی او په ۱۸۹۳ ز کال کې یې د فلسفې مطالعه پیل کړه. ښاغلي کروچه هغه کور هم اخیستی و چې ویکو په کې اوسېدلی و. د هغه ملګري، فیلسوف جوواني جنټیله، نوموړی وهڅاوه چې د هیګل افکار ولولي. د هیګل په اړه د کروچه مشهوره تبصره "د هیګل د فلسفې څه ژوندي دي او څه یې مړه دي" په ۱۹۰۷ ز کال کې خپره شوه.[۷]

سیاسي ښکېلتیا سمول

ښاغلی کروچه د شهرت له زیاتېدو سره د خپلو لومړنیو هیلو خلاف سیاست ته د داخلېدو په فکر کې شو. په ۱۹۱۰ ز کال کې د ایټالیا په سنا جرګه کې وګومارل شو، چې یو مادام العمر پوزېشن و (Ryn, 2000:xi). هغه په ​​لومړۍ نړیواله جګړه کې د ایټالیا د ګډون یو ښکاره منتقد او پر دې نظر و چې دا یوه ځانوژونکې سوداګریزه جګړه وه. که څه هم دغه کار په ​​​​لومړیو کې د نوموړي شهرت راکم کړ، خو له جګړې وروسته یې بېرته شهرت ترلاسه کړ. په ۱۹۱۹ ز کال کې یې د فرانچسکو ساوریو نیټي د حکومت ملاتړ وکړ او په ورته وخت کې یې د نوي جوړ شوي وایمار جمهوریت او د جرمني د سوسیال دیموکراتانو ستاینه هم کوله. نوموړی د ۱۹۲۰ او ۱۹۲۱ ز کلونو ترمنځ د جوواني جولیټي په مشرۍ پنځم او وروستي حکومت کې د عامه زده کړو وزیر و. له حکومت څخه د کروچه له وتلو یو کال وروسته بینیتو موسولیني واک ترلاسه کړ. د موسولیني د عامه زده کړو لومړی وزیر جوواني جنټیله و، چې یو خپلواک شخصیت و او وروسته بیا فاشیست شو او کروچه پخوا د مثبتیت پر وړاندې په فلسفي بحث کې همکاري ورسره کړې وه. جنټیله یوازې د یوه کال لپاره وزیر پاتې شو، مګر د ایټالیا د زده کړو سیستم هراړخیز اصلاحات یې پیل کړل چې تر یوه بریده د کروچه د پخوانیو وړاندیزونو پر بنسټ وو. د جنټیله اصلاحاتو له فاشیست رژیم هاخوا هم دوام وکړ او بیا یې یوه برخه په ۱۹۶۲ ز کال کې لغوه شوه. [۸][۹]

کروچه په ۱۹۲۳ ز کال کې د ناپولي شاهي ماڼۍ ته د ویټوریو درېیم ایمانویل ملي کتابتون په لېږدولو کې هم بنسټیز رول درلود.

له ایټالیایي فاشیزم سره یې اړیکې سمول

کروچه په پیل کې د موسولیني د فاشیست حکومت ملاتړ وکړ، چې په ۱۹۲۲ ز کال کې یې واک ترلاسه کړ،خو د ۱۹۲۴ ز کال په جون کې د فاشیستانو له لوري د سوسیالیست سیاستوال ګیاکومو ماتیوتي ترور له موسولیني څخه د کروچه ملاتړ ته ټکان ورکړ. د ۱۹۲۵ ز کال په مې میاشت کې نوموړي د فاشیست ضد روڼ اندو منشور لاسلیک کړ، کوم چې په خپله همده لیکلی و؛ حال دا چې د مخکې کال په جون میاشت کې یې په سنا جرګه کې د موسولیني د حکومت په ملاتړ رایه ورکړې وه. هغه وروسته بیا روښانه کړه چې هیله یې لرله ،په پارلمان کې د موسولیني ملاتړ به سخت دریځي فاشیستان کمزوري کړي، څوک چې د هغه په باور د ماتیوتي د وژنې مسؤول وو. کروچه بیا وروسته د فاشیزم له سرسختو مخالفینو څخه شو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د روح فلسفه سمول

کروچه د هیګل او د شیلینګ په څېر نورو جرمني ایډیالیستانو تر اغېزو لاندې، هغه څه تولید کړل چې نوموړي ورته د روح فلسفه ویلې ده. د هغه د خوښې وړ نومونه "مطلق ایډیالیزم" یا "مطلق تاریخیزم" وو. د کروچه آثارو ته (د کانټ خلاف) د دویمې هغې هڅې په سترګه کتل کېدای شي، چې کولی شي د تجربیزم او منطقیزم (یا په ترتیب سره د حس‌پالنې او ماوراء الطبیعت پالنې) ترمنځ ستونزې او شخړې هوارې کړي. هغه خپله لاره ایمانټیزم یا ایمان پالنه بولي او د ژوند پر بشري تجربو تمرکز کوي، هغه چې په ځانګړو ځایونو او وختونو کې پېښېږي. دا چې د واقعیت ریښه په ملموسه تجربه کې همدا ذاتي او دروني وجود دی، کروچه د خپلې فلسفې په بنسټ کې جمالیات او ښکلاپېژندنه ځای پر ځای کوي.

