کیلی میلر (عالم)
کیلی میلر (۱۸ جولای ۱۸۶۳ – ۲۹ دسمبر ۱۹۳۹ ز کال) امریکايي ریاضي پوه، ټولن پوه، مقاله لیکونکی، د ورځپاڼې کالم لیکونکی، لیکوال او د نږې نیمې پېړۍ لپاره د امریکايي تور پوستو په معنوي ژوند کې یو مهم شخصیت و. هغه د "پتومک حماسې په ویونکي" مشهور و.[۴]
کیلی میلر (عالم) | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | واشنګټن ډي سي [۲] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
نسل | افريقايي امريکنی [۳] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه |
سمول |
د ژوند لومړي کلونه او زده کړې
سمولکیلي میلر د الیزابت میلر او مشر کیلي میلر له لسو زامنو شپږم و. مور یې مخکې غلامه وه او پلار یې یو آزاد تور پوستی امریکايي و، چې د کنفدرېشن په ځواکونو کې یې د وېنسبورو د ډلګۍ مشر په توګه خدمت کړی و. میلر د سویلي کارولینا په وینسبورو کې وزېږېد او هلته ابتدایه او عالي ښوونځي ته ولاړ.
میلر له ۱۸۷۸-۱۸۸۰ ز کال پورې د فیرفیلډ انستیتیوت ته لاړ. د هغو لاسته راوړنو له امله چې میلر لرلې، د هاوارد پوهنتون له خوا ورته چې د امریکا له کورنۍ جګړې وړاندې تورپوستو ته ځانګړی پوهنتون و د تحصیلي بورس/سکالرشېپ وړاندیز وشو. میلر د چمتووالي د درې کلنې دورې درسي پروګرام چې یوناني او لاتین ژبې او ریاضي په کې شاملېدل په دوه کلونو کې بشپړ کړ. هغه د یوې پوهنځۍ له بشپړولو په چټکۍ بلې پوهنځۍ ته لاړ. میلر له ۱۸۸۲-۱۸۸۶ ز کال پورې په هاوارد پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.
په ۱۸۸۶ ز کال کې مېلر دا فرصت ترلاسه کړ، څو له کپتان ادګار فریسبي سره د پرمختللې ریاضي په برخه کې زده کړې وکړي. فریسبي یو امریکايي ریاضي پوه و چې د امریکا د متحده ایالاتو د سمندریزو ځواکونو په لیدن ځای/کنټرول خونه کې یې کار کاوه. د فریسبي همکار سیمون نیوکامب د مېلر په ذهني وړتیا وپوهېد او مشوره یې ورکړه چې په جانز هاپکینز پوهنتون کې زده کړې وکړي. میلر دوه کاله (۱۸۸۷-۱۸۸۹ ز کال) په جان هاپکنز پوهنتون کې تېر کړل، هغه لومړنی افریقايي- امریکايي و چې دغه پوهنتون ته یې لار موندلې وه. میلر د ریاضي، فزیک او ستورپوهنې په برخه کې زده کړې وکړې او لومړنی افریقايي الاصله امریکايي و چې د امریکا په متحده ایالاتو کې یې پرمختللې ریاضي ولوسته. میلر د الفا فی الفا (Alpha Phi Alpha) ټولنې غړی و.[۵][۶][۷]
مسلک
سمولمیلر د هغو مالي ستونزو له امله چې لرلې یې په جانز هاپکینز پوهنتون کې یې زده کړو ته د دوام ورکولو توان نه درلود. هغه له ۱۸۸۹-۱۸۹۰ ز کال پورې د واشنګټن ډي سي په ام سټریټ عالي ښوونځي کې د ریاضي درس ورکړ. هغه چې په ۱۸۹۰ ز کال کې په هاوارد کې د ریاضي د فروفیسور/ښوونکي په توګه وټاکل شو، په ۱۸۹۵ ز کال کې یې د ټولنپوهنې، د انساني ټولنې د چلن او پراختیا د جوړښت مضمونونه یې په درسي پروګرام کې شامل کړل او له ۱۸۹۵ ز کال څخه یې تر ۱۹۳۴ ز کال پورې د ټولنپوهنې د ښوونکي په توګه خدمت وکړ. میلر په ۱۹۰۳ ز کال کې د هاوارد پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه فارغ او په ۱۹۰۷ ز کال کې د علومو او هنر د کالج د رئیس په توګه وټاکل شو.[۸][۹]
