ويکيپېډيا
ويکيپېډيا (انګليسي: Wikipedia) د اېنټرنټ پر مټ د وړيا مېنځپانگې يو گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې د داوطلبو کارونکو لخوا او د هر هغه چا له لوري چې د انټرنټ اسانتياوې لري، ليکل کېږي. ددې پوهنغونډ د پرانيستې مېنځپانگې پروژه د ويکيمېډيا د بنسټ د بې گټې موسسې له لورې پرمخ بېول کېږي. د ويکيپېډيا نوم د دوه نومونو نه راوتلی دی چې يو يې ويکي (د ويبځايونو د جوړولو يو گډ تخنيک) او وروستۍ برخه يې د انګليسي د وييکې اېنسايکلوپېډيا د وروستاړي پېډيا څخه اخيستل شوی او په همدې توگه د ويکيپېډيا نوم ترېنه جوړ شوی دی. ددې پوهنغونډ بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ کال د جنوري په مياشت کې د جېمي وېلز او لېري سانگر لخوا ايښودل شوی[۱۱] او په ډېر لنډ وخت کې د انټرنټ تر ټولو لوی، چټک پرمختلونکی او د ټولگړو مالوماتو تر ټولو نوموتې اېنټرنټي سرچينې بڼه يې غوره کړې.[۱۲][۱۳]
په نوم د |
---|
عمومي مالومات |
online encyclopedia (en) مېډياويکي وېبځی ويکيمېډيا پروژه open content (en) crowdsourced project (en) self-depicting entity (en) ځانګړتيا user-generated content platform (en) very large online platform (en) [۱] sociotope (en) |
---|---|
ټاټوبی هېواد | |
ځای | |
څښتن | |
چلوونکی |
بنسټګر | |
---|---|
پرمخوړونکی | |
جایزې |
|
وېبپاڼه |
---|
د ۲۰۰۷ کال تر ډسامبر مياشت پورې شته شمار ښودلې چې ويکيپډيا په ۲۵۳ ژبو کې نژدې ۹،۲۵ ميليونه ليکنې لري، چې که د ويکيپډيا ټولې ليکنې سره يوځای کړو نو دا ټول به له ۱،۷۴ بيليون وييونو نه هم ډېر لغتونه وي. په ۹ د سپټامبر، ۲۰۰۷ کال کې د انګليسي ژبې د ويکيپډيا د ليکنو شمېر له ۲،۰۰۰،۰۰۰ څخه واوښته او تر ۱۲ د مارچ، ۲۰۰۸ کال پورې د انگليسي ويکيپډيا د ليکنو زېرمه له ۲،۲۷۶،۰۰۰ ليکنو څخه واوښتله چې دغه ټولې ليکنې له ۹۹۰،۰۰۰،۰۰۰ وييونو[۱۴] او لغتونو نه جوړ شوي. د ويکيپېډيا ليکنې په ټوله نړۍ کې د ويکيپېډيا د داوطلبو کارونکو لخوا په گډه توگه ليکل شوي او هرڅوک چې د اېنټرنټ آسانتياوې لري کولای شي چې د دغه پوهنغونډ په نژدې ټولو ليکنو کې سمون راولي. ويکيپېډيا په ډېر يو لنډ وخت کې خپل ځان نړېوالو ته ور پېژاندلی او ښه نوم يې ايستلی[۱۵] چې اوسمهال په نړېواله کچه د نړۍ په ۱۰ ډېرو کتونکو ويبځاييونو کې شمېرل کېږي. [۱۶]
د وېبځي بڼه | |
انټرنټي پته | http://www.wikipedia.org |
---|---|
شعار | يو وړيا پوهنغونډ چې هر څوک يې ليکلی شي |
په الېکسا کې رتبه | ۹[۱۷] |
د وېبځي ډول | اېنټرنټي پوهنغونډ |
نومليکنه | د لوستونکو په خوښه |
د کارولو وړ ژبه(ژبې) | گڼ ژبيز (۲۶۴ ژبې) [۱۸] |
خاوند | د ويکيمډيا بنسټ |
بنسټ ايښودونکی | جېمي ولز, لېري سانگر[۱۹] |
د پېل نېټه | ۱۵ د جنوري، ۲۰۰۱ کال |
د يوې معتبرې او منلې سرچينې په توگه تل د ويکيپډيا دريځ د پوښتنې لاندې راغلی[۲۰] ځينې نور بيا د ويکيپېډيا د وړيا مېنځپانگې، د ټولو د خپراوي وړتيا، د بې پلوۍ او بې پرې سياست او د سرليکونو د پراختيا د اسانتياؤ ستاينه کوي.[۲۱] اوس د ويکيپېډيا ډاډه توب او کره توب يوه مسٔله ده.[۲۲] او بل انتقاد چې اکثراً په ويکيپېډيا کېږي هغه د ورانکارۍ او ناسمو او ناتصديق شويو مالوماتو پر وړاندې د دغه پوهنغونډ اغېزمنتوب دی.[۲۳] خو اکثراً داسې هم انگېرل کېږي چې په علمي کارونو او ليکنو کې ورانکاري او د ناسمو مالوماتو خپراوی لنډمهاله وي.[۲۴][۲۵]
د نيويورک ټايمز، جانتان ډي،[۲۶] او انډريو ليح، د پرليکه ژورناليزم په اړه د پينځم نړېوال سمپوزيوم،[۲۷] پر مهال، د ويکيپډيا ارزښت نه يواځې د يوې پوهنغونډيزې سرچينې په توگه په ډاگه کړی بلکه دا يې يوه ژر تازه کېدونکې خبري منبع هم گڼلې.
کله چې د ټايم مجلې د ۲۰۰۶ د کال شخصيت نورو ته ورپېژانده نو په اېنټرنټ کې په گډه توگه د پرليکو جټکو پرمختلونکو گرافيکي پاڼو په اړه چې د نړۍ د ډېرو وگړو له لورې کارېږي، داسې انگېرنې هم خپرې کړې چې ويکيپېډيا يو د هغو درې چټک پرمختلونکو وېبځايونو په کتار کې راځي چې د ِېب 0.2 د خدماتو په کارولو سره د نړۍ د ډېرو کارېدونکو ې بپاڼو په درېم ځای کې د يوټيوب او مای سپېس سره يوځای شمېرل کېږي.[۲۸]
تاريخ
ويکيپېډيا د نيوپېډيا د يو بشپړه کوونکې پروژې په توگه په کار پيل وکړ. , دا په انگرېزي ژبه د پوهنغونډ يوه پروژه وه چې د دغې پروژې ليکنې د تجربه کارو ليکوالانو لخوا ليکل کېدل او د يوې رسمي مخکتنې د پروسې نه تېرېدل. د نيوپېډيا بنسټ په ۹ د مارچ ۲۰۰۰ کال کې د بوميس مالکيت، د وېب پورټالونو يوې کمپنۍ لخوا کېښودل شو. د دغه بنسټ، چې وروسته په ويکيپېډيا بدل شو، اصلي غړي جيمي وېلز، بوميس CEO, او لېري سانگر، وه. په پېل کې نيوپېډيا د نيوپېډيا د پرانيستې مېنځپانگې د لايسنس د اجازې لاندې کار کاوه چې د ويکيپېډيا د بنسټ ايښودلو نه مخکې د ريچارډ سټالمېن په غوښتنه يې نوم د جي ان يو د وړيا لاسوندونو لايسنس واړاوه.[۲۹]
لېري سانگر او جېمي وېلز د ويکيپېډيا بنسټ ايښودونکي دي.[۱۹][۳۰] خو جېمي وېلز ته دا امتياز ور په برخه دی چې هغه د عوامو لخوا د پوهنغونډ د سمون او ايډټ د آسانتياؤ موخه او وړتيا راڅرگنده کړې،[۳۱] او سانگر ته بيا دا امتياز ورکول کېږي چې هغه دې موخې ته د رسېدلو لپاره يوه شعوري چلندلار غوره کړې وه.[۳۲] په ۱۰ د جنوري، ۲۰۰۱ کال کې لېري سانگر د نيوپېډيا د برېښليکونو په لړليک کې د يوې داسې ويکي د جوړولو وړانديز وکړ چې د نيوپېډيا لپاره د يوه غني کوونکې سرچينې په توگه کار وکړي.[۳۳] په رسمي توگه ويکيپېډيا په ۱۵ د جنوري، ۲۰۰۱ کال کې يواځې د انگرېزي ژبې لپاره په کار واچول شوه او انټرنټي پته يې www.wikipedia.com وه.[۳۴] او د همدې پوهنغونډ خبرتيا د سانگر لخوا د نيوپېډيا د برېښليکونو په لړليک کې خپره شوه.[۳۵] د پيل په لومړيو مياشتو کې د ويکيپېډيا "بې پرې او ناپېيلی اند"[۳۶] د دې وېبځي د تگلارو په مادو کې راغلی ؤ چې د نيوپېډيا د ناپېيلتوب کړنلارې سره ورته ؤ. خو په پيل کې داسې ډېر لږ قوانين وه او ويکيپېډيا، نيوپېډيا پورې نااړونده په خپلواکه توگه چلېدله.[۳۱]
