کمال الدين بهزاد

کمال الدین بهزاد د انځورگرۍ د میناتورۍ د برخې یو مبتکر، مستعد، نابغه او اخلاق استاد وو، چې د میناتورۍ یو نوی ځېل او مکتب یې رامنځ ته کړ . د میناتورۍ داسې شهکار اثار یې وپنځول چې اوس د نړۍ په موزیمونو د ډېر قیمتي اثارو په توگه د نړۍ په گوټ گوټ کې ساتل کېږي. دی د افغانستان په لوېديځې سیمې هرات کې زېږېدلی .

د خورنق ماڼۍ جوړولو په حال کې، د استاد کمال‌الدین بهزاد اثر

کمال الدين بهزاد يو وتلی افغان رسام او انځورگر و. په ماشومتوب کې د مور او پلار د مينې بې برخې پاتې شوی او بيا وروسته د ميرک په کاله کې رالوی شوی او د همدغه وروستي نومېدلي افغان نه يې د انځورگرۍ او رسامۍ هنر زده کړی. بهزاد د گڼ شمېر هنري آثارو خاوند دی، نوموړی د سلطان حسين بايقرا دربار کې هم انځورگر پاتې شوی . کمال الدين بهزاد د انځورگرۍ او نقاشۍ د هنرونو تر څنگ په ميناتورۍ کې هم پوخ هنرمند پاتې شوی.

مخینه

د استاد بهزاد شهرت دده په ژوندانه هم یوازې په هرات کې پاتې نه شو، په ټول افغانستان،پارس، ماوراءالنهر او هند کې یې د هنر اوازې خپرې شوې او د یوه پیاوړي استاد په توگه وپېژندل شو. استاد بهزاد چې د نهمې هجري پېړۍ په نیمايي کې یې په هرات کې زېږدلی وو، د وخت د هنر پال پاچا سلطان حسین بایقرا تر ځانگړې پاملرنې لاندې په کار بوخت و او د کار او هنري ودې زمینه یې ورته برابره کړې وه.

د انځورگۍ ځانتياوې

استاد بهزاد د میناتورۍ په هنر کې انقلاب راووست، ده تش څېرې او ظاهري رنگونه، نه انځورول؛ بلکې په انځورونو کې یې د تصویراحساسات، اندېښنې او مکنونات انځورولای شوای او د یوه ماهر روانشناس په توگه یې خپلې جوړې کړې څېرې د هغو له ټولو ځانگړنو سره وړاندې کولې او د خپلو انځورونو خوځښتونه یې تصویرول، د عمر په وروستیو وختونو کې یې د څېرو په جوړولو کې خاص مهارت ترلاسه کړی وو. دڅېرې جزیات به یې انځورول او د معنوي اړخونو په ښودلو کې یې د رنگونو په استعمالولو کې ځانگړی مهارت ترلاسه کړی وو. ده د میناتورۍ مړه روحیه راژوندۍ کړه، رنگونه یې خوځنده کړل او د شرق په میناتورۍ کې یې یو نوی سبک او مکتب رامنځ ته کړ. د استاد بهزاد په قلم جوړشوي انځورونه دومره مشهور شول، چې د وخت ډېر انځورگرانو هڅه وکړه، چې په خپلو تصویرونو دده نوم ولیکي او دده یې وبولي، خو هنر پېژندونکو دده تصویرونه له ورایه وپېژندل. همداسبب دی چې د نړۍ په موزیمونو کې دده د خپلو تصویرونو شمېره ډېره نه ده، خو دده په نامه جوړشوي تصویرونه زیات دي، اما هنر پېژندونکو اصل او جعل سره بېل کړي او د استاد بهزاد اصلي انځورونه د زیات ارزښت او درنښت وړگڼل کېږي او موزیمونه پرې ویاړي.

په موزيمونو کې اثار

د استاد بهزاد میناتوري انځورونه د نړۍ په بېلابېلو موزیمونواو کتابتونونو کې شته، دخمسه نظامي دوې نسخې چې د برتانیې په موزیم کې دي، د استاد بهزاد په میناتورونو ښکلې شوې، چې دده په اصلي لاسلیک دي.بله د شیخ سعدي د بوستان نسخه ده، چې په ۸۹۸سپوږمیز کال لیکل شوې او دده په میناتورونوښکلې شوې، چې اوس د مصر په موزیم کې ده.

د ظفر نامې میناتوري هم دده کار دی او هم یې په ځینو نورو نسخو کې تلپاتې انځورونه راپاتې دي.

استاد بهزاد په خپلو میناتورونو کې د طبیعت ژوره مشاهده لري او په ډېر دقت یې ترسیموي او هر رنگ یې خپله مانا ښندي.

مړینه

استادپه هرات کې وفات شوی او د مختار غره په لمنه کې خښ دی، چې ښکلی رنگین قبرلري او د پستو طبیعي ونې پرې ولاړې دي.

انځورتون

سرچینې