د هغه د مشرۍ پر مهال چې دوولس کاله یې دوام وکړ، په یاد کالج کې پام وړ بدلونونه راغلل. زوړ درسي نصاب یې معاصر کړ او د طبیعي علومو او ټولنیزو علومو په برخو کې یې نوې څانګې زیاتې کړې. مېلر، د هاوارد پوهنتون کلک ملاتړی و او په فعال ډول یې دغه پوهنتون ته زده کړیالان جذب کول. هغه په ۱۹۱۴ ز کال کې د امریکايي تورپوستو د موزیم او کتابتون طرح جوړه کړه. هغه جیسی ای. مورلنډ قانع کړ څو خپل لوی شخصي کتابتون چې په افریقا او امریکا کې د تور پوستانو اړوند و، هاوارډ پوهنتون ته ور وبخښي، چې له دغې چارې سره یې د امریکايي تورپوستانو د موزیم او کتابتون بنسټ کېښود.[۱۰]
هغه د ۱۸۹۷ ز کال د مارچ په ۵ مه د فردریک داګلاس د خاطراتو د لمانځنې په غونډه کې یو له ګډون کوونکو څخه و، داګلاس د تورپوستو امریکایانو د اکاډمي بنسټ اېښودونکی و، چې د الګساندار کرومیل له خوا یې مشري کېدله. تر هغه مهاله چې په ۱۹۲۸ کال کې د دغه اکاډمۍ چارې بندې شوې، میلر د باسواده افریقايي الاصله امریکایانو د لویې ټولنې یو له فعاله غړو څخه و چې تل یې د نژاد پلوه تحصیلي بورسونو د رد کولو، د فردي، ټولنیزو او سیاسي برابرۍ په برخه کې د تور پوستو د ادعا د ترویج او د افریقايي امریکايي وګړو د ټولنپوهنې اړوند مطالعاتو او تاریخونو په نشرولو لاس پورې کاوه.[۱۱][۱۲]
میلر، د ویلیام ادوارد برګهارت دیوبویس په مشرۍ خوځښت کې د فعالیت له مخې په ملي کچه شهرت ترلاسه کړ. هغه د بوکرتي واشنګټن د "پخلاینې" او "بنسټ پالنې" په شخړه کې له ځانه پام وړ فکري رهبري وښوده. میلر له دوه اړخونو د خلکو په منځ کې پېژندل شوی.
د افریقايي امریکایانو د ښوونې او روزنې په برخه کې، میلر نه د "بنسټ پالو" پلوی و – دیو بویس او د نیاګارا خوځښت – او نه هم د بوکر ټي. واشنګټن د پلویانو- "محافظه کارانو" پلوی و. مېلر د یوې منځنۍ تګلارې په لټه کې و، د ښوونې او روزنې د داسې یو نظام چې د حرفوي او ذهني روزنو په وړاندې کولو د افریقايي- امریکايي وګړو د "متوازنې ودې" لامل وګرځي.[۱۳]
د ۱۹۲۴ ز کال په فبروري کې، مېلر د نېګرو سنهدرین کنفرانس د مشر په توګه وټاکل شو، هغه کنفرانس چې په شیکاګو کې د ۶۱ افریقايي – امریکايي بنسټونو غړي په کې راغونډ شوي و، څو خپل یووالی زیات او هڅه وکړي د ټولنیزو او سیاسي اصلاحاتو یو ګډ پروګرام طرح کړي.[۱۴]
هغه باور درلود چې تورپوستي باید آزاد بازار ته د دولتي او یا ټولنیزو ځواکونو په پرتله ترجیح ورکړي او څرګنده یې کړه:
پانګوال یوازې یوه پیاوړې انګېزه لري، تولید او د توکو پلور. نژاد او رنګ مهم تولیدونکی دی، خو دومره نه ... پانګوال د یوه پرانیستي بازار ملاتړی دی چې ټولو ته دا حق ورکوي، څو له هر ډول ممنوعیت پرته د خپلو وړتیاوو له مخې کار وکړي. له دې ځایګي څخه پانګوال او تور پوستی یو ډول دي. [۱۵]
هغه د پولیسو د نژادي تبعیض له نیوکه کوونکو څخه و، ده په ۱۹۳۵ ز کال کې څرګنده کړه، چې د پولیسو تاوتریخوالی د ټولنې باور ته زیان رسوي: "نږدې په بشپړ ډول پولیس یوازې د قانون وسیله ده چې تورپوستي له هغوی سره اړیکه ټینګوي. د پولیسو تاوتریخوالی د ټولو دولتي چارواکو او د قانون د پلي کوونکو افسرانو پر وړاندې د بې باورۍ او خواشیني توب لامل کېږي".[۱۶]