په لومړنيو ورځو کې ويکيپېډيا خپلې ونډې له نيوپېډيا، سلش ډاټ ليکنو خپرونو او د انټرنټي پلټن ماشين د نوملړونو نه لاس ته راوړي. د ۲۰۰۱ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا د نژدې ۲۰۰۰۰ ليکنو مېنځپانگه خپله کړې وه او د نړۍ په ۱۸ ژبو کې ويکيپېډيا فعاليت درلوده. د ۲۰۰۲ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا په ۲۶ ژبو کې خپرېدله، د ۲۰۰۳ ز. کال تر پايه همدغه پوهنغونډ ۴۶ ژبو ته وغځېده او د ۲۰۰۴ ز. کال تر پايه ويکيپېډيا ۱۶۱ ژبو ته وغځېدله.[۳۷] تر ۲۰۰۳ ز. کال پورې نيوپېډيا او ويکيپېډيا دواړه يو ځای سره موجود وه خو په نومېدلي کال کې د نيوپېډيا پالنگر (سرورز) د تل لپاره په ټپه ودرېده، او د نيوپېډيا ټوله مېنځپانگه په ويکيپېډيا کې ځای پر ځای شوه. د ۲۰۰۷ ز. کال د ډېسمبر تر مياشتې د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا ليکنې له ۲ ميليون نه واوړېدلې، او دغه پوهنغونډ ته يې د نړئ تر ټولو ستر جوړ شوي پوهنغونډ وياړ ور په برخه کړ، د ويکيپېډيا دغه چټک پرمختگ د دايرة المعارفونو په تاريخ کې د يونگل پوهنغونډ (1407)، شپږ سوه کلن ريکارډ ور مات کړ.[۳۸]
د بيا خپرېدنې، سوداگريزو خبرتياؤ، د کنټرول د نشتوالي او په انگريزي ژبې د متمرکزيت گڼل د دې سبب شو چې د ۲۰۰۲ کال په فبروري کې د اسپانيوي ژبې ويکيپېډيا کارکونکي د انسايکلوپېډيا لايبرا په جوړولو سره د ويکيپېډيا نه بېل شول. د هماغه کال په پای کې وېلز دا اعلان وکړ چې تر دې وروسته به په ويکيپېډيا کې سوداگريزې خبرتياوې نه ښکاري، او بيا د ويکيپېډيا وېبپاڼه د wikipedia.org پتې ته ولېږدېده. په همدې توگه گڼې نورې پروژې هم د خپرېدو د د لاملونو پر بنسټ د ويکيپېډيا نه بېل شوي. ويکي انفو بيا بې پرې تگلاره نه ده خپله کړې او دا پروژه په اصلي بڼه کې د ترسره شويو څېړنو د خپرولو اجازه ورکوي. د ويکيپېډيا د کړنو نه الهام اخيستونکې نوې پروژې لکه سيټيزېنډيم، سکالرپېډيا، اماپېډيا او د Google کنول — د ويکيپېډيا د محدوديتونو، لکه د گډونوالو مخليدنه، اصلي څېړنه او سوداگريزې خبرتياؤ په غبرگون کې پيل شوي.
