ګلستان، بلوچستان
په پاکستان کې يو انساني استوګنځی (استوګنيزه سيمه)
ګلستان ( انګلیسي : Gulistan ) د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ یو ښارګوټی او مرکز دی. دا ولسوالۍ د پاکستان او افغانستان له فرضي کرښي ډیورنډ څخه په ۸ کیلومتر (۵ ميل) فاصله کي موقعیت لري. ګلستان د اڅکزیو ، کاکړانو ، ترینانو او سیدانو ټبرونو ټاټوبۍ ګڼل کیږي. یاده سیمه د سمندر له سطحي 1418 متره لوړه ده. ګلستان د خپلي تازه مېوې له امله زیات شهرت لري.