لیکلي آثار
سمولمیلر پیاوړی مقاله او کالم لیکونکی و، چې په ورځپاڼو، مجلو او کتابونو کې یې مقالې په چاپ رسېدلې، هغه همدارنګه له کوره بهر اسارت (Out of the House of Bondage) تر نامه لاندې کتاب په ګډون څو کتابونه لیکلي. میلر له ویلیام ادوارد برګهارت دیو بویس سره د رنګین پوستانو د پراختیايي ملي ټولنې د بحران په نامه (The Crisis) رسمي ژورنال په ایډیټ برخه کې هم مرسته کوله. مېلر په بوسټون ټرانسکرېپټ ورځپاڼه کې د نامه له یادولو پرته د خپلو مقالو په خپرولو پیل وکړ. مېلر همدارنګه د زده کړو د ارزونې، ډایل، ښوونې او روزنې او ټولنیزو علومو د ژورنال په هکله خپل نظریات شریک کړل. د هغه بې نومه مقالې په ۱۹۰۸ ز کال کې د نژاد د بدلون په نامه کتاب کې د څېړنو په اصلي موضوع واوښتې. مېلر وړاندیز وکړ چې افریقايي-امریکايي وګړي دا حق لري چې د هغو غیرعادلانه شرایطو پر وړاندې چې په سوېل کې د سپین پوستو د لوړاوي اړوند دي اعتراض وکړي. مېلر د نژادي برابرۍ، ودې او بنسټیزه کولو ملاتړ کاوه.[۱۷][۱۸]
په ۱۹۱۷ ز کال کې مېلر ولسمشر وودرو ویلسون ته په یو پرانیستي لیک کې چې په بالتیمور افرو- امریکن اونیزه کې خپور شو له لنینچ کولو نیوکه وکړه او هغه یې "محدود او په ملي کچه پراخ وګاڼه" د دغې ښکارندې په درولو کې یې د حکومت ناتواني "د دیموکراسي رسوايي" وبلله. "کله چې تورپوستي وګړي د هېواد په ټولو برخو کې وهل ډبول کېږي او د پناه غوښتنې په موخه مرکزي حکومت ته منډه کوي ځکه د مشکوکو قضاوتونو له مخې یې آزادي رد کېږي، دا پدې خلکو له ملنډو وهلو پرته بل څه ندي".[۱۹]
دغه پرانستی لیک، د نږدې یو کال لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو په کتابتون کې د یوې رسالې په توګه جریان درلود، تر هغه چې د "نظامي سانسور ادارې" امر ورکړ چې باید له کتابون وویستل شي، له دې امله چې "د دغه لیک لوستل د هغو سرتېرو روحیه چې د آلمان پر وړاندې جګړه کوي کمزورې کوي". میلر د د بشري حقونو لپاره د کیلي میلر د نړیوالې جګړې تاریخ (Kelly Miller's History of the World War for Human Rights ) په نوم کتاب ولیکه، چې په کې " له وروستیو رسمي انځورونو جوړ د حیرانونکو انځورنو ټولګې په کې وې چې په عصري جګړه کې یې کارېدونکي نوي او وېرونکي وسایل تشریح او انځورول او همدارنګه په دغه ټولګه کې د هغو تور پوستو انځورونه هم و چې په پوځ او د سمندریزو ځواکونو په لیکو کې په جګړه بوخت وو".[۲۰]
مړینه او میراث
سمولله لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د میلر ژوند له ستونزو سره مخ شو. وروسته له هغه چې په ۱۹۱۸ کال کې ستانلی دورکی د هاوارد پوهنتون د رئیس په توګه وګمارل شو او نوې مرکزي اداره یې جوړه کړه، په ۱۹۱۹ ز کال کې یې د مېلر ځایګی یو درجه را کښته کړ او هغه یې د یو نوي پرانستل شوي کالج د رئیس په توګه وګماره. میلر تورپوستو ته په اړوندو چاپي رسنیو کې په اونیز ډول د مقالاتو او کالمونو لیکلو ته دوام ورکړ. د هغه لیکنې له ۱۰۰ څخه په زیاتو اخبارونو کې چاپ شوې.
