کرنه

تدللدا
(له کرهنه نه مخ گرځېدلی)

کرنه چی دزراعت او بزگری په نامه هم یادیږی، څارویو،بوټو،فنگسونو او نورو ‌ژوندیو موجوداتو دروزنی څخه دغذا،فایبر،درملو اوداسی نورو محصولاتو دلاسته راوړلو څخه عبارت ده چی انسان ته د ژوندی پاتی کیدو اوورځنی ژوند تیرولو لپاره اړینه بلل کیږی.

د کرنې څانگې

کرنه په میشت انسانی تمدن کی یوه انکشافی کیلی وه، په کوم سره چی د اهلی انواعو دکر په وسیله اضافی غذایی مواد تولید شول چی د تمدن په انکشاف کی یی بی ساری او ډیره ونډه واخیسته. دکرنی مطالعه د کرنی دساینس په نوم هم یادیږی. دکرنی تاریخ د زرگونو کلونو پخوا پوری ټړلی، او انگشاف یی په زیاته کچه مختلفو اقلیمونو،کلتورونو اوټکنالوجیواو داسی نورو لاملونو ته په گوته شوی.

گرچه، اتکا په ټولو کرنیزو عملیاتو په عمومی ډول په ټکنالوجی د تولیداتو دزیاتوالی لپاره مخصوصا داهلی انواعولپاره په عین ځمکه کی په کار وړل شوی. بوټی، معمولا دخړوبونی مختلفو ډولونو ته اړتیا لری، که څه هم داسی نور میتودونه لکه د Dry land Farming (دکمو اوبو کر)، اود کلیو رمی په څرځایونو(Range Lands) کی چی تراوسه د څارویو(غواگانو،وریو او داسی نورو) دساتلو لپاره مناسب ځای دی. په انکشافی دنیا کی، صنعتی کرنه دښه مونوکلچر په وسیله دننی ورځی دکرنی د مدرنو سیستمونو یو غالب سیستم بلل شوی دی، که څه هم د استمراری کر لپار پرمختلونکی حمایه (لکه Permaculture(کرنیزه پراختیا په ایکولوجیکی سیستم کی) یا عضوی کرنه) شته ده.