په ۲۰ د جون، ۲۰۰۳ ز. کال د ويکيپېډيا او نيوپېډيا د يوځای کېدنې وروسته د ويکيمېډيا بنسټ رامېنځ ته شو.[۳۹] تر دې وروسته په ۱۷ د سېپتمبر ۲۰۰۴ ز. کال کې ويکيپېډيا د امريکا د متحده ايالاتو د اختراعگانو او سوداگرۍ دفتر نه د Wikipedia® د سوداگريزې نښې د ثبتولو غوښتنه وکړه چې په ۱۰ د جنوري ۲۰۰۶ ز. کال کې دا غوښتنه ومنل شوه. همدا رنگه په ۱۶ د ډېسمبر ۲۰۰۴ ز. کال کې د ويکيپېډيا د سوداگریزې نښې تړون د جاپان سره او په ۲۰ د جنوري ۲۰۰۵ ز. کال کې د اروپايي اتحاديې کې د يو تړون له مخې ثبت شوه. Technically a service mark, the scope of the mark is for: "Provision of information in the field of general encyclopedic knowledge via the Internet". داسې پلانونه هم شته چې د ويکيپېډيا د سوداگريزې نښې اجازتليک د نورو توليداتو په برخه کې هم وکارېږي، د ساري په توگه د کتابونو او ډي وي ډي گانو په برخه کې.[۴۰] د ۲۰۰۷ ز. کال په اکتوبر کې همدغه بنسټ د ۲۰۰۸ کال په فبروري کې د سېنټ پيټرزبرگ، فلورېډا نه کاليفورنيا کې سانفرانسيسکو ښار ته د خپل مرکزي دفتر د کډه کولو اعلان خپور کړ.[۴۱]
د ۲۰۰۵ کال د ويکيمېډيا د بنسټ د ۴مې دورې د غونډې لگښتونه ۳۲۱،۰۰۰ $ USDوه، چې په دې کې د کمپيوټري هډوانې لگښتونو د ټولې بوديجې (پانگې) نژدې ۶۰% برخه جوړوله.[۴۲] دم مهال د ويکيپېډيا بنسټ پر شخصي بسپنو بسيا دی او د بسپنې ډېرولو مرتبې غونډې ترتيبوي،[۴۳] چې د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ د مياشتې بسپنې نژدې يو ميليون ډالر نه اوښتې وې.[۴۴]
مېنځپانگه او جوړښت
هر څوک کولای شي چې د ويکيپېډيا په نژدې هره يوه ليکنه کې په ورکنومې توگه او يا هم د خپل د کار-نوم په کارولو سره سمونې او زياتونې وکړي، خو د نوؤ ليکنو خپرول يوازې په ويکيپېډيا کې د ثبت شوؤ کارنانو لخوا ترسره کېدای شي. د ويکيپېډيا هره ليکنه د "پېښليک" يو مخ لري چې هلته د هر چال لخوا د يوې ليکنې د هر ډول بدلونونو پېښې د وخت او نېټې له مخې ثبتېږي. خو د ناندريزو ليکنو او يا هم هغه ليکنې چې د رښتو نه يې سرغړونې کېږي، دلته په پوهنغونډ کې د خپرېدو سره سم ړنگېږي.[۴۵][۴۶] د ويکيپېډيا ټول متن د GNU د لاسوندونو وړيا منښتليک (GFDL) يو داسې منښتليک دی چې که څه هم يو ليکوال د خپلو آثارو د بيا خپرولو د رښتو خاوند گڼي، خو د دې تر څنگ د متن د بيا خپرېدنې، وېشنې، نوې زېږېونې، او د سوداگريزو موخو لپاره د مېنځپانگې کارېدنې اجازه هر چا ته ورکوي. ويکيپېډيا اوس د GFDL منښتليک نه د کريتيف کامنز منښتليک د خپلولو په حال کې ده. د GFDL منښتليک په اصل کې د ساوتريو د لارښود لپاره کښل شوی او پر ليکه د انټرنټي سرچينو لپاره وړ منښتليک نه دی.[۴۷] د ځينو ژبو ويکيپېډيا لکه د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا د ښې کارېدنې دريځ له مخې ځينې ناوړيا انځورونه کاروي، خو د وړيا رسنيو دوتنې بيا د ويکيمېډيا کامنز لخوا د ټولو ويکيپېډيا گانو او د هر چا د وړيا کارېدنې په تکل موجود دي، ويکيمېډيا کامنز د ويکيمېډيا بنسټ يوه پروژه ده او د همدغه بنسټ تر څارنې لاندې پرمختگ کوي.