میلر په ۱۹۳۹ ز کال کې د هاوارد پوهنتون د ننه ومړ، د ده د مړینې پر مهال د هغه مېرمن انی می بوتلر او د دریمې کیلي، می، ایرن او پاول په نومونو څلور بچیان یې ژوندي و. یو زوی یې ایزاک نیوټن د هغه د ژوند پر مهال مړ شوی و.[۲۱]
په ۱۹۴۱ ز کال کې په لی درویت پارک سیمه کې ۱۶۰ کوریز ښارګوټی او همدارنګه په واشنګټن کې د کیلي مېلر منځنی ښوونځۍ له هغه څخه د ستاینې په موخه یې په نوم ونومول شول.[۲۲]
سرچينې
سمول- ↑ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
- ↑ پیوستون : 11170301 — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۲۴
- ↑ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
- ↑ Gary, Lawrence E., ed. (1973). "Social Research and the Black Community - Selected Issues and Prioities". Howard University: 23.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Michael R. Winston. "Kelly Miller," American National Biography Online, Feb. 2000.
- ↑ Shakil, M (2010). "African-Americans in mathematical sciences - a chronological introduction" (PDF). Polygon. 4 (Spring): 27–42. نه اخيستل شوی 8 April 2017.
- ↑ "Notable Alpha Men". Alpha Phi Alpha fraternity, Mu Lambda chapter. Archived from the original on 2007-10-23. نه اخيستل شوی 2007-11-13.
- ↑ "Kelly Miller Biography (1863–1939)". biography.com. Archived from the original on 2017-04-10. نه اخيستل شوی 2017-04-09.
- ↑ "Kelly Miller Biography (1863–1939)". biography.com. Archived from the original on 2017-04-10. نه اخيستل شوی 2017-04-09.
- ↑ Michael R. Winston. "Kelly Miller," American National Biography Online, Feb. 2000.
- ↑ Seraile, William. Bruce Grit: The Black Nationalist Writings of John Edward Bruce. Univ. of Tennessee Press, 2003. p110-111
- ↑ Alfred A. Moss. The American Negro Academy: Voice of the Talented Tenth. Louisiana State University Press, 1981.
- ↑ "Library of Congress: "Kelly Miller (1863-1939)"". Archived from the original on 2013-02-11. نه اخيستل شوی 2012-12-23.
- ↑ Glenda Elizabeth Gilmore, Defying Dixie: The Radical Roots of Civil Rights, 1919-1950. New York: W.W. Norton & Co., 2008; pg. 41.
- ↑ Olasky, Marvin, "History turned right side up", WORLD magazine. 13 February 2010. p. 22.
- ↑ Soss, Joe; Weaver, Vesla (2017). "Police Are Our Government: Politics, Political Science, and the Policing of Race–Class Subjugated Communities". Annual Review of Political Science. 20: 565–591. doi:10.1146/annurev-polisci-060415-093825.
- ↑ "Kelly Miller Biography (1863–1939)". biography.com. Archived from the original on 2017-04-10. نه اخيستل شوی 2017-04-09.
- ↑ Michael R. Winston. "Kelly Miller," American National Biography Online, Feb. 2000.
- ↑ Miller, Kelly (25 August 1917). "The Disgrace of Democracy". Baltimore Afro-American. p. 4.
- ↑ "Bar Miller's book from camp libraries". Chicago Defender. 19 October 1918. p. 1.
- ↑ "Miller, Isaac Newton". Evening Star. 5 October 1928.
- ↑ "2101 4th Street NW 20001". dchousing.org. 14 March 2016. Archived from the original on 14 March 2016. نه اخيستل شوی 14 March 2016.