ګرېس ریمونډ هېبارډ

امريکايي تاريخپوه او اقتصادپوه

ګرېس ریمونډ هېبارډ (زوکړه: د ۱۸۶۱ زکال د جولای ۲مه – مړینه: د ۱۹۳۶ زکال اکتوبر میاشت) امریکايي تاریخ لیکونکې، د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکې، عالمه، لیکواله، سیاسي اقتصاد پوهه او د ویومېنګ پوهنتون مخکښه ښوونکې وه. د یوې تاریخ لیکونکې په توګه د هېبارډ ځایګی تر یوه بریده هغو کلونو ته اړوندېږي چې دې د وایومېنګ په دښتو او لوړو غرونو کې د لومړنیو وایومېنګ مخکښانو اړوند د لومړي لاس معلوماتو د لاسته راوړو په موخه په پیاده تګ تېر کړل. نن ورځ د وایومېنګ تاریخ ته اړوند د هغې اثار د لرغوني لویدیځ د رومانتیک توب له امله له ننګونو سره مخ کېږي او د هغې د څېړنو کره توب له پوښتنو سره مخ کوي. په ځانګړې توګه له لسیزو میداني څېړنو وروسته د هغې دغه پایله له پوښتنو سره مخ شوې چې ګویا ساکاګاویا (د لویس او کلارک په اکتشافي سفر کې ونډه واله) د وایومېنګ واینډ ریور په نامه د سورپوستو په ساتل کېدونې سیمه کې خښه شوې ده.[۴]

ګريس ريمونډ هېبارډ
اړوند
زېږون‌ځای
Clinton (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲ جولای ۱۸۶۱[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
اکتوبر ۱۹۳۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ګوند
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات

هېبارډ د وایومېنګ پوهنتون د لومړنۍ ښځینه امانت دارې (متولي) په توګه خدمت وکړ او د یاد پوهنتون په مالي چارو، د هغو په مشر او علمي پلاوي یې واک درلود. د وایومېنګ په پوهنتون کې یې د دندې پر مهال د دغه پوهنتون لومړنی کتابتون هم تاسیس کړ. سربېره پر دې یې دلته د ۲۸ کلونو لپاره د ښوونکې په توګه خدمت وکړ. همدارنګه دا لومړنۍ مېرمن وه چې د وایومېنګ ایالت د وکیلانو په ټولنه کې ومنل شوه (۱۸۹۸ زکال) او په ۱۹۱۴ زکال کې یې د وایومېنګ سترې محکمې ته هم لار پیدا کړه؛ ورته مهال د خپلو سیالانو له خوا د ښځینه وکیلانو د ملي ټولنې د مرستیالې په توګه وټاکل شوه. [۵][۶]

دا د وایومېنګ په سیاسي ژوند کې فعاله وه، ویناوې یې کولې، تاریخي ټولنې یې جوړولې، د کډوالو لپاره یې د تابعیت ټولګي جوړول، د ښځو لپاره یې د رایو د حق غوښتنې په سیمه ئیزو او ملي غونډو کې ګډون کاوه، د ماشومانو د هوساینې د قوانینو لپاره یې لابي ګري کوله، د سره صلیب رضاکاره کارکوونکې وه او د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یې د پورونو پاڼې پلورلې.

مخینه

سمول

ګرېس هېبارډ د ۱۸۶۱ زکال د جولای په ۲مه نېټه د آیووا، کلینټون په مي سي سي پي ریور ښارګوټي کې وزیږېده، دا د کشیش جورج ډیاه آلونزو هېبارډ (۱۸۳۱ – ۱۸۷۰ زکال) او مارګاریت اي. ډومنیک هېبارډ لور وه. د دوی کورنۍ ډېر ژر آیووا ښار ته کډه وکړه چېرې چې د هغې مبلغ او د سیمې قانون جوړونکي پلار نوې پرسبیټري کلیسا جوړه کړه. هېبارډ په ۱۸۸۲ زکال کې د آیووا له پوهنتون څخه د ساختماني انجینرۍ لیسانس سند ترلاسه کړ. دغه مهال نوموړې د پي بتا پي په نامه د ښځو د ټولنیزې ډلې غړې وه. د آیووا پوهنتون په کتابتون کې د شته اسنادو له مخې هېبارډ لومړنۍ ښځینه وه چې د دغه پوهنتون د ساختماني انجینرۍ له څانګې فارغه شوې ده. څو کاله وروسته د ۱۹۲۸ زکال پر مهال هغې خپل یو همکار ته په یوه لیک کې د انجینرۍ د یوې ښځینه زده کړیالې په توګه خپل تجارب داسې بیان کړي دي:[۷]