يوه دوديز پوهنغونډ، لکه د Encyclopædia Britannica، ته ناورته د ويکيپېډيا هېڅ کومه ليکنه د رسمي کره کتنې د پروسې او په چټکه توگه د بدلون له پروسې نه نه تېرېږي. د يوې ليکنې د کيفيت د ډاډمن کېدو پخاطر ويکيپېډيا په خپلو غړو يا ويکيپېډيا ليکونکو پورې منحصره ده,[۴۸] چې همدا غړي ورانکاري له کاره وغورځوي، او يا هم د بې پرېتوب او ناپېيلتوب د سياست نه د سرغړونې په توگه په ليکنو کې شته ستونزې وپېژني [۴۹] او هغه ربړې چې د حقيقت سره په اختلاف کې دي ليرې کړي او په يوې ليکنې کې سم بدلونونه رامېنځ ته کړي.[۵۰] د ۲۰۰۶ کال د جون له مياشتې نه راپدېخوا د ورانکارۍ رغونکی باټ هم په کار اچول شوي.[۲۵]
د ويکيپېډيا ليکنې د امريکا په متحده ايالاتو کې د فلورېډا د قانون او گڼ شمېر لارښوونو او کړنلارو د څارنې نه برخمنې دي;[۵۱] د دغو کړنلارو نه ښکاره ده چې د ويکيپېډيا ليکنې بايد د "پام وړ" [۵۲] سرليکونو نه برخمنې وي او په دغو کې بايد "د اصلي څېړنو کوم متن"[۵۳] شامل نه وي همداراز په دغو ليکنو کې بايد يوازې "په ثبوت رسېدلي"[۵۴] حقايق وي او پکار ده چې هره ليکنه د بې پرې سياست او د يوه "ناپېيلي نظر څرگندونه وکړي."[۵۵] په هغو ليکنو کې چې د همدغې پاليسۍ او کړنلارې نه پکې سرغړنه شوې وي، بايد ژر تر ژره بدلون ومومي او يا هم ړنگې شي. ړنگېدنه او گډېدنه د سمون دوه هغه فلسفې دي چې د همدغو پر بنسټ په ويکيپېډيا کې ړنگېدنه او بدلون رامېنځ ته کېږي.[۵۶][۵۷]
ساوترې او هډوترې
د ويکيپېډيا چلېدنه په ميډياويکي پورې اړه لري، ميډياويکي يو وړيا او د پرانيستې سرچينې د ويکي يو ساوتری دی چې په PHP کې ليکل شوی او په MySQL ډاټابېز باندې جوړ شوی دی. په همدغه ساوتری کې د ماکرو ژبې، د بېلابېلو واريابلونو، د کينډيو د ټرانسکلوژن د غونډال، د URL د بياسيخولو پروگرامي توکي سره راغونډشوي. ميډياويکي د جي ان يو (جنېرل پبلک لايسنس) د منښتليک له مخې د کارونکو مخ ته پروت ساوتری دی چې د ويکيپېډيا په ټولو پروژو کې او همدا شان د نورو ويکي گانو په گڼو پروژو هم کارېږي. په پيل کې ويکيپېډيا په UseModWiki چې په پېرل کې د کلېفورډ اډمز (I پړاو) لخوا ليکل شوی ؤ چلېده ,
په نورو ژبو
- REDIRECT کينډۍ:دا هم وگورئ
دم مهال ويکيپېډيا د نړۍ په ۲۵۳ ژبو خپرېږي، چې د همدغو ژبو له شمېر نه د ۱۶ ژبو د ليکنو شمېر له ۱۰۰،۰۰۰ ليکنې نه اوښتي دي او د پاتې ۱۴۵ ژبو د ويکيپېډياگانو د ليکنو شمېر له ۱۰۰۰ ليکنو نه اوښتی دی.[۱۴] د الېکسا له مخې، د انگرېزي ژبې د ويکيپېډيا وړوکی ډومېن (en.wikipedia.org) ليدنې د ټولټال نه 55% سلنه جوړوي، او پاتې نورې ليدنې د نورو ژبو ويکيپېډياگانو نه کېږي، چې په دغو ژبو کې اسپانيوي ۱۷٪، جاپاني ۴٪، الماني ۴٪، پولېنډي ۳٪، فرانسوي ۳٪، پرتگالي ۲٪ برخه جوړوي.[۱۵] د ۲۰۰۷ کال د ډېسمبر د احصايې له مخې د ويکيپېډيا د پينځو لويو (د ليکنو د شمېر له مخې) ژبو ټوکونه د انگرېزي ژبې، د آلماني ژبې، د فرانسوي ژبې، د پولنډي ژبې او د جاپاني ژبې پوهنغونډونه دي.[۵۹]
دا چې ويکيپېډيا يو انټرنټي پوهنغونډ دی او د ټولې نړۍ خلک ورته لاسرسی لري، نو کېدای شي چې د يوې ژبې گډونوال د بېلابېلو گړدودونو په کارولو سره او يا هم د بېلابېلو هېوادونو تر مېنځ (د ساري په توگه د انگرېزي ژبې ويکيپېډيا) د همغږۍ د نشتوالي په سبب په ويکيپېډيا کې ځينې توپيرونه رامېنځ ته کړي. چې همدا توپيرونه د سمې ليکلې بڼې [۶۰] او نورو مطلبونو کې د شخړې او ناندريو سبب جوړېږي.[۶۱]
پر ويکيپېډيا نيوکې
کلتوري ارزښت
ويکي يا او ويکيمېډيا
د ويکيمېډيا بنسټ د خپل د وېبځي کوربه توب او د کړۍ د پراخوالي لگښتونه د ويکي يا سره شريکوي. The Wikimedia Foundation received some donated office space from Wikia Inc. during the fiscal year ending June 30, 2006."[۶۲]
اړونده پروژې
نورې لوستنې
Press coverage
- Dee, Jonathan (2007-07-01). "All the News That's Fit to Print Out". The New York Times Magazine. بياځلي په 2008-02-22.
