گردېز د افغانستان د پکتيا ولايت پلازمېنه ده، چې د ۱۲۲ كيلومترو په فاصله كې د کابل ښار سويل لوري ته پروت دى. نوموړى ښار د افغانستان يو زوړ او تاريخي ښار دى.

گردېز
پاړسي: Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist.
بالا حصار د گرديز په مرکز کي
بالا حصار د گرديز په مرکز کي
بالا حصار د گرديز په مرکز کي

Map
کورډېناټونه: ۳۳°۳۵′۳۵″شمال ۶۹°۱۳′۴۷″ختیځ / 33.593055555556°شمال 69.229722222222°ختيځ / 33.593055555556; 69.229722222222   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هيواد کينډۍ:Afghanistan
ولايت پکتیا ولایت
ولسوالۍ گردیز ولسوالۍ
پلازمینه د:
پراخوالی
لوړوالی ۲٬۳۰۰ ميټره (۷٬۵۰۰ فوټ)
نفوس شمېرنه (2008)[۲]
 • ښار ۷۰,۰۰۰
 • ښاري سیمه ۷۰,۶۴۱[۱]
وروستي مالومات
وخت زون د افغانستان معياري وخت (ه.ن.و+4:30)
جيو کوډ 1141857[۳]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د گردېز نوم

د گردېز نوم دوې برخې لري، چې يوه يې (گر) او دويمه برخه يې (دېز) دى. دا دواړه كليمې بېلې، بېلې ماناوې لري. د پوهاند عبدالشکور رشاد په قول په اوستا او سانسكريت ژبو د (گېر) كلمه د غره په مانا راغلې ده، چې بيا وروسته د منځنۍ دورې په ايراني ژبو كې رالنډه شوې ده او د (گېر) نه په (گر) بدله شوې او تراوسه په پښتو، فارسي او دري ژبو كې د غره په مانا باندې معموله ده. د بېلگې په توگه په كهرد كې يو كوتل د (گردرې) په نوم يادېږئ او په كټواز كې هم يو لوى غر د (گرلامي) په نوم نومول شوى دى. همدغه د (گر) كلمه وروسته بيا په (غر) بدله شوې ده، چې اوس مهال په پښتو، دري او فارسي ژبو كې د ځينو لويو غرونو او كوتلونو په نومونو كې تر سترگو كېږي. د بېلگې په توگه د چونغر په نوم يو غر، چې د سمنگانو په جنوب ختيځ كې واقع شوى او دويم د چونغر په نامه يو غر د كابل په لويديځ كې د قلعه قاضي او چوكۍ ترمېنځ واقع شوى او درېيم د سپين غر مشهور غر دى، چې د پكتيا ولايت په شمال كې پروت دى.

د گردېز د نوم دويمه برخه يانې (دېز) د لومړي كسر له مخې د كلا په مانا ده، چې د (دژ) له كليمې څخه اخيستل شوې ده.

بالا حصار

د گردېز د ښار بالا حصار، چې يو ځانگړى تاريخ لري، د گردېز ښار بالا حصار د يوې مستطيل شكلې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ شوى دى، چې اوږدوالى يې تقريباً ۳۵۰ متره او لوړوالى يې له هوارې ځمكې څخه د ۴۰ مترو په شاوخوا كې اټكل شوى. چارچاپېره يې خندقونه (مورچې) تر سترگو كېږي. نوموړى بالاحصار له اسلام څخه وړاندې جوړ شوى دى، خو دقيقه نېټه يې نه ده معلومه، چې په كوم كال او كومه نېټه كې اباد شوى دى، خو تاريخ پوهانو ويلي، چې ډېره موده د بوديزم مركز پاتې شوى دى.

د تاريخ پوهانو له قوله ويل كېږي، چې د كابل شاه د اسلام د لښكرو د فتوحاتو پر وخت كې گردېز ته پناه وړې وه، چې هلته يې بيا په همدې بالاحصار كې پوځي مركز جوړ كړ او تر ډېره موده يې د اسلام له لښكرو سره جگړه وكړه او د ډېر مقاومت وروسته يې ماته وخوړه.

د (حدودالعالم) مولف د گردېز ښار په هكله ويلي دي: "گردېز شهريست برحد ميان غزنين و هندوستان بر سرتلي نهاده و مراورا احصار محم است و سه باره دارد".

په دې مانا چې گردېز د غزني او هندوستان ترمېنځ داسې يو ښار دى، چې د يوې خاورينې غونډۍ پر سر جوړ دى او د يوې كلكې كلا درلودونكى دى او دا كلا درې برجونه لري. د گردېز ښار د بالاحصار په هكله ډېرې مختلفې نظريې موجودې دي، خو د ډېرو په تعبير دا بالاحصار د چنگيز خان د ظالمې بادشاهي په دوران كې جوړ شوى دى. په كومه غونډۍ، چې نوموړى بالاحصار جوړ شوى دى، داسې ويل كېږي چې نوموړې غونډۍ طبيعي غونډۍ نه ده، بلكې د ظالم بادشاه د بادشاهۍ پر مهال د نوموړي د بادشاه په امر د غلامانو په لاس جوړه شوې ده، خو دا چې دا خبره تر كومه رښتيا ده، دا يوه پوښتنه ده، چې تراوسه يې ځواب نه دى پيدا شوى.

سرچينې

  1. "The State of Afghan Cities report 2015". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. پیوستون : 1141857  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported

ر