کابل بانک
کابل بانک د افغانستان له لومړنيو خصوصي بانکونو گڼل کېږي.
مخينه
کابل بانک په افغانستان کې يو ستر سوداگريز بانک دى چې د ٢٠٠٤ کال د جون د مياشتې په ٢٧ نيټه يې په کار پيل کړى دى. کابل بانک د بانکي خدمتونو، د پېرودونکو شمېر، کارکونکو، نمايندگيو او نور اسانتياوو په برخه کې کار کوي.
ښاغلى شير خان فرنود د کابل بانک مديره هيئت او خليل الله فروزي د دې بانک د عامل هيئت رئيس وو.
کابل بانک په دی موده کې خپلې ۶۸ نمايندگۍ په۳۴ ولایاتوکی پرانستي ، چې ۲۸ څانگې په مرکز کې او ۴۰ نمايندگۍ په ولاياتو کې دي .
په پام کې ده په نږدې راتلونکي کې کابل بانک خپلې ۱۱ نمايندگۍ د هېواد په ولاياتو کې پرانيزي، چې پدې توگه کابل بانک تل د پراختيا په حال کې دى او په پام کې لري چې ډير زر به د هېواد ټول ولايات خپل پوښښ لاندې راولي. او د بانکدارۍ فرهنگ يا دود د هېواد ټولو گليو او بانډو ته ورسوي تر څو د هېواد د اقتصاد دودې په برخه کې تل مخکښ وي.
کابل بانک به په نږدې راتلونکي کې د POS ماشينونو له لارې خدمتونه د پلاستيکي مسکوکاتو را نيولو په موخه پېل کړي. چې پېرودونکو ته به پرته له لگــښت څخه ډول ډول خدمتونه په لاندې توله ترسره شي.
- د حسابونو پرانيستل
- بشپړ معلومات د بانکي صورت حساب په اړه
- خپل حساب ته د پيسو ډيره ول او اخيستل
- د پيسو ليږد راليږد د يوه حساب څخه بل بانکي حساب ته
- د انترنت له لارې بانکداري
- د موبايل له لارې بانکداري ( پېرودونکى اړ دى ،چې يوازې شبکې ته د تيلفوني پيغام ليږدولو لپاره لگښت ورکړي)
- د محلي چکونو وصولول
تر ٢٠١٠ز کاله پورې يې شېرخان فرنود د کابل بانک مشر و، وروسته تر هغه چې په بانک کې د مليونونو ډالرو په ارزښت د پراخو مالي درغليو او ناقانونه پورونو مسئله رسوا شوه، دغه خصوصي بانک د افغانستان بانک په کنټرول کې راوستل شو. د بانک په دياليه کېدو کې د ولسمشر د ورور محمود کرزي، د ولسمشر د مرستيال حسين فهيم او ځينو نورو کسانو نومونه هم اخيستل شوي دي.
د پيسو نړيوال صندوق اندېښنې
د پيسو نړيوال صندوق يا IMF وايي تر هغو چې د کابل بانک ستونزه د افغان دولت له لوري اواره شوې نه وي، دغه مرستندوى صندوق له افغان دولت سره خپلې زياتې مالي مرستې ځنډوي.
په داسې حال کې چې پر افغان چارواکو د کابل بانک د درغلیو د نه تصفیې له کبله چې په یو شمیرسیاستوالو پورې تړي کسان یې له شریکباڼو او پوروړو څه دي انتقادونه روان دي ، ددې هیواد د یو بل خصوصي بانک په اړه اندېښنې نوې دي .
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د یو شمیر داسې کسانو له خولې چې وايي له دې مسلې خبر دي وايي افغان چارواکي د دویم بانک په وړاندې د قانوني چلن پرسر نه دي موافق شوي .
له هغې وروسته چې د پیسو نړیوال صندوق د تیر یوکال راهېسې افغانستان سره د کابل بانکي درغلیو پر سر د مرستو پروگرام ځنډولي ددې پروگرام د بیا پیل په هڅو کې د افغان حکومت بې غوري په ډاگه کوي .
که چیرې د پیسو نړېوال صندوق د افغانستان سره د مرستو پروگرام پيل نه کړي د ډیرو مرستندویه هیوادونو پیسې افغانستان ته نه رسیږي ، ځکه هیوادونه د پیسو د نړېوال وجهي صندوق له پروگرام پرته په انفرادي توگه پیسې نه شي ورکولی .
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه د نړيوال وجهي صندوق د یو ویاند له خولې وايي :
(( په لنډه موده کې ، تمرکز د کابل بانک د ورکړیو پورونو پر راټولولو دی ، او ددې مطمینه کول دي چې د مرستو اضافي پیسې په نا پرې شويو پورونو کې ولاړې نه شي ، همدارنگه د مالي سیستم پر پیاوړتیا تمرکز دی چې هغه ستونزې بیا پېښې نه شي چې کابل بانک یې د ماتیدلو پولې ته ورسوه . ))
خو افغان حکومت بیا د پیسو د نړېوال صندوق ددې غوښتونو ځواب ددې ادارې په تورنولو ورکړی او ویلي یې دي ، دا اداره له مالي مسایلو ډيره په سیاسي مسلو کې لیوالتیا لري .