شېرخان فرنود (په انگرېزي:Sherkhan Farnood) د کابل بانک پخوانى مشر چې په دې خصوصي بانک کې يې ٢٨.١٦ فيصده ونډه (سهم) درلود. فرنود د پامير هوايي شرکت مشر هم دى، چې خليل الله فېروزي، محمد فهيم او ځينې نور ورسره شريکان دي.

د ٢٠١٠ز کال په نومبر کې د ورکړل شويو راپورونو پر اساس، د افغانستان بانک فرنود او فېروزي له دندو ليرې کړل. پر دوى دواړو بنديز لگېدلى چې له افغانستان څخه بهر سفر نه شي کولاى.

شېرخان فرنود په خټه اوزبک دی ،[۱] او له آره د افغانستان د شمالي ولايت کندوز دی.[۲] زده کړې يې په مسکو، روسيې کې کړي. سوداگري يې هم له مسکو څخه پيل کړې. د 1980 يمو او 1990 يمو کالونو کې يې د مسکو نه په غير رسمي توگه د د پيسو د حوالې کاروبار کاوه.[۳] د هغه د پيسو حواله د تاجکستان او افغانستان تر منځ د هيروينو او اپيمو قاچاقبرانو لخوا وړل راوړل کېده. په ۱۹۹۸ ز. کال کې د مسکو د چارواکو لخوا د هغه د حوالې سوداگري د پيسو د وينځلو او د مخدره موادو د قاچاق په پيسو کې د ښکېلتوب په تور بند شو، او د سوداگرۍ د بندېدو دمخه فرنود له روسيې څخه تښتېدلی و.[۴] شېرخان فرنود په روسيې کې د شېرخان محمد مراد په نامه سوداگري فعاليت کاوه."[۵]

فرنود يو مشهور قمارباز هم دی او ۲۰۰۸ کال د پوکر اروپا د قمار په نړيوالو لوبو کې يې گډون هم کړی و.[۶] پر ده د بنديزونو د لگېدو دمخه، هغه خپل ډېر وخت په دوبۍ کې تېراوه، فرنود په دوبۍ کې د پالم جميره په ښارگوټي کې د گڼ شمېر بنگلو او کورونو خاوند دی.[۷][۸]

سرچينې

  1. "Afghan businessmen leave for Bonn meet". gulfnews. November 29, 2001. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۱. زه اوزبک زېږېدلی يم, خو تاجکي، هزاره گي او پښتو خبرې کوم. ما يوې پښتنې سره واده کړی. زما مور يوه تاجکه ده. ښه به دا وي چې ته زما د قبيلوی اړوندتيا په اړه ونه پوښتې دا ځکه چې زه يو افغان يم. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Afghan Biographies: Farnood, Sherkhan Shirkhan Farnud
  3. Johnson, Gary H. "Poker, Drug-Running and Illicit Deals at the Kabul Bank: The Double Life of Sherkhan Farnood". Family Security Matters. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه 2/23/2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  4. Johnson, Gary H. "Poker, Drug-Running and Illicit Deals at the Kabul Bank: The Double Life of Sherkhan Farnood". Family Security matters. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه 2/23/2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  5. "Sherkhan Farnood". Pokernews.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "In Afghanistan, signs of crony capitalism (p.2)". Andrew Higgins. The Washington Post. February 22, 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "US Cuts Aid After Millions Siphoned Off to Dubai". Susanne Koelbl. Spiegel. July 5, 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)