کيچوا ژبه

د سوېلي امريکا په انډيز سيمه کې د سورپوستو مورنۍ اصلي ژبه

کيچوا ژبه (Qhichwa, Qiĉwa, Quechua) د سوېلي امریکا د سورپوستو د مورنیو ژبو د کورنۍ نوم دی چې د انډیز په غرونو کې ويل کيږي. کیچوا په امریکا کې تر ټولو پراخه سورپوستې ژبه ده چې د ويوونکو شمېر يې نږدې له ۶-۱۳ مېليونو تنو اټکل شوی.

کيچوا ژبه
Qhichwa simi (کيچوا) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
ليکدود
ويونکو شمېر
۸٬۹۰۰٬۰۰۰ (۲۰۰۷)
۵۹۱٬۴۴۸ (۲۰۱۰)
۳٬۷۹۹٬۷۸۰ (۲۰۱۷) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
qu[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
qu ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

د کیچووا ځینې ویونکي دې ژبډلې ته د "رونا سامي" (د خلکو ژبه) وايي. د کیچوا ژبې له سویلي کولمبیا څخه ارجنټاین ته خپریږي، مګر د هغې ډېری ویونکي په پیرو (۷.۷ مېلیون)، بولیویا (۲.۹ مېلیون) او اکوادور (۱.۵ مېلیون) کې دي، او کیچوا په دې درېوو هېوادونو کې رسمي حیثیت لري. نږدې ۲۵٪ پیرویان په کیچوا ژبه خبرې کوي. [۳] [۴]

کیچوا په ۱۵ او ۱۶ پېړیو کې د اينکا امپراتورۍ اصلي ژبه وه، او حتی اوس هم د مرکزي انډیز منځنۍ ژبه ګڼل کیږي. کیچوا په لاتیني ليکدود لیکل کیږي. د اسپانيايي او پورتګالي ژبو د مخ په زیاتېدونکي اغېز له امله، د کیچوا خپرېدل او کارول راکم شوي.

ژببېلګه

سمول
پښتو آیاکوچو وينګ کوزکو ژبه د کيچوا سوېلي وينګ
څښاک upyay uhyay upyay
چټک utqa usqha utqha
کار کول llamkay llank'ay llamk'ay
موږ ñuqanchik nuqanchis ñuqanchik
(زياتوالي وروستاړی) -chka- -sha- -chka-
ورځ punchaw p'unchay p'unchaw

سرچینې

سمول
  1. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/que.
  2. "Language".
  3. "Peru | Languages". Ethnologue. Dallas, Texas: SIL International. 2017. نه اخيستل شوی 30 November 2017. Population total all languages: 7,734,620.
  4. "Peru | Country". Ethnologue. Dallas, Texas: SIL International. 2017. نه اخيستل شوی 30 November 2017. Population 30,814,000 (2014 UNSD)