«زه په خپله علمي دوره کې د نوم ثبتونې پر مهال له ګڼو ملنډو او زړه ستړوالي سره مخ وم ځکه چې دا هغه مهال یو بشپړ نارینه کالج و. ... زما اړوند ګڼ شمېر داسې ستړې کوونکې وړاندوینې کیدلې چې ګویا زه ماته خورم، یا هم دغه ډول چارې د ښځو لپاره ناشونې دي؛ په داسې حال کې چې ما یې مسئولیت پر غاړه واخیست». [۸]

هېبارډ له فراغت وروسته د مکاتبې پرمټ زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۸۸۵ زکال کې یې له آیووا پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. بالاخره نوموړې یوځل بیا د مکاتبې پر مټ په ۱۸۹۳ زکال کې د ایلینوی وسلیان له پوهنتون څخه د سیاسي علومو په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ.

هېبارډ په ۱۸۸۲ زکال کې د لویدیځ پر لور شاین ته ولاړه، اته کاله وړاندې له دې چې وایومېنګ په ۱۸۹۰ زکال کې پر یو ایالت واوړي. هېبارډ د خپلې مور او وروڼو؛ فرېډ، لاکووډ او خور یې الیس په ملتیا راتلونکې پلازمینې ته ولاړه. دا د شاین په نوي تاسیس شوي کلب کې له یو شمېر نورو ځوانانو سره یوځای د یوې ټولنیزې صحنې برخه وګرځېده، چېرې چې د غویانو بارونانو چې تر ډېره پورې بډایه اروپایان وو په شاین واک درلود.[۹][۱۰]

د هېبارډ پوهنتوني زده کړو دا له ټولو سیمه ئیزو وګړو څخه جلا کوله. د وایومېنګ پوهنتون د آرشیف پر بنسټ دغې ځوانې انجینرې د عامه نقشه اخیستنې په دفتر کې دنده پیدا کړه چېرې چې نوموړې د یوازنۍ ښځینه نقشه اخیستونکې په توګه دنده ترسره کوله. هېبارډ د دولتي انجینرۍ د مرستیالۍ څوکۍ ته ورسېده او په لومړني ګام کې الووډ مېډ ته ځواب ویونکې وه. مېډ د وایومېنګ سیمې د اوبو د قوانینو په مسودې جوړونې کې ونډه ورکړه او وروسته یې هم د متحده ایالاتو د علامو اېښودلو د ادارې د مشر په توګه له هغې کار واخیست. [۱۱][۱۲]

له دې سره هم پلان دا نه و چې انجینري د هېبارډ تل پاتې مسلک وګرځي. پر ځای یې نوموړې په شاین کې له ۹ کلونو وخت تېرولو ورسته خپله کورنۍ پرېښوده او په لویدیځ کې یې ۵۰ مایله لرې د غرونو په منځ کې د اوسپنې د پټلې ښار لارامي ته لار ووهله. دغه کوچني ښار د وایومېنګ سویل ختیځ ته موقعیت درلود چې د ۱۸۶۰مې لسیزې په نیمايي کې د خیمو د ښار په توګه جوړ شوی و او هغه مهال چې په ۱۸۹۱ زکال کې هېبارډ هلته لاړه د یو نوي تاسیس شوي پوهنتون کور و. د لارامي دغه ډول جوړښت لامل وګرځېد هېبارډ له دغه ځایه د لوړو زده کړو په برخه کې یوه تاریخي مسلک ته مخه کړي، همدا و چې د خپل ژوند څه باندې ۴۵ کلونه یې (۱۸۹۱ – ۱۹۳۶ زکال) یې د وایومېنګ پوهنتون ته ځانګړي کړل.