- Giles, Jim (2007-09-20). "Wikipedia 2.0 - now with added trust". New Scientist. بياځلي په 2008-02-22.
- "Wikipedia Rules". The Phoenix. 2007-12-02. بياځلي په 2008-02-22.
{{cite news}}
:|first=
missing|last=
(help) - Taylor, Chris (2005-05-29). "It's a Wiki, Wiki World". Time. خوندي شوی له the original on 2009-10-29. بياځلي په 2008-02-22.
اکاديميکې زده کړې
سرچينې
- ↑ سرچينې تړی: https://digital-strategy.ec.europa.eu/en/policies/list-designated-vlops-and-vloses#ecl-inpage-wikimedia.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ سرچينې تړی: http://whois.domaintools.com/wikipedia.org.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.dmagazine.com/frontburner/2016/05/the-business-of-wikipedia-how-jimmy-wales-built-the-free-encyclopedia/. Archive URL: https://web.archive.org/web/20201226125458/https://www.dmagazine.com/frontburner/2016/05/the-business-of-wikipedia-how-jimmy-wales-built-the-free-encyclopedia/. Archive date: ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.dmagazine.com/frontburner/2016/05/the-business-of-wikipedia-how-jimmy-wales-built-the-free-encyclopedia/.
- ↑ سرچينې تړی: http://edition.cnn.com/2016/10/17/opinions/snowden-made-internet-safer-wales/. Archive URL: https://web.archive.org/web/20201226125458/https://edition.cnn.com/2016/10/17/opinions/snowden-made-internet-safer-wales/. Archive date: ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.utsandiego.com/uniontrib/20041206/news_mz1b6encyclo.html. Archive URL: https://web.archive.org/web/20121004092019/http://www.utsandiego.com/uniontrib/20041206/news_mz1b6encyclo.html. Archive date: ۴ اکتوبر ۲۰۱۲.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.utsandiego.com/uniontrib/20041206/news_mz1b6encyclo.html.
- ↑ سرچينې تړی: https://nl.wikimedia.org/wiki/Erasmusprijs_2015. Retrieved: ۱۹ نومبر ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.fpa.es/en/communication/wikipedia-princess-of-asturias-award-for-international-cooperation.html?idCategoria=14&especifica=0. Archive URL: https://web.archive.org/web/20201226125503/https://www.fpa.es/en/communication/wikipedia-princess-of-asturias-award-for-international-cooperation.html?idCategoria=14&especifica=0. Archive date: ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.fsf.org/awards/sb-award.
- ↑ Miliard, Mike (2008-03-01). "Wikipediots: Who are these devoted, even obsessive contributors to Wikipedia?". Salt Lake City Weekly. خوندي شوی له the original on 2008-04-16. بياځلي په 2008-02-21.
- ↑ Tancer, Bill (2007-05-01). "Look Who's Using Wikipedia". Time. خوندي شوی له the original on 2012-08-03. بياځلي په 2007-12-01.
The sheer volume of content [...] is partly responsible for the site's dominance as an online reference. When compared to the top 3,200 educational reference sites in the U.S., Wikipedia is #1, capturing 24.3% of all visits to the category
{{cite news}}
: Italic or bold markup not allowed in:|publisher=
(help) (the author's blog post on the article) - ↑ Woodson, Alex (2007-07-08). "Wikipedia remains go-to site for online news". Reuters. بياځلي په 2007-12-16.