ترصنعتی انقلابه پوری، د انسانانودنفوس یو زیات شمیر خلک په کرنه کی په مزدورکاری بوخت ول. مخکنی صنعتی کرنه د ورځنی ژوند د تیرولو دکرنی په شان وه چی دهقانانو به خواړه خپل دورځنی ژوند دتیرولو لپاره تیارول نه دتجارت لپاره. په کرنیزو عملیاتو کی یو دپام وړ تغیر په تیره یوه پیړی کی دټکنالوجی نه په استفادی اود جهانیزو مارکیټونو دانکشاف په اساس رامنځ ته شوی. چی دا په کرنیزو ټکتیکونوکی د ټکنالوجی د انکشاف باعث شوی لکه د Haber-Bosch میتود دامونیم نایتریت دترکیب لپاره، چی دغذایی موادو د دوران لپاره صنعتی عملیات جوړوی، سره له کرنیز تناوبه اودکمی حیوانی سری په استعمال سره. ننی اگرانومی، دبوټو نسلگیری، کرنیز کیمیاوی مواد (فنجی مړه کوونکی او کیمیاوی سری)، او دټکنالوجی انکشاف په چټکتیا سره زمونږ دغذایی موادو تولید زیاتوی خو په عین وخت کی د انسانانو په صحت باندی منفی اغیزی اوپه پراخه ډول په چاپیریال دناوړه اغیزو باعث کیږی. همدارنگه دحیواناتو په روزنه کی انتخابی نسلگیری او د عصری عملیاتو نه په استفاده زمونږ دغوښی په تولیداتو کی زیاتوالی را وستلای شو خو دڅارویو په رفاهیت اود اتیبیوتیکو، وده ایزو هارمونونو، او نورو کیمیاوی مواد چی په عمومی ډول دغوښی په صنعتی تولید کی په کار وړل کیږی ناوړه اغیزی درلودای شی. په جنټیکی ډول اصلاح شوی ژوی د کرنیزو تولیداتو یو زیاتویدونکی او مهم عامل بلل کیږی، که څه هم دا پا ډیرو هیوادونو کی منع شوی. دکرنیزو غذایی موادو تولید او داوبو منجمنت نن ورځ ددنیا یو له مهمو موضوعاتو څخه شمیرل کیږی چی دخلکو دپام وړ پاملرنه یی ځانته جلب کړی او باعث د زیاتو مناظرو اودنورو موضوعاتو دمنځ ته راتگ په نړیواله کچه شوی دی. دپام وړ تنزل دخاوری په ښیرازتیا او داوبو دمنابعو، په شمول د تنزل داوبو په ځمکنیو زیرمو کی دتیرو څو لسیزو له مشکلاتو څخه شمیرل کیږی. او د ځمکی دکری د گرمیدو اثر په کرنه او دکرنی اثر دځمکی د کری په گرمیدو لاتر اوسه سم ندی جوت شوی. عمده کرنیز تولیدات په عمومی ډول دغذایی موادو، فایبر، سوند موادو، او خامو موادو گروپونو کی ویشلای شو. مخصوص غذایی مواد لکه دانی(حبوبات،غلی)، سابه، میوی، غوړی، غوښه، مساله جات او داسی نور. فایبر شامل ده پختی، وړی، کنف، وریښم، اوکتان. خام مواد شامل د لرگینو تختواو بانکس. او داسی نور مهم مواد چی د بوټو په وسیله تو لیدیږی عبارت دی له کنډ، رنگ، درمل، عطر او هغه د سوند مواد چی دعضوی موادو څخه لاسته راځی او زینتی تولیدات لکه پری شوی گلان او د بزغلیو بوټی. د دنیا یو په دریمه برخه کارکونکی په کرنه بوخت دی، چی دخدمتونو دسکتور نه وروسته دویم سکتور راځی دډیرو کارکوونکو ددرلودلو پر اساس، که څه هم دکرنیزو چارو کارکوونکو شمیرپه پرمختللیو هیوادونو کی په تیرو څو سلیزو کی په زیاته کچه لږ شوی دی.

کرنه د افغانستان د جغرافیایی جوړښت له امله یو خاص اقتصادي ارزښت لري. په افغانستان کې کابو ۷۵ تر۸۵ سلنه خلک په کرنه بوخت دی. نو ددی له امله د افغانستان په ملی اقتصاد کې ستر رول لوبوی. د کرنی رول په ملی اقتصاد کې یو د هغه عایداتی او تمویلی منابعو څخه دی،‌ چې د افغانستان هغه خلک چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي خپل وخت ورباندې تیروي او هوسا ژوند کوي کرنه په افغانستان کې په بیلا بیلو برخه وېشل شوې ده، مهمې برخې یې په لاندی ډول دی.

  1. مالداري
  2. دغواگانو روزنه
  3. د بزو روزنه
  4. بڼوالي
  5. د پسونو ساتنه
  6. د باروړونکو حیواناتو روزنه
  7. د میوو روزنه
  8. د سبزیجاتو تولید
  9. د غله جاتو تولید
  10. ځنگلونه

ټوليز لیدلور

سمول

کرنه د تاریخ په اوږدو د انسانانو لخوا تر سره کېږي او یو د نسل څخه بل نسل ته دا زده کړ شوي تخنیکونه انتقال مومي. هر وخت چې د تولید صورت نیسي ددې لپاره چې تر څو د هغه حاصل وروسته هغه استعمال او د هغه په مرسته ژوند وکړی. او همدا شان خلکو مختلف نباتات په خاصه توگه غنم ،‌ جوار ،‌ وربشی ،‌ وریجی ، انار او نورې میوی د دی پخاطر کرل چې هغه خرڅ کړي.‌ او د هغه له لاری وکړای شي خپل امرار وکړي .

مخينه

سمول

د تاریخ څخه مخکې

سمول

لرغونپوهان د لومړنيو كرنو په شواهدو پسي گرځي، چې دا شواهد عبارت دي له ژرندو، د تخمونو د ساتلو وسايل، د كرلو وسايل، لور، او نور اړوندي مذهبي نښي نښاني. چې ځيني شيان په لاندي ډول موندل شوي هم دي.

