کينډۍ:تانبه:تاریخ/برجسته لیکنه/جنوري, 2011

احمد شاه دراني

احمد شاه بابا (زېږېدنه: ۱۱۳۵ هـ س = ۱۱۰۲ هـ ل = ۱۷۲۲ ز کال -- مړينه: ۱۱۸۶ هـ س = ۱۱۵۱ هـ ل = ۱۷۷۲ ز کال) (په انګرېزي:Ahmad Shah Durrani) د لوی افغانستان هغه لوی او نوميالی پاچا و، چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د «بابا» ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغان ولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارګلوۍ ځای موندلی وي.

احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې د افغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز = ۱۱۵۱ هـ لمريز = ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنګه جوړ کړی و.