Online encyclopedia Wikipedia has added about 20 million unique monthly visitors in the past year, making it the top online news and information destination, according to Nielsen//NetRatings.
{{cite news}}
: Italic or bold markup not allowed in:|publisher=
(help) - ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ "List of Wikipedias". Meta-Wiki. 2007-07-12.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ "Five-year traffic statistics for wikipedia.org". Alexa Internet. بياځلي په 2007-01-29.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedAlexaTop500
- ↑ "wikipedia.org - Traffic Details from Alexa". بياځلي په 2008-03-05.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ m:List_of_Wikipedias
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ کينډۍ:یادکرد وب
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedSangerElitism
- ↑ Danah Boyd (2005-01-04). "Academia and Wikipedia" (Web). Many 2 Many: A Group Weblog on Social Software. Corante. بياځلي په 2008-12-18.
[The author, Danah Boyd, describes herself as] an expert on social media[,] ... a doctoral student in the School of Information at the University of California - Berkeley[,] and a fellow at the Harvard University Berkman Center for Internet and Society [at Harvard Law School.]
- ↑ Simon Waldman (2004-10-26). "Who knows?". Guardian.co.uk. بياځلي په 2007-02-11.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedDeathByWikipedia
- ↑ Fernanda B. Viégas, Martin Wattenberg, and Kushal Dave (2004). "Studying Cooperation and Conflict between Authors with History Flow Visualizations" (PDF). Proceedings of the ACM Conference on Human Factors in Computing Systems (CHI). Vienna, Austria: ACM SIGCHI: 575–582. ISBN 1-58113-702-8. خوندي شوی له the original (PDF) on 2018-11-11. بياځلي په 2007-01-24.
{{cite journal}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Reid Priedhorsky, Jilin Chen, Shyong (Tony) K. Lam, Katherine Panciera, Loren Terveen, and John Riedl (GroupLens Research, Department of Computer Science and Engineering, University of Minnesota) (2007-11-04). "Creating, Destroying, and Restoring Value in Wikipedia" (PDF). Association for Computing Machinery GROUP '07 conference proceedings. Sanibel Island, Florida. بياځلي په 2007-10-13.
{{cite journal}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ Jonathan Dee (2007-07-01). "All the News That's Fit to Print Out". The New York Times Magazine. بياځلي په 2007-12-01.
- ↑ Andrew Lih (2004-04-16). "Wikipedia as Participatory Journalism: Reliable Sources? Metrics for Evaluating Collaborative Media as a News Resource" (PDF). 5th International Symposium on Online Journalism. University of Texas - Austin. خوندي شوی له the original (PDF) on 2007-10-29. بياځلي په 2007-10-13.
- ↑ "Time's Person of the Year: You". TIME. Time, Inc. 2006-12-13. خوندي شوی له the original on 2013-08-28. بياځلي په 2008-12-26.
- ↑ Stallman, Richard M. (2007-06-20). "The Free Encyclopedia Project". Free Software Foundation. بياځلي په 2008-01-04.
- ↑
Meyers, Peter (September 20, 2001). "Fact-Driven? Collegial? This Site Wants You". The New York Times. بياځلي په 2007-11-22.
{{cite news}}
: Italic or bold markup not allowed in:|publisher=
(help)CS1 errors: dates (link)"I can start an article that will consist of one paragraph, and then a real expert will come along and add three paragraphs and clean up my one paragraph," said Larry Sanger of Las Vegas, who founded Wikipedia with Mr. Wales. - ↑ ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Larry Sanger (April 18 2005). "The Early History of Nupedia and Wikipedia: A Memoir". Slashdot.
{{cite news}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ "Wikipedia-l: LinkBacks?". بياځلي په 2007-02-20.
- ↑ Larry Sanger (January 10 2001). "Let's make a wiki". Internet Archive. له اصلي څخه خوندي شوی په 2003-04-14. بياځلي په 2008-03-05.
{{cite news}}
: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) - ↑ "Wikipedia: HomePage". بياځلي په 2001-03-31.
{{cite web}}
: CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link) - ↑ Larry Sanger (January 17 2001). "Wikipedia is up!". Internet Archive. له اصلي څخه خوندي شوی په 2001-05-06. بياځلي په 2008-03-05.