  • ۷۵۰۰۰ كاله پخواني ساده مدوره ډبره چې څلور اېنچه پنډوالی لري، چې همواره د كار كړلو ډبره يي هم درلوده، او له دې ډبرې څخه د حبوباتو په اوړولو کې گټه اخيستل كېده، د فرانسی په La Combe كې پيدا شوه.
  • ۲۰۰۰۰ كلنه د هاون ډبرې د فرانسې په Vezere valley كې پيدا شوې.
  • ۱۲۰۰۰ كلنه لور ته ورته اله د فرانسي په Mas d'Azil كې وموندل شوه.
  • ۱۰۰۰۰ كاله مخکې يعني د ډبري په دوران کې Einkorn غنم د تركيي جنوب شرقي سيمو کې وكرل شول.
  • ۹۵۰۰ كلن د كرني وسايل د شمالي سوريي په ابو هريره كلي کې موندل شوي.
  • په سويس ۸۷۰۰ كلن داسي شواهد لاس ته راغلي چې د سويس هغه خلكو چې په غارونو کې ژوند كولو حبوبات يي په هموارو ډبرينو لوښو کې پخول او خوړل
  • ۸۰۵۰ كلن د لور تيغونه ، د ژرندي ډبري، او هاون، او همدارنگه د خټي كوزي د شمالي ايران له غاري كمبرند څخه لاس ته راغلي.
  • ۸۰۰۰ كاله پخوا Goat Grass ( Aegilops tauschii) او غنم (Triticum turgidum) سره يوځاي شول تر څو چې د ډوډي غنم (Bread Wheat) منځ ته راغلل.
  • ۷۵۰۰ كاله پخوا د خټينو لوښو جوړولو صنعت منځ ته راغي
  • ۷۰۰۰ كاله مخکې د خټينو لوښو څخه د حبوباتو په ساتلو او پخولوکې گټه اخيستل کېده
  • ۶۰۰۰ كلن د حبوباتو د ساتلوصندوقچه، د كرلو وسايل، خټيني كوزي، د حبوباتو د وچولو داشونه په مصر کې موندل شوي.
  • د عیسی (ع) له ميلاد څخه ۳۰۰۰-۲۷۳۲ كاله مخکې د لومړني يوي( قلبي )وسيله په مصري او چېنايي تاريخي اثارو کې موندل شوي دي.
  • د عیسی (ع) له ميلاد څخه۲۶۰۰ كاله مخکې مصريانو تخمير(خمير مايي) ته د ډوډي په پخولو کې انكشاف وركړ.
  • ۲۵۰۰ كاله د عیسی (ع) له ميلاد څخه مخکې د ډوډي غنم د هند په Mohenjo-Daro ، هنگري او چېن کې ښكاره شول.
  • ۲۴۷۰ كاله د عیسی (ع) له ميلاد څخه مخکې پادشاهي نانوايي او د پخولو كټوو پاتي شوني د فرعونيانو له اهرامونو څخه په مصر کې لاسته راغلي.
  • د عیسی (ع) له ميلاد څخه ۲۰۰۰-۱۱۰۰ كاله مخکې يو زړه وصيت نامه چې په يوسف (ع) پوري اړه لري چې هغه د مصر د حبوباتو د ذخايرو سر پرستي په غاړه لري، موندل شوي.
  • د عیسی (ع) له ميلاد څخه ۱۱۰۰ كاله مخکې د قلبي د يوي اوسپنيز تيغونه وكارول شول.
  • د عیسی (ع) له ميلاد څخه ۷۰۰ كاله مخکې په يونان کې د سولن قانون (Solon's Constitution) كرهني ته انكشاف وركړ، ډوډي او خاوره د Demeter (د كرهني رب النوع) د دين يوه برخه شوه، اوربشي منځ ته راغلي، غنم د Sicily ، د توري بحيري له سواحلو او مصر څخه وارد شول، لاسي ژرندي په مصر او لري ختيځ کې وكارول شوي.
  • د عیسی (ع) له ميلاد څخه ۲۰۰ كاله مخکې د غنمو د ژرندوپراختيا و موندله چې د غلامانو او حيواناتو په وسيله ترسره کېده.
  • د عیسی (ع) له ميلاد څخه ۱۵۰ كاله پخوا د روميانو د ډوډي پخونكو اتحاديه منځ ته راغله.
  • د عیسی (ع) له ميلاد څخه ۱۰۰ كاله مخکې روميانو د اوبو ژرنده جوړه كړه.

