کاموف کا ٥٠
Ка-50
هېواد
د هلیکوپتر ډول د بریدکونکی هلیکوپتر
د هلیکوپتر تولیدونکی کاموف
لمړی الوتنه ۱۹۸۲
د الوتکې استعمالونکی روسی پوځ
د الوتکې قیمت

کاموف کا ۵۰ ( په روسی : KAMOB Ka-50) یو روسي بریدکونکی هلیکوپتر دی چې د تانکونو، زره پوښ موټرونو هلیکوپترونو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي. دغه هلیکوپتر کولای سی د باران په وخت کې جگړه وکړی. نوموړی هلیکوپتر په شوروی اتحاد کې په ۱۹۸۰ کال کې طرح شو او لمړی الوتنه یی په ۱۹۸۲ کال کې تر سره شوه. روسی پوځ د دغی هلیکوپتر څخه په رسمی ډول د ۱۹۹۵ کال څخه کار واخیست شوروی پوځ د ۱۹۷۲ څخه د میل می ۲۴ د هلیکوپترونو څخه کار واخست. مگر د افغانستان جگړي په وخت کې (1979 - 1989) شورویان نظر ته ورسېدل چی د میل می ۲۴ هلیکوپتر د عصری د جگړو د پاره ډېر زوړ دی. دغه هلیکوپتر نکړای سول په شپه کې والوزی او د دی په سبب په ۱۹۸۰ کی د نوي عصري جنگي هلیکوپتر انکشاف پېل شو. نوموړي مخفي پروژه د V - 80 نوم درلودله.

پېژندنه

کاموف کا - ۵۰ د ۷،۶۹ ټنو دوو جټ ماشينونو یو پیلوټ او قوي زره پوښ لرونکی جگړه یی هلیکوپتر دی چی د مځکنی ځواکونو د هوایی ملاتړ لپاره ور څخه کار اخیستل کېږي. نوموړي هلیکوپتر دوه متوازي څرخونه او عصري جنگي تجهيزات لري. اکثره (زیات نه زیات) سرعت یی ۳۵۰ کیلومتر په ساعت کی دی. برېښنایی تجهيزات یی د راډار، د انفرارېډ چلوونکی سیستم (FLIR) اود چلونې بصري سیستم (HUD) څخه جوړ شوي دی. د هلیکوپتر د تنې په منځ کی دوه ورزونه پروت دی چی پر هغو باندی د تانک پر ضد توغندی، د الوتکو پر ضد توغندی او راکتي لانچرونه نصب شوي دي.

د کاموف کا - ۵۰ ډولونه

  • V - 80
  • Ka - 50
  • Ka- 50N
  • Ka- 52

ځانگړنې

 
  • د هلیکوپتر ډول: د بریدکونکی هلیکوپتر
  • د هلیکوپتر د سپرلی شمېر: پیلوټ
  • جوړونکی شرکت: کاموف
  • د ماشینونو محرکه ځواک:
  • اوږدوالی: ۱۶ متره
  • سور:۷،۳۴ متره
  • جگوالی:۴،۹۳ متره
  • څټکتیا اخری حد: ۳۵۰ کیلومتره په ساعت کې

سرچینی

Fojtík Jakub, Ruské vrtulníky - Encyklopedie strojů konstrukčních kanceláří Bratuchin, Jakovlev, Kamov, Kazaň a Mil Svět křídel 2009