چينايي دوديزه درملگري

د چين دودیز طب د اوږدي مودي د پرمختيا په تاريخ کې د واقعيتونو او تجربو د جمعبندي کولو له لارې په تدريجي توگه رامنځته شوي چه په دي توگه د چيني ملت ځانگړي خصوصيت لرونکي طبي سيستم ايجاد شوي دي. د چين دودیز طب هم د چين د بيلا بيلو قومونو طب گڼل کيږي چه په دي کې په عمده توگه د هان، تبت، مغول او ويغور د قومونو طب شامل دي.

له دي امله چه د هان قوم نفوس تر ټولو نه زيات دي ، نو د چيني عنعنوي طب په هکله د خان قوم د ژبي ليک دود تر ټولو نه مخکې رامنځته شوي او کلتوري تاريخ يي نسبتأ اوږد دي، نو په نړۍ کې د هان قوم د عنعنوي طب اغيزه ډيره لويه ده. په نولسمه پيړۍ کې چين ته د لويديځې نړۍ د طب د داخليدو او مروج کيدو نه وروسته د هان قوم طب د چين عنعنوي طب په توگه وگڼل شو.


تاريخ

د چين د دودیز طب د پرمختيا په بهير کې د هان قوم طب د نوو قومونو په نسبت تاريخ يي ډير لرغوني دي او واقعي تجربې او اړوندې تيوري نسبأ مکملې او زياتې ښکاري.

د چين د ژيړ سيند د دواړو غاړو سيمه د چين د دودیز طب د رامنځته کيدو سرچينه گڼل کيږي او وړاندې له وړاندې نه په دي سيمه کې اړوند طبي علمي سيستم جوړ شوي و. د چين د عنعنوي طب د پرمختيا په اوږد تاريخ کې بيلا بيل اړوند احتراعات ، ډير مشهور ډاکتران او مهمې اړوندې طبي علمي ډلې او اثارونه رامنځ ته شوي وو.

د څه د پاسه درو زرو کلونو نه مخکې د شانگ د سلسلې په هغه ليک دود کې چه د لاک پر کاسه او د ځناورو پر هډوکو باندې حکاکي شوي، د روغتيا او د څه د پاسه لس ډولونو ناروغيو په باب تفصيلات ليکل شوي وو. د جو سلسلې په دوره کې په چين کې د کتلو، پوښتنې، د بويولو په گډون د ناروغيو د درملنې کولو او د درملونو ، د ستنې طب او جراحي عملياتو په شمول د تداوي ځيني طريقې تر استفادي لاندې راغلي وي. د چنگ او هان د امپورطورۍ په دوره کې د هوانگ دي په نامه د طبي څيړنې په باب مشهور اثار چه د چين په تاريخ کې تر ټولو نه لومړي طبي اثار گڼل کيږي، رامنځته شوي ؤ. ور پسي د لويي تبې د ناروغۍ باب تيورۍ چه د جيان ځونگ جنگ له خوا ليکل شوي، رامنځته شوې وه چه په دي اثارو کې په خاص ډول د بيلا بيلو اړوندو ناروغيو د تشخيص او تداوي په هکله تفصيلات بيان شوي دي چه د باليني طب د څيړنې د پرمختيا له پاره يي کلک بنسټ کيښودلي ؤ. هان د چين د خان د سلسلې په دوره کې د طب په هکله د جراحي علملياتو سويه نسبتأ لوړه وه. د درو مملکتونو په باب يو اثر کې چه د ميلادي کال له دوو سوو شلم کال نه تر دوه سوه اتيايم کاله پوري رامنځ ته شوي، دا ليکل شوي چه په هغه دوره کې نامتو ډاکتر هوا تو د بي هوشي د درو درمل په واسطه بيلا بيل جراحي عمليات تر سره کول.