قدیمی تاریخ

سمول

د کرنی هغه دوره وه چې د نیل د وادی حاصل خیزه ځمکې چې په مصر کې واقع وی.‌ د نباتاتو کر رواج شو د نباتاتو حاصل ټولول رواج شولی. د میلاد څخه ۷۰۰۰ کاله د مخه په مصر کې کرنه شروع شوله.

د میلاد څخه ۵۰۰۰ کاله د مخه سامریاتو زراعتی تخنیکونو ته پرمختگ ورکړ.

د منځنی پېړۍ تاریخ

سمول

د معاصر عصر تاریخ

سمول

ورسته د ۱۴۹۲ کال راپدی خوا چې کله د غنمو او حیواناتو نسل گیری واقع شوله. پدی برخه کې نور بوتی لکله جوار، رومی ، کچالو ، ککو ، تنباکو شامل وو.

کچالو پدی وخت په منځنۍ اروپا کې اصلی خواړه وگرځیدل. په ۱۶ پیړۍ کې په اوروپا کې پرتگالیانو جوار معرفی کړل.

په ۱۹ پیړۍ کې زراعتی تخنیکونه نور هم پرمخ لاړل او حاصلات زیات شول. زراعت میکانیزه شو او د ځمکې د کر ځای هم زیات شو نو لدی لاری تولید هم ډیر زیات شو .

دکرنی لرغونتوب په افغانستان کې

سمول

افغانستان يو لرغوني هيواد دي هغه شواهد چې د قره كمر او د باميان د چهل ستون له غارونو څخه لاسته راغلي دهغه په اساس مونږ ويلاي شو چې ۲۰۰۰۰ كاله مخکې له ميلاد څخه د افغانستان جامعي شتون درلود او د ډبري تر لومړني دوران پوري يي بيلا بيل پړاونه طي كړي دي او هغه داچې د ميلاد څخه ۲۰۰۰-۳۰۰۰ كلونه مخکې افغانستان كرهنه درلوده.

دا ټولو ته څرگنده ده چې د افغانستان لرغوني نوم اريانا وو ، د مكس مولر په نامه يو پوه وايي (اّر) د كرنې مانا لري، نو له دې كبله (ارين) د كرونكي او بزگر په مانا دى، چې دا دواړې ماناوې اوس هم په پښتو ژبه كې شته او ځينو شاعرانو او ليكوالو په خپلو شعرونو كې راوړي او هم د كندهار د پښتنو په سيمو كې رواج لري، لكه: \"اره لور پر غاړه\" چې په دې ځاى كې د كرنې مانا وركوي او دا ښكاره ده چې اريايانو له كرنې سره مينه درلوده او كرنه د هر شريف او نجيب سړي كاروو.

له نن نه پنځه زره كاله وړاندې د شمال د دښتو د گرځنده سپين پوستو انسانانو يوه لويه ډله د افغانستان د شمالي څنډو په آريانا ويجه نومي ځاى كې سره راغونډ او مېشت شول او د خپل ملي تشخص په درلودلو سره يې يو منظم ټولنيز ژوند پيل كړ، دوى ته آريائيان يا اصيلان وويل شول او له همدې تشخص سره يې خپله سيمه آرياناويجه يا د اصيلانو ټاټوبى وگڼله.

ورو – ورو وپنځېدل، زيات شول اوله بلې خوا په جوي حالاتو كې بدلون راغى او اړ شول چې له آريانا ويجه نه چې د آمو په شمالي اړخ كې پرته ده د هندوكش شمالي لمنو ته راولېږدي او په دې پراخو سيمو كې خواره شي.دوى د اس سورلي دودكړه، كرنه يې كوله، ځاروي يې روزل او پر شيدو سربېره يې له وړيو او پوستكو نه ځان ته كالي جوړول، له لرگيو، خټو او فلزو نه يې لوښي جوړول، خدايگوټي يې لمانځل او د هغوى په نامه يې قربانۍ كولې . په دې دوران كې د بلخ پيشداديانو د يما په مشرۍ د مدني اصلاحاتو يوه نوې دوره پيل كړه، په ژوند او د ژوند په چارو كې ژور بدلونونه راغلل او د كرنې او ودانيو زوړ سيستم بېخي نوى شو .

د افغانستان لرغوني تاريخ په دريو دورو ويشل شوي:

د ډبري دوران: په دي دوره کې ډبرينو وسايلو وده وكړه، كرهڼه پيل شوه، او د حبوباتو د ساتلو لپاره يي د خټينو لوښو جوړول پيل كړل، نو له دي امله دي دوري ته يي ډبرينه دوره (عصر حجر) وويل شول، روسي لرغون پيژندونكي په دي باور دي چې د افغانستان په شمال کې د امو په څنډو کې د ۴۰۰۰ كلونه د ميلاد څخه مخکې غنم كرل شوي او له هغه ځاي څخه منديگك ته وړل شوي، ددې دوري اثار دامريكايي لويي دوپري په وسيله د بلخ ولايت په اق كپروك، د تخار په چنار گنجشكان او دبدخشان د كر په دره او هزار گوسفند کې موندل شوي او پيژندل شوي دي.

د برونزو دوران: په دي دوره کې په افغانستان کې كرهني وده وكړه، تصوير لرونكي لوښي منځ ته راغلي، له خامو خښتو څخه كورونه جوړ شول، همدارنگه ددې دوري د خټو څخه جوړ شوي خدايان ددې دوري ځانگړتياوي گڼل کېږي، د تخار دشلي تپهاو شورتوغي، د منديگك لاندني برخي، او اق كپروك پاسني برخي د سمنگان قره كمر او د كر دره ددې دوري نموني دي چې ددوي عمر ۲۰۰۰ كاله مخکې د عیسی (ع) له ميلاد څخه تعين شوي دي.

داوسپني دوران: ددې دوران لرغوني اثار په افغانستان کې د بلخ په قزل تپه، د جوزجان په طلا تپه ، د سيستان په شهر سوخته، او د كندهار په منديگك او د موراسي کې پيژندل شوي دي

د محصولاتو د تولید غونډالونه

سمول

Shifting cultivation هغه سیستم دی چې ځنگلات او نوری ونی د د کوچنیو دانو لکه غنمو او میوو د تولید لپاره غوځول کېږي.

monocultures هغه سیستم دی چې په کرونده کې یوازی یو ډول نبات وکرل شي البته دا د صنعتی کروندو له ډلی څخه راځی.

Multiple cropping هغه سیستم دی چې په یوه کرونده کې ډیر او مختلف نباتات کرل شوی وی داسیستم د polycultures په نامه سره هم یادیږي.

د څارویو د تولید غونډالونه

سمول

Animal husbandry یا مالداری هغه سیستم دی چې د هغه په ترځ کې حیوانات د مختلفو موخو لپاره روزل کېږي او د نویو نسلونو د منځ ته راتگ لپاره یې نسل گیری یا breeding کوي. علاوه ددی د څارویو د تولید سیستمونوه د هغه ځای یا هیواد یا منطقی په نباتی ټولنه پوری اړوند دی. لوی څړځایونه ،‌ لوی د بوټو ځایونه د شخوند حیواناتو د روزلو لپاره زمینه مساعدوی. پدی سیستم کې معمولا یو حیوان روزل کېږي.

Mixed production داسیستم هغه وخت استعمالیږي چې کله ځمکه کمه وی نو تولیدونکی یا بزگز په یو وخت کې مختلف حیوانات ساتی.

د تولید عملیات

سمول

د ځمکې قلبه کول

سمول

په تیرو وختونو کې به ځمکه په لاس او بیا د حیواناتو په مرسته قلبه کېدله . چې البته په پرمخ تلوونکو هیوادونو کې نن ورځ هم د ځینی حیواناتو څخه په قلبه کولو کې گټه اخلی. په پرمخ تللو هیوادونو کې د قلبی لپاره د ماشينونو څخه استفاده کوي چې کرنیر محصولات یې په کمی او کېفی ډول سره زیات کړی دی.

