کوټه (ښار)

(له کوئټه نه مخ گرځېدلی)

}} کوټه چي د شالکوټ په نامه هم ياد سوی دی، د اوسني پاکستان یو ښار دی چې د بلوچستان ايالت پلازمېنه (مرکز) گڼل کېږي. دا ښار د بلوچستان ايالت تر ټولو ستر ښار دی چې د حکومت معلوماتو سره سم ۵۶۵۱۳۷ وگړي لري، او له سمندر څخه (۵۵۱۰) فوټه لوړ دی.

کوټه
کوئټه
Quetta City in evening
Quetta City in evening
Quetta City in evening

Map
کورډېناټونه: ۳۰°۱۱′۳۱″شمال ۶۷°۰۰′۲۵″ختیځ / 30.192°شمال 67.007°ختيځ / 30.192; 67.007   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ
د رامنځته کېدو نېټه ۱۸۷۶  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
اداري وېش
هېواد پاکستان
صوبه بلوچستان
ښار کوټه ولسوالۍ
خپلواکه قصبې 2
پلازمینه د:
حکومت
 • ډول ښار
 • مېر کليم الله کاکړ[۱]
 • کمشنر کامبر دشتي
 • دوېم کمشنر عبدالطيف کاکړ
پراخوالی
 • پراخوالی ۲٬۶۵۳ کلوميټر٢ (۱٬۰۲۴ میله  مربع)
لوړوالی 1680 متر   ويکيډاټا کې (P2044) ځانګړنې بدلې کړئ
نفوس شمېرنه (2010)
 • ټولټال ۲۵۲٬۴۱۰
وروستي مالومات
سيمه ييز د زنګ کوډ +9281
جيو کوډ 1167528[۲]  ويکيډاټا کې (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
کوټه
کوټه

پېښلیک

د تاریخپوهانو په وینا کوټه د ساسانیانو سلطنت په دوره کي رامنځ ته سوې ده، چي د لرغوني افغانستان یوه برخه ګڼل کیږي. دغه ښار په ۷مه زیږدیزه پیړۍ کي د افغان واکمن سلطان محمود غزنوي له لوري فتحه او د اسلامي نړۍ یوه برخه وګرځېدل. ورپسې کله چي په هندوستان کي د مغولو سلطنت واک په لاس کي واخیستی، کوټه ددوی د واکمنۍ یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه وګرځېدل.

په 1709 زیږدیز کال کي کله چي افغانانو د هوتکي واکمنۍ په دوران کي صفوي یرغلګر مات او خپلواکي یې واخیستل، کوټه بیرته د افغانستان یوه برخه سول او د درانیانو د واکمنۍ پر مهال په 1747 کي په رسمي ډول د افغانستان یو ښار وګرځېدی. د دراني واکمنۍ تر کاواکه کېدو وروسته د انګرېزانو له لوري پر افغانستان د یرغل په پایله کي کوټه د جګړې په لمړيو کرښو کي واقع او د بریتانوي هند په لاس کښېوتل.

په 1876 کال کي کوټه د انگریزي لښکر له خوا سقوط او په ښار کې یې یوه لويه پوځي چاوڼۍ جوړه کړه. پر 1935 کال کي دغه ښار د زلزلې له امله ویجاړ سو، چي د مالوماتو سره سم ۴۰۰۰۰ تنه پکښي مړه سول. په 1947 کال کي کوټه ښار د بلوچستان ایالت مرکز او د ډیورنډ د نامنل سوي تړون په پایله کي پاکستان ته وسپارل سو، چي تر ننه هم د پاکستان په لاس کي دی.

  1. Deadlock ends "PkMAP candidate nominated for Quetta mayor". {{cite web}}: Check |url= value (help)
  2. پیوستون : 1167528  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported