اسدالله وفا کټوازى يم د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونكى يم. او اوس مهال د د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي زده کړيال يم زما د facebook ادرس:-https://m.facebook.com/asadullah.wafakatawazai

Animated-Flag-Afghanistan.gif دا کارن افغان دی، او د افغانستان سره مینه لری.

د انجمن اصلاح الافاغنه سلمه کلیزه!

افغانستان په ۱۹مه پېړۍ کې د خپل مهم جغرافیايي موقعیت په وجه له یوې خوا د بریتانوي استعمار د تجاوز، پراختیا غوښتنې او دا راز د بریتانوي امپراتورۍ او تزار روسیې ترمنځ په "لویه لوبه" کې راګیر او له بلې خوا په کورنیو سیاسي او اقتصادي بحرانونو اخته شو، نو د نولسمې پېړۍ په درېیمه لسیزه کې د رنجیت سنګ په مشرۍ د پنجاب بادشاهت د هېواد شرقي سیمې یعنې پېښور او ورسره نورې تړلې سیمې د داخلي کمزورۍ له امله ونیوې.

د نولسمې پیړۍ نیمايي ته نږدې پېرنګیانو د هېواد سویلي، سویل ختیځه او سویل لویدیځه برخه په زور ونیوله او د همدې پېړۍ په وروستیو کې یې د استعماري معاهدو له لارې په بریتانوي هند ورګډه کړه.

له مالاکنډ نه تر وزیرستان پورې سیمه کې د مېشتو پښتنو غرونه او درې یې د قبایلي سیمې په نوم په یوه نیمه محکومه پټۍ کې واچولې.

دغه قبایلي سیمه په غیر رسمي توګه یاغستان هم نومېده. په ۱۹۰۱ کال کې انګریزانو دا سیمه د شمال مغربي سرحدي صوبې په نوم یوه صوبه (ایالت) کړه او په جنوب کې یې له ژوب نه تر کوټې او سبۍ پورې له پرې سیمې د بریتانوي هند تر ادارې لاندې د برټش بلوچستان په نوم بله صوبه تشکیل کړه. په دغو دریو واړو ټوټو کې د بریتانیا د استعماري قبضې خلاف مزاحمت (مقاومت) موجود و.

انګریزي استعمار که څه هم شلمه پېړۍ نور هندوستان کې یو لړ قانوني او اداری اصلاحات راوستل او ځايي ولسونو ته یې محدوده خودمختاري ورکړه، خو د پښتون/افغان سیمه یې له "روسیې د خطر" په پلمه د فرنټیر کرایمز ریګولیشن (FCR) او غازي ایکټ غوندې د تورو او ظالمانه قوانینو په منګولو کې بنده او له سیاسي او انساني ازادیو محرومه وساتله.

دا سیمې او اوسېدونکي یې له ټولنیز او اقتصادي اړخه وروسته پاتې وو، خو انګریزي استعمار د خپلې ناوړه استفادې لپاره د دوی وروسته پاتې والی لا پسې اوږد کړ او په خصوصي ډول یې هڅه وکړه چې پښتانه له تعلیم لرې وساتي.

عالمانو به چې د مذهبي تعلیم لپاره مدرسې جوړولې نو په هغوی باندې به هم په دې نوم قدغنونه لګېدل چې خلک د انګریز خلاف جهاد ته تیاروي.

چې کله انګریزانو په ۱۹۰۱ کې شمال مغربي سرحدي صوبه جوړه کړه نو د دې ځای په خلکو کې د خپل ژوند د حالاتو د بدلولو خواهش وزېږېد. دوی وپوهېدل چې په ژوند کې یې ریښتنی او جوړوونکی بدلون یوازې د تعلیم له لارې راتلی شي. حاجی صاحب ترنګزي، باچا خان، عبدالاکبر خان، مولانا قضل محمود مخفي او ځینو نورو مشرانو په دې لار کې هلې ځلې پیل او ځاې ځاې یې مدرسې روانې کړې. خو انګریز حکومت او د هغوی ځایي ملګرو د دغو مدرسو خلاف تبلیغ کاوه او سپکې سپورې یې پسې ویلې. ځینو ناپوهه ملایانو به ویل "سبق د مدرسې وايي، د پاره د پیسې وايي، جنت کې به یې ځای نه وي، دوزخ کې به غوپې وهي."

لومړۍ نړیوالې جګړې د نړۍ په حالاتو کې ستر بدلونونه راوستل.

د جنګ فاتح ځواک بریتانوي استعمار عثماني خلافت ړنګ کړ او مسلمانانو د انګریز امپراتورۍ دغه عمل په ټولو مسلمانانو ګوزار وګاڼه.

هندوستان کې مسلمانانو د عثمانی خلافت د بیا جوړولو حق کې تحریک پیل کړ چې د پښتنو مشران، علماء او منورین هم پکې شامل شول.

د سیمې لپاره تر ټولو مهمه پېښه افغانستان کې پر تخت په وطن او ولس د مئین او روڼ انده پاچا امان الله خان کېناستل او له انګریز نه خپلواکي اخیستل و.

د دغه الهام بښونکي پرمختګ په وجه لر وطن کې هم د ازادۍ د غورځنګ څپې راپورته او په هندوستان کې هم له انګریزي استعمار نه د خلاصون ارادې قوت بیاموند.

په ۱۹۲۰ کال هندوستان کې یو شمېر علماؤ فتوا ورکړه چې د انګریزي استعمار تر غلامۍ لاندې ژوند روا نه دی او مسلمانان باید ازاد وطن ته هجرت وکړي.

د دې فتوې نتیجه کې زرګونه مسلمانان افغانستان ته لاړل، له کوزې پښتونخوا هم د باچا خان، مولانا فضل محمود مخفي او نورو روڼ اندو او سمونپالو پښتنو مشرانو په ګډون ګڼ خلک بر وطن ته لاړل.

که څه هم د هجرت دغه تحریک د مادي وسایلو او منظمو سیاسي تنظیمونو د نشتوالي له کبله پام کې نیولې نتیجه تر لاسه نه کړه او د هند خلک تر څه وخت وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول، خو لرو او برو افغان روشن فکرانو او وطن پالو کابل کې د څه مودې تېرولو پرمهال په خپلو کې ژورې او تفصیلي مشورې وکړې.

د امان الله خان شاوخوا راټولو شویو متفکرو شخصیتونو او دا راز باچا خان او ملګرو یې د خپلو تاریخي، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي حالاتو تجزیه وکړه او دې نتيجې ته ورسېدل چې رښتینې آزادۍ او سمسورتیا ته رسېدل له علم او پوهې پرته ممکن نه دي.

دغه مشورې او د تجاربو تبادلې په لر او بر وطن کې د اصلاحاتو د تحریک او د بیا ویښتابه Renaissance کار کې د خوځښت بنیاد وګرځېد.

د خپل دغه ملي اصلاحي تحریک سره د باچا خان او ملګرو د ژمنتیا اوسنجیدګۍ اندازه له دې لګېدای شي چې دوې له ازاد افغانستان نه بېرته خپلو کلیو او کورونو ته نه بلکې باجوړ او دیر ته واوښتل چې د تعلیم او اصلاحاتو کار سملاسي پیل کړي.

دوی د دیر په خالونو نومې ځای کې د سیمې د خلکو په مرسته د یوې مدرسې جوړولو تابیا وکړه.

ډېر ژر دا مدرسه جوړه او د چلولو کار یې د فضل محمود مخفي صاحب په غاړه شو. ډېرو لږو ورځو کې د مدرسې د شاګردانو شمېر هم له ۴۰۰ واوښت.

د مالاکنډ انګریز کمېشنر د دیر نواب ته وویل چې د مدرسې تاسیس او پرمختګ خطرناک دی او دواړو ته ستونزې زېږولی شي. د دیر نواب د انګریز په لمسون د خالونو مدرسه وتړله، باچاخان، فضل محمود مخفي او د دوی ملګرو ته یې وویل چې له دیر ووځي.

هغوی له دې تجربې دې نتیجې ته ورسېدل چې د تعلیم عامولو تحریک په انفرادی توګه سر ته نه شی رسېدلی. باچا خان او نورو مصلحو ملګرو یې۱۹۲۱ کال په لومړۍ نېټه د باچا خان په کلي اتمانزو کې غونډه وکړه. دې تاریخي غونډې دوه کارونه وکړل، لومړی دا چې په ګډه یې په وطن کې د ازادو اسلامي مدرسو د پرانیستلو فیصله وکړه او دویم کار یې دا وکړ چې د مدرسو د پرانیستلو، چلولو او نورو اصلاحي کارونو لپاره یې د "انجمن اصلاح الافاغنه" په نوم د یوه تنظیم/سازمان بنسټ کېښود.

دې غونډې د رایو په اتفاق عبدالغفار خان/ باچاخان د دغه نوي سازمان لومړی صدر او میا احمدشاه ورسره د تنظیم سکرتر وټاکه.

د غونډې ګډونوالو د ماشومانو د تعلیم لپاره د مدرسو جوړول خپله بنیادي وظیفه وټاکله خو ترڅنګ یې ورسره د پراخ اصلاحي تحریک د پرمخ وړلو ژمنه هم وکړه.

عبدالاکبرخان اکبر لیکلي چې د اصلاحي تحریک مقصد د پښتنو د خپلمنځي دښمنیو ختمول، د علم مینه پیدا کول، د بې ځایه رواجونو او مصرفونو مخه نیول، صنعت او تجارت ته د خلکو پام راګرځول او د قربانۍ او ایثار جذبه پیدا کول وو.

دا لومړني ګامونه وو او د وخت په تېرېدو سره د اصلاحي تحریک لمن پراخېده. په دې کې په جینکو سبق ویل، د کسبګرو د کار قدر او عزت، د پښتون رسالې په ذریعه په پښتنو کې شعور او پوهه خورول، په پښتو ژبه د ډرامو لیکلو او په سټېج د هغو د اجراأ له لارې ولس ته د خپل پیغام رسول هم راغلل.

د اصلاحی تحریک دغه ابتداي هلې ځلې له ۱۹۲۹ کال وروسته د پښتنو د ملي آزادۍ په یوه غښتلي تحریک بدلې شوې. د باچاخان مشر زوی غني خان ویل چې د اتمانزو مدرسه کې یې له نورو هلکانو سره درس وایه، نو په ټولګي کې به یې په ګډه د مولانا فضل محمود مخفي دغه اشعار ویل:

"خدایه داسې وخت به راشی چې زمونږ جهاز به هم وي

لکه باز به په هوا شي، په تراخو اوبو به سم وي

ریل به هم زموږ پیدا شي تار به هم په هر قدم وي

زه به خپل جرنیل پسې وم په دشمن به دو کول وي"

خو د انجمن اصلاح الافاغنه د هغه د مشرتابه (باچا خان) او ملګرو تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا وه چې د پښتونولۍ، افغانیت او عصري علومو او افکارو ترمنځ یې یوه نوي ترکیب او امتزاج ته لاره پرانیستله.

د مثال په توګه د مشرتابه معیار په قبایلي مشرۍ یا خانۍ پورې منحصر پاتې نه شو بلکې خبره د ولس رایې او فیصلې ته راغله. یعنې پښتنو په خپل ژوند کې جمهوریت (ډېموکراسي) ورداخل کړ.

پښتانه یې له بنیادي حقوقو او د هغو د ساتلو لپاره له آئین او قانون خبر کړل. د مخفي صاحب په پورته شعرونو کې د جدید ریاست پوره نقشه پرته ده.

اصلاحي تحریک سړیو او ښځو دواړو لپاره تعلیم ضروري وګرځاوه. میراث کې د ښځو د حق غږ راوچت شو، د کسب ګرو او غریبو خلکو پر وړاندې د موجود تعصب خلاف یې منظمه مبارزه وکړه.

خو تر دې ټولو پورته خبره د عدم تشدد نظریه وه ځکه افغانانو د خپل تاریخ او جغرافیه د عواملو له کبله له تشدد نه ډېر زیان لیدلی و. د باچا خان د عدم تشدد د نظریې ریښې د پښتنو خپلې تاریخی تجربې او اسلامي تعلیماتو کې وې.

د پښتنو د جنګونو لښکرې مشهورې وې خو باچاخان او ملګرو یې تاریخ کې په لومړي ځل د خدايي خدمتګارو او د عدم تشدد د منونکو یو لک کسیز لښکر جوړ کړ او له انګریزي استعمار نه یې د ازادۍ ګټلو د مبارزې په لار کې په عدم تشدد عمل وکړ.

باچا خان د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې په دغه نظریه ټینګ پاتې شو ځکه یې نوم د نړۍ په تاریخ کې د شلمې پېړۍ د عدم تشدد له سترو علمبردارانو سره یو ځای اخیستل کېږي. خان عبدالغفار خان ښوونځي په بسپنو او خپل شخصي لگښت چلول. د انجمن اصلاح الافاغنه د تاسیس د یوې پېړۍ پوره کیدلو جشن کې باید دا خبره له یاده ونه باسو چې دغه تحریک په ازاد افغانستان او د محکومو افغانانو سیمو کې یو ځای پیل شو او دواړو خواو ته مبارزه کې نه یوازې کلک پیوستون موجود و بلکې د دوی ترمنځ ژوندۍ اړیکه هم موجوده وه.

د افغانستان په وطن مئین پاچا امان الله خان د خپل ازاد هېواد په تعلیم، فرهنګ، اقتصاد، سیاست، کلتور او دولتي نظام کې د بنسټیزو اصلاحاتو لړۍ پیل کړه چې یو سمسور، غښتلې او سیال افغانستان جوړ کړي.

تر ښکیلاک لاندې افغانانو/پښتنو د آزادۍ د مبارزې ترڅنګ خپل ژوند کې د بدلون راوستلو لپاره د ډېرو مهمو ټولنیزو اصلاحاتو د عملي کولو هلې ځلې وکړې.

د انجمن اصلاح الافاغنه صدر باچا خان چې انګریزي استعمار د تعلیمي ادارو د جوړولو په "جرم" ونیو نو خپلو پلویانو ورته د فخر افغان لقب ورکړ.

په زړه پورې دا ده چې په لر او بر افغان وطن کې د ټولنیزو اصلاحاتو او د پرمختګ د هڅو د مخالفت سرچینه هم یوه وه یعنې انګریزي استعمار او د هغه مقامي تالي څټي. دوی په خپلو سازشونو کې اسلام سره د افغانانو د مینې له احساس نه د ناوړه استفادې کوشش وکړ.

نن چې مونږ د افغانانو د اصلاح، آزادۍ، سیالۍ او بیا ویښتابه د تحریک سل کاله لمانځو نو دا خبره جوته ده چې تېرو سلو کلونو کې زمونږ پلرونو او نیکونو په خپلې مېړنۍ مبارزې، شهامت او قربانیو د رښتینی آزادۍ او ابادۍ په لور داسې مهم ګامونه اخیستي چې مونږ ټول پرې ویاړلی شو.

خو د خپل سټراټیجیک جغرافیايي موقیعت، د لویو طاقتونو د لوبو، د ګاونډیانو د غلبه غوښتونکو ماجراجویانو او د خپل سماجي وروسته پاتې والي له امله زمونږ د واقعي ازادۍ او ابادۍ اجنډا تر اوسه عملي شوې نه ده.

پر موږ د تیرو څلوېښتو کلونو تپل شوی جنګ افغانان ډیر زیانمن کړي دي، خو زمونږ د پلرونو او نیکونو له خوا سل کاله وړاندې پیل شوي اصلاحي تحریک له مونږ سره مرسته کوي چې خپله کړنلاره پیدا کړو، دوست او دښمن وپېژنو، پر خپله خاوره خپل اختیار ولرو، د خپل وطن له طبیعي خزانو د خپل ولس د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ګټه واخلو او په نړۍ کې انساني او د سیالۍ ژوند وکړو. افراسیاب خټک پېښور ۲۷ کب ۱۳۹۹ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۱ د عدم تشدد اوسنۍ ستر مبارز چې په لر او بر وطن کې روانه ده، په ۲۰۱۷ کې د پښتون ژوغورنې غورځنګ د رامنځ ته کیدو سره پیل شو. چې مشر یې منظور احمد پښتین او نور مخکښان یې لکه محسن داوړ،علی وزیر،شهید ارمان لوڼی،عبدالله ننګیال او داسی نور...

ماخذونه : زما ژوند او جدوجهد، لیکوال عبدالغفار خان ( د باچ اخان خودنوشت سوانح)

عبدالغني خان، ژوند او زمانه. لیکوال پروفیسر ډاکتر سید وقارعلي شاه کاکاخېل خپرونکې:ذبیح الله حکیمی ساپی