قلبه کول معمولا د ځمکې د آماده کولو د پروسی څخه عبارت دی. کله چې دا پروسه تر سره شي نو بیا د ځمکې هغه متراکمی برخی له منځه ځی او په هغه کې نوی تخمونه او یا نوی بوټی په ښه توگه وده کولی شي. بله مهمه گټه یې داده چې ځمکه ورسته د قلبه کولو څخه د یو تعداد بکتریا د تعاملاتو او فعالیتونو په نتیجه کې نایتروجن زیاتوی چې د خاوری د حاصلخیزی لامل کېږي.

د ناروغیو او آفتونو مهارول

سمول

ناروغۍ او آفتونه په نباتاتو او د هغه پر حاصلاتو او د محصول په کېفیت باندی ډیر ناوړه اغیزه لري او بزگران د خراب حاصل له کبله ډیر اقتصادی تاوان په سر اخلی. په تیرو وختونو کې د ناروغۍ کنترول چې معنی یې ۱۰۰ فیصده د منځه وړل وو مگر نن ورځ د کنترول د کلمی څخه ډیره استفاده نه کېږي او د هغه پر ځای د منجمنت یا مدیریت څخه استفاده کېږي. او کله چې څو مختلفی مدیریتی پروسی سره یوځای کړی تر څو چې آفات کنترول کړل شي نو هغه تی تلفیقی مدیرت د افاتو وایی. ناروغۍ او آفات بیلابیل ډولونه لري او په مختلفو طریقو سره گروپ بندی شوی دی.

ښه گروپ بندی یې د هغه ناروغۍ رواړونکې عامل په اساس ده :

  1. ویروسی ناروغۍ
  2. بکتریایی ناروغۍ
  3. قارچې ناروغۍ
  4. پریېونی ناروغۍ
  5. نماتودی ناروغۍ

بله گروپ بندی یې د د عامل په بنسټ ده :

  1. د ژوندیو عوامل په واسطه ناروغۍ
  2. د غیر ژوندیو ناروغیو په واسطه ناروغۍ

بله گروپ بندی یې د د نبات په بنسټ ده : پدی برخه کې ټولو نباتاتو ته د هغه اړوند ناروغۍ تر ځیړنی لاندی نیول کېږي.

افات هم په مختلفو لارو سره د ویش وړ دی:

  1. فصلی آفات
  2. د ونو افات
  3. د بوټو افات

دخاوری او غذایی عناصرو مدیریت

سمول

خاوره د کمرو یا ډبرو د تخریب څخه د باد ، اوبو ،‌حرارت او وخت سره په تعامل کې منځ‌ ته راځی. خاوره د کرنی اساس یا بنسټ بلل کېږي.‌ او د نبات د تغذیی د یو بکس په توگه پیژندل کېږي.

په خاوره کې تقریبا ټول هغه عناصرپیدا کېږي چې د عناصرو په جدول کې ذکر شوی دی. پدی کې ځینی عناصر د نبات په تغذیه کې مهم رول لري. کله چې دا عناصر کې نشي نو نبات ته مریض یا ناروغ ویل کېږي. او د زیاتیدو په صورت کې ورته وایی چې دا عنصر زیات ورکړ شوی دی نو ناوړه نښی یې منځ ته راوړی دی.

عناصر په دریو برخو ویشل شوی دی:

  1. هغه عناصر چې ډیر اړین دی
  2. هغه عناصر چې په دوهمه درجه ارزښت لري
  3. هغه عناصر چې کوم خاص ارزښت د نبات لپاره نلري مگر د نور عناصرو په جذب کې ورڅخه گټه اخستل کېږي

د اوبو لگولو مدیریت او ډولونه

سمول

په تیرو وختونو کې اوبه د هر ځای څخه راتلی او په هغه باندی کنترول نه وو. د نفوس په زیاتیدو سره د انسانانو تر منځ‌ د ځمکې ویش منځ ته راغی او دهغه په اساس اوبه هم یو خاص ځای د هر فرد او د هغه د محصول د تولید لپاره لرلو .‌ نو کله چې اوبه داسی اړینی شولی انسانانو د ویالو په کنودلو او د بندنو په جوړولو شروع وکړله . وروسته ورسته بیا د حرارت په زیاتیدو سره اوبه کمی شولی نو خلکو نورو سیستمونو ته مخ کړله او هغه ی کشف او یا هم انکشاف ورکړ.