د وي او جن د سلسلو نه ( ميلادي کال ٢٢٠ کال __ ٥٨٩ کال ) د سوي تان د پنځو سلسلو تر دورې پورې ( ميلادي کال ٥٨١ کال __ ٩٦٠ کال ) د نبض د شميرنې له لارې د ناروغيو د تشخيص په هکله ستر پرمختگ تر لاسه شوي ؤ. د جن د سلسلې په دوره کې د تبض د شميرنې په باب هغه مشهور اثارکې چه په نوموړي سلسله کې د نامتو ډاکتر وانگ شو حه له خوا ليکل شوي ، څلري ويشت ډول نبض بيان شوي دي. دغه اثارو نه يوازي د چين پر طبي علم باندې ستره اغيزه اچولي بلکه بهر ته هم خپور شوي ؤ. دغه راز د نوموړي سلسلې په دوره کې د سوزني طب له پاره ، د درملونو د جوړولو ، د جراحي عملياتواو د ماشومانو د ناروغيو د علاج په برخو کې هم ډير ارزښناک طبي اثار رامنځته شوي وو.

د سونک د سلسلې په دوره کې ( ميلادي ٩٦٠ کال __ ١٢٧٩ کال ) د طبي پوهنې په هکله د سوزني طب په برخه کې لوي اصلاحات رامنځته شول چه په دي بهير کې د اړوندې طبي روزنې په هکله د زده کونکو له پاره د کار ازموينه رامنځته شوې وه. د مينگ په سلسله کې ( ميلادي کال ١٣٦٨ کال __ ١٦٤٤ کال ) يو شمير طبي کارپوهانو د لويي تبې ، عمومي تبې او سخته ساري ناروغۍ سره جلا کړي وه او د چن د سلسلې تر دورې پوري د نوموړو ناروغيو په باب ځيني خاص اثار رامنځته شول.

د چين د مينگ د سلسلې له پيل نه لويديځ طب چين ته داخل شوي او په هغه وخت کې يو شمير طبي کارپوهانو دا نظر درلود چه د چين عنعنوي طب دي له لويديځ طب سره يو ځاي استعمال شي ترڅو دواړه طب يو د بل کمبود ليري کړي او يو له بل څخه گټې واخلي.

د چين د دودیز طب بنسټیزه اندپوهنه

د چين د دودیز طب بنسټیزه اندپوهنه د انسان د بدني حياتي فعاليتونو او د ناروغيو د بدليدو د قانون سره سم رامنځته شوې او پکې د ناروغيو د علتونو، د تشخيص د طريقو ، د درملنه لارې ، د ناروغۍ د مصنونيت ، د روغتيا د ساتنې او د داسي نورو محتوياتو څخه عبارت دي.

د چين د قديمي فلسفې له نظره د انسان په شمول هر طبيعي موجودات ټول متناقض موجودات دي. د چين عنعنوي طب د نوموړي تيورۍ په نظر د انسانو د بدن د پاسني او لاندني برخې ، د بدن د بهرنيو او داخلي بيلا بيلو برخو او د انسان او د طبيعي چاپيريال ترمنځ نه يوازي نژدي اړيکې لري بلکه يو له بل سره متناقض هم دي. نو که د نوموړو بيلا بيلو خواوو ترمنځ د روابطو هماهنگۍ خرابه شي ، ناروغۍ به پيدا شي.

د نوموړي تيوري سره سم د چين د عنعنوي طب له نظره په طبيعي نړۍ کې ټول موجودات په پنځو ډولونو خاصيت لرونکو موادو پوري اړه لري چه دغه ينځه ډول خاصيت لرونکي مواد يعني لرگې، اور ، خاورې ، سره زر او اوبه گڼل کيږي. دغه پنځه ډول مواد يو له بل سره جلا نه کيږي خو له بلي خوا يو له بل سره متناقض هم دي. د چين عنعنوي طب د د غې تيورۍ له مخې د انسان د بدن د داخلي بيلا بيلو جهازونو د ناروغيو تشخيص کوي.

د چين د عنعوي طب د تيوري سره سم د طبيعي نړۍ د نجوم، د هوا پيژندنې او د هوا بدلون د انسانو پر روغتيا او ناروغيو باندې اغيزه لري او د کال د پسرلي، دوبي، مني او ژمي د څلورو فصلونو د هوا بدليدو په بهير کې د څلورو فصلونو د باد، يخنۍ، گرمي، لوندوالي، وچکالي او اور په گډون شپږ ډول عوامل رامنځته کيږي. د دغو طبيعي پديدې د بدلونونو د عوامل او د ناروغيو ترمنځ اړيکي لري.

