کانټاران (علمی نوم: Bufonidae) د چونگښو څخه یوه لویه کورنۍ ده چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي. ټوله کورنۍ ۵۰۰ ډوله کانټاران لري چې په ۳۵ جنسو تقسیمېږي.

کانټار
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
نور اړين مالومات
پيل موده
۵۷ ملیون کاله BCE ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
بوفاجين د زهرلرونکو توکو څخه دي جې د انسانانو پر زړه باندی وژونکی آغېزه لري. نوموړی توکه په چينايي طب کې د ديجوکسين په ځاي کارېږي.
Incilius alvarius یو کانټار دی چې په امريکا کې ژوند کوي. نوموړي ژوي ځانگړي زهرلرونکی توکه جوړوي چې د 5-MeO-DMT په نوم یادېږي او د نشه کوونکي مادې په توگه کارېږي.

توصيف

سمول

کانټار يا رښتیاني کانټار د بې غاښو (کنډاس) او زخن ژوي دي چې په ځانگړي ډول په وچو سیمو او ځنگلونو کې ژوند کوي. اوږدوالی یې د ۲ سانتیمترو څخه تر ۲۳ سانتيمترو پورې وي. رنگ يې تور، شین، نسواري او ژيړ دي. نوموړي ژوي د سر پر شانتی برخې باندي ځانگړي مرغېړی لري. دا ځانگړي مرغېړی د خطر په صورت کې زهرجن توکې (مواد) جوړوي. د هغو زهرلرونکو توکو بوفاجین تر ټولو مشهور دي چې د انسانانو او نورو ژويو پر زړه باندي وژونکی آغېزه لري. ځيني زهرلرونکی توکې چې د Incilius alvarius لخوا توليدېږي وهمي آغېزه لري او د دي لپاره په امريکا کې د نشه کونکو توکو په توگه کارېږي. د دی ژويو په هکله معلوم دي چې د کانټار نارينه د خپلو بډوډیو ته نژدې ځانگړي غړی لري چې د بيډر غړی (Bidder's organ) په نوم یادېږي. نوموړي غړی د ښځينو نشتوالى یا کموالی په صورت کې په تخمدان تبدیل کېدلای سی او د کانټار نارينه په ښځينه تبديل سی.

Bufonidae
کانټاران
 
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه دوه ژوندوي
طایفه چونگښې
کورنۍ کانټاران

تقسیم

سمول
علمی نوم د ډولونو شمیر
Adenomus Cope, 1861
3
Altiphrynoides Dubois, 1987
2
Amietophrynus Frost et. al., 2006
38
Andinophryne Hoogmoed, 1985
3
Ansonia Stoliczka, 1870
25
Atelopus Duméril & Bibron, 1841
82
Bufo Laurenti, 1768
150
Bufoides Pillai & Yazdani, 1973
1
Capensibufo Grandison, 1980
2
Churamiti Channing & Stanley, 2002
1
Crepidophryne Cope, 1889
3
Dendrophryniscus Jiménez de la Espada, 1871
7
Didynamipus Andersson, 1903
1
Duttaphrynus Frost et. al., 2006
6
Epidalea Cope, 1864
1
Frostius Cannatella, 1986
2
Ingerophrynus Frost et. al., 2006
11
Laurentophryne Tihen, 1960
1
Leptophryne Fitzinger, 1843
2
Melanophryniscus Gallardo, 1961
20
Mertensophryne Tihen, 1960
20
Metaphryniscus Señaris, Ayarzagüena & Gorzula, 1994
1
Nectophryne Buchholz & Peters, 1875
2
Nectophrynoides Noble, 1926
13
Nimbaphrynoides Dubois, 1987
2
Oreophrynella Boulenger, 1895
8
Osornophryne Ruiz-Carranza & Hernández-Camacho, 1976
6
Parapelophryne Fei, Ye & Jiang, 2003
1
Pedostibes Günther, 1876
6
Pelophryne Barbour, 1938
9
Pseudobufo Tschudi, 1838
1
Rhinella Fitzinger, 1826
72
Schismaderma (Ropucha)Smith, 1849
1
Truebella Graybeal & Cannatella, 1995
2
Werneria Poche, 1903
6
Wolterstorffina Mertens, 1939
3