اینکایان
اینکایي ټولواکمني (د اینکایانو امپراطوري) له ۱۴۳۸-۱۵۳۳م کاله پورې په سویلي امریکا د نننۍ پیرو هیواد اړوند سیمه کې له بومي سور پوستانو جوړه واکمني (امپراطوري) وه. د یادې ټولواکمنې په ترټوله پراخه تاریخ کې د پیرو، چیلی، اکوادور، ارجنټاین، بولیویا او کلمبیا یو شمیر برخې ترواک لاندې لرلې. د کوسکو ښار د اینکایي واکمنې ایداري او سیاسي مرکز وو، په ۱۶م پیړۍ کې د اسپانویانو د راتګ سره یاده واکمنې له منځه لاړه.