د چين د عنعنوي طب له نظره د انسان د بدن د بيلا بيلو جهازونو لکه د زړه، ځگر، طحال، سږي، بډوډۍ او د کولمې، دماغ، هډوکو او داسي نورو بدني جهازونو د فيزيولوژيکي رول او د ناروغيو د بدلونونو ترمنځ اړيکي موجود دي.

د چين د دودیز طب د تيورۍ سره سم د بدن په د ننه کې د هوا او د ويني انتقالي لاره شته او په ټول بدن کې يي مهم رول لري. که په دغه سيستم کې کوم بدلون رامنځته شي، دا به د بدني جهازونو د ناروغيو سبب شي.

د درملنې ډولونه

د چين د عنعنوي طب د عادتونو سره سم ډاکتران په عمده توگه د کتلو ، اورولو، بويولو او د لمس کولو په شمول د احساسونو د لياقت څخه په استفادي سره د ناروغانو سره د تماسونو د نيولو يا د ناروغانو د خپلوانو سره د خبرې کولو له لارې په هره اړخيزه توگه د ناروغيو په باب اړوند معلومات تر لاسه کوي ترڅو سک تشخيص وکړي ٠ په دي هکله څلور عممده طريقې په دي ډول دي ،

د کتنې درملنه

د چين د عنعنوي طب له نظره د انسان د بدن د بهرنيو برخو او د بدن د داخلي جهازونو ترمنځ نژدي اړيکي لري ، که چيري د انسان د بدن دننه د جهازونو په کارونو کې کوم بدلون رامنځته شوي ، حتمأ به يي د بدن د بهرنيو برخو لکه د روح ، رنگ ، شکل له داسي نورو برخو نه څرگند شي.

د کتني تشخيص په عمده ډول د سړي د روح ، د مخ رنگ ، د ژبي رنگ ، د بدن د پوستکې رنگ ، د ميتياز او غول رنگ او د داسي نور د بدن بهرني برخې د بدلونونو څخه عبارت دي.

د بويولو درملنه

د يويولو تشخيص په دي ډول دي چه ډاکتر د ناروغانو د اوازونو او د مدفوعاتو د بوي سره سم د ناروغيو تشخيص کوي. په دي بهير کې ډاکتران د ناروغانو د اوازونو د بدلونونو او د بدن د بيلا بيلو جهازونو د تغييراتو په باب معلومات تر لاسه کوي چه نوموړي اوازونه د ناروغانو د خبرو، تنفس ، د ټوخي او داسي نور اوازونو څخه عبارت دي. بوي له دوو برخو څخه عبارت دي چه يو يي د ناروغانو د بدن او بل يي د مدفوعاتو څخه خپري شوي دي.

د پوښتنې درملنه

د دغې طريقې له مخې ډاکتران له ناروغانو يا د دوي د خپلوانو څخه د پوښتنې له لارې د ناروغيو د پيښيدو ، پرمختيا او د علاج په باب يو لړ اړوند معلومات تر لاسه کوي او په عين وخت کې د ناروغيو او د ناروغانو د ورځني ژوند ، د کار چاپيريال ، د خوارکونو او د واده په هکله د ناروغيو په ارتباط يو لړ معلومات لاس ته راوړي.

د پوښتنې په تشخيص کې د ناروغانو اړوند شخصي حالت شامل دي. لکه د ناروغ نوم، جنس، عمر، کار، واده او داسي نور ٠ بر سيره پر دي د ناروغانو دناروغيو او اړوند شخصي او کورنيو تاريخ هم پکې شامل دي.

د تماس نيولو درملنه

ډاکتران په خپلو لاسونو د ناروغانو د بدن سره د تماس نيولو له لاري ناروغۍ تشخيص کوي او دغه ډول تشخيص په دوو برخو ويشل کيږي چه لومړي د نبض د شميرلو او احساسولو په واسطه د تشخيض په بهير کې د نبض د ضربانونو د بدلون سره سم د ناروغيو په باب معلومات تر لاسه کوي. دوهم په لاسونو د ناروغانو د بدن پر اړوندو برخو باندې فشار اچول دي او له دې لارې د اړوندې بدني برخې ناروغۍ درک کوي.