نن ورځ د اوبو لگولو مختلف سیستمونه وجود لري چې ځینی مشهور یې په لاندی ډول دی:

  1. د څاڅکې په شکل سره اوبه لگول
  2. د خط په شکل سره اوبه لگول
  3. ډ جویی په شکل سره اوبه لگول
  4. د باران په شکل سره اوبه لگول
  5. د غونډ پټی اوبه کول

پروسس، ویشنه او انتقال او بازار موندنه

سمول

کله چې انسانانو په کرنه او دنباتاتو په اهلی کولو شروع وکړله نو هغه به په هغه وختونو کې د یوځای څخه بل ځای ته سفر هم کولو تر څو د هوا د ناوړه حالاتو څخه ځان په امان کې وساتی. نو پدی وخت دوی دی ته ته هم مخه واړوله چې یو مقداد خواړه د ځان سره وساتی. نن ورځ همغه د خوړو ساتنی پروسه دومره پرمختگ کړی دی چې کابو د نړی د نیمایی څخه زیات خلک د پروسس شویو خوړو څخه استفاده کوي.

پدی نژدی وختونو کې د جهانی کېدو د پدیدی راپدی خوا سفرونه زیات شوی ،‌ تولید اختصاصی شوی دی، او په ځینی ځایونو کې خاص محصولات حاصل نه ورکوي نو څکه تولید په یو ځای کې صورت نیسی او په ډیرو مصارفو او وخت په نیولو سره د یو ځای څخه بل څای ته انتفال مومی. دا انتقال مسقیم د قراردادی څخه قراردی ته صورت مومی او یا کله ناکله په هغه کې میانجی گر او دلالان هم وجود لري.

په تیرو وختونو کې به تولید صورت موندلو مگر د هغه د خرځلاو په هکله هیځ فکر هم نه کېدو او د بزگر او نورو تولیدونکو محصولات به تر ډیره خرابیدل .‌ مگر نن ورځ‌ خلک هوښیار شوی دی مخکې له تولید څخه هغوی د ځای لپاره قراردادی پیدا کوي او خپل محصول د تولید څخه مخکې خرڅوی.‌ د تولید څخه ورسته دوهم ستر د مصرف منبع مارکېتنگ یا بازاریابی ده .

بیوتکنولوژی

سمول

په دی تیرو وختونو کې البته د ۱۹۰۰ کال راپدی خوا مشتریان د محصولات د کېفیت او مشخصاتو څخه راضی نه وو نو څکه ی بیوتکنولوژی تته مخه کړه . پدی ځای ډي ان ای د یو سپیشز څخه بل انتقال مومی او په نتیجه کې یو بل نبات او یا حیوان د نویو مشخصاتو سره راځی چې د نویو کېفی او تولید خواصو درلودونکې وی. نن ورځ پدی ډول سره غواگانی ،‌ جوار ، غنم او ځینی محصولات تولیدیږي.

عصري کرنه

سمول

عصري کرنه د کرنیز انقلاب ورسته منځ ته راغله . ډېر کارونه د حیواناتو څخه په ماشين وواښتل او د یو تعداد نویو آفت کشونو منځ ته راتگ کرنی ته نوی مخ ورکړ. ناروغۍ تر یوحده کنترول شولی ، نوی نباتی مقاوم نسلونه منځ ته راغلل او اوبو لگولو نوی تخنیکونه منځ ته راغلل او تر ننه پوری پدی برخه کې کارونه کېږي.

کرنیزه پالیسي

سمول

کرنیزه پالیسي د تولید په ښه کېدو او دهغه د میتودونو د لاښه کولو په برخه تمرکز کوي. دا پالیسي لاندی موخی په خپل ترکیب کې لري:

  1. ساتنه
  2. اقتصادي ثبات
  3. چاپیریالی باثباتی
  4. د خوړو کېفیت
  5. د خوړو محفوظیت
  6. د خوړو امنیت
  7. او د فقر کمول

سرچېنې

سمول

http://en.wikipedia.org/wiki/Agriculture