لیکوالي

سمول

ګرېس هېبارډ هغه مهال د لیکوالۍ نوي مسلک ته مخه کړه چې د وایومېنګ پوهنتون لومړنۍ کتابداره شوه. دې له ۱۸۹۴ زکال وروسته د کتابدارۍ دنده له کوم معاش لرلو پرته پر غاړه واخیسته. هغې دغه کتابتون له څو بوجیو هغو کتابونو څخه تاسیس کړ چې د دغه پوهنتون په یوه تړلې خونه کې یې وموندل. هېبارډ په ۱۹۰۸ زکال کې د پوهنتون رسمي کتابداره وټاکل شوه او تر ۱۹۱۹ زکال پورې یې دغې دندې ته دوام ورکړ. په دغه کتابتون کې د موجودو کتابونو شمېر د دې د دندې تر پایه پورې ۴۲۰۰۰ ټوکو ته زیات شوی و. په ۱۹۰۶ زکال کې هغه مهال چې د پوهنتون د سیاسي اقتصاد د پوهنځۍ مشره وټاکل شوه د پوهنتون د ښوونکې په توګه یې خپل رسمي مسلک ته مخه کړه. [۱۳][۱۴]

هېبارډ خپلو علمي فعالیتونو ته د وایومېنګ د تاریخي ټولنې د سلاکارانو په پلاوي کې پراختیا ورکړه. دغې اړوندتیا مرسته وکړه څو په نوو څېړنو لاس پورې کړي او له وایومېنګ څخه د اورېګان د مسیر او نورو مخته مسیرونو اړوند لارې په ګوته کړي. د هېبارډ په چارو کې د وایومېنګ د لرغونو مسیرونو نقشه جوړونه شامله وه چې یو له دغو څخه هم د اورېګان مسیر و. ورته مهال هغې له نقشې جوړونې هاخوا هم ډېره مرسته وکړه. دې د وایومېنګ د تاریخ اړوند د تاریخي اسنادو او نورو مطالبو په راغونډولو لاس پورې کړ.

سربېره پر دې هغې ایالت ته سفر وکړ څو د لرغوني لویدیځ له مخکښانو سره مرکې وکړي، د همدغې چارې په موخه یې څو اوړي د وایومېنګ له شوشون بومي وګړو سره تېر کړل. دې په ۱۹۳۶ زکال کې له خپلې مړینې وړاندې وصیت وکړ چې خپل راغونډ کړي توکي د وایومېنګ پوهنتون ته ورکوي. په لیکلو مواردو کې یې په مشخص ډول نقشې، لیکلي اثار، میداني کتابونه (سفرنامې) او نورې لیکنې شاملېږي. د وایومېنګ تاریخ اړوند د هغې لیکلي اثار تر ډېره پورې د لرغوني لویدیځ د رومانتیک لیدلوري له مخې دي.

د هېبارډ خپاره شوي اثار په لاندې کې یاد شوي دي:

  • د وایومېنګ دولت (The Government of Wyoming؛ ۱۹۰۴ زکال)،
  • له سیند څخه سمندر ته لار ویستونکي (The Pathbreakers from River to Ocean؛ ۱۹۱۱ زکال)،
  • د بوزمن مسیر (The Bozeman Trail ؛ ۱۹۲۲ زکال)، د اي. اې. بریننسټول په مرسته (ټوله همکاري د مکاتبې پر مټ شوې،[۱۵]
  • واشکایي (Washakie؛ ۱۹۳۰ زکال)
  • ساکاګاویا (Sacajawea؛ ۱۹۳۳ زکال).