{{cite news}}
: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) - ↑ "Wikipedia:Neutral point of view, Wikipedia (21 January 2007)
- ↑ "Multilingual statistics", Wikipedia, March 30 2005
- ↑ "Encyclopedias and Dictionaries". Encyclopædia Britannica, 15th ed. 18. (2007). Encyclopædia Britannica. 257–286.
- ↑ Jimmy Wales: "Announcing Wikimedia Foundation", June 20 2003, <wikipedia-l@wikipedia.org>
- ↑ Nair, Vipin (December 5 2005). "Growing on volunteer power". Business Line.
{{cite news}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ Julie Sloane (2007-10-10). "Wikimedia Foundation Moving To San Francisco". Wired News.
- ↑ "Budget/2005". Wikimedia Foundation. بياځلي په 2006-03-11.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Fundraising, Wikimedia Foundation
- ↑ "Fundraising report", Wikimedia Foundation (January 21 2007)
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedTorsten_Kleinz
- ↑ The Japanese Wikipedia, for example, is known for deleting every mention of real names of victims of certain high-profile crimes, even though they may still be noted in other language editions.
- ↑ Walter Vermeir (2007). "Resolution:License update". Wikizine. بياځلي په 2007-12-04.
- ↑ "Wikipedia:Wikipedians". Wikipedia. بياځلي په 2007-12-08.
- ↑
Claburn, Thomas (March 22, 2007). "Wikipedia Becomes Intelligence Tool And Target For Jihadists". Information Week. بياځلي په 2007-03-25.
{{cite news}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ "Wikipedia Falsely Reports Sinbad's Death". Associated Press. March 16, 2007. بياځلي په 2007-03-25.
{{cite news}}
: CS1 errors: dates (link)[مړه لينکونه] - ↑ "Who's behind Wikipedia?". PC World. 2008-02-06. بياځلي په 2008-02-07.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Wikipedia:Notability". بياځلي په 2008-02-13.
A topic is presumed to be notable if it has received significant coverage in reliable secondary sources that are independent of the subject.
- ↑ "Wikipedia:No original research". بياځلي په 2008-02-13.
Wikipedia does not publish original thought
- ↑ "Wikipedia:Verifiability". بياځلي په 2008-02-13.
Material challenged or likely to be challenged, and all quotations, must be attributed to a reliable, published source.
- ↑ "Wikipedia:Neutral_point_of_view". بياځلي په 2008-02-13.
All Wikipedia articles and other encyclopedic content must be written from a neutral point of view, representing significant views fairly, proportionately and without bias.
- ↑ "The battle for Wikipedia's soul". The Economist. 2008-03-06. بياځلي په 2008-03-07.
- ↑ "Wikipedia: an online encyclopedia torn apart". The Daily Telegraph. 2007-11-10. بياځلي په 2008-03-11.
- ↑ "Edits by project and country of origin". 2006-09-04. بياځلي په 2007-10-25.
- ↑ "Wikipedia:Multilingual statistics". English Wikipedia. بياځلي په 2007-12-23.
- ↑ "spelling". Manual of Style. Wikipedia. بياځلي په 2007-05-19.
- ↑ "Countering systemic bias". بياځلي په 2007-05-19.
- ↑ Wikimedia Foundation 2006-2007 Audit page 9 says "The Organization shares hosting and bandwidth costs with Wikia, Inc., a for-profit company founded by the same founder as Wikimedia Foundation, Inc. Included in accounts receivable at June 30, 2007 is $6,000 due from Wikia, Inc. for these costs. The Organization received some donated office space from Wikia Inc. during the year ended June 30, 2006 valued at $6,000. No donation of the office space occurred in 2007. Through June 30, 2007, two members of the Organization’s board of directors also serve as employees, officers, or directors of Wikia, Inc."
باندنۍ تړنې
- Your wiki entry counts, Cnaan Liphshiz, Haaretz, December 25, 2007.
- Wikipedia - multilingual portal (contains links to all language editions of the project)
- Wikipedia Archived 2009-12-03 at the Wayback Machine. at the Open Directory Project
- CBC News: I, editor
- Help Edit Wikipedia A wikiHow article.
- Class assignment: Write an original Wikipedia article
- Essay about wikipedia
- The Charms of Wikipedia Nicholas Baker article on Wikipedia from The New York Review of Books