په لیبرال سیاسي تیورۍ کې یې ونډه سمول

د کروچه لیبرالیزم تیوري له هغو تیوریو څخه توپیر لري، چې د بریتانوي او امریکایي هغو په ګډون یې، د لیبرال سیاسي فکر ډېری پلویان ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې کروچه پر دې نظر دی چې فرد د ټولنې بنسټ دی، خو بیا هم ټولنیز اتومیزم ردوي. سره له دې چې کروچه محدود حکومت مني، خو له دې نظر سره بیا مخالفت لري چې حکومت باید ثابت قانوني واکونه ولري.

کروچه د آزادۍ د ماهیت په اړه د جان لاک له نظریې سره موافق نه و. کروچه په دې باور و چې ازادي یو طبیعي حق نه دی، بلکې یو ترلاسه کېدونکی حق دی چې د ساتنې لپاره یې د تاریخي مبارزې له دوام څخه سرچینه اخلي.

کروچه تمدن د بربریت پر وړاندې د "دوامدارې هوښیارۍ او ځیرکۍ" په توګه تعریف کړی، او آزادي د هغه له ایډیال تمدن سره مطابقت لري، ځکه دا ممکنوي چې یو څوک د ژوند بشپړ امکان یا پوتنشیل تجربه کړي.

کروچه د مساواتو د غوښتنې تفکر د یوه بې معنا څه په توګه ردوي. په لنډه توګه، د هغه متنوع لیبرالیزم اریستوکراسي یا اشرافي واکمني (aristocratic) ده، ځکه نوموړی ټولنه داسې انځوروي چې د یو څو هغو کسانو له خوا رهبري کېږي چې کولی شي، له ډېرو وګړو سره د حقیقت، تمدن او ښکلا تر ټولو غوره حالت رامنځته کړي، داسې چې یوازې له دوی څخه ګټه پورته کوي، مګر د دوی د تخلیقاتو د بشپړ درک کولو توان نه لري (Ryn, 2000:xii).[۱۸]

سرچینې سمول

  1. "BIOGRAPHY OF BENEDETTO CROCE – HistoriaPage" (په اطالوی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 1944-07-30 باندې). Croce and the Germans; GERMANY AND EUROPE: A Spiritual Dissension. By Benedetto Croce. Translated and with an Introduction by Vincent Sheean. 83 pp. New York: Random House. $1.25. (Published 1944). The New York Times. "...distinguished philosopher..."
  3. "Benedetto Croce | Italian philosopher". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Nomination Database". Nobel Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rizi, Fabio Fernando (2019-01-09). Benedetto Croce and the Birth of the Italian Republic, 1943-1952 (په انګلیسي ژبه کي). University of Toronto Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4875-0446-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. History as the story of liberty: English translation of Croce's 1938 collection of essays originally in Italian; translation published by Liberty Fund Inc. in the US in 2000 with a foreword by Claes G. Ryn. کينډۍ:ISBN (hardback). See Croce 1938.
  7. Croce, Benedetto 'The Philosophy of Giambattista Vico' trans R.G.Collingwood London, 1923
  8. History as the story of liberty: English translation of Croce's 1938 collection of essays originally in Italian; translation published by Liberty Fund Inc. in the US in 2000 with a foreword by Claes G. Ryn. کينډۍ:ISBN (hardback). See Croce 1938.
  9. Rizi, Fabio Fernando (2003). Benedetto Croce and Italian Fascism. University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 34. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Denis Mack Smith, "Benedetto Croce: History and Politics", Journal of Contemporary History Vol 8(1) Jan 1973 pg 47.
  11. Rizi, Fabio Fernando (2003). Benedetto Croce and Italian Fascism. University of Toronto Press. د کتاب پاڼي 124–139. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Chiarini, Roberto (2008). L'intellettuale antisemita (په اطالوی ژبه کي). Marsilio. د کتاب پاڼې 94. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-88-317-9635-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) BENEDETTO CROCE. Il filosofo napoletano fu l'unico grande intellettuale a prendere pubblicamente posizione in Italia contro le concezioni razziste e contro le persecuzioni antiebraiche attuate dal nazismo e dal fascismo , in scritti e interventi pubblicati sulla sua rivista « La Critica » e su organi di stampa stranieri.
  13. Nuova Rivista Storica. gen-apr2020, Vol. 104 Issue 1, p1-137. 137p. Di Rienzo Eugenio
  14. Ceresatto, Alessandro; Fossati, Marco (1995). Salvare la memoria: come studiare la storia di ieri per non essere indifferenti oggi : la persecuzione antiebraica in Italia dal 1938 al 1945 nelle testimonianze raccolte da un gruppo di studenti e insegnanti dei licei scientifici "Allende" e "Cremona" di Milano (په اطالوی ژبه کي). Anabasi. د کتاب پاڼې 113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-88-417-6008-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Tagliacozzo, Franca; Migliau, Bice (1993). Gli ebrei nella storia e nella società contemporanea (په اطالوی ژبه کي). La Nuova Italia. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-88-221-1223-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Rizi, Fabio Fernando; Rizi (2003-01-01). Benedetto Croce and Italian Fascism (په انګلیسي ژبه کي). University of Toronto Press. د کتاب پاڼې 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-3762-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gallo, Max (1973). Mussolini's Italy; Twenty Years of the Fascist Era (په انګلیسي ژبه کي). Macmillan. د کتاب پاڼې 188. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. History as the story of liberty: English translation of Croce's 1938 collection of essays originally in Italian; translation published by Liberty Fund Inc. in the US in 2000 with a foreword by Claes G. Ryn. کينډۍ:ISBN (hardback). See Croce 1938.