د هېبارډ ناروغۍ او بالاخره یې مړینې د وروستي اثر په برخه کې پراختیا ته پای ټکی کېښود، دغه اثر له پوني ایکسپرېس څخه د هغې روایت و. د ۱۹۳۳ او ۱۹۳۴ زکال پر مهال د پولې مشهور اوسېدونکي او اکتشافي انځور اخیستونکي ویلیام هنري جکسون د انځور اخیستنې په برخه کې له هېبارډ سره مرسته کوله. له جکسون سره د هېبارډ اړیکه په ۱۹۲۰ زکال کې پیل شوه، هغه مهال چې د هېبارډ څېړنې د واشکايي مشر د هغه انځور یوې کاپي ته اړتیا پیدا کړه چې د هایډین جیولوژیکي سروې پر مهال د جکسون له خوا کښل شوی و. [۱۶][۱۷]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Stated in: American Women Historians, 1700s-1990s: A Biographical Dictionary. د خپرولو نیټه: اکتوبر ۱۹۹۶. Publisher: Greenwood Publishing Group.
  2. Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w6ww7t5p. Subject named as: Grace Raymond Hebard. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. Stated in: Women writers of the American West, 1833-1927. ليکوال: Nina Baym.
  4. "Sacajawea legend may not be correct," by Sandy Mickelson. The Messenger; Fort Dodge, Iowa. The reporter recounts the findings from "Also Called Sacajawea: Chief Woman's Stolen Identity," by Thomas H. Johnson. Johnson argues that Hebard had the wrong woman when she relied upon oral history that an old woman who died and is buried on the Wyoming Wind River Reservation was Sacajawea, the Shoshone woman who participated in the Lewis and Clark Expedition. Other research claims that instead, Sacajawea is buried at Fort Manuel on South Dakota's Standing Rock Indian Reservation.
  5. "Wyoming University: The First 100 Years, 1886-1986," by Deborah Hardy. University of Wyoming, 1986.
  6. American Women Historians, 1700s - 1990s; by Jennifer Scanlon, Shaaron
  7. "Grace R. Hebard Papers". Collection Guide. لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Grace Raymond Hebard: The Independent and Feminine Life; 1861-1936," by Virginia Scharff. From "Lone Voyagers: Academic Women in Coeducational Universities. 1870 - 1937." Edited by Geraldine Joncich Clifford. The Feminist Press at the City University of New York. New York 1989. Scharff's claim that Hebard's historical accounts were short on hard evidence is contradicted by the record that shows that Hebard conducted extensive field research and gathered and transcribed oral history for her book on Sacajawea. Hebard's body of evidence also includes citations gleaned from conducting international archive searches.
  9. "The Wyoming Lynching of Cattle Kate: 1889," by George W. Hufsmith. High Plains Press, Glendo, Wyo.; 1993. ISBN 0-931271-16-9
  10. "Wyoming University: The First 100 Years, 1886-1986," by Deborah Hardy. University of Wyoming, 1986.
  11. "Twenty Thousand Roads," by Virginia Scharff. University of California Press, 2003. ISBN 0-520-23777-3
  12. "The History and Romance of Wyoming: Grace Raymond Hebard". American Heritage Center. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اگسټ ۲۰۰۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "The History and Romance of Wyoming: Grace Raymond Hebard". American Heritage Center. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اگسټ ۲۰۰۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Grace Raymond Hebard: First University of Wyoming Librarian" (PDF). Wyoming Library Roundup." Winter 2006. Published by the Wyoming Library Association. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۰۶ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "In memoriam; Grace Raymond Hebard, 1861-1936". The Library of Congress. American Memory. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "In memoriam; Grace Raymond Hebard, 1861-1936". The Library of Congress. American Memory. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Oregon Trailways," by Randy C. Bunney. Thesis (M.A.)--University of Wyoming, 1993. Location: Coe Library. Call Number: AmSt 1993 .B885. This bound American Studies thesis is available through inter-library loan in the United States. Its source for the collaboration with William Henry Jackson is the University of Wyoming American Heritage Center, Laramie. Grace Raymond Hebard Collection, Box 10. See also "Dr. Grace Raymond Hebard as western historian," by Janell M. Wenzel. Thesis (M.A.)--University of Wyoming, 1960. Location: Coe Library. Call Number: AmSt 1960 .W488